اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دهیواد منلی ټولنيزسړیتوب او نامتو ليکوال سيداګل غريبيار دناڅاپی مړينې له امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د خواشينۍ پيغام

په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړی چې د هیواد منلی او ټولنيزسړیتوب ، ادیب، ليکوال، ژورنالیست او څېړونکی سيداګل غريبيارله دی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښادغريبيار دهېواد دننه او بهر د خپلی پښتو ژبی او کولتور د بډاینی لپاره نه ستړې کېدونکې هر اړخیزی هلې ځلې کړی چی پښتون قام به دده خدمتونه ، چی قام او ولس ته یی کړی تل یاد ساتی.
د ارواښاد غريبيار څخه مونږ ته دده د ارزښتناکو آثارو له جملی څخه د ملنګ جان د شعرونو ټولګې ، وزير صاحب محمد ګل خان مومند ژوند او شخصيت، د پښتنو د اولسي ادبياتو ځينی څېړنې او نور راپاتی دی .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ، دخپل دغه منلی ليکوال مړينه پښتون قام ته لويه ضايعه بولی .جنت فردوس دی په نصیب شی، له کورنۍ ، دوستانو سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي .


په درناوي
حاجی نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر مرستیال

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←