اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

باچاخان د تاريخ په هنداره کښې

زۀ د خپلې مقالې پيل د رهبر تحريک خان عبدالولي خان د کتاب "باچاخان او خدائي خدمتګاري" د دوېم جلد له پينځمې پاڼې د څو کرښو څخه کوم ((ا ګر چې پېرنګيانو د خپلو مفاداتو د تحفظ دپاره او د روس د نظرياتي او جنګي يلغار د مخنيوي دپاره د اسلام قلعې په حېث د پاکستان حېثيت قبول کړو او مونږ ولېدل چې پېرنګيانو د دې مقصد د حاصلولو دپاره د مسلم ليګ سره نېغ په نېغه پوره مرسته وکړه))

دباچاخان شخصيت:

خان عبدالولي خان چې د فخرافغان باچاخان په نوم مشهور دی د پښتونخوا وطن د چارسدې په کلي اتمانزو کښې پيدا شو، دی ديوۀ لوی زميندار خان بهرام خان زوی ؤ، له ځوانۍ څخه په خپله علاقه کښې دسترو اخلاقو، پاک کردار، يو رښتني انسان او په مذهبي توګه د يو ښۀ مسلمان په حېث ئې خپل يو دروند مقام درلود. هسې خو دۀ د کال ۱۹۱۰ څخه د اولس د خير په باب هلې ځلې کولې خو د تاريخ له مطالعې څخه څرګندېږي چې باقاعده هلې ځلې ئې د کال ۱۹۲۱ څخه پيل کړې دي، د انګرېزانو د ناروا عملياتو په ضد د چارسدې کلي ترنګزۍ حاجي صاحب ترنګزی چې تعلق ئې له ديوبند تحريک سره ؤ. د انګرېزانو په ضد ئې پښتنو ته د جهاد تبليغ کاوۀ او ورسره ئې د اسلامي مدرسې په نوم د علم رڼاوې خورولې، په کښې باچاخان د حاجي صاحب ترنګزي له تحريک سره تړون وکړئ اوپه هم دغه لړ کښې ئې د ديوبند له مشرانو سره هم اړيکې جوړې شوې. حاجي صاحب ترنګزي ته د ديوبند مشرانو مولانا محمود الحسن صاحب او مولانا عبيدالله سيندهي هدايت وکړو چې تاسو قبايلي سيموته هجرت وکړئ او له هغه ځايه جهاد پيل کړئ.

چونکې قبايل غېر منظم وو او د يووالي په کښې کمي وه نو باچاخان حاجي صاحب ته مشوره ورکړه چې لومړی په کار دا دی چې تر يوۀ تنظيم لاندې دوئ راغونډ کړو ولې په موجوده صورتحال کښې به ئې نتيجې ښې نۀ وي. حاجي صاحب د دۀ له دې مشورې سره اتفاق و نۀ کړو، نو ځکه باچاخان له دې تحريک څخه ځان ګوښه کړو او په خپله ئې دانګرېزانو خلاف د مبارزې په حقله کوششونه وکړل.

انجمن اصلاح الافاغنه:

باچاخان اول ځل د انجمن اصلاح الاافاغنه په نوم يو تحريک کړ او ورسره ئې د آزادو مدرسو په نوم کار پيل کړ. له دې لارې ئې اصلاحي کارونه کول.

افغان جرګه(افغان يوتهـ ليګ)

په کال ۱۹۲۹ کښې باچاخان په اتمانزو کښې د افغان جرګې په نوم يو تنظيم جوړ کړ چې په دې کښې د اسلاميه کالج او نورو تعليميافته ځوانانو بشپړه برخه واخيسته پروګرام ئې دا ؤ چې د اجلاس کاروائي به په پښتو کېږي، د تحريک مقصد به په پرامن توګه آزادي تر لاسه کول وي. هر ځوان به له مذهب او ملت له تفريق بغير د دې غړى جوړېدی شي خو شرط ئې دادی چې هغه به تعليم يافته وي. د غونډې پر وخت به هر غړی دکهدر جامې اغوندې او هر غړی به د هر ډول فرقه ورانه جګړ و څخه ځان پاک ساتي، دې جرګې په ډېره منظمه توګه کار روان کړو.

د همدغه کال د دسمبر په مياشت کښې باچاخان سره د ملګرو په لاهور کښې د آل انډيا کانګرس په غونډه کښې ګډون وکړو د اجلاس منظمه کاروائي، له نارينوو سره د زنانو په منظمه انداز پرېټ کول. ساده لباس او ساده خوراک د باچاخان پر ذهن ډېرښۀ اثرات واچول.

د عدم تشدد فلسفه :

باچاخان هغه يوازينی مشر ؤ چا چې د خدائي خدمتګارانو يو داسې ګوند تشکيل کړ چې هر غړی به ئې هر ډول قربانۍ ته تيار او اماده وو او هر کار به ئې بې غرضه کوئ، د وطن د آزادۍ سره سره ئې يو اوچت هدف هم مخته پروت ؤ هغه دا چې د يوې پر امنه ټولنې جوړښت. باچاخان وپښتنو ته د نورو قامونو سره دوستۍ، شريکې مبارزې او يو بل ته د احترام شعور ورکړ.

باچاخان هغه افغان سياست مدار ؤ چې په هند کښې به ئې هغۀ ته سرحدي ګاندي وئېل او د ګاندي جي غوندې برابر احترام به ئې ورکاوۀ. همدغه وجه ده چې نن هم د هند په هره لائبريري، ميوزيم او تاريخي ځايونو کښې د باچاخان مجسمې او عکسونه د دۀ د عظمت او د احترام په سوب لېدل کيږي.

