دبلوچستان په زيارت ښار کې د پښتو ژبې نړيواله څېړنغونډه
د پښتو ژبې په اووم نړيوال سمينار کې د ګډون لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون له بېلابېلو سيمو څخه پښتان پوهان ، ليکوالان، څيړونکي او شاعران د اګست د مياشتې په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ د کوټې ښار ته رارسيدلي وو، په کوټه کې د يوې شپې تر تېرېدو وروسته د اګست په دوهمه د پنجشنبې د ورځې په مازديګر ټول ميلمانه د کاروان په شکل کې له کوټې ښار څخه د زيارت ښارګوټي په لور چې د بلوچستان يو سياحتي مرکز هم دى وخوځېدل .
نږدې ماښام وو چې د زيارت ښار ته ورسيدو.
د زيارت نږدې ټول ښار د اوبښتو په ونو کې پټ دى چې د غرونو په ډډو د شنو ونو تر منځ پکې ځاى پر ځاى هوټلونه او ميلمستونونه جوړ شوي دي، د ماخوستن د ډوډۍ تر خوړلو وروسته ټول مېلمانه بېلابېلو ميلمستونونو ته ورسول شول.
د شپې ناوخته خبر شوو چې د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه راتلونکي په سلګونو ليکوالان ، څيړونکي او شاعران په پوله باندې د پاکستاني چارواکو لخوا نيول شوي او يو شمېر يې بيرته له پولي د افغانستان لوري ته اړول شوي دي، له دې جملې څخه يو هم افغان سکهـ دياسنګهـ انجان وو چې نږدې د يوې اونۍ لپاره پاکستاني چارواکو په بند کې ساتلى وو.
د شپې له تېرېدو وروسته په سبا د اګست د مياشتې په دريمه د پنجشنبې په ورځ سهار لس بجې د پښتو ژبې اووم نړيوال سيمنار يا څېړنغونډه د (پښتو ژبې برخليک په يووشتمه پېړۍ کې) تر سرليک لاندې پيل شو) .
په دغې څېړنغونډه کې چې کوربه يې پښتو ادبي غورځنګ وو پر افغانستان او پاکستان سربېره د نړۍ له يو شمېر بهرنيو هيوادونو څخه د پښتو ژبې پوهانو، ليکوالانو، څېړونکو او شاعرانو ګډون کړى وو چې پرانيستنه يې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړي، څېړونکي، ليکوال او شاعر استاد عبدالله بختاني خدمتګار وکړه.
د څېړنغونډې د لومړۍ برخې د مشرتابه لپاره له پېښور څخه راغلى ليکوال او شاعر سليم ر از، مېلمه عبدالله بختانى خدمتګار او کوربه وتلى فولکلوريسټ او ليکوال سيال کاکړ و ټاکل شول، همدا راز د دغې برخې لپاره آستادمحمد آصف صميم ، ډاکټر طارق رشاد، عبدالغفور لېوال، ، رحمت شاه سايل، اسير منګل، سعيد ګوهر د مېلمنو په توگه دريځ ته وبلل شول .
وروسته د پښتو ادبي غورځنګ مشر او د يادې شوې نړيوالې څېړنغونډې سمبالوونکي محمد صادق ژړک ټولو برخه والو ته ښه راغلى ووايه او له ټولو هغو کسانو چې د څېړنغونډې په جوړولو او سمبالولو کې يې مرسته کړې وه مننه وکړه.
نوموړي له افغانستان څخه د راتلونکو مېلمنو سره په پوله د پاکستاني چارواکيو بد چلند وغانده او د افغانستان د ملي ټلويزيون د کارکوونکي او شاعر انجان سنگهـ نيول کيدل يې وغندل .
