اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دافغانستان نوي ولسمشر ته د مبارکۍ پیغام

30.09.2014: د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party (PSDP) ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته،په ولسمشریزو ټولټاکنو(ایلکشن) کې د بریالیتوب له امله د زړه له تله مبارکي وائي

د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي PSDP، په ولسمشرېزو ټولټاکنو کې ستاسې ، د بدلون او دوام ډلې او دپښتون /افغان ملت ځوان کول دا بری د پښتنو او د پښتونخوا (د احمدشاه بابا افغانستان) د سوکالۍ، ابادۍ او هوساېنې په لور یو نیکمرغه ګام بولي او په دې هېله چې دښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي تر مشرۍ لاندې نوی حکومت به دخپلو ژمنو سره سم د ولسولۍ (ډیموکراسۍ) د اصولو پر بنسټ کار اهل کار ته وسپاري اوجنګ ځپلې لوې افغانستان ته به تل پاتې سوله، امن او ټیکاو(ثبات) راولي.

دافغانستان ولسمشرښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزی صیب !

افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده دولسولۍ (ډیموکراسي) او نړیوالو نورومونو پر بنسټ د هیواد مېشت قومونه دخپل شمېر سره سم د هيواد په سياسی ، اقتصادی او ټولنيز ژوند کې د خپل شمير سره سم عادلانه برخه ولری اود هیواد د ډېره کی (اکثریت) ولس حقوق د لږه کی (اقلیت) دحقوقو قرباني نه شي.

په پښتنه مینه

نصیر ستوری

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←