اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دعدم تشدد فلسفه او په پښتني ټولنه دهغې اثرات

د باچاخان د عدم تشدد فلسفه او په پښتني ټولنه د هغې اثرات

د خان عبدالغفار (باچاخان) سياسي، سماجي او اصلاحي کارنامې او هلې ځلې د برصغير د سياسي تاريخ يو اهم باب دى. د هغۀ په عملي جدوجهد او غرزو پرزو کښې چې کومه خاص خبره د توجه وړ ده هغه د هغۀ د عدم تشدد د فلسفې ده. د باچا خان ټول ژوند د قربانو، تکليفونو او مصيبتونو نه عبارت دى او د هغۀ د دغو ټولو عملي هڅو بنيادي مقصد د پښتنو سياسي او سماجي حالت ښۀ کول او هغوئ ته د غلامۍ د ژوند نه نجات ورکول وو. خپل دې مقصد دپاره باچاخان د مختلفو تحريکونو د سيوري لاندې هلې ځلې کړې دي. قربانۍ ئې ورکړې دي او د قيد و بند سختې ئې زغملې دي خو د ژوند په يو موړ هم د خپل موقف نه په شا شوى نۀ دى.

د باچا خان د سياسي او سماجي هلو ځلو مرکزي نکته د عدم تشدد فلسفه وه. هغۀ چې څۀ هم کړي دي، د دغه فلسفې د سيوري لاندې ئې کړي دي. هغۀ د عدم تشدد فلسفه د يو طاقت په توګه استعمال کړې ده او د پښتون اولس په سياسي هلو ځلو کښې ئې د دغه فلسفې نۀ يواځې خورونه کړې ده بلکې په دغه فلسفه ئې عمل هم کړى دى او خپل قام او اولس ته ئې په دغه فلسفه د تللو تلقين هم کړى دى.

د عدم تشدد فلسفه څۀ ده؟. او د دې پس منظر څۀ دى؟ دې لړ کښې دا وضاحت ضروري دى چې دا په اصل کښې فلسفه نۀ ده بلکې يوه نظريه، يوه مفکوره يا يو سوچ دى چې باچاخان پېش کړى دى. او پښتنو دې ته د باچاخان د عدم تشدد فلسفې نوم ورکړى دى. د نظرئې او فلسفې په حقله به هم دومره ووايو چې د يو ليکوال ذاتي سوچ چې لا حقيقت ته نۀ وي رسېدلى نو هغه محض نظريه وي کومې نظرئې چې د حقيقت په رڼا کښې ثابتې شي او مثبت نتيجې مرتب کړي نو د فلسفې شکل واخلي. په دې حقله د باچاخان او د هغۀ د عصر د نورو دانشورانو او سياستدانانو د رايو په رڼا کښې ځان يوې نتيجې ته رسول غواړو او دغسې دا څرګندول هم ضروري دي چې د باچا خان د عدم تشدد فلسفې د پښتنو په سياسي او سماجي ژوند کوم اثرات مرتب کړي دي.

لکه چې د برصغير د سياسي منظرنامې نه جوته ده چې د باچاخان تحريک او هلې ځلې د پښتنو په سيمه د انګرېز سامراج د ظالمانه او غاصبانه روئيو خلاف وې نو په دغه لړ کښې باچا خان دا تاثر عام کول غوښتل چې د انګرېز مقابله د تشدد په ذريعه ممکنه نۀ ده هغه د برصغير د محکومو اولسونو په مقابله کښې زيات طاقتور دى ځکه ضروري ده چې پښتون اولس د انګرېز حکمران مقابله د عدم تشدد په زور وکړي او هم دغه تاثر عام کولو او دغه فلسفې خورولو او پرې عمل کولو دپاره باچا خان ټول ژوند عملي جدوجهد کړى دى.

د باچا خان نه مخکښې هم د عدمِ تشدد يا پرامن جدوجهد مثالونه د نړۍ په تاريخ کښې موندى شي. په خصوصي توګه د انساني فلاح او اصلاح په خاطر په ځنو مذهبونو کښې د مصلحينو (پېغمبرانو) په کردار او روئيه کښې د عدم تشدد عنصر زيات شامل لېدى شي. دې لړ کښې د بدهـ مت فلسفه ډېره مشهوره ده چې په کښې هر ژوندي څيز ته تکليف نۀ رسول خصوصي خبره وه خو په مذهبي تاريخ کښې د حضرت عيسٰى عليه السلام سره دا خبره منسوب ده چې د هغۀ په تعليماتو کښې دا خبره شامله وه چې څوک درته په يو مخ څپېړه درکړي نو ورته بل مخ هم ونيسئ او په دغه انداز د خپل مقصد د تکميل هڅه کوئ او بيا د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ټول ژوند خو د امن، ورورولۍ او مينې علامت دى. د مذهبي تاثر نه پرته په سياسي تاريخ کښې دا فلسفه د موهن داس کرم چند ګاندهي جي سره منسوب ده چې هغۀ به ورته په خپله ژبه کښې آهنسا وئيل.

