اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دغمرازۍ څرګندونه او غندنه

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې دبلوچستان په مستونگ سيمه کې د پښتون قام دوښمنانو 22 بې ګناه پښتانه په بې رحمانه ډول شهیدان کړل .

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دا غیر انساني او غیر اسلامي بزدلانه عمل د هغه پښتون دوښمنه کړیو کار بولي چې غواړي پښتانه په بیلابیلو چمونو، لارو او طریقو له مينځه يوسي او په داسئ کړنو سره په سهیلي پښتونخواکې هم دا غمځپلی ولس د ستونزو سره مخ کړي او په دې سره پښتانه او بلوڅان ورونه په دښمنۍ واړوي .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی پدې باور لري چې د پښتون قام شعوري دوښمنان به د پښتنو په وژلو سره هیڅکله خپلو شو مو او پرديپالو موخو ته ونه رسيږي .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد ټولو شهیدانوله کورنیو سره په دې درون غم کې ځان شریک ګڼي. شهیدانوته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي

په درناوي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←