له دغې جملې څخه د کابل پوهنتون يو تن محصل او د ځولۍ مجلۍ مسئول مدير عبدالله کامه وال ټول افغان ته وويل چې په ډېر زحمت يې په څېړنغونډه کې دګډون لپاره ځان رارسولى دهغه په وينا:
((مونږ پاکستاني چارواکو ته په ګډه پوله باندې په څېړنغونډه کې د ګډون بلنليکونه ور وښودل خو هغوى زمونږ ژبې ته ښکنځل کول او په ګڼ شمېر ليکوالانو او شاعرانو يې د کوتکونو وارونه وکړل او په ډېر سپکاوي بيرته له پولې هغې غاړې ته وشړل)).
د سيمنيار لومړۍ برخه د پيغامونو په لوستل پيل شوه چې لومړى پکې د افغان ولسمشر حامد کرزي پيغام د تکړه ليکوال او شاعر عبدالغفور لېوال له خوا ولوستل شو او تر غرمې پورې د بېلابېلو ټولنو، داستازو لخوا د هغوى پيغامونه وړاندې شول.
د پيغامونو د برخې په پاى کې دريځ ته بلل شويو مېلمنو په خپل وار سره دغه څېړنغونډه وستايله او د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ په لاره کې ګټوره وبلله.
د غرمې تر ډوډۍ او د ماسپښين تر لمانځه وروسته د مقالو برخه پيل شوه چې تکړه کيسه ليکوال طاهر اپريدى يې د رئيس، ليکوال او شاعر عبدالغفور لېوال د مرستيال او د پښتو ژبې وتلى شاعر دروېش درانى د منشي په توگه وټاکل شول.
د مقالو په دغې برخه کې ډاکټر ميا سهېل انشا، عارف تبسم، فاروق سروراو سليم بنګښ په خپل وار سره د پښتو ژبې او ادب په بېلابېلو اړخونو ليکلې شوې مقالې وړاندې کړې.
د نړيوالې څېړنغونډې دوهمه غونډه د اګست د مياشتې په څلورمه د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د پښتو ژبې او ادب پر بېلابېلو څانګود علمي او څېړنيزو مقالو په وړاندې کولو سره پيل شوه، د دغو علمي او څېړنيزو مقالو د لومړۍ برخې د مشر په توګه له کندهار څخه راغلى ليکوال او شاعر ډاکټر طارق رشاد، د مرستيال په توګه له اسلام آباد څخه راغلى ليکوال او شاعر هاشم بابر، ليکوال او شاعر سيد خيرمحمد عارف د منشي په توگه وټاکل شول .
په دغه نړيواله څېړنغونډه کې نږدې دوه زره پوهانو، ليکوالانو، څېړونکيو او شاعرانو د افغانستان او پاکستان په ګډون له يو شمېر بهرنيو هېوادونو څخه ګډون کړى وو.
د څېړنغونډې لومړۍ مقاله سياسي څېړونکي او ليکوال ولي محمد ولي د مورنۍ ژبې ارزښت تر سرليک لاندې وړاندي کړه .
ښاغلي ولي د افغانستان او پاکستان له چارواکو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د کلتوري څانګې يونيسکو له قانونو سره سم دې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده کړې برابرې کړي.
نوموړي وويل چې د پښتو ژبې د کتابونو د بازار د نه درلودلو يولامل پخپله پښتانه ليکوالان هم دي د هغه په وينا ځينې خبرې د کتاب په شکل کې د ليکلو او خلکو ته د وړاندې کولو نه وي ده وويل چې که ليکوالان په يوه موضوع باندې تر کار کولو له مخه فکر وکړي او هغه څه خلکو ته وړاندې کړي چې د پښتو ژبې او ادب په ګټه وي نو په دې ډول به له يوې خوا پښتو کتابونه بازار پيداکړي، خلک به ګټه ځينې واخلي او په نورو ژبو کې به وژباړل شي.
له ښاغلي ولي وروسته د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړي تکړه څېړونکي او ليکوال عبدالله بختاني خدمتګار (د پښتو ژبې برخليک په يويشتمه پېړۍ کې) تر سرليک لاندي علمي مقاله واوروله او د پښتو ژبې دودې او پرمختګ په لاره کې يې د پښتو ژبې د کتابونو لپاره د بازار پيداکولو د لارو چارو په لټولو ټينګار وکړ.