د باچاخان په ژوند کښې د عدم تشدد ټکی ډېره لويه معنی لري باچاخان به وئېل چې عدم تشدد زما نظريه نۀ ده. دا زما عقيده ده او عقيده هيڅ بدلون نۀ لري، تشدد په انسان کښې وهم او وېره پيدا کوي او وام او وېره انسان کمزوری کوي. باطني کمزوري د انسان جرات او زړ ور تيا ختموي. په دې لاره کښې تښتېدل شته او شکست شته. احساس جرم په انسان کښې پيداکوي. هم په دې وجه يو مکمل انسان مات شي. په عدم تشدد کښې خوف، ويره، کمزوري او شکست نۀ شته. حق پرستي، رښتيا، صبر و برداشت انسان ته يو باطني قوت بخښي. په دې وجه د دۀ په شخصيت او کردار کښې استقامت پيدا شي. او د عدم تشدد لويه ګټه داوي د هغه سړي خپل ځان، کور، قبيله او ګوند له بدو څخه په امان ساتي. باچاخان وائي زما تجربه ده چې کوم سړی په عدم تشدد عقيده لري هغه ډېر جرات مند وي. او و هغۀ ته شکست ورکول ډېر ګران وي. هغه مخ په وړاندې فکر کوي، برداشت، درګزر او په امن اوسېدل د هغۀ د فطرت برخه جوړه شي.

خدائي خدمتګار تحريک:

د کانګرس په غونډه کښې تر ګډون وروسته دۀ په اتمانزو کښې د افغان جرګې غونډه راوبلله او د غړيتوب په باب ئې د تعليم يافته شرط له مينځه يووړ او هر چاته ئې د غړيتوب دروازې خلاصې کړې او هم په دغه غونډه کښې دا پرېکړه وشوه چې يو اولسي تنظيم به جوړوو او تر ډېر غور او فکر وروسته ئې د خدائي خدمتګار تحريک په نوم يو تنظيم جوړ کړو.

د غړيتوب حلف نامه:

خدائي خدمتګار تحريک د غړيتوب دپاره دا لازمه شوه چې هغه به د څو کرښو سوګند پورته کوي.

زۀ خپل نوم د خدائي خدمتګاري دپاره په ډېر صداقت او ايمانداري وړاندې کوم.

زۀ به خپل ځان، مال او ارام په ايماندارۍ سره د خپل قوم د خدمت او د وطن د ازادۍ دپاره قربانوم.

زۀ به په تنظيم کښې اختلافي مباحثې چې تحريک له نقصان رسوي او د کمزورۍ سبب ئې جوړېږي نۀ څېړم.

زۀ به د بل تنظيم غړی نۀ جوړېږم د ازادۍ په جنګ کښې به نۀ معافي اخلم او نۀ به ضمانت کوم.

زۀ به د خپل مشر هر جائز حکم منم.

زۀ به همېشه د عدم تشدد په اصولونو باندې ثابت قدم پاتېږم.

زۀ به د خدای ټول مخلوق خدمت په يو شان کوم، زماهدف به د وطن ازادي وي.

زۀ به همېشه نېک او ښۀ عمليات (کارونه) کوم.

زۀ به د خپل خدمت په بدل کښې د يوۀ څيز طمع يا لالچ نۀ لرم.

زما ټوله مبارزه به د خدای د رضا دپاره وي او نمائش به په کښې نۀ وي.

خدائي خدمتګار تحريک يو مذهبي، سياسي او اخلاقي تحريک ؤ او چې بنيادي مقصد ئې د بني نوع انسان خدمت ؤ. د تنظيم له لحاظه يو مثالي کارکردګي ئې درلوده، دروغ، ضد، ډله بازي او بدل اخيستل په دې کښې نۀ وو هفته واره ناسته به په باقاعده ګۍ سره کېدله چې پکښې به تنظيمي اصولونه او فوجي تربيت ورکول کېدو، په ميلو ميلو به دپښو تګ پکښې ؤ، په کېمپ کښې به د تربيت او غونډې په دوران به يوازې د ستو د خوراک او د اوبو د څښلو اجازه به پکښې وه له دې بغير دبل څۀ اجازه نۀ وه، په تنظيم کښې به له سپاهي څخه تر جرنېل پورې عهدېداران وو. او دا لازمي وه چې کشر به د مشرحکم حتماً مني.

