دارواني جګړي او وژني دڅه دپاره..؟
که څوک داخبره مني که نه مني دارواني جګړي يواځي او يواځي داقتصادي ګټو دپاره يې نښلولۍ دي او ګټي هم دهغه زورور ودي چي دوي دهري لاري و هغه ته رسيدل غواړي که څه هم و دهغه جګړو ته د مذهبونو ترمنځ وتوپيرنومونه يانور نومونه ورکول کيږي خو دجګړو موخه يواځي او يواځي خپلي ګټي خوندي ساتل وي اوګټه اخستونکي دخير په غونډي ورته ناست وي خو دخاوري اوسيدونکي په بيلو بيلو نومونو ديوه او بل دپوه پناه کولو په جهاد بوخت دي خو يواځي وسلي او لګښتونه په يوه او بل نامه وهري ډلي ته ورسوي چي دهغه پخپلو کښې نه يواځي ووژني بلکي دسره سړي يې هم په يوه او بل نامه دمنځ څخه يو شې چي بيادسردپورته کيدو څوک پاته نه شي چي دوي دخپلي خاوري او دهغه شتمنيو ساتنه وکړي چي قدرت د دوي په خاوره کښې زيرمه کړي دي او دوي د ډېره وخته څخه هم په دهغه شتمنيو ناز او وياړ کوي چي دوي به هم ددهغه معدني زير موڅخه يو وخت ګټه ترلاسه کړي چي وکولي شي چي خپل ولس څو کاله او خوشاله وساتي خو د روانو شخړو څخه داسي اټکل کيږي چي هم دهغه ارمان به د دوي کله هم ترسره نه شي ديدمرغي ځائي خو دا هم دي چي هم دهغه جنګيالۍ ډلي چي وشاته نور زورور ناست دي په پټو سترګو دګټي او دجګړي دګټلو په خاطر خپلي قامي شتمني او اقتصاد (لږو ډېر) داسي ورانوي او داسي لوټي لوټي کوي چي په بشپړه دنوروو مرستو ته په ګوډوشې او خپلي ټولي چاري هم د دوي په خيرات ترسره کړي او که چيري داخيرات په ودرول شي نو دوي ديوه ولس په حيث دخواستخوالۍ سره مخامخ شي داهر څه موږ داوخت په خپلو سترګو ګورو او دپوهي خاوندان ډېر ښه په دهغه لوبه پوه دي او دتېرو دوو درولسيځو څخه هم دهغه لوبه روانه ده او دهغه بوبه به نوره هم دوام کوي او دجګړي دهغه ځائي مشران به هغه وخت(سپيڅلۍ مشران) په ځان پوه شې چي او به په بشپړه تر وخت تيري شوي وي.
موږ پخوا هم داخبره کړي وه چي جګړه دمذهبو او دفرقونه ده بلکې داجګړه په سلو کښې سل دګټو او داقتصاد جګړه ده چي زورځواکي يې هم ددي لاري ترلاسه کول غواړي چي تاسي يو بل په بېلا بيلونومو او پلمو سره وژني موږ به نه يواځي ستاسو دجګړو ننداره کوي بلکې خپلي ګټي به هم څارو په دهغه جګړو کښې دبشريت اوداسلام چي څومره سپکاوي کيږي څومره زيانونه چي رسيږي ځموږ يې په څه ولي چي موږ يې په کيسه کښې نه يو..؟ نن چي په افغانستان په عراق ليبيا شام يمن او نورو ملکو کښې چيري چي معدني زيرمي دي دهغه خو نړي جګړي رواني دي کله چادا فکر کړي دي چي جګړي ولي په ځانګړو سيمو کښې دوام لري چي ژوندي وړوکي بيلګه يېدپاکستان بلوڅ سيمه ده يا دقبائيلو شمالي وزيرستان يانوري خواوي دي لومړي يې ددهغه يادشوو هيوادو پوځي ځواکونه دمنځ څخه په يوه او بل نامه يو وړل بيايې چي څه وکړو هغه ټولو د ټولي نړۍ په مخ کښې ديوه غوړولي کتاب وارو دي چي دپوهي خاوندان ښه په پوهيږي يا خو دوي څه ويلي نه شي يا يې په وس کښې څه نه شته؟ ولي چي هر سړي هر کور هر څنډه هر کلۍ هر ملک يې يو دبل په سيالۍ کښې سره درولي دي او هغه وياړونه او عنحنات چي دقومونو پيژندنه ده دهغه دمنځ څخه دوړولو دپاره يې هر غيربشري لاره په مخه کړي ده ملکونه قامونه يې په بېلا بېلو ناخوالو او مشکلانو کښې راګير کړي دي چي غله ته وائي عمل دروان دي او کورواله ته وائي غل درغي چاچي لږ و ډېر رښتيا ويل هغه تهرورکول او يوه داسي ويره يې وغوړوله چي داوخت هر سړي دخپل سوري څخه ويريږي مخ سړي ووژل شول خبريالان تهر ورشول ولسونه په اقتصادي مشکلاتو کښې راګير شول سياسي ګوندونه فلج او دکاره واستل شول ځکه چي ميدان چخالي شو او هر بغاړي په زياته بياد هغه زورځواکي خپلۍ ډول ډول لوبى باندي کوي آن داچي مسلمانان يې دالقائده طالب داعش بغدادي شعيه سني ديوبندي بريلوي وهابي سلفي کردي عربي شمالي او سويلي او دا ډول په بيلا بيلو ډلو سره ووېشل چي يوه ډله دبلي ډلي وينا او ريدلوته تياره نه ده دبده مرغه ځموږ دهغه مذهبي ډلي ولس داسي سره وويشي چي هر يو دبل سره دښمني کښې لويدلي دي او هر ډله په خپل دريځ داسي ټينګ ولاړ دي چي اټکل يې نه شي کيدي ددي سره سره چي دټولو مسلمانانو دين او مذهب يو دي قرآن او رسول(ص) يې يودي او ټول په يوه رب ذوالجلال ايمان راوړي دي خو دايوه خبره او پوښتنه دهر چاپه زړه کښې ګرځي او يوغټ شمېرداپوښتنه کوي چي دا القائده داطالب دا داعش دکومه راغلو او دوي دچاپه ګټه تماميږي؟ ددي دپاره په کار دي چي شل کاله دمخه ورځپاڼي کتابونه او مجلۍ وکتل شي؟
دليک داوږ دوالي دکبله موږ خپله خبره راټولو وداوخت چي ولسونه دويري او دبي امنيتي ترسوري لاندي ژوند کوي خلګه داقتصادي ناخوالو او مشکلاتو سره مخامخ دي بي روزګاري او ګراني چي کوم سوري غوړ ولي دي حکومتونه چي دولسي واکمني چغاري وهي او دپرمخيائي کارواواځي خپروي او دښه صباؤن زيري ورکوي خو په رښتيا هم داهسي خبري دي دوي پخپله څومره واک او اختيار لري دنورو دمرستو په چپه دهغه حکمرانان خپلي چاري ترسره کوي شي که ځواب په ياکښې دي نو څنګه دوي خپلواک دي چي ولسونه يې په دوه وخت ډوډي حريان د ځموم سترپيغمبر حضرت محمد(ص) ځکه په خپل يوه حديث کښې راوړي دي چي مسکنې او فقر يو وکړي وکفرته اړه وي شې نوپه داسي حال کښې چي ولسونه په فقراخته وي بلکې خپله واکمنان په خيرات راټولولو بوخت وي نو دولسونه سره به هغه څه کيږي لکه نن چي ليدل کيږي او نن ورځ موږ وينو چي ددهغه جګړو ځپلو هيوادو وګړي چي شمېر يې په لکاؤ کښې دي داروپاملکو ته کوچ کوي چي کيدي شي په دهغه ملکو کښې يې سوله امنيت او روزګار په برخه شي په خپله په دهغه جګړه ځپلو ملکو کښې چي کوم حال دي هغه خو ديچي دي پخپله هند چي داقتصادي پرمختيالوئي لوئي داوي کوي دبي روزګاري يې داحال دي چي ديوه خبر سره سم د ديشو چپړاسيانو خدمتګارانو دبهرني دپاره پنځه او يازره کسانو خپل خواستونه ياعرضي ورته ورکړي وي چي دوي ته ورته په پاکستان او نورو ملکو کښې هم ليدل کيږي.
