اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ملاله یوسفزۍ دسولې استازې

ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې پښتنه پېغله ملاله یوسفزۍ د ملګروملتو د سرمنشي انتونیو ګوتیرس له خواپه نړۍ کې د سولې د استازې په توګه ونومول شوه.

ملاله یوسفزۍ به په نړۍ کې د ماشومانو د زده کړو په برخه کې هلې ځلې کوي او د ۲۰۱۷ ع کال د پریل دمیاشتې په لسمه نېټه د دوه نۍ ( دوشنبې ) په ورځ به کار پیل کړي.

ملاله یوسفزۍ ۱۹ کلنه ده او د ملګروملتو د سولې تر ټولو کم عمره استازې به وي.

ملالې یوسفزۍ ته به نن ۱۰-۴-۲۰۱۷ نېټه نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز کې د سولې د استازیتوب زمه واري ورکړل شي.

د ملګروملتو سرمنشی د ملالې یوسفزۍ د غوره کولو د علت په اړه وویل چې دې د سختو خطرونو د منلو په ترڅ کې د ښځو، نجونو او نورو انسانانو د حقونو لپاره په کلکه اراده هلې ځلې کړي او هیڅ شي د دې اراده بدله نه کړه.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←