اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

داستادبختاني پرمړېنه غمرازي

داستاد بختاني پر مړینه د غمرازۍ پیغام

د پښتو ژبې نامتولیکوال، څېړونکی،، شاعر، ادیب او دباچاخان د خدایي خدمتګارو دغورځنګ لاروی، عبدالله بختانی خدمتګار24.02.2018 نېټه د خالي [شنبې] په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د 93 کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې .
انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد غبدالله بختانی خدمتګار د ملا آقا جان طبیب زوی د ۱۳۰۴ هجری شمسی کال دچنګاښ په لسمه د ننګرهار ولایت په سره رود کښې زیږیدلی له ارواښاد بختاني څخه مونږ ته تر78ټوکه چاپ او تر28ټوکوپورې ناچاپ اثار راپاتي دي، چې دارواښاد یاد به تل تازه ساتي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد بختاني مړینه پښتون ملت ته یونه جبرانیدونکی زیان بولي ، دارواښاد د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ادبي ملګرو سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي.
روح دې ښاد وي

عبدالله بختاني خدمتگار خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړي او بيا د نورو استادانو څخه يې عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د مولوي درجې ته رسيدلى دى. تر دې وروسته يې بيا فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه د هماغه وخت د ولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي. تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې (د بکلوريا په معيار) په شخصي توگه مطالعه کړي. په فلسفه، ټولنپوهنه، سياست او سيکالوژئ کې يې پراخه مطالعه کړې.

د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي په برخه کې يې له نامتو او پېژندل شويو استادانو نه زده کړې ترلاسه کړي چې د ځينو نومونه يې داسې دي: خپل مور او پلار، د سره رود د قلعه نو حاجي ملا مدد، د چهار باغ صفا د حضرت صاحب د جامع جومات خطيب ملا محمد حفيظ، د حضرت صاحب د جومات د حافظانو د مدرسې مشر استاد حافظ ملک، د جناب نقيب صاحب طبيب د علي خيلو ملا عبدالغني، د سره رود د شمسه پور مولوي عبدالله جان، د خوگياڼو د نکړخيلو د جامع جومات خطيب مولوي مير عبدالواحد، لوگرى ملا عبدالودود معلم، د قاسم يکه ميرانو مولوي امين گل، د لغمان د تيگړو د پشه اي کلي اوسېدونکى مولوي عبدالرحيم، د لغمان مولوي فيض الله، د جناب نقيب صاحب خليفه او د هغه د زامنو استاد مولوي محمد سعيد سرروضه وال او ځينې نور. انگريزي ژبه يې تر څلورم ريډره پورې، د پغمان له ښاغلي محمد عمر قريشي معلم سره لوستې ده. په پښتو ژبه کې څوک استاد نه لري او خپله د خپل ځان ښوونکى دى. په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود استادان، استاد گل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، استاد صديق الله رښتين او استاد عبدالروف بېنوا دى.

هغه په روسي ژبه پوره بلديت لري. له ۱۹۶۳ - ۱۹۶۴ ز. کال پورې د مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه تر لاسه کړې، او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې ډيپلوم اخيستی دى. د ترجمې د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته رسولى دى.

