اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

له روسانو سره د جان احمد اړیکې

له روسانو سره د قوماندان جان احمد پخوانۍ اړیکې

امريکايانو ولي په پروان کي د شوراى نظار د يوه قومندان پر کور بريد وکړ؟ آيا دا قومندان پېژنئ او له روسانو سره ئې له زړو اړيکو خبر يئ؟!

امريکايي خاصو ځواکونو آبله شپه په پروان کي د شوراى نظار د يوه قومندان جان احمد پر کور ناڅاپي بريد وکړ، د هغه په ستر باغ کي د وسلو او مهماتو څو ډېپوگان ئې منفجر کړل، چاودنو ټوله سيمه ولړزوله، په غبرگون کي ئې سبا يو شمېر کسانو مظاهره وکړه او ځينو له فرصت په استفادې سره د امريکا په ضد شعارونه ورکړل، دوى چي شمېر ئې شاوخوا څو سوو ته رسېدو د نوموړي قومندان پلويان ول. عبدالله، امرالله صالح او عطاء نور د شوراى نظار له ځينو غړو سره د هغه کور ته ورغلل، د پېښي په اړه ئې له جان احمد سره خواخوږي وښوده او څه اظهارات ئې درلودل، خو په ډېري مؤدبانه لهجې، ټيټ غږ، الوتي رنگ، په احتياط غوره شوو الفاظو سره، نه د اعتراض په توگه بلکي د گيلې په توگه او گواکي راغلي چي د تشنج مخه ونيسي!!
د امريکايانو په وړاندي د دوى له ذلت او سپکاوي ډک چلن نوې خبره نه ده، د هغوى په وړاندي سجدې او د هغوى د بوټونو څټلو ته هم چمتو دي، خبره دا ده چي دا بريد ولي ترسره شو؟ آيا د دې بريد او د شمال د پېښو او طالبانو ته د چهار درې او دشت ارچي ولسواليو تسليمولو او پر پارلمان د بريد تر منځ کوم تړاو شته؟ آيا دا کوم زوړ سلاح کوټ وو که نوى او له هغو وسلو او مهماتو ډک چي ويل کېږي په دې وروستيو کي د ايران او روسيې له لوري شوراى نظار ته ورکړى شوې؟ که زوړ وى نو امريکايانو ولي تر دې وړاندي څه نه کول او د هغه په شتون ئې سترگي پټولې؟!! که نوى وي نو په دومره زيات مقدار کي وسلې او مهمات څنگه په تاجکستان کي د روسانو له اډې تر پروان پوري او په بگرام کي د امريکايانو ستري اډې خوا ته رانتقال شوي؟!!