خدائي خدمتګار تحريک د کال ۱۹۳۰څخه ئې نيولې تر ۱۹۴۷ پورې د انګرېزانو په ضد ډېره منظمه مبارزه، جلسې او جلوسونه منځني رابطې او د نظم وضبط يو دروند تاريخ ئې جوړ کړی دی چې شايد د دنيا په يوۀ قامي تحريک کښې د دۀ مثال نۀ وي. په دې حقله ډېر کتابونه ليکل شوي دي. چې د هر سياسي غړي دپاره د هغه لوستل ډېر ضروري دی او د کمال خبره داده چې په يوه ډېره وروسته پاته ټولنه کښې د انګرېز د ظلم، جبر، د قيدخانو، بند، د جائيدادونو نيلامي، د زنانو او بچو بې حرمتي او د وسايلو د کمي بغير د انګرېز په شان د طاقتور دښمن مقابله ئې په ډېره زړورتيا او منظم اندازه وکړله. هر ليکوال چې په دې حقله تاريخ ليکلى نو هغه دا وائي چې مالا ترا وسه مکمل تاريخ نۀ دی ليکلی په لومړي ځل په کال ۱۹۳۰د اپريل د مياشتې پر ۱۹، ۲۰مه نېټه دوه ورځنۍ کلنۍ تاريخي جرګه وشوه چې پکښې په زرګونو خدائي خدمتګارانو چې سرې جامې ئې په تن وې پرېټ ئې وکړو او هم په دې موقع يوه ستره مشاعره وشوه چې پکښې انقلابي نظمونه او ترانې ووئېل شوې، او پکښې انقلابي شاعر ګل احمد لومړی انعام واخستو. د عبدالاکبرخان ليکل شوې ډرامه پر سټېج وړاندې شوه ودې سترې جرګې ته باچاخان په خپله وينا کښې ووئېل چې له ډېرې مودې نه زما دا خواهش ؤ چې زۀ خدائي خدمتګار تنظيم په دغه شکل کښې ووينم او نن خدای پاک زما دا ارمان پوره کړو او زما يقين دی چې د ازادۍ منزل ډېر نزدې شو د دې جرګې وينا وي او داولس له طرفه ګډون انګرېزسرکار ډېر وار خطا کړ. له دې ځای څخه دوی دا فيصله وکړه چې دا تحريک ختمول غواړي، له دې وروسته انګرېزانو د قصه خوانۍ د اتمانزو او د ټکر هغه ناورينه واقعات له پښتنو سره وکړل چې په تاريخ کښې ئې مثال نۀ موندل کېږي چې له يوې سياسي ډلې سره دي دموره زيات ظلم او بربريت وشي. داسې وخت هم راغلی چې په يوه زندان کښې به له پنځه زره څخه تر اووۀ زره پورې خدائي خدمتګاران بنديان وو او په ټوله صوبه کښې ئې شمېر تر ۳۵۰۰۰ پورې ورسيدی.

متحده هندوستان، ازاد پښتونستان، صوبه پښتونستان او لويه پښتونخوا:

