اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

نېلسن منډېلا له نړې سترګې پټې کړې

د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر او د نسلي توپیر پر ضد د څو لسیزو مبارزې اتل ۹۵ کلن نېلسن منډېلا تیره شپه له نړې سترګې پټې کړې

نېلسن منډېلا د نسلي تعصب پر ضد او د جمهوريت پلوي مبارز وو. د جنوبي افریقا ولسمشر جېکب زوما وویل د نسلي تعصب پر ضد مبارزه کوونکي نېلسن منډېلا د پنجشنبې په ماښام په جوهانسبرګ کې په خپل کور کې په داسې وخت کې په ارامه سا ورکړېده چې د کورنۍ غړي ورباندې راټول وو.
د نړۍ له لربره پیرزوینې ورته وړاندې کېږي، او د یوې الهام لرونکې بېلګې په توګه منډېلا ستایل کېږي چې څنګه د هغه د سوله ییز جوړجاړي لاره له نسلونو روانه بې انصافي پای ته رسوي.
نوموړي د خپل ژوند اووه ویشت کاله په بند کې تېر کړ او بیا یې په جنوبي افریقا کې پر نسلي تعصب ولاړ د سپین پوستو واک په جمهوریت بدل کړ.
د امن نوبل جایزه ګټونکی نېلسن منډېلا په (نولس سوه څلور نوي ) کې د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه د ټولو نسلونو له خوا په جمهوري توګه د جنوبي افریقا لومړی ولسمشر وټاکل شو.
نېلسن منډېلا ته دا اعزاز هم حاصل دی چې د نسلي رژیم تر پای ته رسېدو وروسته یې هیواد د ولسي جګړې پر لور له تلو راګرځولی وو.

دی چې په زندان کې په نري رنځ اخته شوی وو له ډيرې مودې راهیسې د سا اخیستو د ستونزې له کبله په روغتون کې بستر شوی وو.
د هغه د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو سیاسي مشران، وتلي شخصیتونه او ولسي وګړي منډېلا ته پیروزینې وړاندې کوي.
ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د منډېلا په څير د ستر انسان مړینه د ټول انسانیت لپاره یو لوی زیان دی.
ولسمشر کرزي ویلي، منډېلا یو داسې ستر انسان وو چې د نسلي توپیر پر ضد یې د عدم تشدد لاره خپله کړه او نړیوالو ته یې د سولې سبق ورکړ.
په جنوبي افریقا کې د نسلي توپیر یا اپارتاید ضد غورځنګ غړو – اکثر تور پوستو – به هغه مهال په احتجاجي غونډو ، لاریونونو او د وژل شویو مبارزینو د جنازې لپاره هغه مذهبي سندره بلله چې د اپارتایید ترماتې وروسته د دې هیواد ملي سندره شوه .
نېلسن منډېلا د مقاومت له همدې سندرې سره د جنوبي افریقا د یوه تورپوستي ځوان په توګه دنسلي توپیر پر ضد د پټې مبارزې رهبري پيل کړه .
منډېلا په ۱۹۱۸ (میلادي) کال کې د جنوبي افریقا د یوه قبایلي مشر په کور کې زیږیدلی وو.
منډېلا په پوهنتون کې قانون او سیاسي علوم ولوستل او تر فراغت وروسته یې په جوهانسبورګ کې په یوه قانوني یا حقوقي شرکت کې د کاري تجربې د ترلاسه کولو لپاره څو میاشتې کار هم وکړ .
د ځوان منډېلا لپاره د نورو تور پوستو په څیر د یوه مناسب او رسمي کار د پيدا کولو امکانات ډير کم وو.
خو په نولس سوه اته څلویښتم کال کې د جنوبي افریقا په انتخاباتو کې د دې هیواد د ملي ګوند بریالیتوب د تورپوستانو پر مخ ټولې دروازې وتړلې او د هغوي ټولنیز حقوق یې واخیستل.
د جنوبي افریقا ملي ګوند په دغه هېواد کې له مختلفو نسلونو سره د فرق او توپیر کولو پر سیاست ولاړ وو.
د جنوبي افریقا د هغه وخت وزیراعظم هندریک فرنچ فرود دتوپیري چلند د تګلارې له جوړوونکو څخه ګڼل کېدی، بیا بیا پر خپلو پلویانو ټينګار کاوه چې د دوی هدف په جنوبي افریقا او نړۍ کې د سپین پوستو دایمي واکمنۍ ټینګول ده.
د هندریک فرنچ فرود د یوې وینا په یوه برخه کې ویل شوي: زما ملګرو دا جمهوریت په نړۍ کې د سپين پوستو د واکمنۍ یوه برخه ده .
نلسن منډېلا وروسته په جنوبي افریقا کې د ځوانانو د ملي کانګرس غړی شو .
د ځوانانو دې غورځنګ په جنوبي افریقا کې د حاکم قانون په وړاندې چې د حکومتي چارو کنټرول یې سپين پوستو ته په لاس کې ورکړی وو ، د عدم تشدد مبارزې ملاتړ کاوه .
نېلسن منډېلا د شپیتمې لسیزې په نیمايي کې ونیول شو او د پينځه کاله زندان حکم ورباندې وشو. وروسته بیا د حکومت د ړنګولو لپاره د سازش جوړولو په جرم له خپلو نورو اوو ملګرو سره په عمر قید زنداني شو.
نېلسن منډېلا د خپلې عدالتي کاروايي پر مهال په څلور ساعته وینا کې د سپین پوستانو د حاکمیت پر ضد د خپلې مبارزې دفاع وکړه.
منډېلا : ما د سپین پوستو د واکمنۍ پر ضد جنګ کړی او د تور پوستانو د تسلط پر ضد جنګیدلی یم . دا زما د ژوند ارمان دی او د دې ارمان لپاره که چیرې ضرورت وي مرګ ته تیار یم .
نېلسن منډېلا تر څو لسیزو زندان وروسته په ۱۹۹۰ (میلادي) کال کې له بنده خوشی شو او خلکو یې په جنوبي افریقا کې د نژادي توپیر پر ضد مبارزې د اتل په توګه هرکلی وکړ.
دا په جنوبي افریقا کې د یوې نوې دورې پيل وو .
نېلسن منډېلا له زندانه تر خلاصیدو وروسته په خپل هیواد کې د ډیموکراټیکو انتخاباتو د لار هوارولو هڅې پيل کړې او دخپلې اوږدې مبارزې په خاطر یې د نوبل سولې جایزه وګټله .
په جنوبي افریقا کې اول وار په ۱۹۹۴ (میلادي) کال کې ډیموکراتیک انتخابات وشول او نېلسن منډېلا د دې هیواد د اول تورپوستي جمهور ريس په توګه وټاکل شول .
منډېلا په زندان کې په نري رنځ (توبرکلوز ) اخته شوی وو او له سالنډۍ مړ شو

د منډیلا ژوند او پیغام

ډاکتر ځلاند

نیسلن منډیلا د لومړۍ نړیوالي جګړې له پای سره سم نړۍ ته سترګې پرانیزلي، هغه د جولای په اتلسمه ۱۹۱۸ زکال په سویلې افریقا کې زوکړه وکړه. منډیلا د سویلي افریقا د میزو په کلي د اومتاتو په ولایت کې پیدا شو. په ماشومتوب کې د رولیهلهلا (Rolihlahla) نوم یې پرې کیښود چې د ستونزو پارونکي یا جوړونکي په مانا دی. وروسته هغه دخپل قوم په نوم ماډیبا په نوم وپیژندل شو، د منډیلا غور نیکه Ngubengcuka)) د خپلې قبیلي پاچا یا مشرو، د هغه یو ځوی منډیلا نومیده کوم چې د نیلسن منډیلا نیکه وه. د منډیلا مور او پلار بې تعلیمه وو، هغه یې له خپلو دوه خویندو سره را لوی کړ.

د منډیلا مور او پلار هغه د سیمې په یو ډیر ښه ښوونځې کې شامل کړ، او هلته هغه ته د استاذ لخوا اینګلیسي نوم (نیلسن) ورکړل شو، منډیلا نهه کلن وه چې پلار یې وفات شو. د منډیلا مور هغه د خپلې قبیلي مشر ته د ښوونې او روزنې دپاره واستاوه، منډیلا هلته د قبیلې له مشرانو د اینګلسي استعمار ضد زده کړې تر لاسه کړي، او دارنګه یې اینګلیسې ژبه، د خپلې قبیلي ژبه او دارنګه د سویلي افریقا تاریخ او جغرافیه زده کړل. منډیلا په جهانسبرګ کې خپلې زده کړې د قانون په برخه کې تکمیلي کړي. هغه لا ځوان وه چې د اوږد واټن په منډه او دارنګه یې په سوک وهنه کې د ورزش لیوالتیا لرله ، او وخت نا وخته به یې په مسابقو کې برخه اخیسته. د زده کړو په اوږدو کې یې د کمونیستې حلقو لخوا جذب شو، په کال ۱۹۴۲ ز کال کې یې د افریقا په ملي کانګریس African National Congress کې غړیتوب تر لاسه کړ. دهغه د مبارزي ډول د عدم تشدد په اساساتو ولاړ و، خو کله چې په ۱۹۶۰ کې د حکومت لخوا د تور پوستو په لاریون برید وشو او په لسګونه بې ګناه کسان په کې ووژل شول، منډیلا له عدم تشدد مبارزې څخه په مسلحانه مقاومت او مبارزي لاس پورې کړ. هغه د کانګریس د مسلحو ځوانانو د ټولې مشر وټاکل شو، او په دې توګه یې د حکومت په خلاف په مسلحانه مبارزه لاس پورې کړ. ۱۹۶۲ کې هغه ونیول شو او په پنځه کاله بند محکوم شو، په ۱۹۶۴ کې هغه د دویم ځل دپاره محکمه شو او په عمرې بند محکوم شو.

منډیلا (۴۶۶/۶۴) د افریقا په بدترینه بندیخانه کې Robben Island Prison د ۲۷ کالو بند تیر کړ. منډیلا په کال ۱۹۹۰ د فبروري په یولسم له بنده خلاص شو، له دې سره د افریقا د ملي کانګریس ګوند په وړاندې حکومتي بندیز پورته شو او په رسمې توګه دیو سیاسي ګوند په توګه وپیژندل شو. منډیلا د افریقا د ملي کانګریس ګوند لخوا په کال ۱۹۹۴ کې په ټاکنو کې ګډون وکړ او په لومړي ځل د افریقا په تاریخ کې د یو تورپوستې ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغه تر ۱۹۹۹ ز کاله پورې د افریقا ولسمشر پاتې شو. هغه په ټاکنو کې له بریالیتوب سره سم د ملي یووالي په وړاندې عملي ګامونه پورته کړل، هغه د تور پوستي او سپین پوستي افریقایي ترمنځ د یووالي دپاره هلې ځلې پیل کړي، هغه de Klerk پخوانی سپین پوستی ولسمشر او په ټاکنیزو مبارزو کې خپل سیال د لومړي مرستیال په توګه په دنده وګماره، هغه پخپله کابینه کې هم سپین پوستو افریقایانو ته ځای ورکړ. هغه په کال ۱۹۹۵ کې د رګبې په نړیواله لوبه کې ( د افریقا د رګبې لوبډلې چې یواځې له سپین پوستو جوړه وه ) د ملي یووالي دپاره کار واخیست او په دې توګه د افریقا ملي لوبډلې په لومړي ځل وکولای شوای نړیوال جام وګټي، په دې توګه هغه په بریالیتوب سره له ورزش څخه د ملي یووالي دپاره کار واخیست.

