سېکیولرېزم د کومه شو
سېکیولرېزم یا سېکیولرکول د کومه شو
کليسا ګانې څنګه د ځمکو سترې څښتنې شولې او څنګه او ولې بيا د سکيولرکولو په لړۍ کې د کليسا ځمکې ترې واخيستل شوې؟
کليساګانو او د دوی ملايانو په اروپا او نورو هېوادونو کې ملي شتمنۍ خپلې کړلې او نورې ډېری ځمکې يې د سوغاتونو او بخښنو له لارې تر لاسه کړلې۔
وروسته بيا د ټولنې د اړتياوو د فشار له امله په 16, 17 مو پېړيو کې پاچايانو د سکيولر کولو په اساس دا ځمکې د کليساوو او ملايانو د واکه واخيستلې او په خپلو همکارانو او پوځيانو يې ووېشلې چې د سکيولرزم پيل وشو۔د
سکيولرزم د ځمکو وېشلو باندې بيا هم د ټولنې ستونځې حل نشوې او لا نورې هم ډېرېدلې چې بيا 18 مه پېړۍ کې د ټولنپالنې يا سوسياليزم فکر وځېږيد چې د تولید ټول وسایلو ملي کول او د مالې له لارې ټولو ته د ژوند کولو حقوق قانوني کولو لپاره مبارزې وشوې چې لا هم دا لړۍ روانه ده.
اوس چې موږ افغانستان کې د مجددي٬ پيرانو ٬ سياپ خيلو٬ اخواني زورواکانو او نورو ځمکې خاوندانو ته ګورو نو دوی د هغه کوپارو راهبانو او پاچايانو نه هم بد ځکه دي چې دوی د دين نه ساکپات جوړولو، تاويز او جادو په نامه خلک ساکبس کړل او د خلکو او ملت ځمکې او شتمنۍ شخصي ملکيتونه وګرځول او ځانونه یې پر دې ملت جفف کړل،
خو د کليسا کاپېرو ملايانو برعکس به هغه سوغات او نیول شوې ځمکې کليسا ته ورکولې او هغوی به بيا د ټولنې په خير ښيګڼه او واکمنيو لپاره کارولې٬
نو اوس که څوک زموږ مجددي خيلو٬ پيرانو٬ سياپ خيلو او نورو چورواکو څخه دا ځمکې واخلي او د ټولنې خیر ښېګڼې او قربانیانو ته د پور یا تاوان په ډول ورکړي نو بیا که چېرې دا سکيولرکول يا سمول يا ټولنپالنه وي څه بدي لري؟