د باچاخان د زرګونو خدائي خدمتګار انو او د لکهونو پښتنو د اوږدې مبارزې او مثالي او تاريخي قربانيو په برکت هغه ورځ نزدې ښکارېده چې د برصغر د نورو قامونو په څير پښتانۀ به هم ازادي تر لاسه کړي او د انګرېز دا پليت ګامونه به له دې خاوري څخه خيژي. په دې لړ کښې د برصغير بېلابېلو سياسي ډلو لکه خدائي خدمتګار، آل انډيا کانګريس مسلم ليګ، ديوبند او نورو ډلو د خپلو تګلارو په رڼا کښې فکرونه کول، ولې بلې خواته انګرېزد خپل مستقبل د خپلو مفاداتو په رڼا کښې له برصغير څخه د تګ منصوبې جوړولې د انګرېز په نظر کښې دا خبره ډېره مهمه وه چې ترتګ وروسته له افغانستان څخه بېله کړې مځکه باندې به زمونږ د مفاداتو او د روس نظرياتي او جنګي يلغار مخنيوی به څنګه کېږي، په برصغير کښې چې کله په کال ۱۹۴۶ کښې انتخابات وشو د هغې نتيجې انګرېز له ډېرو سوچونو سره مخامخ کړ ولې چې په پښتونخوا صوبه کښې خدائي خدمتګارو د پنځوسو په اسمبلۍ کښې ۳۳ چوکۍ ګټلې وې هم په دغه وخت په برطانيه کښې د کنزروېټيو پارټۍ يا ګوند حکومت ؤ او چر چل ئې وزير اعظم ؤ د هغوئ سوچ دا ؤ چې په متحده هندوستان کښې دې يو مرکزي حکومت جوړ شي او بيا دي په درې زونو نو کښې تقسيم شي هم پردغه وخت د برطانيه لېبر پارټۍ انتخابات وګټل او ايټلې ئې وزيراعظم شو او د دوئ سوچ په دې باب بدل شو هغوی د برصغير د انتخاباتو په نتيجه کښې دا محسوسه کړله چې په متحده هندوستان کښې حکومت به د کانګريس جوړېږي په دغه ډول په صوبه پښتونخوا کښې به هم دخدائي خدمتاګارانو حکومت راځي او بيا به مونږ ته د پښتنو په سيمه کښې هغه اختيار نۀ وي چې کوم نن دی. اخر پای انګرېز په دې نتيجه ورسېدی چې برصغير بايد په دوو (۲) برخو کښې تقسيم شي او دا علاقې تر يوۀ داسې مرکزي حکومت لاندې راشي چې زمونږ وفاداران او تنخواه داران پکښې واکمن وي او ظاهره خبره ده. چې دغه خلګ مسلم ليګيان وو د همدغه د برصغير تقسيم منصوبه پای ته د رسولو دپاره لارډ مونټ بيټن ئې راولېږو لومړی خو د چرچل ديوۀ مرکزي حکومت خيال ؤ او په دې حقله ئې د ائين ساز اسبملۍ انتخابات کړي وو او باچاخان هم د اسمبلۍ غړی ؤ ولي چې اېټلې وزيراعظم شو نو خبره د تقسيم په کښې راغله چې د ائين ساز اسمبلۍ اجلاس راوغوښتل شو نو مسلم ليګ د انګرېزانو په اشاره د اجلاس بائيکاټ وکړو دا د ټولو ګوندونو دپاره د حېرانۍ خبره وه کانګريس اجلاس وکړو او باچاخان ته ئې اختيار ورکړو چې له مسلم ليګ له مشرانو سره دي خبري وکړي او تسلي ورکړي چې په ائين کښې هغه ټولي خبري ځای شي چې مسلم ليګ ئې غواړي خو مسلم ليګيان په دې راضي نۀ شو، وروسته باچا خان خپل وطن له راغلی، لارډ مونټ بيټن بياد کانګريس له مشرانو سره وليدل او دا خبره ئې ورته په ډاګه وکړه که د برصغير د تقسيم فارموله تاسو نۀ منئ نو بيا د دوو خبرو اندېشه ده يوه داچې د برصغير د ازادۍ او زمونږ د تلو خبره به شاته پاته شي او دوېمه دا چې د مسلمانانو او هندوانو په مينځ کښې به خانه جنګي پيل، شي، دوی ئې په دغو خبرو ووېرول. بل اړخ ته د مسلم ليګ له خوا په ځينو ښارونو کښې د مسلمانانو او هندوانو تر مينځ جنګونه شول د کانګريس مشران په دې پوهـ شول چې مسلم ليګ ولې د ائين ساز اسمبلۍ بائيکاټ وکړو هغوی پوهـ شول چې انګريز به حتماً برصغير تقسيم کوي او که ئې مونږ نۀ منو د آزادۍ لاره نوره اوږديږي دا رنګه دوی له باچاخان سره د مشاورت بغير په اصولي توګه د تقسي فارموله ومنله هم په دې وخت په کال ۱۹۴۷ د جون پر درېيمه نېټه د کانګريس د کميټۍ دوېم اجلاس راوغوښتل شو او د تقسيم د منصوبې پاسولو دپاره ئې ايجنډا وړاندې کړه او چې کله ګاندي جي د دې په حق کښې وينا وکړه نو باچاخان ډېر حېران شو او په سوچونو کښې ډوب شو او اجلاس هغه وخت د دلچسپۍ سبب وګرځېدی چې باچاخان ګاندهي جي، نهرو او سردار پټيل ته وکتل او وئې وئېل چې ډېره د افسوس خبره ده چې تا سو د تقسيم په حق کښې ياست ماخو د ازادۍ په رڼا کښې دکانګريس سره اړيکې ساتلې وې، مبارزه مي کړې وه او اوس تاسو زما د مشورې بغير دافېصله منلې ده خو زۀ تاسوته داخبره ښکاره کوم چې ستاسو په جماعت د کانګريس په منشور کښې دا ليکلي دي چې که يو قوم خپله ژبه، خپل کلتور، خپله جغرافيه او مځکه لري هغه به دا اختيار لري چې په سياسي توګه ازاد او خود مختيار وي خو اوس تا سو خپل د منشور خلاف ورزي وکړه، باچاخان خوابدی بېرته خپل وطن له راغلی او خپل ملګري ئې په دا ټول صورت حال خبر کړل، بلې خواته لارډمونټ بيټن اعلان وکړو چې د برصغير منتخب اسمبليانې په دافېصله کوي چې هغه په پاکستان کښې ګډېږي که په هندوستان کښې ګډېږي. نو بيا په ۲۲ جون کال ۱۹۴۷ کښې باچاخان په بنو کښې د خدائي خدمتګارانو جرګه راوغوښته چې صدارت ئې امير محمد خان هوتي وکړو او په دې جرګه کښې يو قرارداد پاس شو چې پښتانۀ نۀ په پاکستان کښې او نۀ په هندوستان کښې ګډون غواړي بلکې خپل ځان له ازاد پښتونستان جوړول غواړي چې بيا دا قرار داد د قرار دا د بنو په نوم مشهورشو، په دې حقله باچاخان وائسرای هند ته يو ليک ولېږلو خو لارډ مونټ بيټن له هغي سره اتفاق و نۀ کړو او ورسره ئې دا خبره وکړه چې په صوبه پښتونخوا کښې به اسمبلۍ دا اختيار نۀ لري هلته به ريفرنډم کيږي. باچاخان بيا بل ليک وروليږلو