نوموړي د خپل ژوندانه زياته برخه د هيواد په علمي، تعليمي، څيړنيزو، ادبي، ژورناليستي او ملي خدمتونو کې تيره کړې ده، په دې لړ کې ۲۳ کاله په پښتو ټولنه او ۱۴ کاله د علومو اکاډمۍ کې په علمي څيړنيزو فعاليتونو بوخت پاتې شوى دى. هغه د ۱۳۲۵ ل. کال د وري په ۱۰ مه د دولت د ماموريت لړۍ د ننگرهار ولايت د پوهنې مديريت د ۱۱ مې رتبې مامور په توگه پيل کړى، په ۱۳۲۶ ل. کال د ننگرهار د مطبوعاتو په مديريت کې د ننگرهار ولايت د مرکز د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو، دغه کورسونه رسماً د پښتو ټولنې پورى مربوط وو. د ۱۳۳۱ ل. کال د زمري په مياشت کې د زېري جريدې مسئول مدير او د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو. د ۱۳۳۴ ل. کال نه تر ۱۳۳۹ ل. کال پورې په ترتيب سره د ننگرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو آمر ؤ، چې پښتو ټولنى پورې مربوط ؤ، د ننگرهار مجلې مسئول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننگرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې مسئول چلوونکى او بيا دوهم ځل د ننگرهار مجلې مسؤول مدير په توگه يې دندې تر سره کړي دي. په ۱۳۳۹ ل. کال کې د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. د دغې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او په ۱۳۵۴ ل. کال کې يې د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه. وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د هيواد ورځپاڼى مسئول مدير، د پښتو د پراختيا او پرمختيا د ادارې آمر ، د خلکو د فرهنگ ( فولکلور ) د ادارې آمر، د پکتيا د مجلې مسؤل مدير، د هيواد د ورځپاڼى رئيس او سر محرر په توگه وظيفې تر سره کړي دي. په ۱۳۶۴ ل. کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړى شو، دوه کاله د علومو اکاډمۍ د غړيتوب سره د افغانستان د ليکوالو د ټولنې د رياست مرستيال او لومړى منشي ؤ. بيا د علومو اکاډمۍ د علمي غړي په توگه پاتې شوى دى . په ۱۳۷۳ ل. کال کې متقاعد شوى. عبدالله بختانی خدمتگار د پورته يادو شويو دندو تر څنگ وخت په وخت په ښونځيو او کورسونو کې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس هم کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو د تاريخ د استاد په حيث خدمت کړى دى. په ۱۳۸۲ ل. کال کې يو څه موده د افغان يووالي د اونيزې مسؤل مدير و، او په هماغه کال د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې تقاعد يې رفع او د ۱۳۸۵ ل. کال د وږي مياشتې تر پيله پورې يې د دې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توگه خپلو علمي وظايفو ته دوام ورکړى او بيا تقاعد ورکړى شوى دى. د استاد وروستۍ دولتي رتبه مافوق ده. استاد په ۱۳۵۵ ل. کال کې د پښتو ټولنې لخوا د څيړندوى لوړه علمي درجه تر لاسه کړې، وروسته د علومو اکاډمئ لخوا دغه علمي درجه د سر محقق په علمي درجه واوښتله او په همدې درجه ومنل شو، چې دغه درجه د پوهنتون د پوهاند يا (پروفيسر) د درجې سره معادله وه.

شوي آثار

سمول

1 په اسلام کښې د ښځو حقوق - د مصرد (المنار) د جريدې د مدير، رشيد رضا، د (الوحى المحمدي) له کتاب څڅه ترجمه - د ۱۳۲۷ هـ ش چاپ .

2 مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) - د مصر د (الازهر) د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغانى د عربي کتاب ژباړه - د ۱۳۳۲ هـ ش چاپ . دوهم ايډيشن له زياتونو سره بيا ترجمه – د ۱۳۴۸ هـ ش چاپ .

3 اراده - (روحيات) - د پروفيسر غلام حسن مجددى له دري ليکنې نه ژباړل شوی او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ليکنو ژباړه - د ۱۳۳۲ هـ ش چاپ .

4 شعر او ادب – د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه ټولونه ، سريزه او اهتمام د ۱۳۳۳ هـ ش چاپ .

5 د زړۀ راز – د شعرونو لومړئ مجموعه _ د ۱۳۳۵ هـ ش چاپ .

6 پښتانه د علامه اقبال په نظر کښې – ۱۳۳۵ هـ ش .

7 ميرزا عبدالرحيم رحيمى ( احوال و اشعار ) بزبان درى – ۱۳۳۵ هـ ش . چاپ دوم با افزونى ها _ ۱۳۸۰ هـ ش .

8 پښتني خويونه _ ادبي ټولنپو هنيزه څيړنه _ ۱۳۳۵ هـ ش .

9 د ملنگ جان خوږې نغمې – ټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب _ ۱۳۳۵ هـ ش . دوهم چاپ له زياتونو سره _ ۱۳۴۸ هـ ش .

10 خوږې ترخې _ د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه _ د ۱۳۳۶ هـ ش چاپ .

11 سيدو ملنگ _ موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کښې _ په ننگرهار نندارې کښې ښودنه : ۱۳۳۸ هـ ش _ په کابل کښې چاپ ۱۳۴۱ هـ ش .

12 علمي آزمېښتونه په ساده وسايلو - ساينسى درسي مرستيال - د موريس پارکر ليکنه - د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې نه پښتو شوی - ۱۳۴۱ هـ ش .

13 راز _ د شعرونو دوهمه مجموعه _ ۱۳۴۲ هـ ش .

