کوټه: دنړیوال سیمینار تیاری
پښتواکيډمي کوټي داتابيا او تياري نيولي دي چي درارواني مياشتي په دولسم ديارلسم او څورلسم ستمبر يو نړۍ وال سيمنار ولمانځي چي په دي څیړنغمونډه کښې به دپاکستان او افغانستان علاوه به دنورو ملکو څخه دپښتوچوپړوهونکي پوهان او دقلم خاوندان ګډون په کښې ولري په دي اړه په تيره چارشپښه په پښتواکيډمي کښې ديادي اداري چارواکو درسنېو او دميډيا داستازو سره يوه ناسته وکړه او دراروان پروګرام په اړه يې معلومات ورکړو او داهيله يې د دوي څخه وکړه چي ددي سيمنار په اړه زياته ځائي او وخت ورکړي دهغه چيړن غونډه به دپښتوژبي او ادب ته ورپيښي ناخوالي خنډونه او په راتلونکي وخت کښې دپښتوژبي ادب کلتور دپرمختيادپاره به لاري چاري لټوي او سنجوي لکه وړاندي چي وويل شول په دي سيمنار کښې به دپښتو ژبي ادب تاريخ کلتور رسنې زده کړي (تعليم) او دسياست دميدان مخور ليکوال رڼ انده او دايبان ګډون کوي.
پښتواکيډمي کوټه چي نزدي نيمه پيړي دمخه يې بنسټ کښيښول شو د دپروکړاونو او خواريو وروسته نن ځان ته يو ښکلۍ غټه او پراخه وداني لري چي دهري چاري دپاره يې خپله خپله خونه ده چي په رښتيا هم داښائي چي دادکوټي دپښتواکيډمي وداني ده که څه هم اکيډمي ډېر څه په خپله غاړه لري چي ديوې ژبي دهري لاري چيړن وشې خو دبده مرغه ياده اکيډمي تراوسه و هغه ځائي ته نه درسيدلۍ چي داکيډميانو دنده وي خو بياهم ترپخوا پښتواکيډمي کوټي وده کړي ده او موږ داهيله لرو چي اکيډمي به خپله دنده بشپړه ترسره کړي ددي سره سره چي دکوټي په پښتواکيډمي ډيري نيوکي کيږي خو داځائي دنيوکونه دي خو بيا هم چي ياده اکيډمي ودي ځائي ته رارسيدلۍ ده دا هم غنيمت دي.
که څه هم دا دپښتواکيډمي لومړي هڅه ده چي دوي نړۍ واله چيړن غونډه يا سيمنار کوي که څه هم ددي دمخه داسي دېر سيمنارونه په پيښور کابل او دنړۍ په نورو ملکو کښې ترسره شوي دي خو هغه پايلي نه دي ترلاسه کړي کومي چي دوخت او دحالاتو غوښتنه وه نه په هغه پريکړه عمل شوي دي کومي پريکړي چي په شوو چيړن غونډه کښې شوي وي بيلګي په ډول کال دوه دمخه چي په کابل کښې ودي ته ورته غونډه وشوه چي دپښتود ودي او پرمختيادپاره به يو مرکز په کابل کښې پرانشل کيږي چي دي مرکز څانګي به په پيښور کوټه او نورو ښارو کښې غزول کيږي او په ګډه به وپښتو ته ورپښي به په ګډه دمنځ څخه دوړولوهڅي کيږي خو ديادي نړۍ والي غونډه سره دهر څه دکاغذ په مخ پاته شول هم داسي چل دنورو چيړن غونډه سره شوي دي لکه وړاندي چي وويل شول چي دپښتواکيډمي دالومړلي وار دي چي نړۍ واله چيړن غونډه يې راغوښتي ده او په کوموناخوالو او موضوعاتو به په دي غونډه کښې وينا وي او پريکړي کيږي هغه هم ډيري په زړه پوري دي چي پښتو ژبه د ډېره وخته څخه ورسره مخامخ ده او هر پښتون افغان داهيله لري چي په دي غونډه کښې به هم داسي په زړه پوري چيړني او پريکړي وشې چي وهر چاته دا باور ورکول شي چي پښتو ژبه د ډېرو ناخوالو سره سره داسي خښتان لري چي دخپلي ژبي نه يواځي ځغورنه کوي شې بلکې دنړيوالو پرمخ تللو ژبو په لومړي ليکوکښې هم د رولي شي او هر پښتون وګړي په دي هيله دي چي داچيړن غونډه به نه يواځي په زړه پوري پايلي ولري بلکي په شوو پريکړو به هم په بشپړه ډول عمل هم وشي او دپخواوارو به دناستي پاستي پوري پاته نه شي ددي سره سره چي دپښتو او پښتون په مخ کښې هر وخت خنډونه اچول شوي او اچول کيږي چي هر په پښتومين وګړي په دي پوهيږي خو د ډېرو ناخوالو سره سره چي هر ځائي ليدل کيږي خو بيا هم ځموږ ليکوالو شاعرانو او رڼ اندو خپله حوصله او توان دلاسه نه دي ورکړي او موږ په دهغه کهول وياړ کوو چي بيله دچاد مرستي پښتو دومره مخ په وړاندي روانه کړي ده چي دهغه ژبو په لومړيو ليکو کښې بريښي وکومو ژبو ته چي دولتي مرستي په خوروارو ورکول کيږي خو ځموږ ليکوال شاعر او رڼ انده دادنده په خپلو وږو په خپله خوښه د ډېرو خواريو سره اخستي ده چي هم دهغه عمل دپښتو دنيمکرغي نخښه ده.