نوموړي وويل دغه کار به د اقتصادي پياوړتيا تر څنګ د پښتو ژبې د پوهانو، ليکوالانو او شاعرانو د افکارو او هلو ځلو په خپرولو کې ګټور ثابت شي د هغه په وينا پښتانه د نړۍ په بېلابېلو او لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي چې له همدې امله د کتابونو مينه وال کتابونو ته لاس رسى نلري او د يوبل له حالاتو نه ناخبره دي .
د پېښور د مردان د سيمې اوسيدونکي شاعر او ليکوال محمد زبير حسرت د سهيلي پښتونخوا د شاعرانو د شعر د کيفيت او څرنګوالي په اړه مقاله واوروله .
ورپسې د پښتو ژبې وتلي او انقلابي شاعر رحمت شاه سايل د نړيوالتوب او پښتو شاعري تر سرليک لاندي مقاله وړاندې کړه او د نړيوالتوب يا ګلوبلائزېشن په اوسني چټک پرمختيايي يون کې يې د پښتو ژبې اړتياوې او غوښتنې په ګوته کړې.
ليکوال او شاعر عبد الکريم بريالي هم خپله مقاله د پښتو شعر او شاعر تر سرليک لاندې وړاندې کړه چې د خپلې ليکنې په ترڅ کې يې د اوسمهالي پښتو شعر بهير وارزاوه او د پښتو شعر پر غوښتنو او اړتياوو يې رڼا واچوله .
په څېړنغونډه کې مقاله ويونکو د مقالو تر اورولو وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او د تاودو بحثونو په ترڅ کې بېلابېل مسائل وڅېړل شول .
په څېړنغونډه کې د مقالو د برخې تر پاى ته رسېدو وړاندې د دغې برخې مشر ډاکټر طارق رشاد وينا وکړه او غونډه يې علمي او ګټوره وبلله.
د غرمې له ډوډۍ او د ماسپښين تر لمانځه وروسته د مقالو دوهم برخه د ډاکټر طارق رشاد په رياست پيل شوه چې لومړى پکې د پښتو ژبې وتلي او خوږ ژبې شاعر دروېش درانې خپله مقاله د (شاعر او د اليکس پونده) تر سرليک لاندې وړاندې کړه .
له ښاغلي دروېش دراني وروسته د پښتو ژبې نوميالي څېړونکي، ژبپوه، شاعر او ليکوال استاد محمد اصف صميم خپله مقاله د (په پښتو ژبه کې د نوو نومونو اړتيا او وړتيا) تر سرليک لاندې وړاندې کړه او په پښتو ژبه کې يې د نوو نومونو په ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي په کابل کې د مخابراتو د وزارت لخوا د مايکروسافټ د دوو پروګرامونو د پښتو کولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د غونډې وروستۍ برخه چې مقالوته ځانګړې شوې وه د پښتو ژبې د نوماند او وتلي شاعر رحمت شاه سايل په مشرتابه، د آستاد محمد آصف صميم په مرستيالۍ او د عبدالخالق مندوخېل په منشيتوب پيل شوه .
ددې برخې په پيل کې کيسه ليکوال پروفيسر اسير منگل (د پښتو لنډې کېسې نن، پرون او سبا) تر سرليک لاندې په پښتو ژبه کې د لنډې کيسې پر تاريخچه رڼا واچوله، او په پښتو ژبه کې يې د لنډې کيسې برخه کمزورې وگڼله .
ليکوال او شاعر عصمت الله زهير په پښتو ژبه کې د مزاحمتي ادب په بهير وږغېد او په پښتو ژبه کې يې مزاحمتي ادب د پښتنو د جغرافيايي او سياسي حالاتو زېږنده وګاڼه.