د فخر افغان عبدالغفار خان په حقله دا تاثر عام دى چې هغۀ د عدم تشدد په فلسفه د ګاندهي جي د مشن په تکميل کښې مرسته کوله خو باچا خان د دغه تاثر رد کړى دى او په ګڼو موقعو ئې دا وضاحت کړى دى چې د هغۀ د عدمِ تشدد فلسفه د حضورص د کردار نه متاثره ده خو بيا هم دې کښې هيڅ شک نۀ شته چې باچاخان دغه فلسفه د سياسي مقاصدو د حصول دپاره استعمالوله، په سياسي معاملو کښې هسې خو باچا خان د حاجي صاحب ترنګزي نه متاثر ؤ او د شېخ الهند مولانا محمود الحسن او مولانا عبيدالله سندهي د پاليسو مرسته ئې هم کوله خو فرق په کښې دا ؤ چې حاجي صاحب ترنګزى، مولانا محمود الحسن او مولانا عبيد الله سندهي درې واړه د ظلم او جبر او د انګرېز سامراج خلاف د تشدد د فلسفې قائل وو او باچاخان په هرحال د عدمِ تشدد په لار روان ؤ. باچاخان د عدم تشدد د فلسفې خورونه وړومبۍ خو د مدرسو د قيام او اصلاحي تحريکونو شروع کولو په شکل کړې وه او بيا ئې د انجمن اصلاح افاغنه د سيوري لاندې د دغه فلسفې خورونه شروع کړه. په منظمه توګه د باچاخان د عملي او تنظيمي سرګرمو ابتدا د انجمن اصلاحِ افاغنه د قيام نه کيږي. د دې تنظيم د قيام په حقله باچاخان په خپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کښې ليکلي دي:

"مونږ په 1921ء کال کښې د دوستانو په امداد په اتمانزو کښې د ازاد سکول بنياد کښېښودۀ چې په دې سکول کښې قاضي عطاؤ الله، ميا احمد شاه، حاجي عبدالغفار خان، محمد عباس خان، عبدالاکبر خان اکبر، تاج محمد خان عبد الله شاه او خادم محمد اکبر زما ملګري وو. د مدرسې تر څنګه مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو د تشدد نه د منع کولو او په کښې د قامولۍ، د مينې او محبت د پيدا کولو په غرض د اصلاحِ افاغنه په نامه انجمن جوړ کړو"(1)

د انجمن اصلاح الافاغنه د اصلاحي تحريک نه پس باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک د سيوري لاندې د عدم تشدد د فلسفې په اهميت او ضرورت زيات زور راوړو. امريکني ليکوال ايکنات سواران د باچا خان په فلسفه يو کتاب ليکلى دى چې غني خټک ئې په پښتو کښې ترجمه د "حضرت باچا خان ژوند او فلسفه" په نوم کړې ده. دغه کتاب کښې ليکوال د کال 1929ء د وخت د باچا خان د يو تقرير حواله ورکړې ده او بيا ئې د عدم تشدد د فلسفې جائزه هم وړاندې کړې ده. هغه په دې لړ کښې ليکي:

"د باچاخان فکر جوړ شو دۀ يو داسې فوځ، چې په عدم تشدد عمل کوي د دې فوځ به پرېډ وي، تنظيم به ئې وي، افسران به لري، وردۍ به اچوي، بېرغ به ئې وي او د ګائيډز د رسالې په شان به ئې خپل بېګل او ډرم وي. دا فوځ به جنګ کوي خو د ټوپکو او ګولو جنګ به نۀ کوي دوئ به بې وسلې وي او عدم تشدد به د دوئ وسله وي. باچاخان ته دا علم ؤ چې داسې فوځ چرته وړاندې وجود کښې نۀ دى راغلى. د تربيت يافته، پېشه ور د عدم تشدد د سپايانو فوځ دا يو فکر او نوى خيال ؤ..... يو پښتون داسې کېداى شي چې د عدمِ تشدد لاره خپله کړي ولې چې داسې کار يو بهادر او مړنى اولس کولى شي. پښتون مړنى دى حوصله لري او اخلاقي جرات لري او په دا وجه مونږ دا يقين کولى شو چې په عدم تشدد به عمل وکړى شي او ښۀ په کاميابۍ سره.

باچا خان دا باور هم څرګنده کړو چې پښتون به په تش لاس د دښمن مقابله کوي.... باچاخان زياته کړه چې پښتون کښې د مېړنتوب ټولې خوبۍ شته. دوئ صرف پوهول غواړي که شپږ کسانو هم په دې عمل وکړى شو نو دا به د ټول پښتون اولس دپاره د يوې ودې کار وي"(2)

باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک د سيوري لاندې د عدم تشدد د فلسفې خورونه باقاعده د يو تنظيم په شکل کوله او لکه چې د اېکنات سواران د حوالې نه څرګنده شوه چې هغۀ دې مقصد دپاره په باقاعده توګه يو غير وسله وال فوځ تيار کړى ؤ چې بغير د جنګ او جګړې او بغير د طاقت د استعمال نه به ئې د عدم تشدد په زور د خپل مقصد په لور قدمونه اخستل.

