اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دپښتنونسل او نسب

د پښتنو د نسل په هکله درې متضادې نظريې شته دى چې لنډه کتنه ورته کيږي.

دپښتنو د بني اسرائیلو د نسل نظریه : د دې نظريې له مخې پښتانه بني اسرئيل دي او دهغه دولس قبيلوڅخه دي چې دبابل نه راوتلي دي اوپه خاصه توګه دخالد بن وليد چې د اسرائيلو سردار ؤ او په غور کې د اوسيدونکو بني اسرئيلو مشر قيس » عبدالرشيد « ته ئې لور ورکړې وه اولاد دى.

د پښتنو اوسنۍ شجره نسب هم قيس عبدلرشيد ته رسول کيږي (قاضي عطا االله خان ، 1947 )

دا نظريه په تاريخي طريقو ( ميتودونو ) ولاړه ده او د نعمت االله هروي چې د مغلو د پاچا جهانګير په دربار کې پېښ ليکوونکى و په مخزن افغاني نومي کتاب او ځينو نورو حواله ورکول کيږي .

قاضي عطااالله خان د دې نظريې لنډيز په دې تورو کوي : د پښتنو مورخينو په خيال کې پښتانه بني اسرئيل دي . د پښتنو عام عادتونه، شکل شباهب او طرزمعاشرت هم دبني اسرئيلوپه شان دي اوداوخت هم دپښتنوپه ملک کې دځينوکلواو غرونو نومونه د بني اسرئيلو د کلو او غرونو د نومونو په شان دي لکه خيبر چې د عربو په ملک کې د يهوديانو د استوګنې يو مشهور ځاى و. د پښتنو په وطن کې هم د اپريدو او د شينوارو وغيره و ديوې علاقې نوم دى.صدوم چې دقوم يوسفزايي ديوې علاقې نوم دى.هم په دى نوم دبني اسرئيلو يو ښار مشهور و. دغه شان لفظ (جليل) او (جلاله) د ګليلې نه راوتي دي چې د فلسطين د يو مشهور جهيل نوم دى. دغه شان کوه سليمان، د سلمان عليه السلام چې د يهوديانو لوى باد شاه او پيغمبر و، په نوم باندې مشهور دى، عربو په ابتدا کې پښتنو ته (سليماني) ويل . پښتنو د خپل ځان لپاره هميشه پښتون لفظ استعمال کړى دى (قاضي عظااالله خان ، 1947 )

د پښتنو پخوانيو تاريخ پوهانو د نعمت االله هروي نظريه خپله کړې وه سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل چې د دې نظريي په نقادانو کې شميرل کېږي هم دا خبره مني او ليکي چې: »دې نظريې ددرې، درې نيم سوو کالو راهسې په پښتنوکې يوې منلې شوې عقيدې حيثيت اختيار کړي او دنن نه څه څلويښت پنځوس کاله اګاهو ټول پښتانه د افغانستان استوګن وو او که د پاکستان، هم په دې نظريه متفق و. اوس هم په پښتون ولس د عمومي کليې په ډول دا خبره مشهوره ده چې پښتانه د خالد بابا اولاد دى. ( ظفر کاکا خيل ، 1965 ع ) . په اوسنئ وخت کې د د روېټر دخبر رسولو اژانس د يوه خبر له مخې چې د دوه زرم عيسوي کال د اګست د مياشتې په 21 نېټه د ميګن ګولډن له خواخپور شوي دي ، ويل شوي دي چې د اسرائيلو له اړخه په يوه څېړنه کې چې د اسرائيلو د قبيلو په باره کې چې 2700 کاله د مخه ورکې شوې دي (رابيلياهو اويخل ) له خوا شوى ده راپه ګوته شوې ده چې پښتانه په افغانستان او پاکستان کې د بني اسرائيلو ورکې شوې قبيلې دي. ( پرتله کړئ د دې کتاب په پاى کې د رويتر خبر)

دپښتنو داریايې نسل نظریه : دا نظريه د ژبيوهنې څخه اوبه اخلي په ژبيوهنه کې د ژبې اونسل ترمينځ دااړيکي په دې سوچ ولاړدي چې دهرنسل خلک لومړى په يوځاى کې استوګن وي چې يوه ژبه لري کله چې نوروځايو نوته لاړشي نوبيلې بيلې ژبې مينځ ته راځى چې د لومړنۍ ژبې خويونه ( خصوصيات ) پکې يوه اندازه پاتې کيږي . لدې کبله ځينې ژبپوهان وائې چې هغه ژبې چې يوبل ته ورته والى اومشابهت لري ديوه نسل دژبې پورې اړه لري. دځينو ژبپوهانوپه خيال د ارياپه نامه يونسل په باخترکې استوګن وچې يوه ژبه ئې لرله چې د»ريک« په نامه ياديده. دا ژبه اوس بيخي ورکه ده. دارياو څه برخه باختر کې پاتې شوه . يوه برخه د ايران اوهند په لور، بله برخه ئې ديورپ په لورلاړه (ظفرکاکاخيل،1965) ، چې دوه ژبې مينځ ته راغلې چې يوه (سانسکرټ ) او بله د (زند ) په نامه ياديده. پدې دواړو ژبو کې مذهبي کتابونه ليکل شوي دي او - زند - هغه ژبه ده چې پکې دپارسيانومقدس کتاب - اوستا - ليکل ىشوى دى (قاضي عطااالله خان ،1947)