هغه په کال ۲۰۰۰ ز کال کې د ګڼو مرستندویه ادارو مشري په لاس واخیسته او د نړۍ د سولې دپاره یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي. هغه په کال ۲۰۰۲ کې امریکا د نړۍ د جګړه مار هیواد په توګه ونوماوه او جورج بوش ته یې توصیه وکړه چې په عراق دې برید نه کوي. هغه د افریقا کامله خپلواکې د فلسطین له خپلواکۍ سره تړلي وبلله او تل یې د اسریلو د ظلمونو غندنه وکړه. نیلسن منډیلا له خپلې لومړي او دویمې میرمنې څخه د خپلي مبارزې د بریالیتوب په لټه جدا شو او له خپلې دریمې میرمنې سره Graca Machel یې تر مرګه ژوند وکړ. هغه د ۹۵ کلنې په عمر د ډسمبر په دولسم ۱۲ له نړۍ سترګې پټې کړي.

نیلسن منډیلا د Event Leadership ( هغه لیډرشپ چې د یوې واقعې په ترڅ کې رامنځته کیږي) بهترین مثال دی. منډیلا د اپارتاید ( د توکم پالنې، چې له مخې یې تورپوستې افریقایان له ټولو حکومتي امتیازاتو څخه بې برخه کړای شول) په وړاندې دیو نشنلیست افریقايې په توګه بریالي مبارزه وکړه، د هغه د مبارزي تر ټولو مهم توکی هغه د افریقايې نشنلیزم ایډیالوژي و.منډیلا د کپیټالیزم او ازاد بازار سخت مخالف وه، هغه غوښتل چې د ټولنې ښیګڼې او بدګڼې دې شریکوي، هغه تر ډیره بریده له سوشلیزم سره مینه لرله او کوښښ یې کاوه چې د سرمایې سرچینې د خلکو ترمنځ شریکې کړي تر څو د افریقایانو د ژوند تفاوتونه له منځه لاړ شي.

منډیلا په انساني برابرۍ باور درلود، د علم او پوهې په عامولو یې غوښتل خلک د خپلو بشر حقونو په ترلاسه کولو پوه شي او په دې توګه یې د انساني خپلواکې او کرامت پیغام خپراوه. د منډیلا مړینه د یو انسان د وجود مړینه بلل کیږي، د هغه ایډیالوژي، پیغام او مبارزه به تل په نړۍ کې ژوندې وي.

د ازادئ ستر مبارز نلسن منډيله

د خپل وطن د ازادئ د شپــې سحر وو هـغۀ
له غلامئ نجات راوړونکې ستر رهبر وو هغۀ

له تـــــور زنــدان د تورو شپو تورو تيارو راوتې
د ازادئ په افـــــق پاس ختلې نمر وو هغۀ

نه ئي ټوپک راخيستي نه ئي د چا وينه توي کړه
د حــــــــــــق اواز ئي پورته کړې پيغمبر وو هغه

چا ته ټيټ نه شو نه په مال او زر وو چا اخسيتې
په خپل همت او عزم کلک لکه د غــر وو هـغۀ

دخپل بې وزلو خلقو وو د امـــــــــيدونو مرکز
د ازادئ د تحريکونو لوئي مــــــــــحور وو هغۀ

نور رحمان لېوال : له بدمرغه نن هم پښتانه اپرتايد ته ورته توپېرونو څخه ځورېږي، خو غمجنه داده چې پښتانه پخپله او هم نړيوال د بشريت په دغه ناورين چپه خوله دي. په پښتونخوا کې د FCR قانون د اپارتايد سره برابر دي او په هېواد کې پښتانه په اقتصادي، کلتوري او ټولنېزو برخو کې کمزوري کول او د دوى پرسيمو جګړه تپل د عصرى اپارتايد نوى بڼه ده."

Rafiullah Stanikzai: موږ داسې یو ولس یو، چې تر ځانه بل ښه پېژنو، ښه ستايو او ښه یې ګڼو، خو خپل ځان او شا او خوا راته هېڅ نه ښکاري او نه یې هم د پېژندلو کوښښ کوو، موږ له خپل باچاخان څخه، ګاندي، منډېلا او مارترلوترګېنګ ښه وپېژندل، وستایل او ورځې شپې مو پسې رڼې تېرې کړې، خو خپل فخر افغان مو نه دا چې په خپله وپېژاند او نه مو نړۍ ته وپېژاند، نو تر دې به کومه بله ستره نښه د یوه مړه او بې غوره ولس وي؛ نه هېڅ نه. هو موږ مړ او بې غوره ولس یو. (منډېلا، ګاندي او مارترلوترکېنګ ټول په خپل ځای د بشریت او انسانیت لپاره ستر مبارزين ول، داسې نه ده، چې په دوی مې رخه راځي، بلکې په خپل مرګوني حالت مې زړه دردېږي.)

بارکوال میاخیل ماديبا* لمر شو

څه درواغ اورم
چي بابا مړ شو
د رنځورانو
مسيحا مړ شو
د بې کسانو
منډېلا مړ شو
د تورو سپينو
ماديبا مړ شو
اې مرګياليو!
ژوندي ژوندي وي
مړي تل مړه وي
سړي ژوندي وي
چي روح يې ويښ وي
بېخي ژوندي وي
چي ژوندپرست وي
عمري ژوندي وي
نېلسن د مينې
د دونيا لمر شو
د سولې پلار شو
د خندا لمر شو
منډېلا خاندي
افريقا لمر شو
ماديبا نه مري
ماديبا لمر شو.
بارکوال
۰۶ ديسمبر ۲۰۱۳م کال
د جنوبي افريقا خلکو نېلسن منډېلا له ناز او احترامه ماديبا باله.

نيلسن منډيله تهMumtaz Orakzai

ته يو ازاد روح وے
ستا زنداني کول. د زندان د وس کار نه وو
د غاصب زندان چي ستا د زنداني کولو هڅه اوکړه
نو خپل مخ ېې تور کړو
ته يو ازاد روح وے
ازاد روح زنداني کول د هيچا د وس خبره نه ده
حتي د ژوند هم نا

پروین فیض زاده ملال: په یوه داسي هېواد کې ژوند کوو،چې تبعیضي ناروغان او تفرقه اچوونکې پکښي د اتلانو په لقبونو نازول کېږي . نیلسن منډیلا یو ښه کریکټر ضرور،وو خوآیا افغان ملت ددی مسًولیت نه لری.چې د ریښتینو افغانانو دمینځ نه دهغه معادل تشخیص او وځلوی.که دا خبره تاسو ته دمنلو وی نو بیا دا هم ومني،چې د منډیلا په جوړولو کې، دهغه د هېواد ملت هم شامل دی

فضل عندلیب : .تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي--د ازادۍ ستر مبارز ته زما سلام---روح يې ښاد

د کلک عزم، لوى زغم او بيساري سياسي درايت د سمبول نيلسن منديلا په مرگ سخت خپه شوم. له جنگه د راوتليو جوامعو او تولنو سياسي مشران بايد له منديلا نه زغم، عزم او سياسي درايت زده کري. اروا يى شاده او ياد يى تلپاتى اوسه!

Shahmahmood Miakhel : د نیلسن منډیلا مړینه
د دسمبر پنځمه ۲۰۱۳ م کال
د نړی مهم او مشهور مبارز نیلسن منډیلا چي د ۲۷ کاله بندیخاني او د نژادی تبعیض پر ضد د اوږدی مبارزي نه وروسته د جنوبي افریقا لومړنی تورپوستی جمهورریس شو نن د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو چي نوموړی د عدم تشدد ژوندی سمبول و. د نیلسن مندیلا په مړینه د نړی مشرانو او د بیلا بیلو قومونو او مذهبونو د پیروانو له خوا زیاته خواشینی وښودل شوه. زما په اند د نیلسن مندیلا نوم او شهرت یوازی د هغه د مبارزی په خاطرنه وچي د خپل ولس او د دنیا د خلکو او قومونوپه منځ کي یی خاص ځآی درلوده بلکه د هغه نوم او شهرت هغه وخت په نړی کی خاص ځای پیداکړچي د قدرت نه وروسته يي خپل مخالفینو ته عفوه وکړه او د شخصی عقده په خاطريی خلک ونه ځورول او هم د یوي دوري جمهوری ریاست نه وروسته يي قدرت په خپله خوښه پریښود او خپل ولس ته يي ښه او اساسی تهداب کیښود چي د جنوبی افریقا پرلیسی مشران اوس د هغه نه پیروی کوی.

ليکوال: عبدالکريم بريالى. خپرونکی: دخبریال ډاټ کام دي:خبریال ویبپاڼه

احمد شاه بابا چي ميرمنو په پنجاب کي ونيولئ نو يې دربار ته حاضر کړئ او ورته وې ويل څۀ درسره وکړم؟ هغه ورته وويل چي داسي را سره وکړه لکه يو باچا چي له باچا سره کوي، احمد شاه بابا را ولاړ سو او د خپل سر پګړۍ يې پر سر ور کښېښوه، د هغه وخت ميرمنو خو تابع سو ولي د اخلاص، اعتماد او پښتونولۍ يو خصلت چي هغه درلودو، پر راتېرو دوه نيمو صديو کښې موږ ته کومه منظرنامه په لاس را کوي.

په نولسمه صدۍ کښي فرنګى د سپين ډېر له مخه او د جنوبي افريقه څخه بيا تر هنده خپله سلطحه قايمه کړې وه او ګولډن جوبلي يې لمانځله. په سوډان کښې دروېشان د مهدي په قيادت کښې وو، او داسې يې در په دره کړو چي Omdurman په جنګ کښې اته څلوېښت زره ووژل او کورنه يې ور وسوځل، او د انګرېزانو يواځي اته څلوېښت سپاهيان مړه سول، په دويم پلو په افغانستان کښې د لومړي جنګ په وار شپاړس نيم زره انګرېزان د افغان په خاوره کښې مړۀ سول، او يو ډاکټر برائيډن پاته سو،

کله چي په کال اتلس سوه شپږ اتيا کښي په جنوبي افريقه کښې سونا وموندل سوه نو د بوئير قوم د فرنګي خلاف را پورته سو، او داسې د خرپ جنګ يې په خپل ګوريلايي ډول وکړ چي پنځه څلوېښت زره انګرېز يې د خاوره شومه کړل. د دوى مليشا په دغومره تعداد د څلورنيم لکه انګرېز سره جنګېدو اخير ته يې وسله وغورزوله خو انګرېز ته يې ماته ورکړې وه چي اعتراف يې چرچل هم کړى دى،

د افريقې او برصغير له دې منظر څخه دوه کرداره را پورته کيږي چي هغه د انګرېز د ظلم چپاؤ مقابلې ته ځان تړي چي په شلمه صدۍ کښې دا دوه د انګرېز د هغه ظالم ترين قانون په ماتولو کښې په ځانونو باندي د هغه د قيد او بند تکليفونه يووړل، جمهوري ازادۍ او د نسلي امتياز خلاف يې روڼ مشال بل کړو.