ايکنات سواران د عدمِ تشدد د فلسفې د علمبردارو د دغه فوځ خصوصيات هم بيان کړي دي او د يو رښتوني خدائي خدمتګار د اصلي او بنيادي هدف تعين ئې هم کړى دى. هغه په دې حقله ليکي:

"يو تنظيم جوړ کړى شو. د دې تنظيم نوم "خدائي خدمتګار" ؤ. د الله تعالٰى خدمت کوونکي. د دوئ مرام ازادي، مقصد د مخلوق خدمت کول او د هغوئ په کار راتلل. چونکې الله تعالٰى د انسان د خدمت حاجتمند او مو تازه نۀ دې په دا وجه د هغۀ د مخلوق خدمت کول. د هغۀ يعني د الله د خدمت درجه لري.

خدائي خدمتګاران د باچاخان په مشرۍ کښې په وجود کښې راغلل. دا په نړۍ کښې وړومبى پېشه ور او بې وسلې فوځ ؤ. نۀ د دې نه اګاهو داسې مثال چرته موجود ؤ او نۀ به مستقبل کښې د نړۍ اولسونه داسې مثال پيدا کړي. دا د باچا خان معجزه وه چې د پښتون په شان په وسله مئين قام ئې تش لاسى کړو او ښۀ په کاميابۍ سره ئې پرې عمل وکړو.

(1)زۀ يو خدائي خدمتګار يم او خدائ ته د خدمت څۀ ضرورت نۀ شته خو د هغۀ د مخلوق خدمت کول او په کار راتلل د هغۀ يعني د الله خدمت دى. په دې وجه زۀ د الله په نوم د هغۀ د خدمت کولو لوظ او اقرار کوم.

(2) زۀ د تشدد او جنګ جګړې نه د څنګ کولو او ځان ساتلو لوظ کوم او بدل يا انتقام به نۀ اخلم. زۀ دا اقرار کوم چې هغه څوک به معاف کوم چې زما سره زور زياتى يا راباندې ظلم کوي.

(3) زۀ جنګ جګړو کښې د برخې نۀ اخستو لوظ کوم او دښمني به نۀ پيدا کوم.

(4) زۀ به هر يو پښتون خپل دوست، ملګرى او ورور ګڼم.

(5) زۀ به اولس دښمن رواجونو کښې برخه نۀ اخلم او نۀ به خپله وده ورکوم.

(6) زۀ به ساده ژوند تېروم. د نېکۍ کارونه به کوم او د غلطو کارونو نه به څنګ کوم.

(7) زۀ د ښو اخلاقو او ښۀ سلوک کولو لوظ کوم او فضول او بې کاره کارونو کښې به وخت نۀ بربادوم. زۀ به روزانه کم نه کم دوه ګهنټې د اولس کارونه کوم.

د پښتون دپاره سوګند کول څۀ معمولي يا وړوکې خبره نۀ ده. پښتون په اسانه د سوګند په پړي ځان نۀ تړي ولې چې يو ځل سوګند وکړي نو بيا دغه سوګند ماتېدلى نۀ شي. د پښتون يو دښمن هم دا باور کولى شي چې پښتون به خپل سر ورکړي ولې خپله خبره خپل لوظ يا سوګند به مات نۀ کړي. عدمِ تشدد د سوګند او د تنظيم روح ؤ. دا نۀ يواځې د انګرېز د تشدد خلاف يوه وسله وه بلکې دې سره سره د پښتون په ژوند کښې چې کوم تشدد ؤ د هغې هم خلاف ؤ. د عدمِ تشدد په برکت سره دوئ ازادي هم موندلى شوه، عزت او درناوى هم"(3).

ډاکټر وارث خان د برصغير د ازادۍ د تحريکونو يو بل نوميالى غړى دى هغۀ په خپل کتاب "د ازادۍ تحريک" کښې د باچاخان د کال 1931ء د يو تقرير حواله ورکړې ده او د انګرېز د ظلم او جبر خلاف د هغۀ د عدم تشدد د فلسفې په زور او طاقت ئې خبره کړې ده.

ډاکټر وارث خان په دې حقله ليکي:

"ورپسې باچا خان تقرير ته اودرېدو د تقرير غټې غټې خبرې دا وې:

زما پښتنو وروڼو! تاسو ته دا وايم چې دا ملک پېرنګي په ټګۍ ټورۍ مونږ نه لاندې کړى دى. دې د اوو زرو مېلو لرې نه راغلى دى. زمونږ دولت ټول لندن ته ځي. د پېرنګي سپي کچونه او ډبل روټۍ خوري. ورشئ رسالپور کښې د دوئ بنګلې وګورئ. د دوئ بچي ووينئ. او دې خپلو بچو ته وګورئ. په سر سرتور او پښو پښې ابلې ګرځي. چې ملک ازاد شي نو ستاسو بچې به هم په تن پټ او په ګېډه ماړۀ شي. اوس به مونږ ازادي اخلو. پېرنګي ته مونږ يو ښکر مات کړى دى. د شګو په کمر ولاړ دى. يوه ديکه ورته په کار ده. د ازادۍ دغه بېړه مونږ د هشنغر نه پورته کړې ده. نوښار او دا کلى هشنغر سره لګي نو تاسو به هم د ازادۍ په جنګ کښې مونږ سره مخکښې صف کښې روان شئ. مونږ تيږه ايښې ده. جنګ روان دى. ازادي څۀ د خټو ګوګوشتو نۀ دى چې په سړه ډوډۍ کيږي. قربانۍ ورکول غواړي. تشدد، جنګ، جګړه به نۀ کوئ. دا ځل چې قيد شو جېل کښې به هيڅ مشقت نۀ کوو"(4).