امين الله احمدي خپله مقاله د (ليکونه سرليکونه په پښتو ادب کې) تر سرليک لاندې وړاندي کړه. نوموړي د خپلې مقالې په ترڅ کې په پښتو ژبه کې د ليک ليکلو پر ارزښت وږغېد او ويې ويل چې ګڼ شمېر پښتانه او س هم په پښتو ليک نه کوي.
هغه د پښتو فلمونو پر نيمګړتياوو هم رڼا واچوله او اوسمهالي پښتو فلمونه يې بربنډ او د پښتني کلتور او تهذيب سره په ټکر کې وګڼل .
وتلي فولکلوريسټ او ليکوال ولي محمد خان سيال کاکړ د پښتو ژبې د اديبانو د يووالي پر مسئله خبرې وکړې او د پښتو ژبې د ودې او پر مختيا په لاره کې يې د ليکوالو تر منځ يووالى اړين وگاڼه ، نوموړي وويل چې د ليکوالو تر منځ د يووالي نه موجوديت د پښتو ژبې د ودې او پرمختيا لاره ډب کوي .
د پښتو ژبې د نړيوالو کنفرانسونو بنسټ ايښودنکي، شاعر او ليکوال سليم راز هم خپله مقاله وړاندي کړه، هغه په مزاحمتي ادب او د پښتو ژبې په پرمختګ هر اړخيزې خبرې وکړې .
له کابل څخه راغلي ځوان ليکوال محبوب الله محبوب په کمپويټري نړۍ کې د پښتو ژبې پر پرمختګ خبرې وکړې او برخواله ته يې ( پښتو ژبه او د کمپيوټري ټيکنالوژۍ پرمختګ) تر سرليک لاندې خپله مقاله وړاندي کړه ، هغه په کمپويټري نړۍ کې د ويبپاڼو پر رول او ارزښت رڼا واچوله او د ويبپاڼو او ويبلاګونو جوړول يې د اوسني پرمختللي دور له غوښتنو سره سم د ژبې په پرمختګ کې مهم وبلل .
نوموړي په کمپيوټري نړۍ کې د يو شمېر ځوانانو په ځانګړي ډول د اسرار احمدکريمزي يادونه اوستاينه وکړه چې په دې وروستيو کې يې د پښتو استوزگر په نوم يو ميسنجر جوړ کړى دى .
له کابل څخه راغلي خوږ ژبي ليکوال او شاعرعبدالغفور لېوال (په شعر کې د فکر او خيال موازنه) تر سرليک لاندې علمي مقاله وړاندي کړه او د شعر په جوړښت کې يې شعري عناصر، تخيل، فکر او يو شمېر نور اړخونه په ګوته کړل .شمس الدين شمس (د پښتني هڅوب ښه اړخونه) تر سرليک لاندي په خپله مقاله کې د پښتنو د کلتور پر لرغونتوب خبرې وکړې او په اوسني دور کې يې د پرديو کلتورونو د يرغل څخه د ځان ساتنې لارې چارې په ګوته کړې .
ورپسې د وتلي څېړونکي او تاريخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ مقاله (د پښتنو راتلونکې) تر سرليک لاندې د محمد نعيم آزاد لخوا ولوستل شوه.
په مقاله کې د پښتنو او پښتو ژبې په وروسته پاتې والي خبري شوې وې دنوموړي په وينا د ډېورنډ د کرښې دواړو غاړو ته څلوېښت ميليونه پښتانه ژوند کوي او په منځني اسيا کې په دومره ګڼ شمېر کې بل قوم نشته خو پښتانه په لوى لاس له علم او پوهې څخه لرى ساتل او يووالي ته نه پريښودل کيږي .
وروسته خان زمان کاکړ (په ګلوبلائزېشن کې د شاعرۍ کردار) غازي سيال (د پښتو په پرمختګ کې د موسيقۍ ونډه) او هدايت فيضي د (پښتو ژبه په اوسني دور کې) تر سرليکونو لاندې خپلې مقالې واورولې او په دې ډول د دوهمې ورځې د مقالو وروستۍ برخه پاى ته ورسېده.
