ګل دادا، خاکه
ليک:پرفیسر اسيرمنګل
اوس ستاسو په زړونو کښې به دا تپوس غزونےکوي چې دا ګل دادا څوک دے ؟ اؤ که چرې په رښتيا دغه سوال تاسو نه ګېر چاپيره چورلي نو بيا يقينا چې تاسو پښتو ژبې ادب او کلتور سره هيڅ علاقه نه لرئ مړه اسد دانش هم څوک نه پيژني؟ اؤ بيا چې ځان له شاعر او اديب هم وائي او بيا د خيره ديو کتاب او ياد دووکتابونو مصنف هم وي خو ځه تاسو به زه زيات په شپږ او پنځو کښې نه اچوم که تاسو چرته د کتابونو په دکان کښې يو د منځومانې ونې سړے په خندا وليدو په مخ ئې وړه توره ږيره چې دهٴ رنګ کړې وي ګنې وخت خو ورله تکه سپينه کړې ده ،،،،او سترګو ئې د ډېرې شوخۍ نه سم نه کتل نو بس پوئې شئ چې تاسو په دانش خپرندويه ټولنه کښې ناست ئې او ستاسو مخې ته چې کوم سړے کمپيوټر کښې مصروف دے دهغه که طبعيت ويال وي نو په خندا کښې به ئې شرارت پټ وي اؤ که ډېر زيات سنجيده وي غصه وي او خوله ئې لکه د اور ګاډي اور وروي نو شاته به ئې د خندا يوه نامعلومه لړۍ پټه وي څه عجيبه سړے دے د لرو بر تړون د پښتو ژبې بې غرضه بې لالچه خدمت ګار دپښتونخوا خوا خواږې، کله کله خو زما ورباندې د خدائي خدمت ګار ګمان راشي لکه چې د يو خدائي خدمت ګار روح په ده کښې ننوتے وي د روح خبره مې ځکه وکړه چې په دې اوسني وخت کښې شکر دے دباچا خان فکر شته خيال ئې ژوندے دے ولې ملګري ئې نشته او که چرې يو نيم ملګرے ئې پيدا شه نو په هغوي کښې به د ټولو په سر کښې زه د ګران اسد جان دانش نوم ليکم.
ژوند دلوړو ژورو يو انځور دے کله سړے څنګه وي او کله څنګه وي ولې لوئ خلک چې ددې لوړو ژورو نه څنګه راتيريږي هغه زمونږ غوندې وړو خلکو دپاره دلارې مشالونه وي زه هغه ورځ نه شم يادولے چې کله زما ديار ځوان زلمے زوئ ديوې خطرناکې بيمارۍ له کبله دې نيمګړي دنيا نه سترګې پټې کړې زهٴ چې خبر شوم ماوې زه به په کومو توريو د هغه غم رازي کوم ما زړه کښې کرل ريبل چې دې کښې اسد جان د خندانه په ډکه خوله راغې او څه داسې محفل ئې تود کړو چې دچا دا ګمان هم نه کيدو چې دا سړے ديو ځواني مرګ بچي پلار دے زه په سوچ کښې پريوتم چې څنګه به دده هغه دويم سړے راسپړم چې په پرهرونو ورته د خوا خوږۍ ملهم کېدم خو مخامخ اسد جان دومره ظالم وختو چې ماته ئې دهغه هډو يو پړق ونه ښودلو او زه په دې پوئ نه شوم چې ده ته څومره درد رسيدلے دے اخر زما دننه ناست خپل دويم سړي زه دومره ملامته کړم چې تاسو ته بيخي حال نه شم وئيلے ګنې نو بيا به په تاسو هم څه چل وشي.
اسد جان دانش ساپے نه يوازې دپښتو ژبې ناوياته کتابونه چاپ کوي خوندې کوي ئې بلکه دے يو شاعر هم دے ښه شاعر دے او که بد دا فيصله زه نه شم کولے خو لکه د شاعرانو په شعرونو پسې نخښلي نه چاپ کوي ئې نه، که څه ئې په زړه کښې راغلل شعر ئې کړو خو سمه ده ګنې نو نثر خو ورنه چاوړے نه دے او بيا ددهٴ ظالم نثر خو هم د شعر نه کم نه دے چې کله په فيس بک کښې چا پسې په ليکلو شي نو بيا يو خدائ به ئې خلاصوي چې ديو سړي د شخصيت رنګونه هله مخې له راځي چې کله دې هغه سره څه مامله راشي او يا ورسره چرته په سفر وځې زه دانش سره بره پښتونخوا ته ډېر ځله تلے يم ما په هر ځل کښې دا باغ و بهارشخصيت خفه نه دے ليدلے او نه ئې بل څوک خفګان ته پريښې دےدا ددهٴ فطرت دے چې غم ځان ته نزدې هم نهٴ راپريږي نه خپله تندے تريو ساتي او نه دبل په ټنده کښې ګونجے ليدے شي په لغمان کښې ئې دپښتو ژبې او ادب دودې دپاره يو لوئے ادبي او فرهنګي مرکز جوړ کړے دے چې پکښې وخت په وخت مخلتفې ادبي غونډې کيږي او دلرې او برې پښتونخوا نه پکښې دپښتو پتګان ډېر په مينه ګډون کوي او دے چې کوم ميلمه ته هم ګوري من من غټږي او زهٴ چې دهٴ ته ګورم نو سوچ مې واخلي چې اسد ظالم زړيږي په دې نه،چې دے څومره غونډې جوړ وي او په دې بنډارونو څومره تاوان کوي هم دومره دے خوشحاليږي او عمر ئې زياتيږي او دارښتا هم دي چې هر غونډه دهٴ ته يو نوے ژوند او نوے توان وربخښي.