يو عبدالصمد خان اڅکزى شهيد د خپلي قبيلې مشر د دې وطن هغۀ ستر مبارز ؤ چي د انګرېز قانون ته يې غاړه نه ښودله، د خپلې کورنۍ د څلورو ملګرو د قربانۍ سره يې ځان د انګرېز جېل، قيد و بند او د غير انساني سلوک زغم او د حيوانانو په ډول د تشدد کار ځنې اخستلى سوى ؤ او د انګرېز په جوړي کړي غلطي دسيسې د اغواء او بغاوت دواړه تورونه ورباندي لګولي ؤ.

دويم نلسن منديلا د جنوبي افريقې د زولو قبيلې د کورنۍ څخه ؤ چي پلار يې د انګرېز عدالت ته ورتللو ته انکار کړى ؤ. خان شهيد تر نلسن منديلا دېرش کاله وړاندي په لږ څۀ تفاوت سره څلور دېرش کاله د انګرېز او وروسته د پاکستان په جېلونو کښې په دې تکليف زغملو کښي تېر کړل،

په کال 1959ء کښې خپل سوانح ″زما ژوند او ژوندون″ ليکي او څلوېښت کاله وړاندې واقعات او پېښي ليکي، چي يو يو نوم او کردار يې په ياد دى، په درې جلده سوانح عمري کښي يواځي دوه ځايه د نامه د هېرولو حواله ورکوي، نور کتاب د خپل ژوند واقعات، پيښي او ډېر ستومانوونکي حالات په دومره خوږلت او استدلال سره ليکي چي د پښتو ژبي په ادب کښي د انشاء، تاريخ، ثقافت او د دې سيمي د سياسي او ثقافتي تاريخ يو لومړنى رښتونى شاهکار دى.

صمد خان بابا څلوردېرش کاله په جېل او نظربندۍ تېر کړي دي، او نلسن منديلا اوويشت کاله پر له پسې قيد تېر کړى دى، دواړو ته د ټي بي مرض لګېدلى ؤ او د دواړو مندې په هغه وخت مړې سوې وې، چي دوى په جېل کښي بندي وو. صمد خان بابا يواځي د خپلې حافظې په مدد سوانح ليکلې ده، او منديلا د خپلو څلورو ملګرو په مرسته هغه واقعات نيمى وليکل او له جېل څخه يې په نونس سوه اووه اتيا کښي لندن ته پټ ورسول چي وروسته په نونس سوه نيوي کښي د ايله کېدو پس په هغه باندي کار شروع کړ، چي په 1994ء کښې د شلو کسانو په مرسته تر چاپه ورسېدۀ چي تر اوسه دوويشت ايډشنونه په نړۍ کښې په انګرېزي ژبه خواره سوي دي.

خان شهيد د خپل ژوند حالات په درې جلدونو کښي د کاغذ د ډېري پابندۍ باوجود ليکل کړي وو او د هر کتاب په پاى کښي د جېل د واکدارانو دسختونه موجود دي، چي د دوى د شهادت دېرش کاله وروسته په 2004ء کښې چاپ سو او تعداد يې لا نه دى معلوم او په ښکلي کاغذ او خالص پښتو د بابا په مخصوص رسم الخط کښي ليکل سوې ده. د دې دواړو قهرمانانو د ژوند د تکليفونو او سياسي تکل يو جاج وړاندي کيږي.

په کال 1919ء کښې د انګرېز دريم جنګ چي ورته د استقلال جنګ ويل کيږي، په نونسم اګست په استقلال باندي تمام سي، او تر دې له مخه په ديارلسم اپرېل د جليا نوالا باغ جنرل ډائر په دوو زرو بې ګناوو خالي لاس احتجاج کوونکو باندي د پنحوسو سپاهيانو په ګولۍ چلولو سره 179 د امرتسر خلګ وژل سوي او پنځلس سوه زخميان سوي. په دې سپاهيانو کښي سم نيمى بلوڅان وو. دغه ځاى به دغومره دالان يا احاطه درلوده لکه د کوټې ميونسپلټۍ چمنى يا ټراپالګر سکوائر غوندي چي څلور طرفه دېوال را ګرځېدلى ؤ، په دې ځاى کښي په بې رحمي سره ګولۍ وچلولې.

ډائر فوجي کمانډرانو ته ويلي ؤ چي په انقلابي فوج مو ګولۍ وچلولې خو په پارليمان کښي چرچل ويل: ″چي دا انقلابي فوج نه ؤ بې توښې خلګ وو″ زياته نوکري نه سې کولاى. په خپل فرنګي کلتور يې غرور کړى ؤ چي دا مناسب نه وه. ګاندهي جي ويلي ؤ چي دا سړيتوب نه دى، لږ موده مخکښې د لومړي جهاني جنګ درېدلى ؤ، د يونان په ماتې باندي آزادۍ خوښوونکو خلګو لمانځنه کوله. دا وخت صمدخان بابا د ديارلس کالو ؤ چي د ګلستان په سکول کښي يې د خوشحالۍ د اظهار دپاره احتجاج پيل کړ ؤ.

د سکول هيډ ماسټر ورسره همدردي درلوده او د نورو په صلاح يې ورته ويلي ؤ چي دا د انګرېز سکول دى او موږ نوکران يو بندولاى يې نه سو لاکن د ساتيري په نامه يې سکول بند کړى ؤ چي بابا ورته په انګرېزي کښيExcursion ټکى ليکلى دى.

په دوولس کلني کښي د استقلال او آزادۍ يو فکر او د نظريې شمعه د دوى په ذهن کښي بلېدله. پلار نور محمد خان يې يو باشرفه، خودداره، آزادۍ خوښوونکى او د ميوند د ميدان غازي خو د اسلامي عقيدت سخت پابند، روشن خيال مشر، خپلو ځامنو ته د شهزادګانو غوندي د اتاليق په توګه استادان او ملايان کور ته ورته مقرر کړي وو، يو ورور يې انګرېزي تعليم تر لسمه پوري حاصل کړى ؤ چي بې وخته په 1905ء مړ سو.

نور محمد خان خپلو ځامنو عبدالسلام خان اڅکزي او د عبدالصمد خان اڅکزي د تعليم پوره روزنه کړې وه. صمد خان بابا هغه حالات په ډېره ښکلې ژبه ليکلى دى چي د هغه دور ژوند ژواک تعليم او سلوک او د خلګو د جهالت ذکر يې په تفصيل کړى دى، چي و جهالت خرفهمي تورى کارولى دى. د خپل ژوند او پښتني ټولني تصوير وړاندي کوي، د ملايانو استادانو د لوست او د روزنې د نامعقولې رويې څخه په ژړا ؤ . د برشور يوه احمد خېل ملا عبدالرحمان کاکړ دوى ته عربي او فارسي ويله دومره سختي يې باندي کوله، چي وايي زما ژوند ډېر په زاوال کښې ؤ، يوه ورځ يې پر کتاب کښېنولو او په څټه کښې يې يو موټ خاورې ور اچولې وې، او درې څلور ګهنټې ورک ؤ ويل يې زۀ عبدالرحمان زۍ ته ځم بېرته راځم ګوره چي خاورې مو له څټې توى سوې نه وي کنې خير مو نسته، خان شهيد ليکي چي د دۀ تر راتګ پوري به موږ خپل مغځي زړولي وو ، بيا يې د پلار خور په رډ زور دغه ملا پسې اخستى ؤ، ښۀ استاد يې مولوي باران کاکوزى ؤ چي د سقاؤ خلاف هم جنګېدلى ؤ. د سکول په زمانه کښې د ″همايون″ رساله لوستله.

د ماشتومتوب د سبق د وختو د دې استاد د بدلېدو په خوشحالي کښي يې داسي محسوسوله لکه واقعي استقلال چي يې تر لاسه کړي وي،

د استقلال د جنګ دپاره د امان الله د لښکرو د مرستي په دود د دوى خلګ تيار سوي وو خو انګرېز دوى نه پرېښوول، که څۀ هم د غلام نبي خان سره د دوى کورنۍ تماس ؤ، خان شهيد ليکي چي دوه مخي ډلي هم وې، چي د جنګ په بهانه به تلل، ځکه چي د ليک لوست، اخبار او د رابطې مستقل ماحول نه ؤ نو هيڅ صورتحال نه ښکاره کېدئ.

د انقلابي انسانانو د ذهني لوړوالي اندازه له دا شي څخه کېداى سي چي هغه د اولس په خبرتيا باندي زور ورکولئ، د ګلستان د ميډيکل سکول څخه يې اتم پاس کړى ؤ چي په هم دې سکول کښي د خان بابا تر شهادت شپږ مياشتي وروسته زۀ استاد پاته سوى يم، او په هغو نخښو نښانو به مو بحث کولئ، عجبه لوى پارلمنټرين ؤ . د کوټې د صوبي اسمبلۍ د يوۀ سوال دپاره به سکول ته را تللو او د استادانو او ډائيرکټرانو څخه به يې پوښتنې کولې، سيد عبدالرزاق شاه هېډ ماسټر ؤ چي د دې حال بې را کولئ لکه چرچل غوندي د ويسټ منسټر په تالار کښي يې سوالونه تيارول، دا وخت د تعليم، ژوند او د کور ذميندارۍ ساتنه، سيل، ښکار، پر اسانو تګ، د ټولنې پر هه ښـۀ او بد او د خلګو د توهماتو د ليري کولو دپاره يې د خپلې کورنۍ د همځولو سره يو تحريک غوندي شروع کړى ؤ چي په تياره کښې هيڅ نشته، دا بلا، پېرى او مردوزمى او د پېرانو ټوټکې هيڅ معنا نه لري، د دې حقيقت معلومولو دپاره به يې تجربې هم کولې،

د ملايانو په درسِ نظامي کښي اخيري هدايه هغه ګران کتاب دى چي ملايان يې په اخيرنۍ دوره کښي وايي دا يې له ملا شېرمحمد څخه ولوستله، تر مشکواة پوري يې دا کتابونه زده کړي وو. کور ذمه واري، يوه ذرې ورځ او د پوهنځۍ نېستي، ډېر ناوخته يې د لسم جماعت امتحان په کوټه کښي ورکړى ؤ چي د امتحان د ډسک ملګرى يې د قاضي جلال الدين زوى قاضي محمد موسـى ؤ، خان بابا وايي: ″اردو يې کمزورې وه او ما به ورښووله، دا کورنۍ د دوى دوستان هم ؤ که څۀ هم سياسي اختلاف د قاضي دا څرګند ؤ.