په څېړنغونډه کې هر مقاله ويونکي د خپلې مقالې تر اورولو وروسته د برخه والو پوښتنې ځواب کړې او د هغوى له خوا پر ټاکل شويو موضوعاتو تاوده بحثونه وشول .
د مقالود برخې له پاى ته رسېدو وروسته استاد محمد اصف صميم، سليم راز، عبدالغفور لېوال او سعيد ګوهر (د څېړنغونډې د ارزونې د کميټې) غړي وټاکل شول.
(د پرېکړه ليک د کميټې) لپاره ډاکټر طارق رشاد، حامد ځاځى، رحمت شاه سائل، حنيف خليل ، اسيرمنګل، خالد خان خټک، خليل باور، نصيب الله سيماب، رازق فهيم، عادل اڅکزى، ډاکټر لياقت تابان، نعيم ازاد ، بشير احمد فيضان، او عصمت زهير وټاکل شول.
د نړيوالې څېړنغونډې درېيمه ورځ د اګست د مياشتې په پينځمه د شنبې په ورځ د پښتو ژبې نامتو پوهانو، ليکوالانو ، شاعرانو او څېړونکيو ته د جايزو په ورکولو پيل شوه.
د جايزو د وېش د د غې برخې لپاره له اسلام اباد څخه راغلى ليکوال او شاعر هاشم بابر د مشر، وکيل او سياستوال عزيزالله د لومړي مرستيال، اکبر ترين د دويم مرستيال او د زيارت ښارګوټي ښاروال دلاور خان کاکړ د مېلمه په توګه وټاکل شول .
دغه جايزې په لره او بره پښتونخوا کې د پښتو ژبې نوموتو پوهانو، ليکوالانو، څېړونکيو او شاعرانو ته د هغوى د وړتياوو او دپښتو ژبې په بېلابېلو څانګو کې د زياتو خدمتونو له امله ووېشل شوې :
د جايزود وېش تر بشپړېدا وروسته له کابل څخه راغلي ليکوال او شاعر عبدالغفور لېوال د نړيوالې څېړنغونډې د بهير د ارزولو لپاره د ټاکل شوې کميټې په استازۍ دريځ ته وبلل شو. نوموړي د نړيوالې څېړنغونډدرې ورځنى بهيرګټور وارزاوه او ياده شوې غونډه يې د پښتو ژبې او ادب د ودې او پرمختيا په لاره کې يو ارزښتناک ګام وگاڼه، نوموړي په څېړنغونډه کې د پښتو ژبې د ودې او پر مختيا په لاره کې د وړاندي شويو لارو چارو په عملي کولو ټينګار وکړ او د دغسي نړيوالو څېړنغونډو د بيا بيا جوړولو هيله يې وکړه .
ورپسې ليکوال او شاعر ډاکټر لياقت تابان د پريکړه ليکونو لپاره د ټاکل شوې کميټې په استازۍ د نړيوالې څېړنغونډې پرېکړه ليک ولوست چې د برخه والو له خوا د لاسونو په پورته کولو ومنل شو .
د پرېکړه ليک په يوه ماده کې د يوې نړيوالې مرکې د جوړوېدو غوښتنه شوې وه تر څو په نړۍ کې مېشت پښتانه پوهان، ليکوالان، څېړونکي او شاعران له دې لارې له يو بل سره اړيکې ولري اود پښتو ژبې د علمي کولو، دفتري ګرځولو او داسې نورو چارو لپاره په ګډه کاروکړي.
د پرېکړه ليک په يوه بله ماده کې غوښتنه شوې وه چې په لره او بره پښتونخوا کې دې پښتنو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه دز ده کړې شرايط برابر شي .
يوه بله ماده دا وه چې په پاکستان کې دي پښتني سيمې د پښتونخوا په نوم ونومول شي ، د پښتون د نوم په اړه چې په پېښور کې کوم قرارداد منظور شوى وو هغه دي عملي کړاى شي او په يادو شويو پښتون ميشتو سيمو دي کې دفتر ي او د ښوونې ژبه هم پښتو شي .