د پاکستان د ازادۍ تروخته د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفه په ټول هندوستان کښې خوره شوې وه. سره د دې چې د صوبه سرحد (خېبر پښتونخوا) ځنې مسلم ليګي مشرانو او په خپله قائد اعظم محمد علي جناح هم داسې ګڼله چې د پاکستان د ازادۍ نه پس به د باچاخان سياسي قوت ختم شي خو داسې بيا هم و نۀ شوه. د پاکستان د ازادۍ په وخت د باچاخان د فلسفې په پښتون اولس او پښتونخوا د اثراتو وضاحت د باچاخان نزدې ملګرى عبدالخالق خليق په دې الفاظو کوي:

"د مانکي شريف پير صاحب دي خداى وبخښي. ما ته ئې قصه کوله چې څۀ وخت جناح صاحب د سرحد دوره وکړه او واپس لاړو نو يوه ورځ زما په مخکښې ترې چا تپوس وکړو چې تاسو چې د سرحد دوره وکړه نو دا ووائئ چې عبدالغفارخان نن ورځ په څۀ حال کښې دى؟ نو جناح صاحب په ډېره بې پرواهۍ سره ووئېل چې "وه ختم ہوچکا ہے" نو ما بل وخت ورته ځان ته ووې چې دا رائې تاسو څنګه قائمه کړې ده چې عبدالغفار خان ختم شوى دى؟ نو جناح صاحب ووې چې ما په خپله د سرحد په دوره کښې يو سرخپوش و نۀ ليدو. پير صاحب وائي چې ما ورته ووې چې حقيقت دا نۀ دى. زۀ درته په دعوٰى سره وايم. چې د سرحد لسمه حصه د مسلم ليګ سره ده او په باقي خلګو د عبدالغفار خان اثر دى. په دې خبره جناح صاحب څۀ خفه غوندې شو او ما ته ئې ووې چې "پير صاحب! تا ته خو څۀ احساس کمتري غوندې شوې ده. خېر دا خبره تېره شوه خو چې عام انتخابات وشو او مسلم ليګ شکست وخوړو نو يوه ورځ ما ته جناح صاحب ووې چې پير صاحب ستا هغه خبره ما اوس منله، واقعي چې صوبه سرحد په عبدالغفار خان پسې دى. خو اوس دا کوشش وکړه چې عبدالغفار خان ما سره ملګرى شي. ځکه چې زۀ اوس خپل ځان د پارټو نه بالاتر ګڼم. ما ته د تمام پاکستان اعتماد حاصلول په کار دى. (غالباً دا خبره د هغې وخت وه چې پاکستان جوړ شوى ؤ"(5).

د انجمن اصلاح الافاغنه اصلاحي تحريک چې د سياسي مقاصدو په لور وړاندې قدمونه واخستل او د باچاخان عملي سرګرمۍ تېزې شوې نو د هغوئ تحريک هم ورسره وسعت وموندو او دغسې د انجمن نه د خدائي خدمتګار تحريک په لور ئې سفر وکړو. د انجمن نه پس د خدائي خدمتګارۍ دپاره هم باچاخان هم هغه د عدمِ تشدد په فلسفه عمل کولو او د دې فلسفې مزيد وضاحتونه ئې هم وکړل. د 21اګست 1940ء په مياشتنۍ مجله "پښتون" کښې د باچاخان يو تقرير چاپ شوى دى چې په کښې ئې د خدائي خدمتګارۍ بنيادي مقصد د عدمِ تشدد د فلسفې خورونه ګڼلې ده. باچاخان په دې حقله ليکي:

"د ظالم ملګرتيا به نۀ کوي. د مظلوم ملګرى به وي او هره خبره چې پېښه شي دى به رښتيا وائي. د دروغو او هر قسم بدو کارونو نه به ځان ساتي. د ملک د ازادۍ کوشش به کوي او د غلامۍ د ذلت نه به خپل قوم نه بلکې د تمامې دنيا د مظلومانو د ازادۍ کوشش کوي. نۀ به د ځان دپاره غلامي خوښوي او نۀ به د دنيا د نورو قومونو دپاره غلامي خوښوي. لنډه دا چې خدائي خدمتګاري يو پاک او روحاني تحريک دى"(6).

