د پښتو د تورو پلټنه او شته
زه چې کله د اردو ژبي کتاب لولمه نو داسي توري مې ډېر تر سترګو کيږي چې هغه د پښتو توري دي ځيني ځيني توري خو په بشپړه ډول په دهغه ژبه کښې خپل شوي دي چې ځموږ بشپړه باور ور باندي وشې چې دا به د اردو ژبي خپل توري (WORDS)وي خو چې سر شته او پلټنه ورته نو څرګنده شې چې دا د پښتو توري دي د بيلګي په ډول مزل مزل ډېر نور دلته ځما عرض دا نه دي چې زه د اردو ژبي يا د بلې ژبه څخه کرکه وښايم خو په اردو ژبه کښې به ارومرو د پښتو توري وي ولي چې اردو ژبه يوه عسکري ژبه ده چې د بيلو بيلو ژبو د تورو او ټکو څخه جوړه ده او خل توري نه لري خو د بده مرغه موږ هر توي چې په ياده ژپ کښې ګاريږي د اردو توري ګڼو دا ځکه چې په موږ کښې دا دودنه شته چې د خپلې ژبي هر اړخيزه پلټنه او شته وکړو ددې د څنګه يو لوئي شمير د پارسي توري هم ځموږ ژبي خپل کړي دي که څه هم هغه د دواړو ژبو ګډ مشترک توري دي چې دادواړي لوئي ژبي (پارسي او پښتو) خوندي ژبي دي چې هميش يو د بل تر څنګه پاته شوي آن دا چې يو وخت د دوي ژبي نه بلکې يوه ژبه وه نو ځکه چې دواړي ژبي ډېر ګډ توري لري هم دا ډول يو لوئي شمير د عربي ژبي توري ځموږ پښتو خپل کړي دي داخبره هر چاته څرګنده ده دا ځکه ځموږ ستر ديني کتاب قرآن شريف او نور اسلامي کتابونه په عربي ژبه ده چې ارومرو به ځموږ په ژبه اغيزه کوي خو اوس په پارسي او پښتو کښې هم ډېر اسلامي کتابونه شته تر چاپ راتيريږي.
اوس راځو خپلې خبري ته په رښتيا هم موږ تراوسه د خپلې ژبي پښتو دومره شته ( RESEARH) نه دي کړي تر دي چې موږ ډېر په دي نه يو خبر چې ګارونکي توري ځموږ د خپلې ژبي دي چې ددې ژوندي بيلګه د نورو ژبو وارو په قاموسونو ( DICTIOARY) کښې د هري ژبي اشاره (اخونه) ورته شوي وي خو د پښتو و تورو ته داسي څه نه ښکاره کيږي که وي هم ځما تر سترګو نه د تېره شوي وي ددې سره سره چې د وخت حکمرانانو چې پخپله هم پښتانه وو د نورو ژبو د حکمرانانو وارو و خپلې ژبي ته د تاريخ په اوږدو کښې ارزښت نه دي ورکړي او دا څه وډره او پټه خبره نه ده ددې سره سره چې ګاونډيانو دهغه وخته څخه ځموږ د ژبي د ګډوډه کولو او د پرمختيا په مخ کښې خنډونه اچولي دي چې دهغه ناخوالو هر وخت ځموږ و سترګو ته هغو د يخوا کيږي خو داخبره هم دا ويرولو وړنه ده چې په ټوله ايزه ډول و پښتو ته دومره کارنه دي شوي لکه په يواځي سرچي ځموږ مشرانو او کشرانو کړي يا يې کوي چې ژوندي بيلګه يې ستر خوشال خان باند(ارواښاد) دي يا دهغه وخته څخه دېر زمريان لګيادي او د خپلې ژبي چوپړوهي چې دلته يې نومونه راوړل څه آسانه کارنه دي خو دوي هم د پښتو په وده او پرمختيا کښې ستر نومونه لري.
