اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پېښور: دارواښادبشير بلورلمړی تلين ونمانځل شو

23.12.2013

عوامي نيشنل گوند د بشير احمد بلور د مړينې په يو کال پوره کېدو نن د اتوار په ورځ د هغه د تلين دستوره د پېښور په نشتر هال کې ونمانځله ،چې د عوامي نيشنل گوند مشرانو او په لويه شمېره کې غړو گډون وکړ .
د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان د پارټۍ د مخکښ مشر بشير احمد بلور د لمړي تلين دستورې ته د وينا په مهال وويل ، د تحريک انصاف ډلې مشرعمران خان د ډرون بريدونو په ضد احتجاج ، او د نېټو د سپلائي لار په خيبر پښتونخوا کې بندوي .
او په داسې کولو عمران خان پښتانه نړۍ ته د ترهگر قوم په حېث وړاندې کوي . او کپتان د گرانۍ خبرې په لاهور کې کوي .
هغه وويل د نېټو سامانونه د کراچۍ نه راروانيږي په سندهـ او پنجاب صوبه راتيريږي ، خو هلته کپتان له خدايې دا همت نه دی ورکړی ، چې د سپلائې لاره بنده کړي او د ډرون په ضد احتجاج اوکړي .
اسفنديار زياته کړه ، مونږ هم د ډرون بريدونو مخالفت کوؤ . خو که د هوائې سرحدونو سرغړونه د احتجاج قابله ده ، نوپکار ده چې د ځمکني حدونو خلاف ورزي هم ونه منل شي .
" د پاکستان ځمکني حدونه هم دومره د قدر وړ دي څومره چې هوائې حدونه دي . بيا چې د يو او بل ځائې نه خلک په غېرقانونه توگه راټول شوي او زمونږ په خاوره ناست دي . د هغوي په اړه کپتان ولې غلی دی "

دستورې ته د بشير احمد بلورمشر ورور غلام احمد بلور په خپله وينا کې په طالبانو د روغې جوړې غږ اوکړو او وي ويل ، که طالبان مري او که بل څوک ، خو بچی د پښتنې مور مري .
" د مرگ او د خدايې نه علاوه د بل چا نه نه يريږم ، خو طالبانو ته وايم چې پښتانه يې . مسلمانان يې د اسلام خبره کوئ ، خو پښتنو ميندو خو لويې کړي يې او پښتانه يې . نو ای پښتنو بچو خدايې او رسول ته وگورئ ، چې دا ټول پښتانه مړه کړئ خو بيا هم پاکستان تاسو له حکومت نه درکوي . او طالبه تاته وايم که ته مرې نو زه مرم ، او که زه مرم نو ته مرې . ته پښتون زه پښتون ، ته مسلمان زه مسلمان نو ما ولې وژنې " .
اسفنديار ولي خان د غلام احمد بلور خبره په وړاندې بوتله ، او طالبانو سره د مذاکراتو په اړه يې وويل ،
" مونږ په هاغه وخت کې مذاکرات کړي دي چې په هغې وخت کې چا مذاکرات پېژندل هم نا چې مذاکرات څه ته وايې . او دا وس چې د مذاکراتو چغې وهي دوي ټولو په هغې وخت کې زمونږ مخالفت کړی دی ، چې مونږ ولې دوي سره مذاکرات کوؤ " .
اسفنديار وويل ، خو زه نن هم وايم چې که مذاکرات کوئ نو کښېنئ خبره ورسره وکړئ ، اومونږ د دې فساد نه نور خلاص کړئ .
د عوامي نيشنل گوند مشرانو د بشير احمد بلور يادونه وکړه او اسفنديار ولي خان وويل ،
" بشير خان تشه خاوره نه ده چې هغه به خاورې شي ، د دسمبر شلمه به پارټي هر کال د بشيربلور په نوم نمانځي . خو د بشير خان مرگ چې په پښتون قومي تحريک کېکومه خلا پېدا کړې ده ، هغه ډکول ډېر گران کار دی " .
بشيراحمد بلور تېرکال د دسمبرد مياشتې په ۲۲م نېټه پېښورښارکې په يو ځان مرگي برېد کې سره د نهه ملگرو وژل شوی ؤ .

بلخوادپېښور پوهنتون د سیمه ییزه مطالعاتو مرکز کې د پاکستان، افغانستان د ولسي تړون تر سوري لاندې کانفرنس په پای کې د یوه پرېکړهلیک له لارې د دواړو هېوادونو له دولتونو غوښتنه وشوه چې د یو بل پر ضد دې له منفي تبلیغاتو ډډه وکړی او دواړه دولتونه دې پر پوله دې د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي-
له جرمني دې کانفرنس ته راغلی ډاکټر سیف الله مشال راډیو ته وویل چې په مکمله توګه دا خبره سمه نه ده چې ګنې د افغانستان او پاکستان د حالاتو د سمولو کیلۍ د نړیوالو قوتونو په لاس کې ده: (( خلک به ډیرې خبرې کوي چې چابۍ د امریکا او د اروپایي هیوادونو په لاس کې ده خو د دې کیلۍ زموږ په خپل لاس کې ده، پکار ده چې موږ خپلو کې لاسونو سره یو کړو، اړیکې مظبوطې کړو، علم حاصل کړو او د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارت باید چې وده وکړي او د دې ودې په وسیله به خلکو ته روزګار پیدا کېږي او له جنګه به لرې کېږي او دا یې یواځنۍ لاره ده))

ډیوه اومشال راډیو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←