د پښتو ( ی ) ګانې ی ې ي ئ ۍ
په پښتو ژبه کې د بل هر توري په شان (ى) ګانې د کارونې ځانګړي ځايونه لري. که چېرې په نثر او نظم کې هر يوه پر خپل ځاى وکارول شي نو د متن په روانۍ، اسانۍ، مانيزي څرګندونې او خوږلنۍ کې به ډېره مرسته وکړي. خو که چېرې دا (ى) ګانې پر ځاى او خپله بڼه ونه کارول شي، نو لوستونکى د متن په لوستلو کې ټکنى کيږي او کله کله دې ته مجبوريږي چې د جملې پاى ته ځان ورسوي او بيا له سره د جملې روغه بڼه ولولي. دا د دې مانا ورکوي چې د پښتو هر لوستونکى د پښتو د هر کتاب متن دوه ځله لولي. کله کله د (ى) ګانو د ناسمې کاريدنې له کبله يوه کلمه، جمله يا ترکيب همغه د ليکوال غوښتتې مانا هم نه شي رسولى او لوستونکى له ذهني ستړيا سره مخامخوي. هغه کسان خو لا له ډېرو ستونزو سره مخامخوي چې پښتو ليک لوست يې پوره او بشپړ نه وي. د راډيو، ټلويزيون او د نورو غونډو وياندويان هم د (ى) ګانو د نه مراعت له کبله له سختو ستونزو سره مخامخيږي او کله کله دومره ستره تېروتنه کوي چې د متن اصلي مانا ته چورلټ بدلون ورکوي. په پښتو کې د بل هر توري په انډول د (ى) ګانو کارېدنه زياته ده. دا ځکه چې پښتو (ى) ګانې په حقيقت کې (پنځه) بېل بېل غږونه (واولونه) او دوه (=درې) يې غبرګ غږونه (ديقتونګونه) دي.
پښتو ژبپوهانو د پنځه وو بېلا بېلو غږونو لپاره يو ګرافيم (انځور) ټاکلى او اصلاً ستونزه له همدغه ځايه پيليږي. خو دا ستونزه په (ى) ګانو کې د شکلي بدلون او د ټکو د تغير په وجه تر يوه بريده له منځه وړل شوې ده. عام لوستونکي دې پنځه وو بېلا بېلو غږونو (اوازونو) ته په يوه سترګه ګوري او زياتره يې ګرد سره د توپير په کيسه کې هم نه دي. ډېر پښتانه ليکوال او چاپ چارې د دې (ياګانو) د کاريدنې پر ځاى، ارزښت او بڼې باندې پوهيږي. ځينې يې په ليک کې مراعت ته ډېره پاملرنه کوي. خو ځينې يې بيا پر مراعتولو ځان ستړى کوي. هغه آثار او کتابونه چې د (ياګانو) پوره مراعت پکې شوى وي. لوستونکي ورسره زياته ليوالتيا ښيي. د دې لپاره چې په راتلونکو چاپي کتابونو کې د دې تورو (د بېلا بېلو ياګانو) مراعت وشي او يا هغو کسانو ته چې تر اوسه لا د دې تورو په دقيق استعمال او کاريدنه کې ستونزې لري او يا پرې نه پوهيږي، د هغو د معلوماتو لپاره دلته د دې تورو (ياګانو) په اړه څو څرګندونې کوو.
۱- ى (ay):
دې تر نرمه (يا) وايي، ځينې يې بې ټکيو (يا) هم بولي. دا (ى) په حقيقت کې له دوو غږونو څخه جوړه شوې ده. يانې يو غبرګغږ (ديفتونک) دى چې ېو غږ (a) يې خپلواک (واول) او بل نيم واک (سيمي واول دى). يانې (ى =ay). د کاريدنې ځايونه يې دا دي:
- په زياترو مفردو نارينه نومونو کې چې يا د وينا له مخې او يا په حقيقي ډول نارينه وي راځې، لکه سړىْ منګى، لرګى، زمرى، پرګى، پسرلى، منى.
- په ځينو کړونو (فعلونو) کې راځي لکه: تللى، خوړلى، ګټگلى، ليکلى، وېشلى، ژړلى، خندلى، کړى، وړى، مړى، پړى.
- په ځينو نسبي نومونو کې هم کاريږي لکه: کندهارى، ننګرهارى، پېښورى، کابلى...