چې ريفرنډم مو قبول دی خو د پښتونستان خبره دي پکښې وي دا خبره هم لارډ مونټ بيټن و نۀ منله. او و ئې وئېل چې خبره به د پاکستان او هندوستان تر مينځ وي په دې صورت حال کښې خدائي خدمګارانو په ريفرنډم کښې د برخي نۀ اخيستلو پرېکړه وکړه دا ډول په ۱۴ اګست ۱۹۴۷ کښې تقسيم وشو او دوه ملکونه پاکستان او هندوستان جوړ شول دلته د حېرانۍ خبره دا ده چې په کال ۱۹۴۶ کښې چې ديوۀ مرکزي حکومت او د دروو (۳) زونونو خبره راغله نو محمد علي جناح و برطانوي حکومت ته ووئېل چې د صوبو د منتخبو حکومتو د ختمولو، د مرکزي حکومت اختيار دي په ائين کښې ختم شي چې و زونو ته آئيني تحفظ حاصل وي. برطانوي حکومت دغه کار وکړو خو چې پاکستان جوړ شو بيا جناح صاحب و وائسرای هندته دا تجويز وړاندې کړ چې په صوبه پښتونخوا کښې چونکې په ريفرنډم کښې اولس فېصله د مسلم ليګ په حق کښې وکړه اوس تاسو د ډاکټر خان صاحب وزارت ختم کړئ وائسرای هند خو لا له دې خبرې سره اتفاق وکړو، ولې چې خبره برطانوي حکومت ته ولاړه هغوی اتفاق ورسره و نۀ کړو. او وئې وئېل چې د ريفرنډم ديو ټاکلي حکومت سره څۀ کار دی. که څوک دا حکومت ختمول غواړي هغه دې د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړي ولې چې بيا جناح صاحب ګورنر جنرل شو دۀ بيا په ائين کښې تر ميم وکړو او دا اختيار ئې تر لاسه کړو او د صوبې ګورنر ته ئې حکم ورکړ چې د ډاکټر خان صاحب حکومت ختم کړه نو په ۲۲ م اګست۱۹۴۷ په يوه غير ائيني او غير جمهوري طريقه د صوبې ګورنر سر جارج کننګم د ډاکټر خان صاحب حکومت ختم کړو د ائين له رويه به حکومت د ګورنر تابع ؤ، ولې جناح صاحب قيوم خان ته چې په اسمبلۍ کښې ئې يوازي د اوولس(۱۷) کسانو اقليت ؤ، وزيراعلی جوړ شو خو په دې باندې خدائي خدمتګارانو څۀ خاص رد عمل و نۀ کړ او فېصله داوشوه چې في الحال به ئې جائزه اخلو په فروري کال ۱۹۴۸ په کراچۍ کښې د پاکستان د ائين ساز اسمبلۍ اجلاس راوغوښتل شو له ملګرو سره د مشورې وروسته دافيصله وشوه چې باچاخان دې په دې کښې ګډون وکړي او خپل نظر دې پکښې بيان کړي، باچاخان په اسمبلۍ کښې د پاکستان وفادرۍ حلف واخيست او په خپله وينا کښې ئې ووئېل چې د تقسيم پر وخت زمونږ خپل نظر ؤ او په متحده هندوستان کښې دمسلمانانو دګټې دپاره مونږ دا کار ښۀ ګڼو خو اوس چې دا ملک جوړ شو او ما حلف واخيست او د تېرو شپو فکري اختلاف به هېر کړو او د راتلونکي نسل دپاره به د ښو فکر و کړو په دې وينا ډېر غړي حېران شول او له باچا خان څخه ئې سوال وکړ چې د پښتونستان په حقله څۀ وائې؟ باچاخان ورته ووئېل، چې دنورو علاقو په څېر زمونږ د علاقې نوم دې هم پښتونستان کښېښول شي چې زمونږ يو شناخت موجود وي دشپې جناح صاحب ټولو غړو له ډوډۍ وکړه او د باچاخان سره ئې يوازې اوږد ملاقات وکړ باچاخان ورته د سر درياب د کيمپ د دورې بلنه ورکړه او هغۀ ومنله، او چې په مارچ ۱۹۴۸ کښې جناح صاحب پېښور له راغلو نو په ګورنر هاوس کښې باچاخان ورسره ملاقات وکړ د ملاقات څه وروسته خان عبدالولي خان چې له باچا خان سره په موټرکښې ملګری ؤ پوښتنه ئې ځينې وکړه چې جناح کله کيمپ له راځي، باچاخان جواب ورکړ چې جناح صاحب خو اوس څۀ بېل ډول خبره کوي هغه وائي زۀ کيمپ له نۀ درځم ښۀ به داوي چې تاسو په مسلم ليګ کښې شامل شئ. له دې ځای څخه دوی سردرياب کيمپ له ولاړل او د جرګې ملګرو ته ئې د خبرو اترو حال ورکړ. جرګې په يوه خولۀ د جناح صاحب تجويز ردکړئ او وئې وئېل چې جناح صاحب ته به خط ليکو چې مونږ خپل سياسي سوچ او ګوند نۀ شو بدلولى، البته د اولس په مفاد کښې له تاسو سره مرسته کولى شو خو مونږ دا حق له ځان سره ساتو چې د حکومت د غير آئيني او د غير قانوني ګامونو او فېصلو باندې تنقيد وکړو باچاخان او ملګري د ډېر سوچ او فکر وروسته په دا نتيجه ورسېدل چې خبره نۀ د صوبې د حکومت ده، نۀ اختيار د دې صوبې د مسلم ليګيانو دى بلکې انګرېز مونږ د خپل سياسي سوچ او د دې تنظيم په شکل کښې په هيڅ ډول نۀ زغمي. او مونږ د خپلو مفاداتو په مخ کښې خنډ ګڼي او باچاخان ټولو ملګرو ته ووئېل چې ماته معلومه ده چې د جناح صاحب د خبرو څخه به تاسو ډېر مايوسه شوي ياست او زړۀ به مومات وي خو زۀ تاسو ته دا باور او يقين درکوم چې له مشکلاتو باوجود زمونږ د مبارزې سفر نۀ دی ختم شوی زمونږ هدف پر خپل ځای موجود دی او س به د نوې جذبې او په هم هغه زاړۀ جرات او مېړانه خپله قامي مبارزه مخ په وړاندې بيايو،زمونږ منزل راڅخه خطا شوی نۀ دی، خو يوه خبره ده چې سفر او ږد شو. له دې وروسته چې جناح صاحب له پېښور څخه ولاړ او ايجنسيانو د باچاخان فکر ورورساوۀ نو سم دلاسه خدائي خدمتګارانو دا محسوسه کړه چې د صوبې حکومت چې مشرئې قيوم خان ؤ ته هدايت شوی دى. چې په هره توګه دى دا تحريک ختمول غواړي. سم دلاسه پرامنه خدائي خدمتګارانو ګرفتارياني پېښ شوې او بيا د باچاخان، خان عبدالولي خان، امير محمد خان هوتي، سالار امين جان، سردار يعقوب جان، ميا عطا لله خان او په زرګونو خدائي خدمتګاره ګرفتارياني شوې او د مارچ کال ۱۹۴۸ څخه چې راواخلې ترکال ۱۹۵۳ پورې دا دور د ظلم او بربريت ناروا عملونو، د جائيدادونو د ضبطولو او په زندانوکښې د ظلم داسې تاريخ قيوم خان جوړکړ چې د انګرېزپه وخت کښې ئې هم مثال نۀ ؤ.