د پرېکړه ليک تر وړاندي کولو وروسته د پروګرام بله برخه نړيوالې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې په سلگونو شاعرانو پکې خپل شعرونه واورول .
ورپسې د موسيقۍ برخه پيل شوه چې د يو شمېر سيمه ييزو سندرغاړو په ګډون له پېښور څخه راغليو وتليو سندرغاړيو ګلز ار عالم او امجد شهزاد هم سندرې وويلي او د پښتو وتلي سندرغاړي ګلزار عالم ته د موسيقۍ په برخه کې جايزه هم ورکړل شوه .
د غه نړيواله څېړنغونډه په دريمه ورځ د مشاعرې او د ټنګ ټکور تر پروګرام وروسته چې د شپې تر ناوخته يې دوام درلود پاى ته ورسېده.
د پښتو ژبې د نړيوالې څېړنغونډې په پرېکړه ليکونو کې غوښتنه شوې وه چې د پښتنو د يووالي او پښتو ژبې د لا ودې او پرمختيا په موخه دي يوه نړيواله مرکه جوړه او د چارو د سمبالښت لپاره دي يې په بېلابېلو حوزو کې استازي وټاکل شي .
د يادې شوې پښتو مرکې لپاره د استازيو نومونه، د اګست د مياشتې په اوومه د ددوشنبې په ورځ د ليکوال او شاعر پروفيسر سليم راز له خوا د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان شول.
د دې نړيوالې مرکې د سمبالښت د جرګه ګي لپاره له کابل څخه عبدالغفور لېوال، له ننګرهار څخه استاد محمد آصف صميم، له کندهار څخه ډاکټر طارق رشاد، له پکتيا څخه پير محمد کاروان، له پېښور څخه سليم راز، او له کراچي څخه طاهر اپرېدى د غړو په توګه وټاکل شول، او له کوټې څه محمد صادق ژړک د منشي په توګه وټاکل شو.
د نړيوالې مرکې د سمبالښـت د جرګه ګۍ لخوا په اتو مادو کې يو پريکړه ليک په لاندې ډول صادر شو:
۱. د جرګه ګۍ غونډې به په هرو دريو مياشتو کې يو ځل له پورتنيو شپږ ګونو حوزو څخه په مناسبه سميه کې جوړيږي..
۲. جرګه ګۍ يوازې يو کس منشي (سيکرټري) لري چې د جرګه ګۍ د اړيکو او غونډو چارې سمبالوي.
۳. د جرګه ګۍ د پراختيا لپاره د بېلابېلو پښتو مېشتو هيوادونو استازي هم په جرګه ګۍ کې شامليږي، په دې صورت کې به د هغو اړونده سيمې هم د يوې فرهنګي حوزې په توګه پېژندل کيږي.
۴. جرګه ګۍ به په خپله دوهمه ناسته کې د پښتو نړيوالې مرکې د جوړښت کړنلاره جوړوي.
۵. د غونډو پر مهال به تر ټاکلې حوزې پورې، استازي په خپلو امکاناتو ورځي او هلته به د فرهنګي حوزې استازي د جرګه ګۍ د کوربه توب مسئوليت پر غاړه لري.
۶. د هرو دوو غونډو تر منځ ښايي ټول غړي له منشي سره په هماهنګۍ کې يو د بل سره وګوري.
۷. د غونډو د ټاکنې مهال به د روانې مياشتې اګست له اوومې نېټې څخه شمارل کيږي .
۸. د جرګه ګې دويمه غونډه به په ننګرهار کې جوړيږي .
د يادونې وړ ده چې د بلوچستان په زيارت ښارګوټې کې د (پښتو ژبې برخليک په يويشتمه پېړۍ کې) تر سرليک لاندې نړيواله څېړنغونډه د پښتو نړيوالې مرکې د جوړېدو د اعلان سره سم د يو سترې لاسته راوړنې په توګه پاى ته ورسېده.