ګل دادا که ادبي او علمي غونډې جوړ وي اوکه کتابونه چاپ کوي چې څه ګټي دپښتو دسر نه ئې لکه د ماتې کټوې تاووي او لکه د سپيلنو ئې لو ګے کوي اوس اوس چا راته وئيلي دي چې لکه نور ئې دټوقو ټقالو نه توبه ويستې ده په دې چې دحج مبارک سفر ئې اوکړو او څوک چې دا بختور سفر اوکړي نو هغه دګناهونو نه داسې پاک شي لکه څنګه چې دمور د ګيډې نه پيدا پاک او معصوم وي خو زما خيال نه راځي چې ګل دادا بدل شوے وي ځکه چې دے خو مخکښې هم پاک او معصوم ؤ دچا ملاسته غوا ئې هم نه وه پاڅولې او که دے په دې غمژن او ويرژن چاپيرچل کښې خپل ځان سره بل هم خوشحاله ګوري نو دا که ګنا وي نو خدائ پاک خو دې د داسې ګنګارانو نه ټوله پښتونخوا ډکه کړې زما په خيال دے يو ژوندے بنيادم دے د ژوند سره ئې تل مينه کړې ده خپله ئې ژوند خوښ دے او خپل ټول ملګري هم ژوندي ليدل غواړي ځکه ئې نه څوک په خبرو بد ګڼي او نهٴ ئې په نيت شک کوي.
ګل دادا
اوس ستاسو په زړونو کښې به دا تپوس غزونےکوي چې دا ګل دادا څوک دے ؟ اؤ که چرې په رښتيا دغه سوال تاسو نه ګېر چاپيره چورلي نو بيا يقينا چې تاسو پښتو ژبې ادب او کلتور سره هيڅ علاقه نه لرئ مړه اسد دانش هم څوک نه پيژني؟ اؤ بيا چې ځان له شاعر او اديب هم وائي او بيا د خيره ديو کتاب او ياد دووکتابونو مصنف هم وي خو ځه تاسو به زه زيات په شپږ او پنځو کښې نه اچوم که تاسو چرته د کتابونو په دکان کښې يو د منځومانې ونې سړے په خندا وليدو په مخ ئې وړه توره ږيره چې دهٴ رنګ کړې وي ګنې وخت خو ورله تکه سپينه کړې ده ،،،،او سترګو ئې د ډېرې شوخۍ نه سم نه کتل نو بس پوئې شئ چې تاسو په دانش خپرندويه ټولنه کښې ناست ئې او ستاسو مخې ته چې کوم سړے کمپيوټر کښې مصروف دے دهغه که طبعيت ويال وي نو په خندا کښې به ئې شرارت پټ وي اؤ که ډېر زيات سنجيده وي غصه وي او خوله ئې لکه د اور ګاډي اور وروي نو شاته به ئې د خندا يوه نامعلومه لړۍ پټه وي څه عجيبه سړے دے د لرو بر تړون د پښتو ژبې بې غرضه بې لالچه خدمت ګار دپښتونخوا خوا خواږې، کله کله خو زما ورباندې د خدائي خدمت ګار ګمان راشي لکه چې د يو خدائي خدمت ګار روح په ده کښې ننوتے وي د روح خبره مې ځکه وکړه چې په دې اوسني وخت کښې شکر دے دباچا خان فکر شته خيال ئې ژوندے دے ولې ملګري ئې نشته او که چرې يو نيم ملګرے ئې پيدا شه نو په هغوي کښې به د ټولو په سر کښې زه د ګران اسد جان دانش نوم ليکم.