په کال 1925ء کښي حيدرآباد ته ولاړ سي او د تجارت او اړتۍ په کار بوخت وي، د هندو دلالانو او اړتيانو سره يې کار درلودئ انګرېزي او سندهي ژبې ته يې مخه سي. د يوۀ پوهـ هندو بولچند سره يې دوستي سي او د هغو خلګو د پرهېز (چوت چات) او د مسلمان په حقله د احساساتو درک ورته ولګېدئ او هغو ته يې دا عقيده ور وښووله چي له ما سره يې څوک خوري، زۀ يې له هغۀ سره خورم، يوۀ ورځ يې د بولچند سره په رښتيا خبرو بحث کولئ، هغه ورته ويلي ؤ چي: ″پښتو بچى چي وزيږي هغه ګرځي ګرځي د هغه همځولى څوک هندو بچى غلا کړي، او د خپل بچي سره يې وساتي، او اووه کاله پس د هندو بچى مړ کړي او د هغه تېل وباسي په خپل بچي يې وخوري نو هغه داسي ښۀ په واک، چاغ او ښايسته سي″.

صمدخان بابا ورته وايي: ″داسي نه ده، پښتانۀ خو د ډېرو څارويو او زياتو مرغانو غوښه هم نه خوري سړى به څۀ وخوري″ بيا يوه ورځ ناټک ته ورسي چي هلته مسلمانان نه پرېږدي يوه وجه يې د هندوانو د زنانو را تګ ؤ چي ځينو مسلمانانو به سپکتيا کوله خو دوى يې پرېيښي ؤ دا سيل يې کړى ؤ. د ږيري د پرېښېدو قصه يې هم ډېره دلچسپه ده، د ګاندهي جي په دفتر کښي چي په کوم کار باندي دى اچول سوى ؤ نو لوى لوى مشران راتلل، يوه ورځ يوه ښۀ ښکلې زنانه راغله چي د دفتر کار ختم سو چي بهر وتلو نو باران ورېدئ، دا ولاړه وه، ما ويل: ″زۀ ستا څۀ مدد کواى سم″؟ هغې ويل په دغه موټرو کښې زما ډرائيور او ګاډۍ پيدا کړه، نمبر يې هم نه ؤ ور معلوم ما چي موټر پيدا کړ نو باران لوند کړى وم، دې له ځانه سره کښېنولم او تر کوره ورسېدو، يو کاغذ ځنې پاته سو يا يې په قصد پرېيښى ؤ، ما پسې ورمنډه کړه په يوۀ دروازه او بيا په بله په هغه کښې بله خونه يوه جلا تماشه وه، را ته يې ويل چي: ″زۀ تاته دعوت درکوم نن موږ ټول سياسي مشران را غوښتي دي او پروګرام ورته کوو، دا فلانۍ ده، دا فلانۍ ده، او د اسکول د چندې دپاره مو دا مشران را غوښتي دي، ما ويل: ″صحي ده په توبو مي ځان را خلاص کړ او وروسته مي ږيره پرېښووه، کور ته چي را غلم نو مور را ته وويل چي: ″دا دي ډېر ښۀ کار کړى دى″.

د حيدراباد د سودخورو پښتنو د رويې او د اخلاقو سمولو يې يو داسي پښتني لاره غوره کړې وه چي په دې شپو کښې يوه ورځ يوه سړي ورته ويلي ؤ ″خان!دلته يو پښتون بندي دى، د کرستان جېل سپرنټنډنټ نوکر ؤ د هغه په لور مين سو، هغه ورسره مسلمانه سوه خو سرکار ونيول، صمدخان بابا ليکي: ″هغه وخت هم په دې نه وم پوهـ او اوس هم نه پوهيږم، چي په دې کښې د مسلمانۍ يا اسلام څه خبره ده، زموږ دپاره خو دا پښتو وه، يو پرديس پښتون ګير ؤ پر موږ يې کومک پور ؤ، او دغه پښتون ګلوي وه″.

سمدستي يې دوه مسلمانان وکيلان يو قاضي نور محمد او بل سيد ميران محمد شاه وکيل چي تر اسمبلۍ پوري هم رسېدلى ؤ، ونيول، قاضي صاحب ډار وکړو خو سيد ميران محمد شاه د دوى ضمانت د عدالت څخه ور واخيست او سم دلاسه يې ښځه د يوۀ مسلمان کره وروستله، کليمه يې هم په وويله او محمد عظيم ته يې ور نکاح کړه.

د روشنۍ فکرۍ او اسلامي ورورولۍ يوه پخه نظريه د هغو په خيال کښې وه، دلته يې مطالعه نوره زياته سوه. د خداى و قدرت ته وګوره، د رابن کروسو کتاب اردو ژباړه په مخه ورغله او د اردو ژبي ژوره مطالعه يې شروع کړه. د دې عيسايي نجلۍ د مسلمانېدو په سلسله کښي يوه خبره د يادوني وړ ده چي لس کاله وروسته په کال 1934ء په بنون کښې هم داسي پېښه سوې وه، چي ميرزاعلي خان فقيرايپي له دې قصې سره را پورته سو. خو هغه هندواړۍ چي اسلام بي بي نومېده انګرېز په زوره د هغو له لاسه ويستله، دا وخت خان شهيد په مچ جېل کښي بندي ؤ. وروسته د فقيرايپي انګريز دښمي او نور مزاحمتي تحريک ځان ته يو منظر لري.

صمد خان بابا د سر سيد احمد خان، مولانا شبلي نعماني او د علامه اقبال له کتابو څخه استفاده وکړه او د هغوى له بنيادي عقايدو سره اشنا ؤ، و تصوف ته يې په خپلو الفاظو کښي ملنګي ويلې ده. په اسلامي علومو کښي يې د قرآن او حديث د موقف دپاره يې يواځي په امام ابوحنيفه او امام غزالي باندي اعتماد کولو، حتٰى په ابن حجر عسقلاني باندي يې هم انتقاد کولئ، او د بې بسۍ په وخت کښي بې دا ويل: ″عبدا مملوکا لايقدرعلى شيئ.

ترجمه: انسان چي غلام وي په لاس کښي هيڅ اختيار نه لري. په 1929ء کښې يې اقبال مطالعه کولئ، د مولوي باران شاګرد او د مولوي احمد کاکوزي څخه يې کافيه لوستله، چي استاد يې له قندهاره څخه ورته راغلئ چي خلګو د معقولياتو او دانشمندۍ د خبرو څخه څه پروفاګنډ ور استولى ؤ، چي هغه د دين سره د اخلاص خبره کوله او هغه ته يې ډاډ ورکړى ؤ چي د انسان اعتقاد به د خداى پر کتاب وي او وروسته يې د امام غزالي مثالونه ورکړل، دغه نور فلسفيانه موضوعات لکه څنګه چي سيد احمد خان يادونه کړې وه، هغه يې خپل استاد د قرآن په بنيادي عقايدو قايله کړى ؤ، په دغه زمانه کښې خان بابا په اولس کښې د اصلاح او د ټولنې د غلطو رواجو او نفسياتي مسلو او توهماتو په خلاف د يوۀ تحريک په توګه داسي کار روان کړى ؤ چي په خپله سيمه کښي يې د پښتني دود سره سم يوه روشنفکر ډله پيدا کړله. ميراؤ (ميرآب) د خپلي علاقې مقرر سو او خان د هغه کار کولئ دى وايي: ″و ما ته د پښتنو دغه دود د سپټزرلينډ د خلګو سره سم ښکاري، او دا خوشي خبري به يې سمي نه بللې چي پښتانۀ اولسواکي يا جمهوريت نه سي چلولاى. د خپل کور تر برونو او نزدې هممځولو يې يو ښۀ فکري لښکر يې د ځان ملګري کړو.

د هغو پيرانو چي په درواغو او ټوټکو يې ګزاره وه په هغو باندي يې سخت بريد کولو او سمي لاري ته يې هدايت کولو. د دې ټوټکيانو روايت خو اوس لا هم ژوندى دى. بلکې د ون يونټ د جوړکړي دستاوېز په اساس باندي و ملايانو ته زياته اهميت ورکول سوى ؤ، او دا يې پروګرام ؤ چي هغه ملايان په اقتدار کښي را ولئ چي کمزوري وي او زموږ په مرضي ځي.

د امان الله خان د خپل ولات څخه د ايستلو په وخت کښي عبيدالله خان د ځان ملګرى کړى ؤ او آس يې تيار کړ چي د تګ په وخت کښي يې کور خبر سو، خبره تر اي اې سي پوري ورسېدله هغه پولټيکل ايجنټ کوټې ته دوى ور وروستلي وو، هغه دومره سپکتيا هم کړې وه، چي خپل سپى يې په را ږغولى ؤ. خير دوى ګرفتاره سول اجازت نه کړ ور او خان بهادر باز ګل تاڼه دار په خپل کور کښي وساتل، په دا وخت کښي يې باچاخان هم له سيوئ څخه بېرته ګرځولى ؤ. سهار دوى د ګلستان ټېسن ته ځان ورورسولو او امان الله خان يې په ګاډۍ کښې ناست وليدئ چي بنين غوندي قميص يې اغوستى ؤ او له زوى سره ناست ؤ، خلګو له جوشه نارې کړې او د سرکار سپاهيانو پر دوى د توپک چلولو پوزيشن نيولى ؤ. خان بابا وايي: ″امان الله خان نه را کښته سو او نه يې څۀ وويل، د پښتنو و دې بې بسۍ ته يې ارمان کاوه. په دې دوران کښي دوى زميندار اخبار او د هند په نورو سياسي هلو ځلو ځان خبرولئ، د فرنګي تر سختي څارنې لاندې ؤ، يوه ورځ وينګيټ پوليټکل سره وګواښېدل، هغه ورته وويل چي: ″دا سياسي کار به دلته نه کوې″ او دۀ ورته وويل چي: ″ضرور به يې کوم″ هغه ورته وويل چي: ″زۀ مجبوره يم سزا به درکوم، هغه به هم ستا د خپل قام خلګ سزا درکوي″ دۀ ورته وويل: ″ښه سو چي سپين رښتيا دي را ته وويل″.