دخدائي خدمتګارانو رهائي

په نومبر کال ۱۹۵۳ کښې د پنجاب يو مشهوروکيل ميا محمود علي قصوري اېډوکيټ په فيډرل کورټ کښې د خان عبدالولي خان پينځۀ کلنه نظر بندي چيلنج کړه چونکي څۀ قانوني توګه باندې الزام ورباندې نۀ ؤ، نو خان عبدالولي خان ازاد شو په دې وخت کښې قيوم خان په مرکز کښې وزير ؤ او د صوبې وزير اعلی سردار عبدالرشيد خان وو، خان عبدالولي خان له هغۀ سره وليدل او ورته وئې وئېل چې قيوم خان ولاړ ستا سوهم هغه پاليسي ده هغۀ ورته وئېل چې نه، نو خان عبدالولي خان ورته ووئېل چې له باچاخان سره په زرګونو خدائي خدمت ګاران ولې بنديان دي هغۀ ورته وئېل تۀ کوشش وکړه چې له مرکزي حکومت سره رابطه وکړې زۀ به په دې کښې له تا سو سره ولاړيم له دې څخه وروسته خان عبدالولي خان لاهور له ولاړ چې د محمود علي قصوري مننه وکړي هلته له سردار شوکت حيات سره ئې هم ملاقات وشو هغۀ ورته مشوره ورکړه چې زۀ له مرکزي حکومت سره ستا د مزاکراتو لار جوړوم نن سبا نواب مشتاق احمد ګورماني چيف وزير داخله دی په لاهور کښې دى، د ملاقات بندوبست کوم دګورماني سره په ملاقات کښې خان عبدالولي خان ورته ووئېل چې د تېرو پينځو شپږو کلو نو څخه ما باچاخان نۀ دی ليدلی زۀ غواړم چې ورسره ملاقات وکړم او له مرکز سره دخبرو اترو په حقله مشوره ورسره وکړم ګورماني ورته وئېل چې زۀ اجازت نامه درکوم تۀ باچاخان ووينه زۀ د وزيراعظم محمد علی بوګره سره خبره کوم له باچاخان سره چې د خان عبدالولي خان ملاقات وشو باچاخان ورته وئېل چې تۀ له دوئ سره ووينه چې دا مونږ ئې اخر قيد کړي پر څۀ يو له دې اجازت وروسته له وزير اعظم سره ملاقات وشو خان عبدالولي خان وائي چونکې بوګره يو بنګالی ؤ او دوېم داچې هغه د برطانيه پر ځای د امريکې په سفارت کښې کار کړی ؤ. نو د هغۀ ذهنيت د مهاجر و او د پنجابي مسلم ليګيانو څخه بېل وو. هغه ډېر حېران شو چې باچاخان خو حلف هم واخيست بيا دا دونه ظلم ولې وشو نو هغه خان عبدالولي خان ته ووئېل چې د دې اختيار له ګورنر جنرل ملک غلام محمد سره دی. زۀ او تۀ دواړه به له هغه سره ملاقات وکړو خو چې دوی ملاقات له ورغلل او بوګره ورته د باچاخان او ملګرو د رهايي خبره وکړه چونکې اول لا پر هغۀ باندې د فالج حمله شوي وه او پرپلنګ پروت ؤ چې د باچاخان د رهايي خبره ئې واورېده نو ولړزيد او يوه دوره باندې راغله او ترپلنګ کښته رايله شو، بوګره وماته ووئېل چې راځه اوس د ډاکټرانو کار دی او بيا ئې ورته ووئېل چې زۀ د نورو ملګرو سره مشوره کوم تاته به حال درکم له دو (۲) ورځو وروسته په ملاقات کښې بوګره صاحب خان عبدالولي خان ته ووئېل چې د ايجنسيانو دا رپورټ دی چې باچاخان له رهايي وروسته هندوستان له ځي.له هغه ځای څخه به دی د پاکستان خلاف سياسي عمل کوي اوس تۀ مونږ له څۀ ضمانت راکوې چې باچاخان به داسې نۀ کوي خان عبدالولي خان په جواب کښې ورته ووئېل چې د دې هيڅ ضمانت نۀ شم درکولى چې د رهايي وروسته به باچاخان څه کوي البته دايوه خبره درته کوم تراوسه خو مونږ هيڅ نۀ دي کړي خو اوس زمونږ صبر له زغم څخه وزي که د سولي لار نۀ باسئ بيا به مونږ مجبوره يو د ملګرو د رهايي دپاره څۀ وکړو، بوګره د دوېمي ورځې ملاقات بيا کښېښود او ورته وئې وئېل چې حکومتي خلګ به له تا سره په دې حقله ملاقات وکړي. خان عبدالولي خان ورته ووئېل چې ښۀ به داوي چې له باچاخان سره خبره وشي. نو د پروګرام له مخې ډاکټر خان صاحب چې په اېبټ اباد کښې نظر بند ؤ پنډۍ جېل ته ئې راوست، هلته باچاخان موجود ؤ د حکومت له اړخه وزير داخله ګورماني، وزير مواصلات سردار بهادر خان او وزير اعلی عبدالرشيد خان تر مينځ مذاکرات وشول. په نتيجه کښې باچاخان او ملګري راخلاص شول او ټوله ضبط شوي جائيدادونه ئې بېرته ورکړل باچاخان چې کله په ۱۹۵۴ کښې راخلاص شو، نو جرګې فېصله وکړه چې د اټک پر پل به د باچاخان استقبال کېږي او په کننګم پارک کښې به لويه جلسه کېږي.دا جلوس او جلسه په تاريخ کښې مثال نۀ لري.

