خوست: دولسمشرۍ ټاکنواعتراضيه غونډه
13.09.2014: د خوست قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو نن د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون غږ کړی، چې دولسمشرۍ د ټاکنو نهايي پايلې ژر تر ژره اعلان کړي
په خوست ولايت کې زرګونو خلکو د خپلو رايو نه د دفاع په موخه جوړه شوې غونډه کې پر دولت غږ وکړ چې که رايو ته يې درناوى ونه شي اود ټاکنو بريالى کانديد ژر اعلان نه کړي، پراخ لاريونونه به تر کابل ورسوي او په حضوري چمن کې به د اعتراض لپاره خيمې ولګوي، دغه خلک چې د خوست په سپورتي لوبغالي کې راټول شوي وو، وايي چې د افغانستان په اوسني حالت حکه چپ نه شي پاتې کيدى چې له هر ډول زيان او تهديد سره ولس مخامخ دى.
په دغه لويه او اعتراضيه غونډه کې چې د خوست له هرې سيمې مشرانو، ځوانانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنې فعالان عام خلک د ګډون لپاره لوبغالي ته له ډولونو سره راغلي وو، له دولت غوښتنه کوله چې د دوى د رايو درناوى وکړي، دوى چې په احتجاجي ډول يې خوست ښار هم تړلى وو، پرافغان دولت غږ وکړچې که د رايو پراساس زر تر زره نوى ولسمشر اعلان نه شي، نو لاريونونه به تر کابل پورې وغځوي او نړيوالو ته به هغه ولسواکي ور وښي چې له مخې يې ولسونه په خپله خوښه او رايو مشران ټاکي.
قومي مشرانووويل چې موږ په اخلاقي ډول د خپلو رايو درناوى غواړو خو دا نه خوښوو چې په هيواد کې هم رايې واچول شي او هم په زور څوک واک ته ورسيږي، دوى پر نورو هم غږ وکړچې د لومړي ځل لپاره په سوله يز ډول د واک ليږ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.
د غونډې ګډونوالو ته د خوست سوداګرو ډاډ ورکړ چې تر کابل پورې به د لاريونکوونکو ټول لګښت پرغاړه واخلي او د خپلو روا غوښتونو په لار کې به سل ميليونه افغانۍ به ولګوي، دغه سوداګرو وايي چې که دولت يې غوښتنې ونه مني نو په احتجاج کې به خوست ښار وتړي او ټولې غځيدلې لارې به د ترافيکو پرمخ بندې کړي.