ژوند دلوړو ژورو يو انځور دے کله سړے څنګه وي او کله څنګه وي ولې لوئ خلک چې ددې لوړو ژورو نه څنګه راتيريږي هغه زمونږ غوندې وړو خلکو دپاره دلارې مشالونه وي زه هغه ورځ نه شم يادولے چې کله زما ديار ځوان زلمے زوئ ديوې خطرناکې بيمارۍ له کبله دې نيمګړي دنيا نه سترګې پټې کړې زهٴ چې خبر شوم ماوې زه به په کومو توريو د هغه غم رازي کوم ما زړه کښې کرل ريبل چې دې کښې اسد جان د خندانه په ډکه خوله راغې او څه داسې محفل ئې تود کړو چې دچا دا ګمان هم نه کيدو چې دا سړے ديو ځواني مرګ بچي پلار دے زه په سوچ کښې پريوتم چې څنګه به دده هغه دويم سړے راسپړم چې په پرهرونو ورته د خوا خوږۍ ملهم کېدم خو مخامخ اسد جان دومره ظالم وختو چې ماته ئې دهغه هډو يو پړق ونه ښودلو او زه په دې پوئ نه شوم چې ده ته څومره درد رسيدلے دے اخر زما دننه ناست خپل دويم سړي زه دومره ملامته کړم چې تاسو ته بيخي حال نه شم وئيلے ګنې نو بيا به په تاسو هم څه چل وشي.
اسد جان دانش ساپے نه يوازې دپښتو ژبې ناوياته کتابونه چاپ کوي خوندې کوي ئې بلکه دے يو شاعر هم دے ښه شاعر دے او که بد دا فيصله زه نه شم کولے خو لکه د شاعرانو په شعرونو پسې نخښلي نه چاپ کوي ئې نه، که څه ئې په زړه کښې راغلل شعر ئې کړو خو سمه ده ګنې نو نثر خو ورنه چاوړے نه دے او بيا ددهٴ ظالم نثر خو هم د شعر نه کم نه دے چې کله په فيس بک کښې چا پسې په ليکلو شي نو بيا يو خدائ به ئې خلاصوي چې ديو سړي د شخصيت رنګونه هله مخې له راځي چې کله دې هغه سره څه مامله راشي او يا ورسره چرته په سفر وځې زه دانش سره بره پښتونخوا ته ډېر ځله تلے يم ما په هر ځل کښې دا باغ و بهارشخصيت خفه نه دے ليدلے او نه ئې بل څوک خفګان ته پريښې دےدا ددهٴ فطرت دے چې غم ځان ته نزدې هم نهٴ راپريږي نه خپله تندے تريو ساتي او نه دبل په ټنده کښې ګونجے ليدے شي په لغمان کښې ئې دپښتو ژبې او ادب دودې دپاره يو لوئے ادبي او فرهنګي مرکز جوړ کړے دے چې پکښې وخت په وخت مخلتفې ادبي غونډې کيږي او دلرې او برې پښتونخوا نه پکښې دپښتو پتګان ډېر په مينه ګډون کوي او دے چې کوم ميلمه ته هم ګوري من من غټږي او زهٴ چې دهٴ ته ګورم نو سوچ مې واخلي چې اسد ظالم زړيږي په دې نه،چې دے څومره غونډې جوړ وي او په دې بنډارونو څومره تاوان کوي هم دومره دے خوشحاليږي او عمر ئې زياتيږي او دارښتا هم دي چې هر غونډه دهٴ ته يو نوے ژوند او نوے توان وربخښي.
ګل دادا که ادبي او علمي غونډې جوړ وي اوکه کتابونه چاپ کوي چې څه ګټي دپښتو دسر نه ئې لکه د ماتې کټوې تاووي او لکه د سپيلنو ئې لو ګے کوي اوس اوس چا راته وئيلي دي چې لکه نور ئې دټوقو ټقالو نه توبه ويستې ده په دې چې دحج مبارک سفر ئې اوکړو او څوک چې دا بختور سفر اوکړي نو هغه دګناهونو نه داسې پاک شي لکه څنګه چې دمور د ګيډې نه پيدا پاک او معصوم وي خو زما خيال نه راځي چې ګل دادا بدل شوے وي ځکه چې دے خو مخکښې هم پاک او معصوم ؤ دچا ملاسته غوا ئې هم نه وه پاڅولې او که دے په دې غمژن او ويرژن چاپيرچل کښې خپل ځان سره بل هم خوشحاله ګوري نو دا که ګنا وي نو خدائ پاک خو دې د داسې ګنګارانو نه ټوله پښتونخوا ډکه کړې زما په خيال دے يو ژوندے بنيادم دے د ژوند سره ئې تل مينه کړې ده خپله ئې ژوند خوښ دے او خپل ټول ملګري هم ژوندي ليدل غواړي ځکه ئې نه څوک په خبرو بد ګڼي او نهٴ ئې په نيت شک کوي