په لومړي وار په ګلستان کښي يې د جمعې د لمانځه شروع وکړه، د ملايانو اختلاف خو دوى ګرسره رحمت بولي چي تر اوسه د نکاح او د طلاق په مسلو لا اتفاق نه دى راغلى، دوى د جمعې لمونځ شروع کړئ، له لمانځه وروسته به ملګري سره کښېنستل او نور ځوانان هم خيال به يې هم پيدا کړي وو. سياسي کار او د خلګو د شعور بيدارولو يا د خان شهيد په الفاظو کښې ″قامي کار″ دپاره دا لومړنى روزنتون ؤ، او پر دې باندي يې عبدالسلام خان، عبدالصمد خان او محمد ايوب خان په ډېر چم سره يې ونيول چي تاسي کوټې ته پولټيکل غوښتي ياست، مرتضى خان ترين د پښيي اي سي په پنځلس مئ 1930ء موټر ورته را وست او دوى يې په کښې يووړو، تر تګ له مخه ايوب خان يوه ورځ ورته وايي: ″دا پوچ خولى انګرېزى دى مرتضى خانه! که يې بد ويل کار به خراب سي″. خان شهيد په خپلو تورو کښي ليکي: ″مرتضٰى لږ لوستى او ساده پښتون ؤ، په وروستو شپو کښي يې له يوۀ اڅکزي څخه د قرآن په روى سرکاري توپک اخستى ؤ، هغه ورته وويل: ″وروره! ستا څۀ ګمان دى، چي زما د مخه به ستاسي سپکه کوي، نو زۀ به هلته دا پتلون ور و نۀ باسم. دۀ د ايوب خان تر پلار محمد يعقوي اې اي سي لاندي کار هم کړى ؤ او سره آزاد هم وو، ايوب خان ورته وويل چي: ″نه خان! پتلون خو ستا خپل دى، هغه به ولي باسې داسي وايه چي نوکري به پرېږدم″. دغه اې اي سي وروسته ډېر اڅکزي په جېل کښي اچولي وو او د توپک په زور يې خپل ملګرى ځنې خلاص کړى ؤ. دا سياسي خلګ، دا نوکران خواران خو و داسي سپينه ته دروي. په دا ورځ يې د دوى ملاقات وکړ او دا عذر يې ورته وکړئ چي يعقوب خان راځي، چي هغه راسي نو تاسي سره به خبره وکړي، او دوى يې پوليس لائن ته بوتلو او د پوليس په بارک کښي يې واړول، شل ورځي دلته په لائن کښي سلام خان، صمد خان او ايوب خان بنديان وو، چي يوه ورځ د لائن ټول سپاهيان په منډه ولاړل چي بېرته راغلو نو په چم چم کښي دوى د يوۀ هزاره سپاهي څخه پوښتنه وکړه چي هغه شانه وانه را روان ؤ، وې ويل: ″د چمن څه څو ميله په دې خوا د اڅکزو د ملک خير محمد په مشرۍ کښي د موټر سړک بند کړى ؤ او دوه انګرېز افسران يو مېجر پارلې او بل کپتان پرير او يوه د مېجر پارلې ښځه يې نيولې وه، چي د چمن څه کوټې ته په موټر کښې را تله، او په رېګ کښې يې خپل کلي له بيولې وه، هلته يې کښېنولي دي او وايي چي: ″زموږ درې تنه خانان چي سرکار بنديان کړي دي هغه دي را پرېږدي، موږ به فرنګيان پرېږدو″.

صمد خان بابا وايي: ″موږ پر دې ګاى فکر وکړئ، زما دواړه ملۀ پر دې خوشحاله سو چي زموږ بې وينا يې د موږ سره د قام خلګو څنګه تړون او مينه ښکاره کړه، خان بابا وايي: ″زۀ په دې پوهـ وم چي کار وران سو، يو به قام پر موږ بدګمانه سي چي دا کار خو قام پوهول يعني سياسي کار نه دى، بلکې دوى د انګرېز قامي دښمني او مرګ او ژوبله مراد ده. بابا وايي چي: ″زۀ په دې پېښه ډېر خوابدى سوم، د دې پېښي نور علتونه خان شهيد په ډېر سليقه ليکلي دي چي: ″ملا خير محمد او عبدالمطلب له کومې خوا او په کومه انتقامي جذبه دا کار وکړ که د انګرېز دسيسه ده، چي يو پړى يې په کندهار کښي د محمد انور خان په لاس کښي ؤ، وروسته سرکار هم دوى په دغه طور کښې سزا کړل او محمد انور خان او د محمد عالم خان بڅرکي د کورنۍ نور وګړي چي وروسته يې ګواهان له کندهاره را وستلي وو او د خپلي مځکي خلاصه يې کړې وه. د خان د وينا سره سم حقيقت دا دى چي د هغوى د سياسي تحريک د تړلو او د دوى د قيد کولو دپاره يو تورجن سازش ؤ. او بيا وروسته د هم دې کورنۍ د نورو سرکاري ممبرانو په دستخط د دې سيمي د تحريک لومړني سالارانو عبدالسلام خان، عبدالصمد خان، محمد ايوب خان او محمد عيسٰى خان ته سزا ورکړې وه. د سزا ورکولو سانحه ډېره دردناکه وه، سردار غلام محمد خان ترين ژړل او د خان شهيد لاس يې ونيوئ چي: ″عبدالغفار خان سځ کړه موږ ټوله ستا ملګري يو، خو د دې جرګې ممبران د سرکار له خوا مجبوره وو او دوى ته انګرېز سزا ورکړه. مېجر پارلې وروسته د خان شهيد سره ليدلي ؤ او دا واقعه يې ورته ويلې وه چي: ″د افغانستان سرکار په زور انګرېز دوى را ايله کړو او ملا خير محمد ته يې يو کارېز مځکه ورکړه.

د لندن ټايم نامه نګار په هغه کال دا ليکي چي: ″ښځې ته يې پسه حلال کړى ؤ، نوره هيڅ شکونه يې نه وه ځنې کړې ، بس څو پونډه يې ځنې اخستي وو، چي ژر يې بېرته ور ايله کړله. د دې پس بابا وايي چي: ″تر ټولو زوروره وسله شومتيا بولم، بک هړتال يې ورته کړى ؤ، وروسته يې لائن ته بوتلو او د دوو کالو پخه سزا او درې کاله نوره سزا که ضمانت يا لاس ګيري نه ورکوي. د خان بابا شوميا يو ځل شپاړس ورځي وه، او بل ځل يوويشت ورځي وه، او خالي به يې اوبه څښلې او تر پايه يې په ولاړې لمونځ کولئ. دلته د يوۀ روايت سمونه کوم چي محمد عالم بڅرکي د ايوب خان په کتاب کښي ليکلي دي چي: ″د شوميا په وخت يې دوى پر کټونو را اخستي وو″. دا خبره غلطه ده، ما په يوه مقاله کښي د دې حواله ورکړې وه، د خان بابا په ″ژوند ليک″ کښي د کټونو خبره نسته، بلکې هغه وايي چي: ″د جېل افسرانو دوى ته منت او زارۍ کوله او دا يې ورته ويل چي: ″دا به ډېره ښه نه وي چي پر کټونو مو وړو، دوى يې ټول ځله بېل کړي وو او په قيدِ تنهائي کښي يې يو د بل خلاف غلطي خبري ورته کولې، چي حوصله يې ماته کړي. تر دې حده چي د خپل کور عزيزان ږغونه يې له نزدې په عبدالسلام خان اورېدلي وو خو ملاقات يې نه ورکولئ، ځکه هغو د مطالباتو د منلو او د سياسي قيديانو په ډول د سلوک کولو غوښتنه وه چي هر وار به ومنل سوه او بد سلوکي به مسلسل روانه وه. اخير ته په دوى مقدمه جوړه سوه، د ګرفتارۍ په دوران کښي سرکار يو پوليس سپاهي په جېل کښي ورسره ملګرى کړى ؤ، هغه به ډېر بې بياک او پوچ خولى ؤ. صمد خان بابا وايي چي: ″ما به د سلام خان او ايوب خان سره د خبرو کول يا د څۀ مسلې د څېړلو خبره کوله او دا پوليس قيدي به په مينځ کښي را ودانګل او ورته ويل بې: ″خان! په دې ښار کښي هغه فلانکۍ رنډۍ چي ده يا ………..

د مقدمې د اورېدو حال هغه په ډېر درانښت ليکلى دى، تر ټولو اهم نکته د محمد انور خان چي کندهار ته په دې بهانه کوچېدلى ؤ او ايله چي عيسٰى د دوى ماما ګرفتاره سوى ؤ او موږ نيول سوي وو د هغه پس دې خوا ته راغلى نه ؤ سيوا د خپلي مځکې د واک ګزارۍ او د ګوهانو له کندهاره را وستل. او يوه خبره د ياد وړ ده چي د کندهار د جنګ وروسته ايوب خان د خپل تربوره محمد انورخان د ليدو دپاره تللى ؤ.

محمد ايوب خان تعليم درلود او په انګرېزي پوهېدلى، پلار يې اي اې سي هم ؤ خو په طبعيت کښي يې د ثقلينو فرق ؤ. د کوردارۍ په معامله کښي عبدالصمدخان د روغي او جوړي مرسته هم کوله، خو هغه لکه محمدزى هندوستانى طبعيت او په آزاد خياله سوچونو باندي اولسي خلګو هم زياته خوا بده وله. د دوى سزا د سرکاري ممبرانو يا ملکي مشرانو په دسخطو کېدله، د کاسيانو او ترينانو مشرانو به د خواخوږۍ خپله عاجزانه هڅه کوله، خواست به يې هم ورته کولئ. صمد خان بابا وايي: ″ارباب خداى داد خان د خان شهيد په غاړه کښي لاس اچولى ؤ او تر زنې يې نيولى ؤ چي: ″تاسي خبر ياست؟ چي موږ څومره بې وسه يو؟ او پرون لاټ صاحب ويلي دي چي: ″دوى ته به ارو مرو سزا ورکوئ″. دوى سزا سول او د جېل خوارۍ، بېړۍ، بستره، روټۍ، ګېنتۍ، د جېل د خلګو غلا و رشوت، کوماره، مېچن، پياڅه او د غلام مالي قصه چي خان ته سزا ورکونکي خپل تربور عبدالغفار به کله کله په پټه سره ليدلو، دا ټولي سانحې روغ تفصيل لري، په دې ټولو خواريو کښي هره يوه لمحه د يادولو هم او د حيرانۍ هم ده. په لومړي ورځ په جېل کښي چي يې کال ځنې کښل او د جېل جامې يې په اغوستلې او پر دوى جوړي نه وې، او ټولو سره خندل، او دا شپه يې په خندا تېره کړه، د جېل والا به هم ورته حيران وو. په لومړي سر کښي يې د خوارۍ يو کار دا هم ؤ چي دوه منه د څرمنې سولاغه به يې په يوۀ لرګي سره وتړله او دې څلورو قيديانو به دا له څاۀ څخه د لېور په ذريعه را کښله، بيا چي يو سيک وارډر ټاکرداس له دې څخه بچ کړي وو، نو خان بابا ليکي: ″د غويو له دې کاره څه يې خلاص کړو″. د کېس په خانه کښي 102B او 363 ماده لګېدلې ده. زموږ د وطن د وکيلانو څخه هيله کيږي چي دې کېس لاره دي د انګلش ″لاء″ په اصولو اواره کړي.

د خان شهيد تر مقدمې دېرش کاله وروسته نلسن منديلا ته په 1963ء کښي سزا ورکول کيږي چي د هغه تر شا افريقن کانګرس، پائن افريقن کانګرس او کميونسټ پارټۍ ټولي ولاړي وې، د غدارۍ په کېس کښي يې اوويشت کاله سزا تېره کړه د هغه د جېل خوارۍ په روبن جزيره کښي يو سخت جېل او بل په رووينا کښي تېر کړى ؤ.

