اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

کونړ: د وټه پورپه ولسوال برېد وشو

12.07.2014 د چنګاښ دمياشتې دوسله والو٢١

دباختر اژانس د خبر له مخې دکونړ ولايت د وټه پورې ولسوال ښاغلی سیدزېورشاه پاچاتېره شپه له يوه بريد څخه روغ رمټ پاتې شو، خو ورور يې ووژل شو.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل وويل: دغه پيښه د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د وټه پور ولسوال سيد زيورشاه پاچا د خپل ورور له کوره له روژه ماتې وروسته دخپل کور په لور روان و چې دوسله والوله کمين سره مخامخ شو.
د يوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په همدې حال کې نښته وشوه چې له امله يې ولسوال روغ رمټ پاتې شو خو ورور يې ووژل شو.
ده وويل: پوليس سيمې ته رسيدلي او خپلې څيړنې يې پيل کړې دي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←