که موږ يواځي کابل پيښور او کوټه دپښتو دودي مرکزونه ونوموونو دابه دهغه چاسره زياب وي چي دوي دکلو څخه نيولي دښارو پوري دپښتو په چوپيړ کښې بوخت دي ځکه چي دپښتو پتنګان په هر کلي بانډه او ښارو کښې دخپلۍ ژبي چوپيړوهي خو دابيله خبره ده چي دوي په ګوتو باندي شميرل کيدي شي ولي چي زياتره په دي نه دي خبر چي پښتو ژبه په کوم حال کښې ده هم دهغه خبره او مشکل دي چي نن ځموږ پښتو ورسره مخامخ ده په کار دي چي په راروانه چيړن غونډه کښې ودي ناخوالي ته زياته پاملرنه وشې او پښتون ولس ودي ته رابولل شي چي دوي دخپلي مورني ژبي سره دومره بيګانه نه شي په دي پراخه خاوره او په کروړو پښتو کښې دبيګانه توپ دهغه زهرجن بوټي دبيخه څخه استل په کار دي پښتانه چي په بيلو بيلو برخو کښې فرنګي سامراج تکي تکي کړي نو هم دد کبله دهري برخي ناخوالي او مشکلات بيل بيل دي په کار دي چي داناخواله په دهغه را روان سيمنار کښې په ګوته شي او يوه کوټلي لار ورته وتراشل شي چي څنګه هر وګړي وخپلي مورني ژبي ته هم دومره ارزښت ورکړي لکه دنړۍ نور خلګه چي وخپلي مورني ژبي ته ورکوي لکه وړاندي چي وويل شول چي دهري بيلي برخي ستونځي او ناخوالي بيلي بيلي دي ترکومه چي په پاکستان کښې وپښتو حال دي په رښتياهم هغه خواښنونکي دي ولي په دي ملک يوه ډله(LOBBY) دهغه وخته څخه داسي هڅي کوي چي نه يواځي په دي ملک اوسيدونکي دخپلي ژبي څخه بيګانه شې بلکي خپلي دهغه تاريخي ژبي وکباړنه ورټيل وهي ولکه هغه پښتو وي ياپنجابي بلوڅي بروهي ياسرائيکي وي په تيره اونۍ کښې دپاکستان ستري محکمئى(S.C) و دولت ته دالارښودنه وکړه چي اردو ژبه دي نه يواځي په دفترانو کښې نافذه شي بلکي دملک ټولي چاري دي دانګريزي په ځائي په اردو کښې ترسره کيږي ستري محکمئي دالارښودنه هم وکړه چي په پاکستان کښې چي کومي مورني او قامي ژبي دي دهغه د ودي دپاره دولت تراوسه څه کړي دي خو دبده مرغه په رسنېو کښې داردو په اړه دشوي پريکړي هر کلي او درناوي کيږي خو دتاريخي مورنيو ژبو په اړه دشوي حکم هيڅ ذکر نه کيږي چي ددي څخه تاسو اټکلي کوي شي دهغه زور وره ډله په دي بريالۍ شوي ده چي دوي خلګه دخپلو مورنيو څخه بيګانه کړي او دارښتيادي چي ځموږ ځوان کهول دخپلي مورني ژبي سره هيڅ اړيکي نه ساتي وائي خو پښتو خود نورو ژبو توري او ټکي بي دريغه په کښې ګار وي داځکه چي په ښوونځي کښې وماشومانو ته په خپله مورني ژبه زده کړي ته ورکول کيږي ددي سره سره چي ټول نړۍ وال په دي په يوه خولي دي چي يوه ماشوم ته لومړي زده کړي پخپله مورني ژبي ورکول ډېر اړين او ضروري دي.
ليک ډېر اوږ دشوخو خپل داليک په دي هيله پائي ته رسوم چي لوئي څښتن دي دپښتواکيډمي کوټي دهغه چيړن غونډه بريالۍ کړي او ددي دڅنګه په دهغه غونډه کښې داسي پريکړي وشي چي دپښتو ژبي ناخوالي نه يواځي په ګوته شې بلکي په شوو پريکړو پشپړه عمل هم وکول شي او دپښتو دودي او پرمختيادپاره داسي تلاره وتراشل شي چي دهري برخي ليکوال شاعران او رڼ انده په هغه عمل وکړي او ددي دڅنګه وپښتو او نورو ژبو ته هغه برخه ورکړي چي کوم ورته ټاکل شوي دي دلته ورځپاڼي مجلۍ او کتابونه تر چاپ تيريږي بازار ته راځي خو دراينولو څوک نه ليدل کيږي او دپښتو ورځپاڼه مجله او کتاب رانيول داسي ورته ښکاره کيږي لکه دانګارسکروټه چي په لاس کښې اخلي.
چي خيرخواله وطن نه ي ملنګ جانه
غرض دا چي نه پښتون نه انسان دي
(اروښاد ملنګ جان)
