اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ايپي فقير

افغانستان ملي اتل ، ټولنيز او روحاني شخصيت ، حاجي ميرزا علي خان ( ايپي فقير ) په ۱۸۹۷ ز کال کې د شمالي وزيرستان د ايپي په کلي کې زېږېدلى دى . د ميرزا علي خان پلار ارسلا خان نومېده ، چې يو روحاني او قدرمن سړى وو . ميرزا علي خان په ديني ښوونځي کې زده کړې کړې وې .

د ايپي فقير په ۱۹۲۳ ز کال کې مکې شريفې ته ولاړ او حج يې وکړ . هېواد ته له راستنېدو نه وروسته يې د ايپي په کلي کې ، چې د بنو او رزمک لويې لارې ته نږدې موقعيت لري ، خپل ژوند ته دوام ورکړ . د خلکو په منځ کې دده درناوى ورو ورو په زياتېدو شو او د حاجي صاحب په درانه نامه سره به يادېده . سربېره پردې ، دى هغه مهال د يوه ديني ، لوى روحاني شخصيت او ملي مبارز په توگه په ټوله سيمه او افغانستان کې اوڅار شو ، کله چې يې د شلمې پېړۍ په دېرشمو کلونو کې د وزيرستان او شاوخوا سيمو نور پښتانه د لويې برتانيا د ښکېلاک پر ضد وسله والې مبارزې ته راوبلل او په دې لاره کې يې برياوې په برخه شوې .

ددغه ملي مبارز تر مشرۍ لاندې د لويې برتانيا پرضد د پښتنو او افغانانو جگړې په څلوېښتمو کلونو کې هم دوام درلود . پر انگرېزانو باندې د ايپي فقير د ډېر کمپېښه جگړه ييز تاکتيک درلودونکي بريدونه داسې پرله پسې ترسره کېدل ، چې انگرېزان يې تر پوزې پورې راوستي ول او حيران ول چې څه ورسره وکړي . د “ جرمني امپراتورۍ افغاني جگړې “ کتاب ليکوال ښاغلى “ يوري نيکولايوويچ تيخونوف “ ليکي ، چې د ايپي فقير د له منځه وړلو په موخه د برتانوي هند ښکېلاکگرو چارواکو د خپلو پوځي هوايي ځواکونو تر ټولو تکړه پيلوټانو ته امر وکړ ، چې د ايپي فقير او نورو پاڅون کوونکو پښتنو ټول کلي ، کورونه ، د دوى پټنځايونه په بې رحمۍ سره داسې بمبار کړي ، چې کورټ ژوندى سرى پکې پاتې نه شي . خو هر ځل چې به انگرېز چارواکو د ميرزاعلي خان د نيولو او يا وژلو لپاره پر پوځي کمپاين لاس پورې کړ او خپل وسله وال ځواک به يې په کار واچاوه ، نو هېڅ ډول کومه پايله به يې نه ورکوله .

پخپله انگرېزان په دې اعتراف کوي ، چې څلوېښت زره کسيز انگرېزي پوځ د ايپي فقير او نورو پښتنو سيمې کلابندي کړې ، له پاسه پرې پوځي الوتکو بمبارۍ کړئ ، په داسې حال کې چې له ايپي فقير سره به زر يا يونيم زره کسه په سمڅو کې پټ ول ، نه يې الوتکې درلودې ، نه يې شوبلې ، نه يې مخابراتي چارې سمبال وي او د کارتوسو له کموالي سره خو تل لاس او گرېوان ول ، بيا به هم انگرېز پوځونه تش لاس بېرته خپلو مېشتځايونو ته ستانه شول .
ښاغلى “ تيخونوف “ د خپل کتاب په يو بل ځاى کې د انگرېز جگپوړو افسرانو له قوله ليکي ، چې انگرېز جگپوړي افسران او جنرالان هېښ پاتې ول او د علي خان جگړه ييز تاکتيک داسې فکر ورسره پيدا کړى وو ، لکه ده چې په برتانيا کې کومه لوړه پوځي اکاډمي پاى ته رسولې وي . نوموړى ليکوال ليکي ، چې په افغانستان کې د محمد ظاهر شاه حکومت هم له ميرزا علي خان نه د ډار احساس کاوه ، ځکه چې له ده سره نه يوازې چې د ډيورنډ کرښې نه لاندې پښتانه ولاړ ول ، بلکې د ډيورنډ نه دې خوا افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو پښتنو هم دده ملاتړ کاوه او په لسگونو زرو غازيانو څو ځلي دده له نورو لښکرو سره يو ځاى په جگړو کې گډون کړى وو . دده د ټولو لښکرو شمېر تر سلو زرو پورې رسېده ، نو که چيرې يې د پاچا محمد ظاهر شاه په سياست کې کوم څه د انگرېزانو په پلو احساس کړي واى ، نو بيا خو فکر نه کېده ، چې د ايپي فقير ددغه لوى ځواک د احتمالي بريد په وړاندې دې يې د افغانستان دولت ځان ټينگ کړى واى .

