زمونږ هېواد
د افغانانو هېواد.
پکتيا —> نږدې دوه نيم زره کاله پخوا د يونان مشهور مورخ هېرودت پښتانه د (پکتي، پکتويس) په نامه او د دوى ټاټوبى او مسکن یې د پکتيکا په نامه ياد کړى دى.
د پکتيکا کلمه غالباً له (پکهت = پښت) او (کا = خا = خـوا) څخه جوړه شوې ده.
ښايي چـې اصلاً یې (پښتيخا = پښتخوا) و، خو يونانيانو له خپلې لهجې سـره سم پکتيکا ليکلې ده.
پکتيکا په قديم کې زموږ د وطن يعنې د آريانا د يوه تاريخي ولايت نوم دى.
هغه چې د (پښت) يوه برخه له (بخدي، بخدیا) څخه د سپين غره شا او خوا لمنو ته راغله نو دغه ځل نوى ټاټوبى یې (پښتيخا) او يا د (بخديا) په صورت (پښتيا) وباله، چې دغه نوم د يونانيانو له خوا (پکتيکا او پکتيا) ليکل شوى دى.
د پکتيکا د ولايت بریدونه د زياتو مورخينو لخوا د سـپين غـره او کـسې غره شا او خوا ځمکې ښودل شوې دي او ځينو تر اندوس (اباسين) پورې دغه بريدونه رسولي دي.
ډاکټر بليو ختیځ پوه، له پکتيکا څخه د (سوات، اباسين، پښين او سيند) تر منځ علاقه مراد کړې ده چې کټ مټ د (روه) پـه نامه هـم يادېدله.
د هيروډت د بيان لـه مخې د پکتيکا پـه ولايت کې څلور قومونه اوسېدل [ګنداري، اپاريتي (لکه اپريدي)، ستاګیدي او داديکي].
دا سيمه د بطليموس لخوا د پکتـين په نامه ياده شـوې ده او وايي چې د پارو پاميزاد يعنې غور په سوېل کې پرته ده.
ښايي چې دا کلمه په اصل کې (پکت تون) يعنې د پکتيانو ځاى وي. دا هم کېدای شي چې پکتين د پکتيـا نه مخفـف وي چې له (پکت) او (يانه) څخه جوړ شوى دى. (يانه=ياڼه) په پښتو کې د ظرف تورى دى.
دا ولايت اوس هم د پکتيا په ولايـت يادېږي. ژبه یې پښتو او اوسېدونکي یې ټول پښتانه دي
کندهارا —> د پښتو يو بل لوى او ارت ولايت کندهارا دى. د دې ولايت لوېدیځ خوا له اراکوزى او ختیځ خوا یې له اندوس (اباسين) سره لګېدلي وه.
د کابل شا او خوا سيمې ننګـرهار، پېښور دا ټول پکې شامل وو. دا ولايت په بودايي وخـت کې ډېر مشهور و، نګاراهارا يا هډه د دې ولايـت يو ښکلـى صنعتي او مذهبي مرکز و.
هيروډت د کندهارا ولايـت د (ګنداري) ټبر ټاټوبى بولي او وايي چې دوى د پکتيانو يوه څانګه ده.
د پښتنو د دې لرغوني او تاريخي ولايت اوسېدونکي ټول پښتانه دي او پـه پښتو ژبه غږېږي.
روه —> روه هم د هېواد د يوې برخې پخوانى نوم دى. دا نوم په اوستا کې اروا- اوره راغلى دى چې د اوسـتا له (۱۶) ولايتو څخه يو ولايت و.
له دې اوستايي نوم څخه ګایګر الماني د پکتيا (ارګون) مراد کړى دى. سوېلي غرنۍ سيمه یې وروسته د (روه) په نامه ياده شوې ده او د (روه، اروه) ترمنځ لفظي شباهت هـم زياد دى.
له دې کبله غالب ګمان دا دى چې د اوستا له (اروا = اروه) څخه به همدغه د (روه) سيمه مراد وه.
دا نوم که څه هم په لومړي سر کې د يوې سیمې نوم و خو وروسته څه قدر عام شوى دى او د پښتنو زياتو غرنيو سيمو ته ويل کېږي.
هندي او افغاني کلاسيکي مورخين د پښتنو وطن (روه) بولي چې په دې وجه پـه هند کې پښتون ته روهيلى وايي.
دا نوم په پښتو ادب کې د خوشال خټک (۱۰۵۰ هــ) له وخـت نه را په دې خوا ليدل کېږي. د خوشال خان زوى اشرف خان هجري چې په هند کې د مغلو لخوا (۱۶) کاله بندي و، ويلي دي:
قاصدان له روهه نه راځي مدت شو
سـلام باد رارسوي منت یې تم دى
کاظم خان شيدا هم د پښتنو وطـن (روه) پـه نامه ياد کـړى دى او دا نوم یې ډېر راوړى، لکه چې ويلي یې دي:
شيدا واستوه رنګين اشعار له هنده
ستا له راى سره اشنا د روه ياران دي
په هندي ادا یې وکړې په ما چارې
زه شيدا په زړه ساده د روه افغان يم
بل ځای وايي:
زرکې چې ګرځي د روه په غرونو
ښايسته روغې په دغـه شان وي
د خوشال خټک په صفت کې وایي:
خان استاد د تمام روه دى
دانا په هر ګروه دى
له دې شعرونو څخه معلومه شوه چې (روه) د (ر) په پیښ د پښتنو د ځينو غرنيو سيمو پخوانى نوم دى چې کله کله د پښتنو ټول هېواد ته هم ويل کېږي مګر کوم خاص ولايت يا سیمه ترې نه مرادېږي.
سرچینه - پښتو دولسم ټولګی - مخ ۸۴
.ممتاز خان
