اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د پښتو عالمی کا نګرس او د غنی خان د ادبی، کلتوری او څیړنیز ی جرګی مشر جرمنی ته راورسید

د پښتو ژبی وتلی او پیاوړی لیکوال ، شاعر ، څیړونکی او د دستار مجلی چیف ایډیټر ، د غنی خان د ادبی ، کلتوری او څیړنیزی جرګی مشر ، د پښتو عالمی کانګرس چیرمین ښاغلی پوهاند جهانزیب نیاز په 21.09.2006 نېټه جرمنی ته راورسید.

د ښاغلی پوهاند نیاز د هرکلی لپاره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر سلاکار ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر ، جنرال سکرټر ښاغلی هدایت بنګش ، د کورنیو چارو مشر ښاغلی مبارز څاپی ، د ښځو د چارو مشره میرمن خاپیرۍ شینواری ، د خپرونو چارو مشر ښاغلی عزیز سرشار ، د مشرتابه د فتر مرستیال ښاغلی حاجی نصیر ستوری او ښاغلی ډاکتر ماخان شینواری او نسیم خان ستوری راغلی وو او د نظریو بدلون ئی هم وکړ.
ښاغلی پوهاند نیاز د پښتنی کلتور خدمت ته ملا تړلی ده د خپل کلتور د بډاینی لپاره ئې ډیری لیکنی او ارزښناک کتابونه ټولنی ته وړاندی کړی دی .
دی به د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو د جرګی د غړو سربیره د پښتنو ادیبانو ، لیکوالانو او شاعرانو سره د جرمنی په بیلا بیلو ښارونو کې لیدنی کتنی خبری اتری او د نظریو بدلون کوی.
پوهاند جهانزیب نیاز به د شنبی یا خالی په ورځ په 23.9.2006 نېټه په فرانکفورت کې په هغه غونډه کې ګډون کوی چې دده په ویاړ جوړه شوی ده

د پښتو عالمی کا نګرس او د غنی خان د ادبی ، کلتوری او څیړنیز ی جرګی مشر جرمنی ته راورسیدد پښتو عالمی کا نګرس او د غنی خان د ادبی ، کلتوری او څیړنیز ی جرګی مشر جرمنی ته راورسیدد پښتو عالمی کا نګرس او د غنی خان د ادبی ، کلتوری او څیړنیز ی جرګی مشر جرمنی ته راورسید

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←