ددې سره سره چې په اوسني مهال کښې د پښتو دودي دپاره اکيډمي ادبي ټولني او اداري شته دي او دوي هر وخت ناستي کوي خو د دوي ټوله زور په مشاعرو باندي ختلي ړي او دوي وهغه خواته مخه نه د کړي چې هغه ته د ژبي چيړنه شته (RESERCH)وويل شې داسي نه چې دوي د پښتو ژبي دپاره کار نه کوي خو هغه دنده چې د دوي په غاړه کښې لويدلي ده هغه نه تر سره کوي نه دوي څوک په ملاټکوي چې دوي و دهغه خواته پاملرنه وکړي هو دوي شاعران تشويق کوي ځکه چې پښتو ژبه د نورو په پرتله د شاعري ژبه جوړه شوي ده او موږ اټکل کوي شو چې هره ورځ د شاعري نوي نوي کتابونه په لاسو کښې ليدل کيږي ددي سره سره د پښتو ژبي لوستونکي د نشت يادنه برابردي په زياته بيا د کرښي د لمرخاته په خوا کښې دا ځکه چې ځموږ پښتو په دهغه سيمو کښې نه دلوست ژبه ده نه د دفتر او چارواکو بس هم څه سرتيري دي چې و کار ته ملاتړلي او غواړي چې د دوي مورني ژبه پښتو هم دومره وده او پرمختيا وکړي لکه نوري ژبي خو د ويري ځائي دادي چې په ښوونځيو او سکولو کښې نوري ژبي ورته ويل کيږي او بريښنائي رسنې هم د نورو په ژبه دي نو ځکه لوستونکي د خپلې مورني ژبي دود او کلتور سره ورځ تر بلې بيګانه کيږي پښتانه چې يوه پيژندګلوي يې د آس د ساتونکي قام په حيث تاريخي نوم لري که نن هم و دهغه زده کونکو ته آس ورښکاره کړي نو په ځائي ددي چې آس ورته ووايې دوي به ټول ګهوړايا (HORSE) ورته وائي ځکه چې د دوي زده کړي په مورني ژبه نه دي داسي نوري ډېري بيلګي موږ ښوولي شو او ددي د څنګه نورو ژبو په پښتو دومره يرغل کړي دي چې ک پام ورته ونه شې نو به پښتو نوره خپل ارزښت دلاسه ورکړي او بله لويه بده دا ده چې ځموږ ليکوال او رڼ انده په ځائي ددي چې څه خواري په ځان يوشې او پښتو خپل توري ګار کړي دوي هم د نورو ژبو توري په خپل پښتو ليک کښې ګاروي چې ډېر داسي ليکوال شته چې د دوي ليک د سر څخه د پښتو نه شې کيدلي چې و ژبي ته دنه پوهيدو هڅ ګڼل کيدي شې يا به زياته موږ هغه ته ګلالي پښتو نوم ورکوو.
په کاردي چې موږ و خپلې مورني ژبي ته نوره ډېره پاملرنه وکړو او د هر هغه څه څخه لاس په سرشو چې هغه ځموږ و ژبي ته زيان رسوي و خپلې ژبي ته هغه برخه او حق راوړو چې هغه تراوسه نه دي ورکول شوي و لکه هغه په هره خوا او سيمه کښې وي ولي چې دا ځموږ بشري اسلامي او آئيني حق دي خو ددي د څنګه خپله هم داسي هڅه ونه کړو چې هغه پښتو ته زيان رسوي موږ داهڅه کړي ده چې په پښتو ليک دود کښې چې هره ورځ کوم توري ګاريږي هغه تاسو ته وړاندي کړو او هغه څوک چې بيله داړتيا او ضرور ته د نورو ژبو توري ګاروي هغه ځموږ ددي هڅي څخه ګټه واخلي دا ځکه چې کوم ليکوال بې دريغه د نورو ژبو توري ګاروي او پښتو ژبه و يوه بل لورته په پوهي يا ناپوهي روانه کړي د هغو مخ نوي وشي.
(نوربيا)