د وړومبي ستمبر په پښتون مجله کښې باچاخان د عدمِ تشدد د فلسفې نور وضاحت په دې ټکو کوي:

"د عدمِ تشدد دا مطلب نۀ دى چې مونږ به هر چا ته بس لاس جوړه کړې وي او هر څوک دې زمونږ په سر کښې پښې ږدي او مونږ به سر پورته کوو نه، د بعضو خلګو دا هم خيال دى چې مونږ د عدمِ تشدد په لاره ځکه چليږو چې مونږ کمزوري يو. زمونږ وس نۀ شته او څۀ وخت چې په مونږ کښې طاقت پيدا شي نو بيا به تشدد کوو. دا بالکل غلطه خبره ده مونږ چې دا کوم څيز روان کړى دى نو دا زمونږ اصول دي. زمونږ د خدائي خدمتګارۍ لاره يوه اصولي لاره ده. دا د څو ورځو دپاره نۀ ده بلکې دا يوه د همېشه لاره ده. په دې کښې به هيچرې تبديلي نۀ کيږي. که نن مونږ بې طاقته يو هم او که سبا را کښې طاقت راشي هم. مونږ د عدم تشدد لار نۀ پرېږدو او تاسو په دې هم پوه شئ چې عدم تشدد د کمزورو خلګو کار نۀ دى. په دې اصولو هغه قوم عمل کولى شي چې هغه يو مقصد حاصلولى شي. د يو کمزوري قوم په مقابله کښې ئې ډېر زر حاصلولى شي نو ځکه زۀ تاسو ته وائم چې تاسو په دې خبرو ځان پوهه کړئ او د خدائي خدمتګارۍ اصول وپېژنئ"(7).

دغسې د باچا خان د عدمِ تشدد فلسفه د برصغير په سياسي منظرنامه کښې د بحثونو مرکز وګرځېده. او د هندوستان په غټو غټو سياسي تحريکونو، مرکزونو او لويو شخصياتو کښې په دې فلسفه خبرې اترې شروع شوې. ځنو خلګو د دې فلسفې په مرسته کښې دلائل وړاندې کړل او ځنو ئې مخالفت کښې، د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفې ته دومره لوئ اهميت ترلاسه شو چې د برصغير لوئ سياسي مبارز ګاندهي جي هم د باچا خان په هڅو او په پښتون اولس کښې د عدم تشدد د فلسفې د اثراتو په حقله بحثونه وکړل. ګاندهي جي د هندوستاني دانشور پيارې لال د کتاب "گاندھى جى بادشاه خان کے ديس ميں" په ابتدائي خبرو کښې ليکلي دي چې:

"خدائى خدمتگار کچھ بھى ہوں اور بعد ميں کچھ بھى نکليں مگر اس ميں کوئى شک نہيں کہ ان کے راه نما، جن کو انہوں نے بادشاه خان کا خطاب ديا ہے، خدا کے ايک سچے خادم ہيں، ان کا عقيده ہے کہ خدا حى و قيوم ہے اور انہيں معلوم ہے کہ ان کى تحريک صرف اسى کى مرضى سے کامياب ہوسکتى ہے. انہوں نے اپنے آپ کو اس مقصد ميں فنا کرديا ہے اس لئے اب آگے کى انہيں کوئى پروا نہيں رہى، وه سمجھ گئے ہيں کہ عدم تشدد کو اپنائےبغير پٹھانوں کے لئے نجات کا کوئى راسته نہيں اور يہ ان کے لئے کافى ہے، وه اس بات پر فخر نہيں کرتے کہ پٹھان بہت اچھا لڑنے والا ہے، وه اس کى بہادرى کى قدر کرتے ہيں ليکن ان کے خيال ميں اسے ضرورت سے زياده تعريف کرکے بگاڑ ديا گيا ہے، وه نہيں چاہتے کہ پٹھان سماج کا غنڈه بنے. وه مانتے ہيں کہ پٹھان کو جاہل رکھا گيا ہے اور اس کى جہالت سے ناجائز فائده اٹھايا گيا ہے. ان کى خواہش ہے کہ پٹھان اور بھى زياده بہادر بنے اور اس کے ساتھ سچا گيان (علم) بھى حاصل کرے اور ان کے نزديک يہ چيز صرف عدم تشدد سے حاصل ہوسکتى ہے"(8).

ګاندهي جي د خپل سياسي فکر او باچاخان د نظرئې په يووالي او نزدېکت هم خبرې کړې دي او ليکلي ئې دي:

"چونکہ بادشاه خاں ميرى اہنسا پر اعتقاد رکھتے ہيں، اس لئے ان کى خواہش تھى کہ جتنے دن ہوسکے ميں خدائى خدمت گاروں ميں رہوں وہاں جانے کے لئے مجھے کوئى لالچ دينے کى تو ضرورت تھى ہى نہيں کيوں کہ ميرى تو خود ہى يہ خواہش تھى کہ خدائى خدمت گاروں کو جان لوں. ميں ان کے دلوں تک پہنچنا چاہتا تھا. ميں يہ نہيں کہتا کہ ميں اس ميں کامياب ہوگيا، ہاں اس کى کوشش ضرور کى ہے"(9).