- هغه نومونه او فعلونه چې په (ا=ay) پايته رسېدلي وي، لکه: ځاى، چاى، کابل باى، راتلاى او ځينې نور...
۲- ي “I” :
دې ته څرګنده يا معروفه (يا) وايي. دا يو خپلواک غږ (واول) دى. د کاريدنې ځايونه يې دا دي:
- زياتره هغه مفرد نارينه نومونه چې په (ى=ay) پايته رسېدلي وي، د هغو د جمع کولو لپاره لکه: سړى = سړي، منګى = منګي. پسرلى = پسرلي او نور.... سړى په (ان) هم جمع کېداى شي، سړى = سړيان.
- زياتره هغه يو ګړي (مفرد) نارينه نومونه چې مفرد شکل يې په (ى=ay) پای ته رسيدلى وي. د هغو د بدلېدونکي (مغير) حالت لپاره لکه: سړى وايي (اصلي حالت). سړي وويل اوښتى (مغير) حالت. منګى اوبه لري (اصلي حالت) زمري غوښه وخوړه (اوښتې بڼه) او داسې نور....
- په ځينو نسبتي ستاينومونو کې لکه: ځي، راځي، خوري، نه خوري،مري، وړي، بولي، ولي او نور...
- په ځينو مفردو کسبي نومونو کې هم کاريږي. لکه:موچي، دوبي، توپچي، تبله چي، ربابي، کبابي او نور...
۳- ې (e) :
دې ته اوږده (يا) وايي. دا يو خپلواک (واول) غږ دى. د کارېدنې ځايونه يې دا دي:
- زياتره هغه مفرد ښځينه نومونه چې په زور (a=o) پايته رسېدلى وي. د هغو د جمعى له پاره. لکه: پاڼه = پاڼې، لمبه، لمبې، ډيوه=ډيوې، پلوشه = پلوشې، وړانګه = وړانګې او داسې نور...
- د هغو ښځينه نومونو د اوښتې بڼې لپاره چې اره بڼه يې په همدې زور (a=o) پايته رسېدلې وي لکه: پلوشه راغله (اصلى حالت)، پلوشې ډوډۍ وخوړه (اوښتى حالت)، ډيوه له لرې ښکاري (اصلي حالت)، د ډيوې رڼا ته ناست دى (اوښتې بڼه). لمبه سره او شنه ده (ار حالت). د لمبې رنګ سور دى.
- په ځينو مفردو ښځينه نومونو کې لکه: ناوې، ادې.خواښې او نور...
- په ښځينه نومځرو (ضميرونو) کې لکه دې، هغې.
- په ځينو فعلونو کې لکه: ژړلې، خندلې، وېلې، خوړلې، ليکلې، څکلې، څښلې او نور...
۴- ۍ (ay):
دې ته زورکى والا (يا) وايي، دا له دوو غږونو جوړه شوې چې يو يې خپلواک (a) او يو يې نيمواک دى چې دواړه په ګډه يو غبرګغږ (ديفتونګ جوړوي). دا (ۍ) په زياترو مفردو ښځينه نومونو کې راځي لکه: نړۍ، وړۍ، شړۍ، ګلالۍ، ملالۍ، مړۍ، ځولۍ، خولۍ، او داسې نور...
- د ځينو هغو نسبتي ستاينومونو د اوښتې بڼې لپاره هم راځي چې په (ي) پايته رسيدلي وي: لکه هغه ډيره خوشحالي وکړه (اصلي حالت). هغه له ډيرې خوشحالۍ پر ځان نه پوهېده (اوښتې بڼه). سوکالي دې غواړم. ستاسې د سوکالۍ په هيله او داسې نور...
۵- ئ (aY):
دې ته همزه لرونکې (يا) وايي. دا له زورکۍ والې (ۍ) سره په وينګ (تلفظ) کې هېڅ توپير نه لري، دواړه يو ډول غږونو څخه جوړې دي. يانې دا هم يو غبرګغږ دى چې يو غږ زورکۍ والې (ۍ) سره يې د کاريدنې ځايونه توپير کوي.
