د افغانستان لپاره د امريکا وړيا بورسونه
د امريکا متحدو ايالتونو په افغانستان کې د تحصيلي ظرفيتونو د لوړولو د پروګرام په ترڅ کې افغانانو ته په امريکا کې د لوړو زده کړو د ترسره کولو امکان برابر کړى دى
په کابل کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليکنې د بهير د پيل خبر ورکړ.
پدې اعلاميه کې راغلي دي چې د امريکا د فولبرايټ د بورسونو په شرايطو برابر کسان کولاى شي چې ددې سفارت له وېبپاڼې د نوم ليکنې فورمې ښکته او د روان ميلادي کال د جون د مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې يې سفارت ته وسپاري.
د خبر له مخې د بورسونو دا پروسه شفافه ده. د نوم ليکونکو اسناد او فورمې په کابل کې د امريکا د سفارت د چارواکو لخوا ارزول کيږي. ددې پروسې نهايي پړاو د امريکا د متحدو ايالتونو په پلازمېنهواشنګټن کې د فولبرايټ د ۱۲کسيز کميسيون لخوا ارزول کيږي.
د نومليکنې د شرايطو، د بورسونو د ډولونو او فورمو د ترلاسه کولو لپاره دا ځاى کېکاږئ