هم دهغه خوارولسونه چي دبيلو بيلو ناخوالو سره مخامخ دي خو د دوي دمنځ څخه يوه وړوکي لاس پوځي ډله چي ډول ډول څهري او مخونه لري دوي دولسونه هر څه پخپله ګيده کې اچوي ديو ډول ګډوډيو(CORUOTION) څخه مخ نه ګرځوي هم ددهغه زورځواکو ملکو په چوپړکښې دهغه وخته څخه لګيادي او د دوي باداران دنارو ناوړه چارو دڅنګه رسنې او ميډيا په ډېره ناوړه لار ددهغه خوارو ولسو په ضد ګارهوي دهغه ځان ته دبشر دوستي داويداره وائي چي دوي رسنې خپلواکه دي خو داداوه دسر څخه بيځايه ده دهغه ملکونه چي زياتره رسنې د دوي په واک کښې دي يواځي او يواځي دخپلو ګټو دپاره ګاروي کومه پيښه چي د دوي دګټو په ضدوي هغه دسره خپروي او ددي څخه(BLACK OUT) کوي خو دسنيو يوه داګټه چ دنړۍ ولسونه يې بيداراو دشعور خاوندان يې کړل ډېردوياړ خبره ده دهغه زورځواکو چي کوم درواغ درسنېو دلاري په کلو کلو خپاره کړل نن هر وګړي په دي پوه شوي دي او دوي چي کومه خبره خپروي هر اويدونکو په پوهيږي چي د دي خبري دخپرولوماناڅه ده او دوي کومه مخه لري دولسونو ددهغه دشعور جګواکي به ودي نړۍ ته يو ښه زهري راوړي خو داهر څه به دولسونه په موټو کيږي دوي به دهغه هر جبردمنځ څخه دوړولو ږغ راپورته کوي او داڅه ناخوالي چي دوي يې ګالي دبه دمنځ څخه وړي هر څه به په بله خوارا اړوي ولي چي رواني چاري پا نظام نور دومره توان نه لري چي نړۍ واکي او ولسي چاري ترسره کړي چيري چي هر څه به په درواغو ولاړ دي آن داچي دسړي څخه نيولي ټولني بياترملک او نړۍ پوري هر څه په درواغو چليږي که داسي نه ده؟ خو ددي دپاره به دنړۍ دولسونو ترمنځ پيوستون جوړه ول وي ځکه زياتره ولسونه د داسي ناخوالو سره مخ دي چي نور نو د دوي ځخم جواب ورکړي دي په تشو او اځوپروپګينډ او په زور ولسونه نور تګ نه شي کولي ځموږ ددي وړاندي څو ليکومانا کله هم دانه ده چي دلته دسوشلزم پرچارکوو بلکې وټولي نړۍ ته ديوه داسي نظام اړتياده چيري چي امنيت وي سوله وي بشريت وي برابري وي عدالت وي چي دهغه هر څه ځموږ دسپيڅلۍ اسلام لارښودنه او تګ لاره ده هم دا خبره ده چي په تيرو ورځو کښې يوه غربي پوه او مفکر دا وړانديځ وکړي چي نړۍ داوسنيو ناوړه ناخوالو څخه دځغورلو يواځني لاره داسلام په لارښودنو دعمل کولو دلاري خپلي دي شي چي دنړۍ دنورو مذهبو هم دالارښودنه ده دهغه ښاغلۍ داهم وويل چي عيسائيت په زوره نه شي خيريدي دهغه کار به څوک کوي؟ دابه ولسونه او پوه عالمان کوي نه دهغه اوسني څوک چي مذهبونه او بشر يې دړي وړي کړي دي دا اوسني نړۍ وال نظام داتوان نه لري چي ونړۍ ته ورپيښو ناخوالو مخ نوي وکړي چي په هغه کښې يو لوئي خطر دچاپيريال ککړتيايا(PULLAYION) دي که نړۍ هم په دهغه دروغجني لاره روانه وه نو بۀ دناوړه صباؤن سره مخامخ کيږي