14 پښتو کلي څلورم ټوک _ درسي _ ۱۳۴۵ هـ ش .

15 شرنگ _ د شعرونو درېيمه مجموعه _ ۱۳۴۶ هـ ش .

16 معاصر اديبان _ تذکره _ ۱۳۴۷ هـ ش .

17 توربريښ _ د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې – ټولونه ، ترتيب او سريزه _ ۱۳۴۷ هـ ش . دوهم چاپ _ ۱۳۸۷ هـ ش .

18 پښتو لنډې کيسې _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ۱۳۴۷ هـ ش .

19 د خوشحال خان خټک ربا عيات _ دا کادميک متن جوړونه _ له ملگرو سره _ ۱۳۴۹ هـ ش .

20 د پښتو ټولنې رئيسان او غړي ( تذکره ) _ ۱۳۴۶ هـ ش .

21 ابربهارى _ د دري شعرونو مجموعه _ ۱۳۵۱ هـ ش .

22 مرغلرې _ د ادبي نثرونو مجموعه _ ۱۳۵۱ هـ ش .

23 د پښتوپت _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ۱۳۵۲ هـ ش .

24 ديونس خيبري ديوان _ نقل ، سمون ، سريزه ، اکادميک متن او اهتمام _ ۱۳۵۶_ هـ ش .

25 دپادري هيوز کليد افغانى _ سريزه ، تعليقات او لغتنامه _ ۱۳۵۶_ هـ ش .

26 پښتانه شعرا ء څلورم ټوک – تذکره _ ۱۳۵۷ هـ ش .

27 د افغانستان سفر _ له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه _ ۱۳۵۷ هـ ش .

28 پښتو چاپي آثار _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ۱۳۵۷هـ ش .

29 د گلوکر – د شعرونو پنځمه مجموعه _ ۱۳۵۹ هـ ش .

30 څورب او خوار _ له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه _ ۱۳۵۹ هـ ش .

31 د زړه آواز _ د شعرونو انتخابي مجموعه ۱۳۶۳ هـ ش .

32 شفق _ د شعرونو مجموعه _ ۱۳۶۳هـ ش .

33 تذکرة الشعرا ء _ تدوين ، سريزه او حواشي _ ۱۳۶۳ هـ ش .

34 د باچا خان ليکونه لومړى ټوک _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي _ ۱۳۶۳ هـ ش .

35 زمونږ وطن د جرگو وطن _ تاريخي _ ۱۳۶۴هـ ش .

36 د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان _ تذکره _ ۱۳۶۶ هـ ش .

37 د بابا مشالونه _ د باچا خان وجيزې _ انتخاب ، ټولونه او سريزه ۱۳۶۶ هـ ش .

38 د اخلاص هديه _ د خان عبدالغفار خان په باره کښې شعرونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ۱۳۶۶ هـ ش .

39 د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ _ دوکتور سعيد افغانى _ تذکره _ ۱۳۶۶ هـ ش .

40 پښتانه شعرا ء پنځم ټوک _ تذکره _ ۱۳۶۷ هـ ش .

41 سوله او سلام د اسلام په رڼا کښې _ ديني څيړنه _ ۱۳۶۷هـ ش .

42 د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ۱۳۶۸ هـ ش .

43 د پاکستان اسلامي ماهيت . . . _ تاريخي _ ۱۳۶۸هـ ش .

44 د ملي ادب اوژور ناليزم خادم _ د استاد قيام الدين خادم تذکره _ ۱۳۶۸ هـ ش ._ دوهم چاپ _ ۱۳۸۶ هـ ش ._ درېيم چاپ _ ۱۳۸۷ هـ ش .

45 فراقنامه _ منظومه _ ۱۳۷۸هـ ش .

46 زما استاد الفت _ تذکره او ادب څيړنه _ ۱۳۸۰هـ ش .

47 خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک _ تذکره او ادب څيړنه _ ۱۳۸۰ هـ ش .

48 گلنامه _ بولـله _ ۱۳۸۱هـ ش .

49 د ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى _ تذکره _ ۱۳۸۱هـ ش .

50 ترنم دل _ مجموعۀ اشعار درى _ ۱۳۸۱هـ ش .

51 ويرنې _ د شعرونو مجموعه _ ۱۳۸۱هـ ش .

52 خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کښې _ خاطرې او څيړنى _ ۱۳۸۲ هـ ش .