نلسن منديلا چي اصلي نوم يې روحي لالا ؤ د زولو قبيلې د يوۀ مشر زوى او د يو عيسائي په کور کښـي لوى سوى او د تعليم دپاره تر دريم کاله پوري په Healdtown کالج کښي د لوست موقع په لاس ورغلې وه، چي وروسته د واده څخه د ځان خلاصولو په بهانه جهانسبرګ ته وتښتېدل، او بي اې يې پرائيويټ وکړه او قانون يې په جېل کښي پاس کړ، د هغه ځاى عدالتونه هم دغسي ظالمان وو لکه د انګرېز د دوى قانون چي چلېدئ. په روبن جزيره کښي هغه هم څلور ملګري وو، نلسن منديلا وايي چي: ″يوه ورځ وارډر د مشقت اخستو په وخت زياته بدسلوکي را سره وکړه، نو زۀ ور وړاندي سوم ورته و مي ويل: ″که ما اوس په سپريم کورټ کښي ستا خلاف درخواست ولګولئ نو ته خو به د چرچ موږک ښکاره کيږې″. داسي د معاملې د سنجولو دپاره د عبدالصمدخان بابا د استدلال طريقه هم دغسي وه، د ليل، قانون او د معامله فهمۍ درک په دوى دواړو کښي وو، نلسن به کله کله د هندي کانګرس او د ګاندي د طريقې پلوي کوله، او خان بابا هم دغسي ؤ، د انګرېز قانون او تهذيب سره د نلسن منديلا ذهني نزدېکت ؤ او پروټسټنټ عيسائي ؤ خو د تور او سپين او د نسلي امتياز يو داسي زمينه ورته برابره وه چي اويا فيصده خپل تورپوستى اولس په پسې ؤ، د هغه د سزا د ورکولو منظره دومره خوندوره ښـکاري چي عدالت د ګلستان د بازار مېله ښـکاره کېدله او اولس به په يوه خوله ناره کړه:Nkusi Sikelel iAfrika خدايه! په افريقه رحم وکړې. او د صمدخان سره خو هغه وخت څوک نه ؤ چي ووايي: ″خدايه په پښتونخوا رحم وکړې″.

نلسن منديلا تر نيولو له مخه په ټولو افريقه ګرځېدلى ؤ تر مصره پوري او پيسې يې ټولې کړې وې او بيا لندن ته ولاړ، هلته يې د ګوريلا جنګ ټرېننګ وکړ او د مسلح مبارزې دپاره يې ځان بېرته جنوبي افريقې ته را ورسولو او دا ټوله انګرېز کتل او د هري لمحې حال يې ور رسېدلى، بلکې دوى ورته فراهم کړى ؤ، او بيا د سزا کېدلو دپاره زمينه اواره وه خو دوى د پهانسۍ له سزا څه وېرېدلو، لاکن جج نلسن ته د عمر قيد سزا ورکړه، جج ويلي وو چي: ″اقوام متحده مداخلت په کښي وکړو او هغه بچ شولو، د افريقې حکومت دا کوشش کولو چي په نلسن د کيمونسټي الزام ثابت کړي خو هغه د دې نظريې سره همخياله نه ؤ، صمد خان بابا هم دغسي د کيمونسټي نظريې سره اتفاق نه کولو، نلسن منديلا دوه واره ګرفتاره سوى ؤ او خان بابا تر پنځلس واره هم زياته ګرفتاره سوى ؤ. حالانکې د پښين په عدالت کښي په 1942ء کښي چي کوم بيان خان شهيد ورکړى ؤ او په ″پښتون″ رساله کښي چاپ سوى ؤ، په هغه کښي د جهان د سياست دانانو او پوهانو حوالې او اقوال ذکر کوي چي د يوۀ انقلاب را وستلو دپاره هغه عوامل ضروري هم وي، نلسن منديلا چي د شوميا او هړتال کومه وسله په کاروله، هغه د خان بابا په خوى کښي موجوده وه، يوويشت ورځي روزه نيول د برِصغير په تاريخ کښي يواځي ګاندهي جي او صمد خان بابا زغملې وه، يو بل بنګالي درو شپېته ورځي هړتال کړى ؤ او په جېل کښي مړ سوى ؤ. په جېل کښي چي هغه نور ملګري او عزيزان ټول ورسره يو سوو او باندي مرکه سوو چي ضمانت ورکولو ته يې راضي کولو، نو تاسي وګورئ د دې سړي و عزم ته دۀ ورته ويلي وو: ″زۀ د ځان واک لرم، زۀ درته وايم که زۀ را ووزم نو بيا پر ما نور ژوند ناروا دى، زۀ به ارو مرو ځان وژنم، اوس نو ستاسي خوښه ده، څۀ واياست؟ دلې ژوندى مو خوښ يم که بهر مړ؟.

اخير ته له جېله په داسي ډول را ووتئ چي سهار حال راغى چي ته به چمن ته ځې، د مچهـ جېل د سزا ختم کېدو له مخه يې د شوميا نوټس ورکړى ؤ، هر کار يې په تحرير کولئ.

انګريز ژبه يې د جېل د فرش پر سلېټ باندي زدۀ کړه، يوۀ ډکشنرۍ وه چي جام مهرالله ور استولې وه، او بابا به دې ته خدايي سلېټ وايه او د جېلانو څخه به يې پټولئ، په اوبو به يې خراب کړئ، د ويلو انګريزي يې د انګرېزانو افسرانو څخه زده کړه، هغو به بې وخته تنګولئ او په خبرو به يې پښېمانه کولئ. يوۀ ورځ راجرس (انسپکټر جرنل جېل خانه جات) لوى مړجن افسر ؤ ورته ويل يې چي: ″اوس ما ته يو وړوکى کاغذ را وليلکه، چي بيا ورانى نه کوم، نو زۀ درسره بول کوم، چي تر هغو به نه ځم چي ته مي له ځان سره نه يې بوتلى. د څۀ مدد کولو دپاره مذاکره ورسره روانه وه چي دۀ ورته ويل: ″ستا واک او لاس دومره تنګ دى چي د دوو انو د سوو لرګي کوله يا سکاره دي په وس کښي نه دي، نو تپوسونه ولي را څخه کوې؟.

خان داسي ليکي: ″خښم راغى او سر تر پښو مي ورته وکاته، وې مي، ته خو ما ته کرستان ښکارېدې، وې: ″هو، زۀ روغ Gooکرستان يم، خو دا څۀ خبره ده وې مي ټوله کرستاني (د ښاغلي عيسٰى چار دي شوي پر ځان شيندلو قربانۍ ولاړه نه ده، څۀ هغه ښاغلي هم په خپل هيواد کښي په دود جوړ سوى د پردو خلګو سرکار د ياغيتوب په تور کښي نه ؤ نيولى؟ څۀ پر سرکار مينځ ګري کښي نه ؤ پېښ سوى؟ څۀ دا د ارام سپيتاني (بزدلي) او خپلچاري لار چي ته ما ته ښايې هغوى ته دي ولي نه وښوولې سوه؟ يا د هغوى په وړاندي نه وه؟ که خداى دي نه کوي هغوى دغه لار نيولې واى نو نن به کرستاني چيري وۀ، ځکه چي ستا خبره د حضرت عيسٰى چار دي شوي د لاري چپه ده، نو ما تپوس در نه وکړئ چي ته خو ما ته کرستان ښکارېدې، سړى ډېر سپک سو او په زوره زوره يې پيکه خندا پيل کړه، هو، هو، ته د شهادت په چرت کښي يې او روان سو.

صمد خان بابا چي له جېل څخه ايله سو نو د ورور سره يې جوړه وکړه، او ځان يې قامي کار ته وسپارلو، او په 1931ء کښي بمبۍ ته ولاړ. په حيدرآباد کښي يې د ګاندهي پروګرام کتلى ؤ او احمد آباد ته ور روان سو، چي هغه ته د وطن د آئيني حقوقو په باره کښي حال ورکړي، د ګاندهي جي سره پنځلس ورځي نزدې پاته سو، او هغه په بمبۍ او احمد آباد کښي روغ سياسي کار په لاس ورکړى ؤ.

په لومړۍ ورځ خان بابا ورته ويل چي: ″ما ته وخت راکړه، زۀ کار درسره لرم. هغه وعده ورسره وکړه چي نن ماښام راسه. ماښام دى د جواهر لعل سره په يو ډوډۍ کښي اخته ؤ چي ور ياد سو هغه ته يې وويل چي: ″ما قول کړى دى د ګاندهي جي سره″. هغو جواب ورکړ چي: ″زر ولاړ سه″. نن د هغه د خاموشي روزې ورځ ده، په موټر کښي په منډه ورغلى ؤ چي هلته ور ورسېدئ، ټول خلګ ولاړ او نارې يې وهلې: ″آگيا آگيا. (راغى راغى) دى وايي: ″ما و پيارې لال ته وويل چي: ″دا څۀ قصه ده چي هر سړى ما وويني وايي: ″آگيا آگيا، هغه وويل: ″نن د ګاندهي جي د خاموشۍ روزه ده وخت پوره سو خو له تا سره يې قول کړى ؤ او انتظار يې ايستلى، ځکه موږ ټول په انتظار وو، او بيا ملاقات وسو او هغه بخښنه د وخت د نه ټاکلو ځنې غوښتې وه. صمد خان بابا په دې ډېر متاثر سوى ؤ او د بلوچستان د ائيني حقوقو خبره يې ورسره وکړه هغه ويل چي: ″ته يو پمفلټ تيار کړه، پيارې لال بې چاپ کړي″. خان وايي د شپې له درو بجو څخه تر سهاره ناست وم او هغه مي وليکئ او سهار مي ور ښکاره کړئ، ګاندهي جي چي وليدئ و يې خندل چي: ″ښه ټوله شپه نه يې ويده سوى؟. ټوله صحي دى، زما د نامه پر ځاى د کمېشن نوم وليکه. بيا دا پمفلټ چاپ شو، خان بابا پيسې ورکولې دوى نه غوښتلې، ويل يې: ″موږ هم دغى پښتونواله درسره کوو لکه ته چي يې کوې″.

صمد خان بابا د کانګريس په خصوصي غونډه کښي د نۀ غړيتوب باوجود ګډون کولئ او دا سلسله د هند تر وېشه جاري وه، که څۀ هم پټېل يو وخت اعتراض کړى ؤ خو ګاندهي جي ورته ويلي وو چي دا زما مېلمه دى او زموږ د اعتماد سړى دى. په هم دغه وار يې په لومړي وار د باچاخان او نورو خدايي خدمتګارانو سره ملاقات وکړئ، بيا يې د جناح صاحب قايد اعظم سره په مالابار هل کښـي وليدل او د بلوچستان په حقله يې خبري وکړې چي هغه د بلوچستان د خپلواک صوبې يوه نقطه په خپلو څوارلسو نکاتو کښي يښې وه. خان به په اردو خبري کولې او جناج صاحب په انګرېزي خبري کولې او دواړو به يو بل سره پوهـ کول او خان بابا و دې ته د ډېر خوندور ملاقات نوم ورکوي.

بل سهار چي ګاندهي جي وليدئ د کهدر قميص يې اغوستى ؤ نو ورته وې خندل چي: دا ولي؟ خان بابا وايي چي: ″ولي ستا نه ده خوښه؟″. دۀ ويل يا چي يو ځل يې څوک واغوندي او بيا يې کاږي نو دا به سمه نه وي″. دۀ ورته وويل: ″زۀ به هم دغه خط تر پايه اغوندم، او د ژوند تر وروستيو پوري بابا هغه د کهدر قميص په غاړه کولئ. د بروس سره د ملاقات په وخت د ګاندهي خولۍ يې نه پرېښووله. خو بابا په لاس کښي ورسره اخستې وه.

