دموسیقۍ دروا ولي په هکله
د ځینو علماووپه اند د موسيقۍ په اړه
دتفسير احمد مفسر اود نورالانوار ليکوال ملاجيون، دمسلم شريف شارح ، مشهور عالم او دلسګونو ارزښتمنو اثاروليکونکىامام محي الدين نووي ، امام غزالي، امام ابن حزم ، قاضي ابوبکر عربي ،دعوارف المعارف ليکوال او دتصوف دسهرورديه طريقې امام ، شهاب الدين سهروردي، امام الهند مولينا ابوالکلام ازاد اودمشهور اوسمهالي ليکوال اوعالم مصطفى زرقاوي او ډاکټر يوسف قرضاوي په څېر لسګونه علما دموسيقي او سماع درواوالي پلويان دي چې دځينو نظرونه به په تفصيل سره ولولئ .
ادفوي په خپل کتاب "الامتاع" کې ليکي، چې :" امام غزالي په خپلو ځينو فقهي کتابونو کې ليکلي دي، چې سندرې د موسيقۍ له الو پرته د ټولو په اتفاق سره روا دي". ابن طاهر وايي چې د صحابه و او تابعينو په اتفاق او اجماع سره د موسيقۍ له الو پرته سندرې روا دي.
تاج الفرازي او ابن قتيبه د حرمينو د علماوو او ابن طاهر او ابن قتيبه د مدينې د علماوو اجماع په دې اړه رانقلوي.
امام ماوردي وايي:"...تر دې چې د حجاز خلک يې د کال په غوره ورځو کې هم، چې خلک په کې په عبادت مکلف دي، رخصت بولي. (الاسلام والفن.)
ابن نحوي په العمده کې ليکي: داسې روايتونه شته، چې ځينو صحابه و او تابعينو سندرو ته غوږ ايښى دى، چې ده د حضرت عمر، حضرت عثمان، ابن عمر رضي الله عنهم نومونه هم ياد کړي دي. همدا ډول، عمرو ابن العاص، حضرت عايشه، سعيد ابن مسيب، سالم ابن عبدالله ، ابن عمر، ابن عبدالبر، امام ماوردي په البيان کې ،رافعي، ابن ابي شيبه، ابو عبيده ابن جراح، بيهقي، حضرت سعد ابن ابي وقاص، ابن قتيبه ابو مسعود انصاري، بلال، عبدالله بن الارقم، اسامه ابن زيد، حمزه، ابن طاهر، براء ابن مالک عبدالله ابن زبير، ابو طالب مکي ،حسان، زبير بن بکار، قرضه ابن کعب، امام ابو الفرج اصفهاني، خوات بن جبير، رباح بن معترف ابن حسان، خارجه ابن زيد، قاضي شريح، سعيد ابن جبير، عامر شعبي، عبدالله ابن عتيق، عطاء ابن رباح، محمد بن شهاب زهري، عمر ابن عبدالعزيز سعد ابن ابراهيم زهري، په تبع تابعينو کې څلور واړه امامان، ابن عينيه، د موسيقۍ له الو پرته سندرې روا بولي.
امام شوکاني په نيل الاوطار کې هم همدا نومونه ياد کړي دي.
ډېرو علماوو د موسيقۍ له الو سره سندرې روا بللې دي. قاضي ابوبکر عربي په خپل کتاب "الاحکام" کې ليکي:"داسې صحيح حديث وجود نه لري، چې په دې اړه په حرمت دلالت وکړي:" ابن نحوي په خپل کتاب العمده کې همدا خبره کړې ده. ابن طاهر په کتاب السماع کې ليکي:" آن چې د (حرمت په اړه) يوه خبره هم صحيح نه ده."
ابن حزم وايي:"...په دې اړه يو صحيح حديث هم نشته دى او هر څه چې د موسيقۍ د حرمت په اړه روايت شوي ټول له ځانه جوړ شوي او موضوعي روايات دي او که د ثقه رواياتو له خوا يې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته نسبت شوى واى، هرومرو به مو منلي واى."
