اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پېښور: د خوشال بابا ادبي بهیر جوړشو

13.12.2014: د2014 ع کال د ډسمبرد میاشتې په دولسمه نېټه دجمعې په ورځ د کوزې پښتونخوا په پېښور کې د ميشتو افغان ليکوالو او شاعرانو له خوا غونډه جوړه شوه چې په ترڅ کې د خوشال بابا ادبي بهیر جوړشو.

غونډه د فضل مولا توره کي صیب له خوا د کلام پاک د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره د مازیګر لمانځه نه مخکې پېل شوه د ويندو يي چارې میر عالم نويد تر سره کولې ، غونډه کې راغليو شاعرانو هر يو نظیر الحق قريشي ، حاجي ګل اغا شهباز، تحسين الله تحسين ، فضل مولا توره کي ، صفی الله ثمر ، زبیراحمد ساپی ،صفي الله سنګين او يو شمېر نورو شاعرانو خپل نظرونه وړاندې کړل ټولو خوښي څرګنده کړه چې په تېرو څو کلونو کې د ادبي بنډارونو د شتوالي خلا رامنځته شوې وه نو په نوي بهير سره به يو ځل بيا د ادب لمنه تانده او تازه شي دخوشال بابا ادبي بهیرواک چار(منتظم ) به ښاغلى فضل مولا توره کي وي ، نوموړى بهير به هره اوونۍ د جمعې په ورځ ماسپښين درې بجې د خوشال خان په عالي لېسه کې خپلې اوونيزې غونډې تر سره کوي .ديادونې وړده چې په پېښور کې د افغان ادبي بهير او دمهترلام با با ادبي ټو لنې فرهنگي هلې ځلې ټکنۍ شوې وې چې اوس ترې خوشال بابا ادبي بهیررامنځ ته شو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←