سيټو معاهد او ون يونټ

د کال ۱۹۵۴ د ستمبر په مياشت کښې په منيلا کښې يو کانفرنس وشو. چې پکښې برطانيه، امريکه، فرانس، اسټريليا، نيوزي لېنډ، تهائي لېنډ او فلپائن د ملکونو غړو ګډون پکښې وکړو او د پاکستان له اړخه وزير خارجه سر ظفر الله خان برخه واخيستله. دا يوه فوجي معاهده وه چې د روس د کيمونسټ بلاک او عربو او د افريقې د انقلابي حکومتونو خلاف يو محاذؤ. بل اړخ ته په پاکستان کښې مهاجر حکمرانه ډله، پنجابي فوجي جنريلانو، نوکر شاهي او سرمايه دارانو يو تړون سره وکړ چې بنګال په ملک کښې په اکثريت کښې دی په مستقبل کښې داسې ښکاري چې بنګالي قام پرست انتخابات ګټي نو په کار دی چې د دې مخنيوی وشي. نو د ون يونټ منصوبه مينځ له راغله. يعني صوبه مشرقي پاکستان او دا نورې څلور صوبې مغربي پاکستان يوه صوبه جوړه شي. که څۀ هم جناح صاحب او لياقت علي خان له بنګال څخه د آئين ساز اسمبلۍ غړي جوړ شوي وو. خو اوس د هغوی مهاجرو ملګرو دوه کارونه وکړل يو ئې کراچۍ دارالحکومت کړه او بل ئې اردو قومي او سرکاري ژبه وګرځوله. د کال ۱۹۴۷ څخه رانيولې تر ۱۹۵۴ پورې په صوبه پښتونخوا کښې ډاکټر خان صاحب حکومت ختمول، د جناح صاحب و باچاخان ته په مسلم ليګ کښې د ګډون خبره کول د قيوم خان د ظلم، جبر، او بربريت څلور پينځه کاله دوره، په بلوچستان کښې فوج کشي په سندهـ کښې د مهاجرو راتګ او د صوبې حېثيت ختمول د ټول داسې واقعات وو چې د ملک د هرې علاقې قام پرسته، مترقي، او په ازاده خارجه پاليسي يقين لرونکو سياست مداران په دې خبره مجبور کړل چې يوه شريکه مبارزه وکړي.چې په نتيجه کښې ملک د سيټو معاهده، د ون يونټ له ګرفت څخه ځان ازاد کړي په حقله باچاخان پيل وکړ او په نتيجه کښې ئې لاندې کار وشو.

دنېشنل عوامي پارټۍ جوړښت:

کله چې د ون يونټ په خلاف د بېلابېلو صوبو سياسي مشران را يو ځای شول نو ټول و دې نتيجې ته ورسېدل چې د ټولو دې په ګډه يو ګوند وي. نو په کال ۱۹۵۶ کښې د خدائي خدمتګار تحريک مشران باچاخان او امير محمد خان هوتي، له سندهـ څخه د سندهـ محاذ جي اېم سيد، د سندهـ هاري کميټۍ مشر حيدر بخش جتوئي، له بلوڅو علاقو څخه شهزاده عبدالکريم بلوڅ، د پښتنو له علاقې څخه د ورور پښتون مشر خان عبدالصمد خان اڅکزی، له پنجاب د ازاد پاکستان پارټۍ مشران ميا افتخار الدين او ميا محمود علي قصوري يوه ګډه غونډه وشوه. او د نېشنل پارټۍ په نوم ئې يو ګوند جوړ کړ. تر يو کال وروسته په ۱۹۵۷ کښې دغو مشرانو د مشرقي پاکستان د عوامي ليګ له مشر مولانا عبدالحميد بهاشاني سره رابطه وکړه. په ډهاکه کښې د دواړو ګوندونو د مشرانو غونډه وشوه او يو نوی ګوند د نېشنل عوامي پارټۍ په نوم جوړ کړل شو. چې د منشور خاص نقطې ئې داوې چې د سامراجي معاهدو څخه به ځان خلاصوو او ازاده خارجه پاليسي به خپلوو. په ملک کښې به د جاګيردارانه نظام خاتمه کوو. د کوشنيو قامي سرمايه دارانو د مفاداتو تحفظ او د زيار کشو اولسونو دپاره له هر ډول استحصال څخه يوه پاکه ټولنه جوړول، د صوبو مکمله خود مختاري، يو سيکولر نظام حکومت او د قامي وحدتونو د ژبي، کلتور، جغرافيه، او د تاريخ په رڼا کښې بېرته جوړول.

