اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

غندنلیک

27.04.2014: د رسنیو له لارې څرګنده شوه چې د پښتونخوا اوسني حکومتي واکدارانو تحریک انصاف او جماعت اسلامي پتیلې ده ،چې د دولسم ټولګي له نصاب نه د باچاخان بابا او غني خان سبقونه لرې کړي؟

د عوامي نیشنل ګوند (ای این پې ) د حکومت په وخت کې په لومړي ځل د خدائي خدمتګارو د قامي ازادي بخښونکي غورځنګ بنسټ ايښودونکي د پښتنو ستر مشرخان عبدالغفار خان ( باچاخان/فخرافغان) او غني خان بابا په اړه مضامین د دولسم ټولګي (جماعت) د پښتو په مضمون کې په تعلیمي نصاب کې شامل کړی شول، موجوده حکومت د پاکستان تحریک انصاف او د پاکستان جماعت اسلامي په مشرۍ دغه ختمول غواړي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتونخوا د موجوده حکومت ددې پریکړې په کلکه غندنه کوي او په ټولو پښتنو او په ځانګړي ډول په عوامي نیشنل ګوندغږ کوي چې ددغه کړنې مخه ونیسي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←