د دې لپاره چي دې پوښتنو ته دقيق ځوابونه پيدا کړو لاندي حقائق ستاسو مخي ته ږدم:
جان احمد د روسانو زوړ ملگرى دئ، د کي جي بي او احمدشاه مسعود تر منځ اړيکي د ده په وساطت ټينگي شوې، د کي جي بي د مرستو لومړۍ جوپه د ده له لاري پنجشير ته انتقال شوه، دا اړيکي تر ننه دوام لري، مسعود ته به ئې پيسې، مهمات، جمپرونه، بوټونه او خوراکي مواد انتقالول، د مسعود له لوري د زمردو تحفې به ئې روسي افسرانو ته رسولې، د پيسو يوه برخه به مسعود ته رسېدله او بله ئې همدغو افسرانو ته او ده به هم له مسعود خپله اجوره ترلاسه کوله او هم له روسانو، دغه موقعيت له ده د پروان ستر شتمن جوړ کړ، د باغونو، زمکو، قصرونو خاوند ئې کړ.
مسکو د واشنگټن په وړاندي د خپلي نوې سټراټيژۍ له مخي غواړي په افغانستان کي امريکايانو ته ستونزي راولاړي کړي، د اکراين د پېښو غچ ترې واخلي، يا لږ تر لږه د مسکو په ضد د دوى گواښونه او د اکراين په جبهه کي پر روسانو او روس پلوو اکرانيانو فشار راکم کړي. د افغانستان په 25 ولايتونو کي د داعش د فعال حضور په اړه د پوتين ورستي اظهارات او له دې اظهاراتو د ده موخه د همدې نوې سټراټيژۍ څرگندونه کوي. په همدې لړ کي مسکو خپلو مخکنيو افغاني ملگرو ته د وسلو او مهماتو لېژلو لړۍ پيل کړه. په پروان کي د جان احمد ستر سلاح کوټ؛ چي په لسگونو ټرکونه وسلې او مهمات په کي ذخيره شوي وو؛ د همدې لړۍ يوه برخه ده، دا وسلې بلخ، تخار، کندز، بدخشان او بغلان ته هم رسېدلې دي، نه يوازي امريکايان بلکي د سيمي خلک هم ترې خبر دي، په پروان کي خو د وسلو د وېش لړۍ هم پيل شوه، چي خبره ئې تر رسنيو پوري هم ورسېده!! دا چي امريکايانو ولي تر ننه د دې بهير په وړاندي هيڅ عکس العمل نه ښودو او سترگي ئې پرې پټولې، وجه ئې يا دا ده چي مناسب فرصت ته ئې انتظار کولو او يا دا چي گمان ئې کولو دا به د دوى په خلاف نه بلکي د مجاهدينو په ضد وکارول شي.
خو کله چي گوري شوراى نظار له يوې خوا په کندز کي دوه ولسوالۍ (دشت ارچي او چهار دره چي د دواړو اکثريت استوگن پښتانه دي) يوه په بلي پسې طالبانو ته تسليموي، د دواړو ولسوالان د شوراى نظار غړي دي او له مقاومت پرته ئې ولسوالۍ طالبانو ته تخليه کړې، او له بلي خوا ئې پر پارلمان بريد کي د طالبانو مرسته وکړه او طالب سرتېري ئې د دولتي موټرو په بدرگه تر پارلمان ورسول، او دا دقيقاً په هغه ورځ او هغه مهال چي د جمهور رئيس دوهم معاون له نوماند دفاع وزير معصوم ستانکزي سره يو ځاى ماڼۍ ته رسېدلى وو او د دې لپاره ټول مقدماتي کار بشپړ شوى وو چي د استازو اکثريت به هغه ته د اعتماد رأى ورکوي، د جرگې د کار موده هم د همدې لپاره تمديد شوې وه. ستانکزى د امريکايانو د خوښي کس دئ، عبدالله د امريکا سفير ته اطمئنان ورکړى وو چي هغه به د دفاع وزير په توگه مني، په مقابل کي ئې امريکايانو دا معاوضه ورکړه چي د جمعيت غړى قدم شاه ئې د لوى درستيز په توگه قبول کړ.
د جان احمد پر کور بريد په اصل کي د امريکايانو له لوري د شوراى نظار پر څټ يوه چونډۍ او يو نرم غوږ تاوى دئ، پر پارلمان بريد او په شمال کي د شوراى نظار د ولسوالانو له لوري طالبانو ته د ارچي او چهادرې ولسواليو له تسليمولو او د مسکو له لوري دې ډلي ته د وسلو له لېږلو سره ژور تړاو لري.
دا هم څرګند شو چی واشنګتن او مسکو څنګه د شورای نظار په اړه نرم سیاست لری او څنګه دا ډلګی دواړو ته وفادار او ملی منافع تر پښو لاندی کوی، څنګه د دوی په لاس جنایات ترسره کوی او ملامتیا پر نورو اچوی.
عجيبه دا ده چي مسکو څنگه له دي منحطي ډلي دا انتظار لري چي د دوى وسلې به د امريکايانو په ضد وکاروي!!، له شوراى نظار دا انتظار ډېر ډېر احمقانه دئ، شوراى نظار داسي کار کولى شي چي په کندز او کابل کي ئې وکړ خو د جنگ توان او همت ئې په بشپړه توگه ذوب شوى، شنو امريکايي ډالرو هم ايمان ترې اخيستى او هم غيرت، هلته په سنگر کي ناستي ته زړه ښه کوي چي تر شا ئې بهرني ځواکونه وي او پر سر ئې د هغوى جنگي جهازونه!!

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←