له برتانوي امپراتورۍ سره د ايپي فقير تر مشرۍ لاندې جگړو کې ډېر پښتانه او افغانان هم له منځه ولاړل او شهيدان شول ، خو دا د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې جگړې او د هېوادپالنې په لاره کې د دوى کارنامې وې ، چې ياد به يې زموږ د هېواد تاريخ پخپلو زرينو پاڼو کې په وياړ سره ساتې .

حاجي ميرزا علي خان د ژوند په وروستيو مهالونو کې د سالنډۍ له ناروغۍ نه په تکليف وو . په وروستيو شپو ورځو کې ان دومره کمځواکه شوى وو ، چې پخپله به يې څو گامه هم نشو اخيستلاى . د افغانستان دغه نوميالي مبارز د ۱۹۶۰ ز کال د اپرېل د مياشتې د ۱۶ نېټې په شپه له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې او افغانستان له يوه بهادر ، پياوړي ، رښتين او اتل بچي نه بې برخې شو .

ددغه نوميالي شخصيت د جنازې په مراسمو کې په زرگونو خلکو گډون کړى وو ، چې د هغوى په شمېر کې يو هم مولوى پير رحمان وو . د حاجي ميرزا علي خان جنازه په گورويهت کې خاورو ته وسپارل شوه .

د راتلونکي نوي 2016 ز کال په اپرېل کې ددغه نوميالي ، روحاني ، هېواد پال شخصيت او ملي اتل د مړينې پنځوسم تلين پوره کيږي . چې که د شونتيا تر بريده په راتلونکي کال کې په دې مناسبت د يوې پوهنغونډې د سرته رسولو لپاره تابيا وکړي نو ډېره به ښه وي . همدا راز په دغه مناسبت به د يو شمېر کتابونو چاپول ، او بيا د ايپي فقير د ژوند او مبارزې په اړه د ځانگړي کتاب چمتو کېدل او ورسره د پوهنغونډې د توکو د ټولگې چاپ به لا يو برکتي او ملي دنده وي او ددغه نوميالي ياد به زموږ ټولو افغانانو په زړونو او ذهنونو کې لا رنگين او تازه کړي .

د حاجي ميرزا علي خان زامن ،لمسيان نور خپلوان ، کليوال اوس هم ژوندي دي او څښتن تعالى دې يې ژوند نور هم اوږد کړي . پر دې بنسټ ويلاى شو ، چې دده په اړه د څېړنې لپاره پر ليکل شويو او چاپ شويو مالوماتو سر بېره ، دده او دده د نږدې ملگرو ، دده د هغه کور ، چې دى پکې اوسېده ، د رامځاى او نورو اړوندو اړخونو په اړه د مالوماتو او انځورونو راټولولو لپاره شونتيا شتون لري . په تېره بيا داسې څوک ، چې په وزيرستان کې ژوند کوي او يا هلته د تگ راتگ شونتياوې ولري ، په دې تړاو کولاى شي چې ښايسته ډېر توکي راټول کړي . ددې کار ترسره کول او دده د مړينې د 56 تلين په مناسبت د پوهنغونډې يا پوهنغونډو رابلل به له يوې خوا د ثواب کار وي ، له بلې خوا به د داسې يو ملي شخصت د کارنامو ياد ژوندى وساتل شي ، چې زموږ د هېواد په تاريخ کې يې يوه ځلانده پاڼه پرې اېښې او په موږ ټولو افغانانو يې حق هم ډېر دى . هيله من يم ، چې په افغانستان کې به اړوند چارواکي هم په دې تړاو اړين گامونه واخلي .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←