اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د PSDP له خوا په ژوندون تلویزیون دبرید غندنه

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په افغانستان کښې په ژوندون تلویزیون برید په کلکه سره غندي او پدې باور لري چې د پښتون قام شعوري او تاریخي دښمنان به هیڅکله دخپلو شو مو او پر دوپالو موخو په پلي کولو سره د ژوندون تلویزیون کارکوونکو او بنسټ ایښودونکی پیاوړي استادښاغلي محمد اسماعیل یون اراده کمزوري نه کړی .

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی ، دپښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت لپاره د خپلې بنسټیزي (منشور) په رڼا کښې هلي ځلي او مبارزه کوي، د افغانستان په اوسني حکومت کښې په هغه پښتنو چې د پښتنو د حق تر نامه لاندې د پښتنو برخه خوری او په دولتي لوړو کورسیو ناست دي، غږ کوي چې د پښتون قام قسم خوړلو دښمنانو د ناروا کړنو مخه ونیسئ او په زغرده د پښتنو د حقوقو دفاع وکړئ.

په درناوی

د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند

Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←