دوه سری سیاست
ناټو پر اکمالاتو بندیز
يوځل بيا د ناټو پر اکمالاتو بندیز سره د پښتونخوا لارې بندې شوې، خو دا ځل عجيبه دا ده چې کوم ګوندونه په حکومت کې شامل دي هغوی پخپله خپلې لارې بندې کړي دي.
د نومبر درويشتمه له پنجابه ټول د اسلام اباد اپوزېشن پښتونخوا ته راغلل او دلته يې د عمران خان تر جنډې لاندې ويناګانې وکړې
ټول پنجاب سياست پښتونخوا پښتنو ته په تقريرونو اور ولګاوه او پښتنو ورته لاسونه وپړقول_ په دغه چړچکو پنجابي سياستمداران په برېتو کې مسکي شول چې زموږ هيله هم دغه وه.
پښتانه دې اور واخلي، جذباتي دې شي، لېوني او جنونيان دې شي، نور کار به دوی کوي، تماشه به موږ کوو، پنجاب به په کراره وي، پښتونخوا به لمبې کوي.
د ناټو اکمالاتو بنديز فيصله، احتجاج عجيبه دى، دلته چې د کومو ګوندونو حکومت دى، د هغوی مشران د اسلامي جهاد هېنداره ورکوي او وزارتونه يې د امن عامه ننداره وړاندې کوي.
عمران خان او نور همنوا احتجاج کوي، امريکا نه مني، د ناټو اکمالات لاره بندوي، د عمران خان او د هغه د اتحاديانو يو سر يو څه فکر کوي، بل سر يې بل څه بل څه وايي.
په دوه سري سياست کې چې کوم شعله بيان وينا والو له خولې نه اورونه ونوستل، بيا د صوبايي حکومت تر سيوري لاندې دمه شول او د کامياب احتجاج په حواله به يې يو بل ته مبارکۍ ورکړې وي او په اردو خوانه ژبه به يې ويلي وي:
سانپ بهى مرجائے، لاټهى بهي نه ټوټے_
خو اصل خبره دا ده چې پنجاب ټول عمر موږ له ماران ساتلي دي، هغوي د مارانو په يارۍ فخر هم کوي، خو دا حقيقت ترې هېر دى چې د پاړو مرګ د مارانو له لاسه وي.
"د طالب، مطلوب، ډرون، ناټو ګاډو پورې دا سيمه دا لار اوس زموږ پاتې نه دي، ځکه خو د پنجاب او ميانوالي دوه سري سياستوال راځي او زموږ لارې نيسي او موږ لر او بر پښتون افغان په تيارو لارو کې ووژلى شو."
د پنجاب په دوه سري سياست اوس هم پښتانه نه پوهېږي او خپله ګډا ورته کوي، د شريفانو برادري پرې اوړه او غنم ګرانوي او د ورځني ژوند خوراکي توکي ورله داسې ورکوي لکه خيرات صدقه چې ورکوي، عمران خان په دوه سري سياست کې پښتونخوا ته پنجاب راوست او ددې ځاى پښتنو ته يې وويل چې د ناټو ګاډي درنه لاړ نه شي، دا ستاسو د ايمان او د غيرت امتحان دی.
د افغانستان پښتون افغان ته يې وويل چې دا ستاسو مال غنيمت دى، په تاسو حلال دى.
د حرام او حلال تميز په سياست کې هغه وخت ختم شي چې د تورخم لارې يا بندې شي او يا ازادې شي. په کومه زمانه کې چې د تورخم لارې ازادې شوې نو جهاد هر فساد روا کړو_ چې دغه لارې کله بندې شوې نو حرام او حلال هر څه يو شول او د حاجت روا په شکل ډير څه ناروا روا شول_ حتی چې اساسي قانون او نړیوالو اصول له منځه ولاړل.
د ملګرو ملتونو د چارټر هغه نکته چې يو هېواد به په بل هېواد کې مداخله نه کوي او د يو بل خلاف به د خپلې خاورې غلط استعمال نه کوي، دا نکته خو درې لسيزې وړاندې له منځه تلې ده.
پخوا به زموږ د پښتونخوا خانانو ته په افغانستان کې دوه سري خانان ويل کيدل، اوس د ټول پاکستان سياست دوه سرى دى_ نوي دور خو د دوه سري سياست مثالونه ډېر ورکړل_ د حکيم الله مسعود له مرګ سره دېخوا احتجاج وشو، خو د امريکا د يارۍ لپاره يې ورته شهيد نه شو ويلى.
عمران خان د ناټو اکمالاتو لپاره خلک راغونډ کړل، خو د هغه حکومت په ارام ناست دى، تحريک انصاف او د ناټو سپلايي بندونکي قوتونه له طالبانو سره د همدردۍ نه ډډه کوي خو ددې هر څه عنوان طالب دى.
عمران خان د ناټو اکمالاتو لپاره خلک راغونډ کړل، خو د هغه حکومت په ارام ناست دى، تحريک انصاف او د ناټو سپلايي بندونکي قوتونه له طالبانو سره د همدردۍ نه ډډه کوي خو ددې هر څه عنوان طالب دى.
د نومبر پر درويشتمه چې د پښتونخوا مظاهرينو د پنجاب په ويناګانو خپل جذبات د هغوی په جولۍ کې وغورځول، نو دا تاريخي حقيقت نور ښکاره شو هغه داسې چې جناح صيب له کشميريانو سره د کرکې او نفرت په وجه په پښتنو د کشمير جهاد وکړ، پښتانه کشمير ته ورغلل او په پردي اور کې يې ځان وسوځاوه، چې تر ننه دغه لړۍ دوام لري او د پښتنو ډېرې جنازې د کشمير له جهاده راروانې دي.
اوس هم په دې وطن د شهيدانو رسم کيږي
خو قبر د پښتون وي او کتبه پرې د کشمير وي
د کشمير جهاد د سيکولر جناح صيب په وجه د پښتنو په لاس پيل شوى و، خو هېچا له کشميريانو ونه پوښتل چې تاسو څه غواړئ؟
که څوک ترې پوښتنه کوي او که نه خو هغوی وايي چې موږ نه له هند سره ځو او نه پاکستان سره، له کشمير وروسته افغان جهاد او د جهاد نه واخله تر فساده پورې او اوس چې دا څومره سلسله دوام لري، په هره مرحله کې اور د بل او کور زموږ.
د طالب، مطلوب، ډرون، ناټو ګاډو پورې دا سيمه دا لار اوس زموږ پاتې نه دي، ځکه خو د پنجاب او ميانوالي دوه سري سياستوال راځي او زموږ لارې نيسي او موږ لر او بر پښتون افغان په تيارو لارو کې ووژلى شو.