دميزان الاعتدال دمؤلف امام ذهبي او دلسان الميزان دمؤلف امام ابن حجر عسقلاني په څېر دحديثو نوموتي علماء هم ددا ډول حديثو روايت کوونکي څېړي او نقد پرې کوي چې وروسته به يې ولولئ.
حضرت امام غزالي وايي:"هغه څوک چې سماع اوموسيقي يې په حرکت او خوځښت رانه ولي له عقلي او بدني ناروغۍسره مخ او نيمګړى دى، تعادل نه لري، له روحانيت څخه لرې دى او په وچ طبيعت اوبد ذوق کې تر اوښ، مرغانو اونورو حېواناتو هم بدتر دى، ځکه چې اوښ د خپل وچ طبيعت برسېره هم له خواږه غږ سره مست شي او بار لاندې منډه وهي."
حضرت ابو داؤد فرمايي:"زه چې څومره لهو ته تمايل کوم هاغومره مې په حق نفس قوي کېږي."
بيا هم غزالي ليکي:" موسيقي د زړه د ناروغيو درمل ده او زړه له ناروغيو، ستړتيا او ناارامۍ څخه ژغوري، نو ځکه مباح ده."
امام شوکاني په نيل الاوطار کې ليکي:"د مدينې اوسېدونکي او له هغوى سره په ظاهريه و او صوفيه و کې د نظر ملګري د سندرو په روا والي قانع دي که څه هم له چنګ او رباب سره وي."
ابو منصور بغدادي شافعي وايي :"عبدالله ابن جعفر به د سندرو په اورېدلو کې کومه ستونزه نه ليدله او خپلو وينځو ته به يې د سندرو ويلو اجازه کوله، ډېر وخت به يې له هغوى سندرې اورېدلې او دا هم د حضرت امام عليک د خلافت زمانه وه."
حضرت امام غزالي فرمايي:"رقص (نڅا) مباح ده."
د حبشو لوبې ته چې بخاري يې هم روايت کوي امام غزالي د نڅا او سرود نوم ورکوي.
حضرت عطاء الله پالوي ليکي:"د مسلمانانو هغه کتاب کې، چې د هر مسلمان په کور کې ايښى دى، يو ځل نه دوه ځله اشاره کوي، چې موسيقي پېغمبري لاره ده".
علامه بدرالدين عيني حنفي د بخاري په شرح کې وايي:" له حضرت داؤد سره ارمونيه وه، چې هغه به ورسره سندرې وېلې." ابن حجر عسقلاني په فتح الباري او امام شوکاني په کتاب السماع کې ليکي: عبدالرزاق په خپل مسند کې له عبدالله ابن عمر څخه روايت کوي :" حضرت داؤد به ارمونيه غږوله او د زبور تلاوت به يې کاوه".
فکر وکړئ نه يواځې دا چې حضرت داؤد به له زبور سره ارمونيه غږوله، بلکې له زبور پرته به يې په دومره خوند سره سندرې هم ويلې، چې آن الوتونکي به يې هم اغېزمن کړل او ډلې ډلې به ترې راتاو وو.
سلطان المشايخ حضرت نظام الدين اولياء وايي:"په هغه قوم به د خداى جل جلاله عذاب ولې نه راځي، چې ته ورته د موسيقۍ د روا والي په اړه احاديث وړاندې کړې او هغه يې په وړاندې درڅخه دامام ابو حنيفه قول وغواړي."
امام غزالي وايي:"هغه څوک چې له دريا (دايره) سره سندرې حرامې بولي، نو هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له فعل څخه ښکاره انکار کوي، چې دا په خپله کفر دى."
د ډهلي ستر محدث حضرت شيخ عبدالحق وايي:"محدثين وايي، چې د موسيقۍ د حرمت په اړه يو حديث هم صحيح نه دى". حنفي محدث حضرت سيد جمال الدين وايي:"د موسيقۍ د حرمت په اړه چې وروستني علما کوم احاديث وړاندې کوي او استدلال پرې کوي، هغه نه ثابت شوي دي او نه کوم اصل لري، ځکه چې که په دوى کې کوم حديث صحيح واى، نو ښاغليو مجتهدينو به پرې استدلال کړى واى، صحيح او حسن حديث خو پرېږده، چې آن داسې ضعيف حديث هم نشته، چې د موسيقۍ حرمت ثابت کړي."