د عدم تشدد د فلسفې د دومره زيات مقبوليت باوجود د باچاخان د ابتدائي هڅو په وخت کښې هم او لاتراوسه پورې په دې فلسفه ځنې اعتراضونه او تنقيدونه هم مخې ته راغلل، په دغه اعتراضونو کښې ځنې خو داسې وو چې په مجموعي توګه د عدم تشدد فلسفه د پښتون قام د مزاج خلاف ګڼلى شوه او ځنې نېغ په نېغه د باچاخان د سياسي سوچ او د هغۀ د عدم تشدد په فلسفه اعتراضات وو. دې لړ کښې د باچاخان د عدم تشدد فلسفه د پښتنو د عام جنګجو صلاحيتونو او مزاج خلاف ګڼلى شوه. هغې دپاره په ثبوت کښې د ببري ګل وزير يوه حواله وړاندې کولى شي په کومه کښې چې هغۀ د باچاخان د فلسفې حواله هم ورکړې ده او د هغۀ د عدم تشدد فلسفه ئې د پښتون قوم د مزاج خلاف ګڼلې ده. ببري ګل وزير په خپل انګرېزي کتاب The Faqir of Ippi کښې ليکي:

"Khan Abdul Ghafar Khan (1890- January 1988) Constantly Criticized the tradition of revenge and its negative impact on the integrity and progress of the Pashtoon society. He founded Anjuman –e- Afaghana (The Association for reformation ofn Afghans) in 1921, besides a private school at Utmanzai the same year, with intention of weeding out evil tradition from the society. Unfortunately he could not achieve the objective of abolishing the centries old, tradition of "Badal Akhistal" because the tribal leader’s clergy as well as the government exploited this tradition, like other evil traditions for their own nefarious designs (10)

د پښتون د عمومي مزاج نه علاوه د برصغير د سياسي منظرنامې په تناظر کښې هم د دې نظرئې سخت مخالفت شوى دى. دغه مخالفت د باچاخان د سياسي هلو ځلو په ابتدئي دور کښې د کميونسټ نظرياتو حامي دانشورو او سياستدانانو په خصوصي توګه کړى دى چې د ټولو نه اهمه نامه په کښې د کاکاجي صنوبر حسېن مومند ده. حنيف خليل په خپل اردو کتاب "کاکاجى صنوبر حسين شخصيت اور فن" کښې د عبدالباقي د يو ناچاپ کتاب په حواله د کال 1930ء په واقعاتو کښې د باچاخان او کاکاجي صنوبر حسېن د دوو مختلفو تقريرونو ذکر کړى دى کوم چې په اسلاميه کالج پېښور کښې کړي وو. د عبدالباقي بيان ډاکټر حنيف خليل په دې ټکو قلم بند کړى دى.

"مارچ 1930ء ميں اسلاميہ کالج پشاور کے ہاسٹل ميں ديگر طلباء کےساتھ رہتا تھا.ان دنوں اسلاميہ کالج کا پرنسپل ايک امريکى مارٹن تھا. خان عبدالغفار خان اپنے سياسى مشن کے سلسلے ميں اسلاميہ کالج پشاور کے طلباء کو خطاب کرنے کے لئے آئے تھے. عبدالغفار خان نے اپنى تقرير ميں کہا کہ اس کالج کا پرنسپل ايک آزاد ملک کا باشنده ہے، مجھے افسوس ہے کہ اس نے مجھے اپنے پشتون بھائيوں اور بچوں سے مخاطب ہونے کا موقع بہت مشکل سے اور رات کے وقت ديا. ہميں اس وطن ميں غلام بنايا گيا ہے. يہ وطن ہمارا ہے ليکن انگريز سامراج اس پر غاصب ہوگيا ہے. انگريز کو چاہيے کہ وه ہمارا وطن چھوڑ کر واپس چلا جائے اور ہميں سکھ کا سانس لينے کا موقع دے".

"اس جلسے ميں کاکاجى صنوبر حسين مہمند بھى موجود تھے، عبدالغفارخان کى تقرير ختم ہونے کے بعد انہوں نے طلباء سے مخاطب ہوکر کہا کہ عبدالغفار خان کا موقف يہاں تک تو درست ہے کہ انگريز ظالم ہيں اور ان کو يہ وطن چھوڑنا چاہيے. ليکن عبدالغفار خان نے يہ نہيں کہا کہ انگريز کے جانے کے بعد اس سرمايہ دار طبقے کا کيا علاج ہوگا جو ظالم کى پشت پناہى کرتا ہے اور مظلوم و مفلس عوام کا خون چوستے ہيں. اس موقع پر کاکاجى صنوبر نے واضح الفاظ ميں کہا کہ ہميں ہر ظالم کے خلاف مسلح ہوکر لڑنا ہے خواه وه انگريز ہو يا انگريزوں کے پرورده سرمايہ دار طبقہ. کاکاجى نے گاندھى جى اور عبدالغفار خان کے عدم تشدد کے بارے ميں کہا کہ يہ فلسفہ پشتون قوم کے مزاج کے خلاف ہے. اور يہ انگريزوں کو تسلط جمانے کا موقع دينے کے مترادف ہوگا"(11).

د ازادۍ په تحريک کښې د کاکاجي صنوبر حسېن يو بل پښتون ملګري سالار فريد خان د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفه په دې ټکو غندلې ده:

"کاکاجى عدم تشدد کے سخت خلاف تھے. وه زبانى اور تحريرى طور پر اکثر عدم تشدد کے فلسفے پر چوٹ کرجاتے اور اکثر ايسے پيرائے ميں کہ بات سننے اور پڑھنے والے کے دل نشين ہوجاتى. وه فرماتے عدم تشدد ہندوؤں کيلئے تو موزون ہے. مگر مسلمانوں کيلئے نہيں اور خاص کر پشتونوں کيلئے بالکل ہى موزون نہيں. پہلے ہى لفظ جہاد کے مٹانے کى کوشش ہورہى ہيں. اگر عدم تشدد پر عمل شروع ہوگيا تو پھر دنيا ميں مسلمان قوم کسى کام کے نہيں رہے گى. کفار جو پہلے ہى انہيں پامال کر رہے ہيں، پھر تو بڑى آسانى سے انہيں ملياميٹ کرديں گے"(12).