53 د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسى _ ۱۳۸۳هـ ش .

54 د بياض ديوان _ نقل سمون حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) _ ۱۳۸۳ هـ ش .

55 زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې _ تذکره او خاطرې _ ۱۳۸۳ هـ ش .

56 د باچا خان ليکونه _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي ۱۳۸۴هـ ش . _ د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ _ ۱۳۸۷ هـ ش .

57 بشربت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى _ اجتماعى سياسى _ ۱۳۸۴ هـ ش .

58 پښتو پالنه او ژب څيړنه _ ۱۳۸۴ هـ ش .

59 حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک _ ايډيټ ، سريزه او اهتمام _ ۱۳۸۴هـ ش .

60 د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف _ ۱۳۸۵ هـ ش .

61 د هيلې د هيلئ سپين وزر _ بديعي ترجمې _ ۱۳۸۶هـ ش .

62 ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي اخوانزاده _ ۱۳۸۶هـ ش . _ ستارۀ دين مولانانجم الدين اخونزاده هده _ ترجمۀ محترم فضل الرحمن فاضل _ ۱۳۸۷ هـ ش .

63 د سپين غره په لمنو کښې _ سياسي ، ټولنيزې ليکنې ۱۳۸۶ _ هـ ش .

64 شجرۀ پير پټان _ مرتب : غلام حبيب نوابى _ تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه و اهتمام_ ۱۳۸۶ هـ ش .

65 د گلکڅونو په ارمان _ د څلوريزو مجموعه _ ۱۳۸۷هـ ش .

66 پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه _ ايډيت ، سريزه او چاپڅارنه _ ۱۳۸۷.

67 بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو _ ۱۳۸۷هـ ش .

68 دوه ادبي ليکونه _ ۱۳۸۷ هـ ش .

69 د کوشانى دورې ځينې يادگارونه _ تاريخي ، لرغون پوهنه . ۱۳۸۷ هـ ش .

70 د حج سفر _ کيسې او خاطرې _ ۱۳۸۷ هـ ش .

71 فخر افغان او افغانستان _ ۱۳۸۷ هـ ش .

72 ابن سينا اديب طبيب _ ۱۳۸۸ هـ ش .

73 د نارنج بهار _ تاريخي ، ادبي ، څيړنيز او طبي _ ۱۳۸۸ هـ ش .

چاپ لاندې

سمول 1 تازه گلونه _ د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه _ انتخاب _ ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام _

2 افغان ، افغانستان او اقبال .

3 رسالۀ (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک . استنساخ ، تصحيح ، تنقيح و پيشگفتار

4 يودوه گوتې کاغذ _ د خدمتگار مکاتبې .

5 د خدمتگار د اشعارو کليات .

ناچاپه آثار

سمول 1 د مرغلرو لټون _ ادب څيړنه _

2 دستور وانجمن _ ادبي څيرې او څيړنې .

3 د کتابو کتنه _ بيبليو گرافي .

4 پښتانه شعرا، شپږم ټوک _ تذکره

5 پښتانه شعرا ، اووم ټوک _ تذکره .

6 تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان .

7 ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغى _ نقل ، تنقيح ، مقدمه و تعليقات .

8 در گسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى .

9 د ملي شاعر ژوند او هنر ( د ملنگ جان په باره کښې )

10 رنگين غوندې عذاب _ د اجمل خټک ژوند اوفن .

11 د خدمتگار طبي ليکنې .

12 د هېواد د بيا رغولو په هيله _ ټولنيزې سياسي ليکنې .

13 د احمد گل شاعري .

14 د ملک نعيم سندري .

15 د بينا د وړو لوبې .

16 د خاطراتو دفتر .

17 فغانستان _ د شعرونو مجموعه .

18 تشد د او نفرت _ څلوريزې .

19 د زړه زخمونه _ بوللـه .

20 د ميراث ضابطه - فقهي

21 ويښ زلميان - (کار لاندې)

22 د شوروي اتحاد سفر

23 يوه هفته په اوزبکستان کښې

24 د چکوسلواکيا او پوليند سفر

25 د عراق سفر .

26 د بن سفر .

27 چکچکستان زنده باد - (خاطرې)

28 د خدمتگار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې _ بېبليو گرافي د کار لاندې .

سرچېنه: ویکېپې‌‌‌‌‌‌ډيا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←