دوي هديره نه لري چاپ شو
په ډيره خوشحالۍ سره موخبرترلاسه کړو چي دتکړه شاعراوليکوال باباي همت عبدالقادرمجرم کتاب دوي هديره نه لري چاپ شو. دوي هديره نه لري ،کتاب چي دښاغلي عبدالقادرمجرم دويم ناول دی په شپږنوي ۹۶ مخونو کې تازه له چاپه راوتلی دی. دوي هديره نه لري ناول چي دشمير له مخې پنځه سوه ۵۰۰ ټوکه دی، په ډيره ساده اوعام فهمه پښتوکې دپښتوادب مينه والوته وړاندي شوی.
ښاغلی عبدالقادرمجرم چي په يوه پېښه کښي يې خپل دواړه لاسونه بايللي دي خوله ډيروخت راهيسې يې دخپلوپښوپه ګوتوکې دپښتوادب دخدمت لپاره قلم نيولی دی. تردې ناول وړاندې ښاغلي مجرم دپښتوژبې دخدمت دپاره پنځه خوندورکتابونه چاپ کړي وو
چي په لاندې ډول سره دي
مات وزرئ : شعري ټولګه
ژوندون اواميدونه : شعري ټولګه
داسي يې ولې وکړل: لنډي کيسي
لويه لارده څوک به راشي :ناول
مينه مروره شوه : شعري ټولګه
او همدا ناول
چالبه خوداده چي ښآغلي مجرم خپل ټول چاپ شوي کتابونه دخپلو پښو په مرسته په خپل همت سره په کمپيوټر پخپله ليکلي دي. هرڅوک چي ښاغلی مجرم پيژني، نو دده ودې ستر همت ته ګوته په غاښ دي. ښآغلی عبدالقادر مجرم چي په دسهيلي پښتونخوا، سيف الله کلا اوسيدونکی دی اوهمدلته په سيف الله کلا کې دهيوادادبي يون ټولنې يو فعاله ملګری دی
موږدپښتوادبي قنديل ټولنې مسلم باغ ټول شاعران محمداسحاق کارګر، ډاکټرمحمدشفيق سنزرخيل،مولوي همايون خان کاکړ، مولوي الله داد حقمل، سميع الله شمشير، سليم اولس يار، عطاء الرحمان همدرد،محمدعلي عمري، نادرخان فريادي اوحاجي عبدالحق دهيوادادبي يون ټولنې دې بااحساسه اوويښ وجدانه شاعر باباي همت عبدالقادرمجرم ته مبارکي وايو
پرقلم يې برکت
په درناوي
محمدعلي عمري
پښتوادبي قنديل ، مسلم باغ
