میرکل د نړۍ تر ټولو پياوړې مېرمن
TRT PASHTO : د جرمني د هېواد لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل د فوربس د مجلې لخوا د پينځم ځل لپاره د نړۍ د تر ټولو پياوړې مېرمن په توګه وټاکل شوه.
د فوربس نامتو مجلې لکه د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د “ د نړۍ د ۱۰۰ پياوړو مېرمنو لست“ خپور کړ.
پدې لست کې د جرمني د هېواد لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل د پينځم ځل لپاره لومړى مقام خپل کړ. د يادولو وړه ده چې مېرکل د تېرو لسو کلونو راهيسې پدې لست کې د لومړيو لسو کسانو په کتار کې شامل ده.
پدې لست کې د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هيلاري کلنټن دويم ځاى خپل کړ. کلنټن چې په ۲۰۱۶ کال کې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته يې خپله نوماندي هم اعلان کړې ده د تېر کال په پرتله پرمختګ کړى. کلنټن تېر کال په لست کې شپږم ځاى درلود.
د نړۍ د ۱۰۰ پياوړو مېرمنو په لست کې د ترکيې نه هم يوه مېرمن شامله ده. دا مېرمن چې ګولر سبانجي نوميږي او پانګه واله هم ده په لست کې يې ۷۰م ځاى خپل کړ.
همداراز د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر مېرمن مېشل اوباما په دې لېست کې ۱۰م ځاى لري.
د فوربس مجله د ۲۰۰۴ کال راهيسې دا لست خپروي. پدې لست کې هغه مېرمنې شامليږي چېد سياست، اقتصاد او ټولنې په برخ کې قاطع رول ولوبوي او په ميډيا کې د خلکو لخوا له نږدې تعقيبيږي.
۱- د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل
۲ – د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هيلاري کلنټن
۳ – د بېل او ملېنډا کېټس د خيريه ټولنې مشره او د بېل کېټس مېرمن ملېنډا کېټس
۴ – د امريکا د خزانې مشره جانېټ يالېن
۵ – د جنرال موټورز د کمپنۍ لوړپوړې مديره ماري بارا
۶ – د پېسو د نړيوال صندوق مشره کريسټن لاګارډ
۷ – د برازيل ولسمشره ديلما روسېف
۸ – د فېسبوک د شرکت يوه لوړپوړې مديره شرېل سانډبرګ
۹ – د يوټيوب د شرکت اجرايوي مديره سوسان وويچستکي
۱۰ – د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر باراک اوباما مېرمن مېشل اوباما