د بلوچستان او د پښتونخوا د پمفلټ وروسته ګاندهي د ځان سره چي بمبۍ ته بيولئ ورته ويل يې: ″تېره پلا هم يو خان را سره ؤ، او دا پلا هم يو خان را سره ؤ، ټکټ دي کړى دى؟ دۀ ويل: ″هو. د کوم کلاس؟ دۀ ورته ويل: ″د تهرډ کلاس. ګاندهي دواړه لاسونه وټکول او شنه خوله له خندا ولاړئ. ښۀ نو د مهادې او ډيسايي په ډبه کښي به ځاى سې. ګاندهي جي ته يې د جنوبي افريقې خپله قصه ور ياده کړې وه، بيا د پاسو د سېځلو خلاف چي ګاندهي جي د خپلو ملګرو سره اختلاف کولو، او يوۀ پښتانۀ عالم خان نومي سړي په لرګي په سر وهلى ؤ لکه په اوسته محمد کښي چي جماليانو سردارانو محمد امين کهوسه پر سر په لرګي وهلى ؤ، او دا د باچاخان لومړۍ دوره وه چي خان بابا او نورو ملګرو ورته جوړه کړې وه.

خان شهيد د کشمير په لومړي جنګ کښي په سلاوو کښې د شېخ عبدالله سره ګډ ؤ او مولانا حبيب الرحمٰن لودهيانوي يې په پټه تر شالدرې ور رسولى ؤ، دلته په جيکب آباد کښې د آل انډيا بلوڅ کانفرنس مشري وکړه او د ائيني حقوقو دپاره يې وينا وکړه، د مسلم ليګ يوۀ ډله له مولانا شفيع داؤدي سره وه، چي د بيهار يو لوستلى غړى ؤ، دويم ګول مېز کانفرنس لندن ته هم تللى ؤ، او د پارلمنټ غړى څو واره پاته سوى ؤ، د هغوى په وينا يې په مسلم کانفرنس کښي ګډون وکړ، هغه يوه لو جرګه درلوده، چي مولانا محمد شفيع داؤدي او علامه اقبال په کښي شامل ؤ. وايي: ″زۀ يې په ورکينګ کمېټۍ کښي ګډولم، خو زۀ راضي نه وم، بيا يوه ورځ د مسلم کانفرنس غونډه وه، بابا وايي چي زۀ او مولانا شفيع او علامه اقبال په کښي شامل وو چي دوى پر له را مات سول، جنګ جوړ سو، ما ورته ويل: ″دا څنګه قصه ده، څۀ کول په کار دي؟ دى ليکي: ″چي علامه اقبال ويل: ″ته يې اوس پرېږده دوى به پخپله سره قرار سي. داسي څرګندېله چي هغه د دې خلګو په خوى يا د سياسي غونډي په منځ کښي د داسي جګړې په مدعا پوهـ ؤ، په هم دغو شپو کښي د هند په اخبارونو کښي خان بابا د بلوچستان په حقله بيانونه خپارۀ کړل چي دلته دي د هند په ډول اخبارونه پيل سي، د دې دپاره مولانا شفيع داؤدي او سيد مرتضٰى بهادر د مدراس انګرېز افسرانو ته سځ کړي وو، مټکاف ډيلي ته ليکلي وو چي: ″موږ لا اوس په بلوچستان کښي پريس ايکټ جاري کول نه غواړو اخير ته د هند سرکار يو نامتو ميا فضل حسين د تعليم د څانګي غړى ؤ چي دى يې زيات تعريف کوي، بيا يې د مسلم ليګ محمد يعقوب، محمد يامين خان، ډاکټر ضياء الدين ليدلى ؤ چي د بلوچستان په حقله واى سراى ته جرګه وليږي چي دا کار زر سي، هغوى سر محمد يعقوب ته وليږو چي هغه هم خوشامد ګر ؤ او عذر يې وکړ چي سر آغاخان راسي. خان ليکي: ″په دې سرانو کښي ډېر لږ د کار خلګ وو لکه ميا فضل حسين چي ؤ″ اخير ته د مټکاف په ذريعه د پريس ايکټ اجازه ورکړه، ډېر کلونه وروسته چي مټکاف استقلال اخبار بندولو نو ويلي يې ؤ: ″ستا اخبار زۀ د لاس نهال ګڼم، او هغه د ډيلي د سر يعقوب او مولوي شفيع حواله ورکړې ده. خان شهيد د پريس اجازه واخستله او د خپل ملګري يوسف عزيز مګسي په نامه يې ″عزيز برکي پريس″ نوم کښېښوئ، تر دې له مخه د بلوڅو مشرانو په ملګرو کښي يوسف عزيز مګسي چي د کوټي په زلزله کښي مړ سوى ؤ او دۀ ډېر افسوس باني کاوئ او بل عزيز کرد محمد حسين عنقا، حسن نظامي او نسيم تلوي ټول د هغه سياسي ملګري وو، چي د اخبار د چلولو، د چندو کولو او په خلګو کښي د بيدارۍ ږغ پورته کولو، لاکن انګرېز دې کار ته چرته پرېښوولو.

د هند څخه د را ستنېدو پس يې ونيولئ د ګاندهي خولۍ، د کهدر قميص او په ګاډۍ کښي د پوليس پوښتني يو زاوال جوړ سوى ؤ، بيا يې ګرفتاري وسوه او درې کاله يې جېل کړئ، چي د کوټي زلزله کېدله په 1935ء کښي خان بابا د نورو قيديانو سره په بند کښي ؤ، قيديان يې بهر په ځنځيرونو تړلي وو خو بابا ورته ويلي وو، ما د بودګانو غوندي مه تړئ، بلکې دلې ښۀ يم چي په کمره کښي پروت يم، که مرګ راتلئ نو دا وارډر خو مه را سره وژنئ او سرکار ته يې د مرستي پېش نهاد کړى ؤ چي هغوى نه ؤ منلى. د هغه وروسته د استقلال اخبار را ايستل او د انجمنِ وطن بنياد ښوول ؤ. په کوټه کښي د فضل الٰهي دتو ځايي پنجابي يې ستاينه کړې ده چي دوى ته يې مکان ورکړى ؤ، د قلات خان سره ملاقاتونه او د بلوڅانو په ژوند ژواک يې پره رڼا اچولې ده. مير احمد يار خان په وخت کښي يو ځل هغه يوسف عزيز مګس لندن ته د استولو پروګرام جوړ کړى ؤ، او دلته د کانګرس د غړو له خوا د دوى تر جېل وړاندي د لندن د ګول مېز کانفرنس دپاره د خان بابا نوم هم دوى ټاکلى ؤ، او جناح صاحب په دې حقله هم د دۀ او د باچاخان د لندن په کانفرنس کښي د ګډون کولو عنديه ورکړې وه، چي سټينلې ووډ يې په خپل کتاب کښي يادونه کړې ده. د کال څلوېښت څخه تر پنځوس پوري د جام نورالله او د خاران نواب د دوى خصوصي دوستان وو. د عزيز کرد او د محمد ايوب خان اڅکزي پښېماني او د جېل ټولي ستړي دوى په داسي خوندوره پښتو ليکلي دي چي د هر سړي نوم، کردار او رول ته سړى حيرانيږي.

د دويم لوى جېل وروسته چي د خان لور د دۀ يادېدله، نو له جېل څخه چي را خلاص سو، د ګلستان په تېسن يې مخ ته ورته را وستلې وه، چي دوه کاله عمر يې ؤ، د کال څلوېښت او پنځوس په منځ کښي ټولي ستړي منډي وې چي پاکستان جوړ سو او په دا وار خان بابا بغير پاسپورټه ډيلي ته تللى ؤ، او د نهرو سره يې ملاقات کړى ؤ. سيکانو ورباندي بريد کړى ؤ چي بيا يو سيک ډرائيور د هغو مخنيوى کړى ؤ، او نهرو ډېره خوا بده وله چي بې تهايې بهر مه وزه، د کال 1948ءبيا د ون يونټ تر جوړېدو پوري د جېل هغه خوارې او نظربندۍ وې، چي ټنډولکر وايي: ″دوى يې يو وار د بنګال ريګولېشن لاندي او بيا تر سفټي ايکټ لاندي ونيول، او نهرو به فرياد کولئ چي دوى ايله کړي، خو پاکستان د چا خبره نه منله.

د انجمنِ وطن هغه بنياد چي جوړ سوى ؤ د پاکستان د جوړېدو سره د ″ورور پښتون″ تنظيم بنياد يې کښېښووئ، بيا چي ون يونټ د جوړېدلو په خلاف د پاکستان څلور پاټياني را جمع سوې او نېشنل عوامي پارټۍ يې جوړه کړه چي په هغه کښي ″خدايي خړمتګار″ ورور پښتون″ هاري کميټي″ او ″آزاد پاکستان″ استمان ګِل سره يو ځاى سول نو يو لوى سياسي پليټ فارم تيار کړي. د باچاخان ورور ډاکټر عبدالجبار خان چي د کانګريس او خدايي خدمتګار تر ډلي لاندي دوه واره په واک کښي راغلى ؤ او اخير وار يې حکومت په يويشتم اګست 1947ء مات کړل سو، د هغه يو سر چپه خيال ؤ چي د خپل اقتدار د وخت پولټيکل سکندر مرزا تر اثر لاندي وروسته په داسي چپه لاره ولاړئ چي باچاخان او عبدالصمد خان يې دواړه په جېل کښي واچول، او د واکدارانو سره د ون يونټ پلوي سو او د مغربي پاکستان وزارت اعلٰى يې واخيست. دۀ يو وخت د قيوم خان په اسمبلۍ کښي ويلي ؤ چي په دې هاوس کښي داسي خپسکي ناستي چي د هغو دماغونو ترقي نه ده کړې، او د سرکار ساتلي نوکران د هغه له دوى څخه کښې خيزي. بيا يې ري پبليکن پارټۍ جوړه کړه چي د پنجاب خلګ په دې خوابدي سوو، خو دۀ چي د خپل قامي مشرانو د بندېدو او هغوى ته د سزا کومه ګناه کړې وه هغه نه بخښونکې ده.

په کال 1956ء کښې د لاهور هائى کورټ په عدالت کښي خان بابا د هغه غندنه کړې وه، او د هغه دروغ يې ښکاره کړي وو چي دا تور يې لګولى ؤ چي دۀ په چمن کښي د بل ملک جهنډه پورته کړې وه، حالانکې د چمن په ښار کښې د ″ورور پښتون″ پر دفتر د پارټۍ جهنډه ولاړه وه، او جبارخان د خان شهيد د ګرفتارۍ د اډر په لړ کښي ويلي ؤ: ″که زما خوښه واى چي دى يې په ګولۍ ويشتلى واى″. د قدرت و قانون ته وګوره چي ډاکټر جبار خان د حکومت څخه هم ليري کړل او په لاهور کښي يو پنجابي په خپل کور کښـي په هغه بريد وکړ او په چړو يې ووژلئ. دا مرګ په داسي خفيه ډول وسو چي سړى يې هم زر پهانسۍ کړئ او دا د ټنډولکر روايت دى. بل روايت دا هم دى چي قاتل يې له منځه ايستلى ؤ او بل سړى پکښي پهانسۍ سوى ؤ. د جبار خان په ګمراه کولو کښـې د سکندر مرزا لاس ؤ، چي څلور حکومتونه د دۀ په وخت کښـي بدل سوو، په خوا د پېښور پوليټکل افسر هم له کيپتانۍ څۀ جوړ سوى ؤ، او د ځان دپاره يې سکرټري دفاع وو د مېجر جرنلۍ نوټيفيکشن هم جاري کړى ؤ، چي وروسته ايوب خان دى پسې ګېل کړى، او په اخير کښي په لندن کښي هوټل چلولئ.