. په همدې بنياد ځينې اروپايې پوهانو اريايي ژبې په دوو ډلو ويشي چې يوې ته ئې د ژبې هندو (انډو ګروانېا /انډو جرمن ) او بلى ته ئې د ژبې ايراني ډله وائې. ځينې ژبپوهان د پښتو سره د ( ويد) او (اوستا ) د کتابونو د ژبو د ټکو د پرتلې (مقايسې ) پپر بنسټ وائې چې د ځينو ټکو ئې د پښتو سره ورته والى او مشابهت شته دىی، لدې کبله پښتوهم داريايې ژبوپه ډله کې ده اوپښتانه داريا دنسل څخه دي. ځينې ئې د(اوستا) سره په مشابهتونو زور اچوي او پښتو زړه پاړسو ګڼي ځيني ئې بيا د » ويد « سره په مشابهتونو اوورته والي زوراچوي او(انډوژرمن) ژبودډلې پورې ئې تړي اوځيني ئې د » کوردي « ژبې سره نژدېوالى ښايي، چې » انډوژرمن « دژبوپه ډله کې شميرل کيږي. ځينې نوربياوائې، چې پښتوژبه يوه مستقله ژبه ده اودډيرې مودې نه د » سانسکرټ« او.» زند« سره په ګاونډ اوژور تعلق کې پاتې ده.(ظفرکاکاخيل،1965). دژبپوهنې ددې لارې(ميتود) چې د ژبوترمينځ د مشابهتونو په بنياد د نسل پېژندګلوي کوي کمزوري پدې کې پرته ده چې د ورته والي او مشابهتونو په بنياد قضاوتونه تل سم نه وي. همدا خبره د هغه ليکوالانو لپاره اعتبار لري چې وايي په پښتنو کې د يونانيانو ، مغلو او ترکانو نښې دي او د هغوې سره مشابهت لري يا ئې د

(هغوي پورې تړلي او يا ئې ګډوله ګڼى ( ظفر کاکا خيل ، 1965 .

دا سې سوچونه پوهنيز بنسټ نه لري او کيدى شي د دې واقعيت څخه ئې اوبه اخيستې وي چې پښتانه دلارې په سرپراته دي اوډيريرغلګرپه دې لاره تيرشوي دي اودلته به پاتې شوي وي.

دپښتنو د مستقل نسل نظریه : ځينې ليکوالان لکه چې د ژبې په برخه کې هم راپه ګوته شول، پښتانه د کوم بل

نسل پورې تړلي نه ګڼي او ځان ته مستقل نسل ئې ګڼي چې د لومړي سر راهسې د غور په غرونو کې اوسيږي ( قاضي عطااالله خان ، 1947 )

. دپښتنودنسل په هکله دنظريوډيروالى ددې هڅې نه خالي نه بريښي چې دپښتنودنسل او نسب پيژند تورتم شي. د نظريو په مينځ ته راتګ کې پوهنيز دود دا دى چې سړى پخوانۍ نظريه چې د يو څه يا شي په باره کې وي غلطه په ثبوت رسوي، او بيا خپله متبادله نظريه وړاندې کوي يا ئې سمه په ثبوت رسوي او دخپلې څيړنې بنسټ ئې ګرځوي. دلته پوهانو او څيړونکو پوهنيز دود ته پاملرنه نه ده کړې او بيلې بيلې نظري ئې يوه د بل څخه په ناپېيلې توګه وړاندې کړي دي، صرف ظفر کاکا خيل د دې هڅه کړې ده چې پښتنو د بني اسرائيلو د نسل په نظريه دتورات او اسلامي تاريخ په حواله سره انتقاد وکړي. خو دا ئې نه دي ويلي چې تورات ئې په کومه ژبه لوستلى او هم ئې کومه متبادله سمه نظريه نه ده وړاندې کړې چې د پښتنو د نسل پوښتنه روښانه کړي او د پښتنو د بني اسرئيلو د نسل نظريه په بنسټي توګه غلطه ثبوت کړي.

لیکوال ‌‌‌‌‌‌ډاکتر کبیر ستوری [ژبساپوهنه، 54او55 مخ]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←