د دې ګوند تر جوړښت وروسته په ملک کښې حکمرانان ډېر پريشانه شول، تر دې انده چې امريکه هم ددې قوتونو پر يوۀ مرکز راغونډيدل په سيمه کښې د خپلو مفاداتو دپاره يوه خطره محسوسه کړه چونکې د دې وخت حکمرانان په خپله د چوکۍ په جګړو کښې بوخت وو او يو د بل په ضد ئې سازشونه کول نو له دې حالاتو څخه فوجي جنريلانو فائده واخيستله او په نتيجه کښې ئې مارشل لاء ولګيده او جنرل ايوب خان بې تاجه بادشاه شو. په دې عمل امريکه زياته خوشحاله شوه چې د يوۀ کمزور حکومت په مقابل کښې يو ټينګ فوجي حکومت راغلو چې له هغه څخه اړيکي جوړول او هغه د مخالفو قوتونو خلاف په کار اچول به اسانه وي خو د ملک د جمهوري قام پرسته او مترقي ډلو د اوږدې مبارزې او قربانۍ وروسته ايوب خان کمزوری شو. او واک و اختيار ئې جنرل يحيی په لاس کښې واخيست خو د ملک په جمهوري اولسي تحريک کښې دومره زور ؤ چې يحيی خان هم ون يونټ مات کړ او هم ئې انتخابات وکړل. په نتيجه کښې يو کار وشو چې د بلوچستان په شکل کښې د بلوڅو او پښتنو يوه ګډه صوبه جوړه شوه. او دوېمه خبره دا چې د دې صوبې اولسي فيصلې به د جرګې غړو کولې. او س و هر وګړی ته د ووټ حق ورسېد د کال ۱۹۷۰ انتخاباتو په نتيجه کښې هم هغه وشو. چې کمه اندېښنه د ون يونټ د جوړښت په وخت مهاجرو او پنجابيانو ته وه. يعني د مرکزي حکومت واک او اختيار له بنګاليانوسره ولاړ خو هم دغه خلګو واک او اختيار بنګاليانو ته ور نۀ کړ لېکن په نتيجه کښې بنګاليانو يو ازاد او خود مختار ملک د بنګله ديش په نوم تر لاسه کړو. په نيمګړي پاکستان کښې د پيپلز پارټۍ حکومت په مرکز، سندهـ او پنجاب کښې جوړ شو. په پښتونخوا او بلوچستان کښې د نېشنل عوامي پارټۍ او جمعيت علما اسلام شريک حکومتونه جوړ شول اوس دا مسئله پېښه شوه چې د څه مقصد دپاره پاکستان جوړ شوی ؤ او عوامي ليګ ته د اقتدار په مقابله کښې بنګله دېش ورکول شوی ؤ. امريکه او د هغه اتحاديان د نېپ په حکومت ډېر خفه ؤ په پای کښې د بهټو له لارې په کال ۱۹۷۳ کښې بيا ئې د خدائي خدمتګارانو د سوچ او فکر حکومتونه ختم کړل او مشران ئې په حيدراباد جېل کښې بنديان کړل خو دلته امريکه او د هغه ملګري په دايوه کار کښې کامياب شول چې په ۱۹۵۶ او ۱۹۵۷ کښې د قام پرستو کوم شريک ګوند جوړ شوی ؤ. د حيدر اباد سازش کېس تر ختمېدو وروسته په يوه مرکز راغونډ نۀ شول. او بيا ئې اثر تر خپلو خپلو سيمو پاته شو.

لويه پښتونخوا

تر ۱۹۷۳ وروسته بياباچاخان د ژوند تر وروستۍ لمحو پورې په دا نظر سياست او مبارزه کوله چې د جنا ح صاحب پاکستان په ۱۹۷۰ کښې ختم شو. اوس که پنجاب يو نوی پاکستان جوړه وي نو له نورو قامو سره دي کښېني يو کنفېډرېشن دي جوړ کړي. خو عملاً چې به هغه د پښتني سيمو دوره کوله نو د هغه په موقف کښې زيات شدت راغلی ؤ. هغه به پښتنو ته مخاطب ؤ. او وئېل به ئې چې زۀ د احمد شاه بابا پښتونخوا غواړم او دا به ئې وئېل چې کله احمد شاه بابا له ډهلي څخه راستون شو نو د جهلم پر درياب ئې پړاؤ واچوۀ او خپلو سالارانو ته ئې ووئېل. چې له دې جهلم څخه واخلې بيا تر امو درياب پورې د پښتنو وطن او سيمه ده. او د دې تاريخي نوم پښتونخوا ده.

د خان عبدالولي خان په دې باب موقف

زۀ د خپلي دې مقالې په پای کښې بيا د رهبر تحريک خان عبدالولي خان د کتاب "باچاخان او خدائي خدمتګاري " له دوېم جلد پاڼه۶۱۸ څخه يو څو کرښي رانقلوم او خپلې مقالې ته د پای ټکی ورباندې ږدم ((زمونږ دا تجزيه ته چې تر څو پورې دا شل واړه ټوټې بيا يو ځای نۀ شي او دا لوی کور د افغان بيا راټول نۀ شي نو تر هغې به پښتون هغه خپل مقام ته و نۀ رسي، دغه مو هدف دی او دغه مو مرام دی. زۀ ځانته قطعاً پښتونستانی نۀ وايم ولې چې داخو به زۀ د پېرنګي هغه نسخه خپله کړم چې افغان جدا دی او پښتون جدا دی. دغه شی نۀ تسليموم او همدا وجه ده چې مونږ د پېرنګي د غلامۍ نه ځان ازادوو نو په دې اراده چې په دې طريقه به د پېرنګي دا پليت اثر د افغانستان نۀ هم بيرته شي او افغانستان به په حقيقت کښې ازاد شي او د پښتون دا لوی کور به بيا راټول شي. او په يوۀ نغري او يو ټغر به د خپلو بچو سره شريک کښېني او هغه د مخفي صاحب ترانه هم راياده شوه چې :

کشمير نه تر هرات پوري
بلوچستان نه تر دورې
داټول پښتون دی هر چيري
څه رنګه پروت دی ذرې ذرې
د يو وجود په شاني کړې
خدايه! دا ذره ذره

يادونه: دا مقاله د باچاخان په سيمنار کښې وړاندې شوې ده چې د پښتو څانګي بلوچستان پوهنتون له خوا پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۱ کښې شوی ؤ.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←