اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

جرمني: دپوهنیز (علمي) سېمیناربلنه او خبرتیا

دپښتنوټولنیزولسولیزګوند(Pashtoon Social Democratic Party (PSDP دپښـتـنـو د یووالي ورځ د12.11.1993 نیټې راهیسې هر کال په بیلابیلو بڼو او بیلابیلو ځایونو کې نمانځي.

سږکال ئې د2014ع کال دمارچ دمیاشتې په اومه (7) نیټه « د پښتنو د یووالي په وړاندې په بره او کوزه پښتونخوا کښې سیاسي او ټولنیز خنډونه او د هغې د حل لارې چارې » تر سرلیک لاندې دیو پوهنیز (علمي) سېمینارپه بڼه نمانځی.

په سېمینار کې به د پښتون قامي وحدت ستر لارښودښاغلی محمدافضل خان «خان لالا » هم برخه لري او وینا به کوي.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له تاسي څخه په درناوی هیله کوي چې پدې تاریخي اوپوهنیز سېمینار کې له مونږ سره ګډون وکړئ اودپښتنودیووالي ورځ لا ښکلې او درنه کړئ .

په درنښت

« دسېمینار دوهمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شويده»

نیټه او وخت :07.03.2014 دمارچ اوومه (7) نیټه دجمعې ورځ د ماښام شپږ (Uhr 18:00) بجې

اړیکې – Tel: 02289876701 - 020282553 Handy/Mobile: 01799892913 – 01783264862 - 01713734566 –015777924690 - 01747372222 -01634264350 E-Mail: [email protected] [email protected]

ځـــــــای / پته : Event Palast:

Max -Planck-Str.9A

50354 Hürth

Germany

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←