حضرت مخدوم سيد اشرف جهانګيري وايي:"د سماع تر ټولو ښه ځاى مسجد دى."
حضرت شيخ نقي الدين وايي:"د سماع په محفل کې ګډون د خداى جل جلاله درضا لامل ګرځي".
حضرت مولينا عبدالرحمن لکهنوي وايي:"سماع زموږه عبادت دى او مسجد د عبادت لپاره ځانګړى شوى دى."
شيخ الفقهاء خيرالدين املي وايي:"سماع د جواز له حده تېر، د استحباب درجې ته رسېدلې ده."
د اهل حديثو نامتو عالم نواب صديق حسن خان وايي:"د سندرو او موسيقۍ د حرمت په اړه مې نه په قرآن کې آيت وموند او نه مې د حديثو په کتابونو کې کوم حديث تر سترګو شو."
علامه شا جعفر وايي:"ماته له ساز او سرود سره د موسيقۍ په روا والي کې هېڅ شک نه دى پاتې له همدې کبله د نورو دلاېلو وړاندې کولو او نور بحث ته هېڅ اړتيا نشته."
هغه دا هم ليکي چې کله د موسيقۍ په اړه بحث راشي، نو ضرور ورسره دا شرط ايښودل کېږي، چې که له موسيقۍ سره فواحش وي، يا شراب او نور منکرات وي، يا شهوت پاروونکې ويناوي يا پَرې (قطعې يا تاش) وي يا د کوم مسلمان او يا هندو غېبت په کي کېږي، نو دا ډول موسيقي حرامه ده... نه پوهېږو چې له موسيقۍ سره ولې دا شيان تړل کېږي. دا شيان خو چې هر چېرې وي، په هره معامله کې وي، ناروا دي [ځکه دا شيان په خپل ذات کې حرام دي] ددې لپاره ولې موسيقي ځانګړې کېږي؟ ولې دا شيان له نورو مساېلو سره نه تړل کېږي؟ ولې داسې نه ويل کېږي چې که د شرح وقايي د ځينو پاڼو په لوستلو شهوت راپارېږي، نو لوستل يې روا نه دي؟. ولې داسې نه ويل کېږي، چې که په مسجد کې کرمبول کېږي او جذبې او احساسات زيانمنوي، نو مسجد ته راتلل روا نه دي. ولې داسې نه ويل کېږي، چې که د ښځو د اواز په اورېدلو او د هغوى په ليدلو پاروونکي خيالات راځي، شهوت راويښېږي، نو د هغوى شهادت حرام دى.
دې محترم په دې اړه اوږده څېړنه کړې ده، د موسيقۍ په اړه يې د اسلام او موسيقي په نوم کتاب ليکلى دى، چې له ډېرو دلاېلو او څېړنو وروسته ليکي :"موسيقي له ساز او سرود سره او بې ساز او سروده روا ده."
علامه عطاء الله پالوي وايي :"دا په حضرت رسول کرم صلى الله عليه وسلم پسې بهتان دى، چې ګواکې هغه صلى الله عليه وسلم موسيقي حرامه بللې ده."
امام شوکاني وايي:"د موسيقۍ د حرمت په اړه د اجماع دعوه له يوې مخې باطله ده." دى زياتوي:"د ساز او سرود د حرمت په اړه، چې څومره روايتونه رانقل شوي دي يو يې هم صحيح نه دى، ټول باطل دي."
امام شوکاني وايي، چې قاضي ابوبکر بن عربي او امام ابن حزم هم کټ مټ همدا نظر لري. شوکاني له استثناء پرته وايي، چې "د موسيقۍ د حرمت په اړه چې څومره حديثونه وړاندې کېږي، ټول موضوعي دي."
د نړېوال شهرت خاوند نامتو بنګالى شاعر او اديب رابندرنات ټاګور وايي، چې ځينې وخت انسان دومره مجذوب او دومره تراغېز لاندې راشي، چې د خپل حال د بيانولو لپاره الفاظ نه لري، نو کله چې الفاظ خلاص شي، نو د همدې حال د بيانولو لپاره موسيقي ته مخ ورواړوي او مرسته ترې وغواړي.