کله چې د باچاخان د عدم تشدد په فلسفه دغه واضح اعتراضونه مخې ته راغلل او بيا په خصوصي توګه د پښتنو دانشورو له خوا دغه فلسفه وغندلى شوه، نو باچاخان مجبور شو چې د دغو اعتراضونو جواب وکړي او يو ځل بيا د عدم تشدد د فلسفې وضاحت وکړي ځکه چې د عدم تشدد په فلسفه عمل کوونکو او د دې فلسفې د مخالفينو مقاصد مشترک وو. د دواړو ډلو اصلي هدف دا ؤ چې د انګرېز سامراج نه نجات ترلاسه کړي او په خپله خاوره ازادۍ او خودمختارۍ سره ژوند وکړي صرف د دواړو ډلو لارې جدا وې، انداز او طريقه ئې بېل بېل وو خو هدف ئې يو ؤ. په دې وجه باچاخان چې د ذکر شوو اعتراضونو او مخالفتونو په نظر کښې ساتلو سره د دې فلسفې کوم وضاحتونه کړي دي هغې کښې ئې د عدم تشدد فلسفه د پښتون د کمزورۍ په ځائ د دې قوم يو طاقت ګڼلى دى او زيات زور ئې په دې خبره ورکړى دى چې د مقاصدو حصول څومره په نرمۍ کښې او د عدم تشدد په زور کښې کېدى شي. دومره په زور، جنګ، جګړو او تشدد سره نۀ شي کېدى ځکه هغۀ د ابتدا نه تر اخره پورې پښتون قام ته د دغه فلسفې د خپلولو تلقين کولو او په دې فلسفه د تللو او عمل کولو درس ئې ورکولو. باچاخان د ذکر شوو معترضينو جوابونه په خپلو تقريرونو کښې هم کړي دي چې يوه حواله ئې وړاندې د پښتون مجلې د يو تقرير په ضمن کښې تېره شوې ده او په خپلو تحريرونو کښې هم هغۀ نۀ يواځې د معترضينو جوابونه کړي دي بلکې ځائ په ځائ او په مختلفو موقعو ئې د ضرورت تر مخه د دغه فلسفې مزيد تشريحات هم کړي دي او په هره موقع ئې دغه فلسفه د کمزورۍ په ځائ د يو طاقت په توګه څرګنده کړې ده.

د عدم تشدد په فلسفه د باچاخان وروستي وضاحتونه د هغۀ په کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کښې محفوظ دي. دا کتاب هغۀ په 13 جولائي 1981ء کښې مکمل کړى دى او تر دغه وخته د خپل سياسي او عملي جدوجهد تفصيلات ئې په کښې ليکلي دي. په دې کتاب کښې باچاخان د عدم تشدد د فلسفې مزيد وضاحتونه کوي او د مخالفينو اعتراضونه هم په نظر کښې ساتي هغه د خدائي خدمتګارۍ اصلي بنياد د عدم تشدد فلسفه ګڼي او ليکي چې:

"زمونږ دې خبرو په خلګو ډېر اثر وکړو او مونږ چې به هر چرته لاړو نو ښځي، نر، واړۀ، زاړۀ به ټول راسره روان شول. نو ملايانو دا فتوٰى وکړه چې باچاخان دجال دى. د دجال په هکله دا مشهوره وه چې دى راشي نو ښځي، نر او ماشومان به ورپسې وي. ملايانو به خلګو ته وئېل چې تاسو نۀ ګورئ چې نر، ښځي، زاړۀ، واړۀ ورپسې دي. د عدم تشدد په حقله خلګو کښې عجيبه عجيبه خيالات دي د دې په حقله ډېرې پروپېګنډې کيږي او په خلګو کښې غلط فهمي پيدا کوي څوک وائي چې که څوک په يو مخ څپېړه درکړي نو تۀ ورته دا بل مخ هم ونيسه، چا به وې چې تۀ ورته پروت اوسه او بل به درباندې ګرځي، چا به وې چې تۀ به ورته پروت ئې او هغه به دي وهي ته به لاس پښه نۀ خوځوې، چا به وې چې پښتون يو بهادر او زبردست قوم دى غفارخان ئې بزدله کوي. لنډه دا چې قسم قسم خبرې وې. دراصل عدم تشدد يو طاقت دى څرنګه چې تشدد يو طاقت دى د عدم تشدد هم دغه شان فوج دى لکه څنګه چې د تشدد دى. خو د عدم تشدد وسله تبليغ دى او د تشدد وسله ټوپک دى. عدم تشدد په خلګو کښې محبت پيدا کوي، همت پيدا کوي او جرات پيدا کوي او تشدد په خلګو کښې نفرت پيدا کوي او ويره پيدا کوي او بزدلي پيدا کوي. بعضې خلګ وائي چې د ډيفنس (دفاع) دپاره خو تشدد په کار دى. دوئ دې ته فکر نۀ کوي چې تشدد دې وکړو نو د عدم تشدد لاره دې پرېښوه حالانکې عدم تشدد کښې خپله دفاع شته. عدم تشدد کښې شکست نۀ شته او تشدد کښې شکست شته. څنګه چې د تشدد يو نظام دى. دغه شان د عدم تشدد هم مکمل نظام دى. تشدد اسان دى او په دې لاره تلل هم اسان دي او عدم تشدد هم مکمل نظام دى. تشدد اسان دى او په دې لاره تلل هم اسان دي او عدم تشدد ډېر ګران دى او په دې لاره تلل هم ډېر ګران دي. يو سړي له د پړق جواب کښې پړق ورکول اسان کار دى خو پړق زغمل ګران کار دى"(13).

