اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ارواښاد مموزي په مړینه

انالله وانا الیه راجعون
دافغانستان دپوهنی اوروزنی وزارت دپلټنی ریاست پخوانی ریس لیکوال اومیلی شخصیت ارواښاد محترم عبدالمحمد مموزﺉ له ډیری مودی دورپیښی شوی ناروغۍ له کبله دفیبروری په ۲۶ نیټه دآلمان دبن په ښار کی په حق ورسید .
داروښاد مموزی صیب خدمتونه او میلی روحیه دښوونی اوروزنی په ساحه کی ټولو روړڼ آندو افغانانو ته جوته ده. ارواښاد مموزﺉ صیب په هجرت او جلاوطنی کی هم دوطن په ناورین کی خپل میلی درېځ روښانه ساتلی وه.

دارواښاد مموزي صیب دجنازې لمونځ د ۲۰۱۴ کال دفیبروری دمیاشتی په ۲۸ نیټه د جمعې په ورځ د جرمني د بن په ښار کې دماسپیښین په دوه بجو ادا شو
دمموزی صیب پاتی دکورنۍټولوغړوته درب العزت څخه دجمیل صبرغوښتونکی او مرحوم مموزی صیب ته فردوس جنت غواړم.
دارواښاد دمموزی صیب جنازه دسه شنبې په ورځ دمارچ میاشتې په څلورمه نیټه (۴ اپریل) دروان کال ۲۰۱۴ دماسپښین په دریوبجو دفرانکفورت هوايي ډکرڅخه دکابل هوايي ډګرخواته انتقال کیږي اود چهارشنبې په ورځ دمارچ میاشتې په پینځمه نیټه (۵ اپریل ) دافغانستان په وخت دسهارپه نهوبجو(۹ بجې ) دکابل هوايي ډګرته رسیږي . دجنازي دمراسموداداکولونه وروسته دارواښاد دمموزی صیب جنازه دمیدان وردګوولایت نرخ ولسوالی په پلرنۍ هدیره کې خاوروته سپارل کیږي .

تلیفوني اړیکې :
0093797455807

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←