د ايوب خان په مارشل لا کښي په خان بابا باندي د ملېټري کوټ څوارلس کاله سزا وختله، د کوم بغاوت لاندي چي سړى د نلسن منديلا د کېس سره پر تله کړي چي نن صبا خو د تورانو دور دى. بيا د پاکستان د جېلونو ژوند مچهـ، ملتان، ساهيوال، هريپور، لاهور، خداى خبر د کوم کوم ځاى په تکليفونو اخته ؤ.

د باچاخان چي کوم خويونه خان شهيد بيان کړي دي، هغه ټول د منلو دي، ولي د باچاخان د دې سادګۍ او د سپين زړګۍ دليل ته چي سړى وګوري نو د خان شهيد د انګرېزانو، پوليټکلانو سره د جنګ حالت ته حيران سي.

په کال 1966ء کښي چي باچاخان لندن ته ولاړئ نو هلته د خداى په قهر لړلي اولف کيرو سره پاته کېږي، هغه يې خدمت کوي، لکه د انګرېز قوم چي دود دى، خو باچاخان ورته وايي: ″ته خو ډېر ښۀ سړى يې، ما چي ستا په باره کښي څۀ اورېدلي دي، هغه لکه چي صحي نه دي، هم دغه اولف کيرو او تر مشر سنډيمن چي له موږ سره څه کړي دي، په هغه باندي انګرېزان هم اوس پښېمانه دي، او موږ ته چي يې کوم توکي را پرېيښي دي موږ له سره په غم اخته يو چي خان بابا ورته منحوس نظام ويلى دى.

د صمد خان بابا مقاومت او تحريري او تقريري صلاحيت دومره مؤثر ؤ چي دلته يې د پريس قانون جاري کړئ، او دا کار يې د مسلم کانفرنس د نورو لوړو کانګريسي او مسلم ليګي مشرانو سره او د هغه وخت د آئ سي ايس افسرانو او سکرټريانو سره په مسلسل تماس نيول او د ډيلي په سرکار يې زور واچولئ چي وروسته مټکاف دې ته مجبوره سوى ؤ چي د سر يعقوب او مرتضٰى خبره ومني، ځکه د استقلال ډکلرېشن په هغه دور کښي د آزادۍ لومړى بيرغ دى. چي خان درولى ؤ. او بيا د هغه چلول او د شلاونډ سره سره د ملګرو نيمګړتياوي او مالي محتاجۍ او مستۍ هم ستومانوونکي وو چي خان ورته بده ازموده ويلې وه.

د عزيز کرد او د ايوب خان د جېل پښېماني له مخه لا زورولى ؤ، د استقلال د بندېدو وروسته به ″ترجمان″ اخبار په کال 1952ء کښي يواځي د هغو تحصيلدارانو حالونه چاپول چي د پاکستان د جوړېدو سره دوى په شلاونډ بهرتۍ کړي وو. خو روشنفکره ځوانانو لکه سايي کمال شېراني او مير ګل خان نصير بلوڅ شاعر د تحصيلدارۍ څخه استعفٰى له يو درزن ملګرو سره وکړه. د باقي مانده بلوچستان بلوڅ سرداران او مشران دي تر 1970ء پوري چي په اختيار کښي وو، هغه دي حساب ورکړي چي د صحافت او د شعور د پراختيا او د ښځو د حقوقو دپاره څومره کار سوى دى.

خان شهيد خپله سوانح 1943ء پوري ليکلې ده، دوى ليک په 1959ء کښي پيل کړى ؤ، نو يو څۀ څۀ واقعات به د ياداشت يا حوالې په ډول حسبِ حال راغلي وي، داسي هيڅ تفصيل خود نوشت بيا پوره سوى نه دى. سلطان محمد پاني د خان بابا د سياسي جلسو يو وړوکى ياداشت ليکلى ؤ چي هغه د کره معلوماتو ذريعه جوړېداى سي.

خان شهيد په وروستني جېل کښي د ژوند ليک يو شاهکار نمونه وليکله چي د سياسي او قامي کارونو سره د ژوند په هر اړخ باندي د پښتنو او بلوڅو په سياسي حقايقو يې رڼا اچولې ده، ټوله عمر د سنډېمن د نظام سره په ټکر کښې ؤ. يواځي يې خپل قوم د سردارۍ څخه بچ کړئ او نور قومونه خو د سردارۍ دپاره او د سردارۍ په نامه څه څه چمونه کړي دي.

د کېرو، مټکاف، کننګم او سکندر مرزا څخه را نيولې بيا تر وروستني چارواکو پوري د دوى څهره هغه بربنډه کړې ده. داسي ليکي چي: ″د پاکستان د جېل خوارۍ يو څۀ سمي سوې دي، حالانکې ډاکوګان به يې ورسره تړلي وو. په کال 1966ء کښي قمر يورش په جېل کښي د دۀ ملګرى سوى ؤ چي هغه په ډېره مينه د دۀ د ژوند حال ليکلى دى: ″وايي چي خان په لومړي وار د کهدر کالي ما ته را جوړ کړو او د هغه د کتابو څخه بۀ مي استفاده کوله. خان بابا د لاوارثه خلګو د مقدمو اپيلونه تيارول، يو وخت يې اپيل په انګرېز تيار کړى ؤ جام نورالله چي د علي ګړهـ بي اې ؤ هغه کتلى او اعتراف يې کړى ؤ چي داسي انګرېزي خو د علي ګړهـ بي ايې هم نه سي ليکلى. لکه دۀ چي پر خدايي سلېټ زدۀ کړې وه.

د بلوچستان د نوکرانو غمخواري لکه محمد اکبر خان ايډوکېټ او ګل محمد خان کاکړ، محمد هاشم خان غلزى او ګل محمد خان کاکړ روزنه او حمايت به يې هر کله کولئ. قمر يورش وايي: ″خان بابا د علامه اقبال، شبلي نعماني، ابوالکلام آزاد او آغا شورش کاشمير قصې را ته کولې چي يو تاريخي محفل ؤ د ابوالکلام آزاد شاګرد سوى ؤ، او هغه ورته د ترجمان القرآن په پښتو کښي د ژباړي اجازت ورکړى ؤ. يورش وايي: ″خان بابا د کيمونسټانو خلاف ؤ د بابا يو دوست ډاکټر اشرف ؤ چي په ګپه کښي يې ويلي ؤ که چيري اشتراکي انقلاب راغى نو موږ به اول خان شهيد او شېخ عبدالله وژنو، ولي چي هغه اشتراکي انقلاب نه مني. او دۀ بۀ دا خبره په مسته خندا وزغمله. يورش وايي: ″زۀ چي له جېله ايله سوم نو په لاهور ميو هسپتال کښي داخل ؤ، ناشته مي هم ورسره وکړه، يو ميا يعسوب الحسن چا په هسپتال کښي نه داخلولئ، آغا شورش کاشميري يې هم سفارش نه کولئ، قمر يورش وايي چي: ″خان شهيد را ته ويل چي: ″ډاکټر مختار د جېل سپرنټنډنټ ته زما حواله ورکړه او ستا کار بۀ وسي، هم هغسي وسو، بيا د جېل څخه د خوشي کېدو وروسته د ميا محمد قصوري په کور کښي ناست وو داسي څرګندېدله لکه يو لوى راجا چي ناست وي. په هره خبره خندا خندا وه او ما ته يې اشاره وکړه چي دا زما بدمعاش دوست دى.

تر شهادت مخکښي يې جوهر مير ته په هغه وروستني ماښام ويلي ؤ چي: ″بټهو په سياسي غنډګانو کښي ګير سوى دى، زما يقين دى چي دى د عوامو ترقي غواړي، خو زما خيال دى چي د دې ملک اصل مسله د جمهوريت بحالي نه ده بلکې د جمهوريت حفاظت کول دي او د مخالف چارواکو په باره کښي يې ويل چي: ″دوى بدمعاشان دي پښتانۀ په زور تر دباؤ لاندي را ولي، لاکن دا مراد يې تر سره نه سي رسېدلى″.

په 19 اکتوبر 1938ء کال کښي ملک فيض محمد يوسفزي ته په خط کښي ليکي: ″زما همېش دا اعلان دى چي په ټوله دنيا کښي د هيچا سره د بدلې اخستلو، کينه کولو، او د دښمنۍ وغيره نيت نسته. هم دې جملې قوم را ګرځولى دى چي که څۀ هم زموږ وار پاته دى. جوهر مير وايي: ″دا واحد سياسي شخصيت ؤ چي د سياسي او جمهوري عمل توازن يې ساتلى ؤ، يوه بله خبره يې د ادغام يې پسې تړلې وه، چي هغه درسته نه ده، د خان بابا ژوند ليک او د لاهور هائي کورټ د عدالت بيان د هغه د موقف صحي ترجماني کوي او تر اخيره پوري د پښتون صوبې د مطالبې او د برابرۍ د حقوقو علمبرداره ؤ او له پاته وګړو څخه د خپل وطن نوم هم ورک سو. په کال 1971ء کښي چي د پښتونخوا ګوند دفتر په ميزان چوک ؤ او موږ ځوانانو د پارټۍ مشرانو ته چاى اچولې هغه وخت محمد صادق کاسي د پارټۍ څخه د وتلو په لټه کښي ؤ د محمد صادق کاسي شهيد خښم او په لاسو ګايېدل ما له نزدې څخه وليدلو او خان بابا به په خندا ورته ويل چي: ″زۀ جنګ نه کوم، امن او جمهوريت غواړم″.

د برِصغير د لويې پايې مشر، د آزادۍ د تحريک علمبردار چي له جناح صاحب او ګاندهي جي څخه را نيولې بيا تر علامه اقبال پوري د دوى د ژوند کړاؤ د دې سيمي د آزادۍ، خود مختارۍ او جمهوري قوانينو د ساتني او د پښتنو د وطن د سوکالۍ دپاره پنځوس کاله وړاندي يې د لاهور هائى کورټ په عدالت کښي يې ويلي ؤ چي:

″پښتونخوا يو ضرورت دى، او دا د پاکستان د استحکام باعث دى. زموږ دغه ستر رهبر چي د بين الاقوامي سازشونو لاندي په شهادت ورسولو چي ټول عمر هغه ځان ورته ساتلى ؤ او دا تور په تورانو او سپينانو باندي پاته دى. نن ورځ د هغه پيغام ګوټ ګوټ ته رسېدلى دى. او د خوشحال بابا په وصيت باندي چي:

نوره واړه پښتونخوا په ځاى پرته ده

مګر زۀ دي زمانې په کښي رنځور کړم

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←