خلاصه:

د عدم تشدد د فلسفې په حقله په تېر بحث کښې چې څومره حوالې ورکړى شوې دي د هغې نه د دې فلسفې د تاريخي پس منظر وضاحت هم کيږي او د دې فلسفې په مذهبي، سياسي او سماجي اړخونو هم وضاحتونه مخې ته راځي. او دا هم څرګنده ده چې د باچاخان د سياسي فکر وارثان او پېروکار نن هم د دې فلسفې خبرې کوي او په دې فلسفه د تللو او عمل کولو تلقين کوي خو سوال دا پيدا کيږي چې په عملي توګه په پښتني ټولنه کښې د پښتنو په سياست د دې فلسفې اثرات څۀ دي او هغه کومې نتيجې دي چې د دې فلسفې په پېروۍ کښې ترلاسه کړى شوي دي. په کامله توګه خو د دې سوال جواب نۀ شي کېدى البته دومره وئيلى کېدى شي چې د پښتون اولس يوه غټه طبقه دې فلسفې متاثره کړې ده او د ډېرو زياتو مخالفتونو باوجود دا فلسفه نن هم ژوندۍ ده خو تر کومه حده چې د نتائجو د حصول خبره ده نو دې کښې هيڅ شک نۀ شته چې د فلسفې د ځنو منونکو په قول او عمل کښې د تضاد عنصر هم شامل دى او د دې فلسفې د مخالفينو دا اعتراض هم په خپل ځائ مستحکم ولاړ دى چې د پښتنو سياسي او سماجي تاريخ د دې فلسفې مرسته نۀ کوي. د تاريخ نه علاوه د پښتنو ثقافتي اقدار هم د دې فلسفې په عام کولو او په خلګو منلو کښې يو لوئ خنډ جوړيږي. ځکه مونږ دا خو نۀ شو وئيلى چې د باچاخان د عدم تشدد فلسفې خپلې نتيجې په کاميابۍ سره په صحيح توګه مرتب کړې دي. البته دا ضرور وئيلى شو چې دغه فلسفې د برصغير په سياسي او سماجي تاريخ کښې خپلې جرړې دومره مضبوطې کړې دي چې څوک ئې بنياد متزلزل کولى نۀ شي.

د برصغير په سياسي تحريکونو چې کله هم بحث کيږي او په دې حقله څومره هم تحقيقات کيږي نو د باچاخان د عدم تشدد فلسفه به په کښې د يوې ژوندۍ فلسفې په حېث خپل وجود ثابتوي.

حوالې

(1) عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، دولتي مطبع کابل، 1362هـ ش، 1983ء، مخ 183، 184.

(2) سواران ايکنات، حضرت باچاخان ژوند او فلسفه (مترجم غني خټک) پښتو ادبي سوسائټي اسلام اباد، 1993ء، مخ 213، 214.

(3) هم دغه، مخ 216، 219.

(4) وارث خان، ډاکټر، د ازادۍ تحريک، د چاپ ځائ پېښور، جون 1988ء، مخ 94.

(5) خليق، عبدالخالق، د ازادۍ جنګ، اداره اشاعت سرحد پېښور، 1972ء، مخ 164.

(6) عبدالغفار خان، د فخر افغان صاحب دوېم تقرير، مشموله اووۀ ورځنۍ پښتون، 21اګست 1940ء، مخ 6.

(7) عبدالغفار خان، د فخر افغان صاحب درېم تقرير، مشموله اووۀ ورځنۍ پښتو، ستمبر 1940ء، مخ 5، 6.

(8) گاندھى، موھن داس کرم چند، خدائى خدمتگار اور بادشاه خان، مشموله گاندھى جى بادشاه خان کےديس ميں، (از پيارے لال) مترجم ڈاکٹر سيد عابد حسين، فکشن ھاؤس لاہور، 2006ء، ص 7.

(9) ايضاً، ص 7.

(10) Wazir, Babri Gul, The Faqir of (ppi), p 11.

(11) خليل، حنيف، کاکاجى صنوبر حسين، شخصيت اور فن، اکادمى ادبيات پاکستان 2006ء، ص 17، 18.

(12) سالار، فريد خان، کاکاجي صنوبر حسېن مهمند، مشموله کاکاجى صنوبر حسين مھمند مرحوم. دانشوروں کى نظر ميں، (مرتبه انور خان ديوانه) اکتوبر 1993ء، مخ 68.

(13) عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، مخ 357 تا 359.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←