يانې دا چې زورکى واله (ۍ) په نومونو او د ځينو ستاينومونو د مغيره حالت لپاره او همزه لرونکې (ئ) په فعلونو کې راځي. په ځانګړي ډول د امر او نهې په فعلوونو کې لکه: وخورئ، کېنئ، مه کينئ، پاڅئ، ځئ، راځئ او نور...
ځينو ته کېداى شي دا پوښتنه پيدا شي چې (ئ) ته اړتيا نه وه. يوازې (ۍ) بس وه. دلته بايد وويل شي چې د دې (ياګانو) په مرسته د هغو فعلونو او نومونو توپير کېدلى شي چې تلفظ يې يو شى وي خو مانا يې بېله وي. ځنې وختونه موږ داسې وييونو يا کلمو سره مخامخيږو چې د همدې دوه ډوله (ياګانو) په واسطه يې توپير کولاى شو.
لکه: هغه کړئ ؟ ( هغه کار کوئ)، هغه کار کړۍ ( هغه حلقه)
د کلمو په پاى کې د (ياګانو) د کارونې د پورتنيو يادونو تر څنګ د کلمو په منځ کې هم د ياګانو کارونې ته پاملرنه پکار ده. که چيرې د کلمو په منځ کې د هغو سمه کارېدنه ونه شي، تر هغه پورې چې د ويل کېدونې کلمې څخه وروسته کلمه ونه لوستل شي، د کلمې په مانا کې د بدلون د پېښېدو امکان شته، لکه تېر(تېر مهال)، تير (لرګى). که دا دواړه ېو ډول (تير) وليکل شي توپير به يې ونه شي، يا څيرې (شلېدلى) او څېرې (قوارې) که يو ډول وليکل شي، او يا لکه: پير (لارښود) پېر (مهال). نو مانيز توپير به يې ونه شي.
په زياترو هغو کلمو کې چې په منځ يا پاى کې يې (يا) راغلى وي. که د هغو دقيق او اره بڼه وکاروو. نو د کلمې له درست وينګ سره به مخ شو او د ډيرو مانيزو ستونزو مخنيوى به وکړو. خو له دې سره سره د کلمو، په ځانګړي ډول د هغو ترکيبي کلمو په منځ کې چې د ېو ځاى کيدن اړتيا يې وي. د ځينو (ياګانو) بڼې نه شي مراعتېدلې، لکه نړۍ+وال= نړيوال. د نړيوال په تلفظ کې د زورکۍ والې (ۍ) غږ څرګند دى. بله بېلګه يې ګاډۍ+وان=ګاډيوان او داسې نور...
(ى) هم په منځ کې په خپله بڼه نه شي راتلاى، مجبور يو چې له (ي) څخه د (ى) په توګه ګټه واخيستل شي، لکه لوى + والى = لويوالى.
د دې يادونو تر څنګ کېداى شي د ځينو لوستونکيو په ذهن کې د دې (ياګانو) نومونه. د کارېدنې ځايونه او بڼې تر ډيره وخته پاتې نه شي. يا دا چې دې (يا) ته څه وايي او يا دې بلې ته څه وايي! کېداى شي د دې ټولې ليکنې چاڼ يوې جملې ته راټول کړو. داسې چې لوستونکى دې دا يوه جمله په ياد کړي او بيا چې په هره کلمه کې کومه (يا) راغلې وي هغه دې په همدې جمله کې د راغليو ياګانو په وزن کې واچوي او په همغه بڼه دې وليکي. دا جمله کېداى شي په دې ډول وي: تل دې وي انسان پالنه په ټوله نړۍ کې، سره يو شئ دا زموږ ارمان دى.
اوس نو که په هره کلمه کې (يا) راغلي وي. د همدې (ياګانو) په وزن او له همدوى سره د ورته والي له مخې يې بڼې ټاکلى شئ! لکه شيدې، مستې. څرنګه چې په شيدې کې (دې) برخه د (تل دې) سره ورته والى لري. نو بايد چې (ې) وکارول شي. او (شي) له (وي) سره په وزن کې ېو شان ده. نو بايد (ي) وکارول شي. همدارنګه په (مستې) کې (تې) برخه د (دې) په وزن ده بايد چې (ې) وکارول شي. (شړۍ) د (نړۍ) په وزن او (شړئ = مه شړئ) د (شئ) په وزن راځي. سړى د (دې) په وزن دى. نو بايد همدا ډول (يا) وکارول شي.
پای.
