د عبدالله بختاني
پښتو ژبې ته دارواښاد استاد عبدالله خدمتګار بختاني نه هیریدونکي خدمتونه:
پښتانه به هیڅکله هم ددغه ستر علمي او فرهنګي شخصیت او دده علمي کارونه چې پښتوژبې او ادب ته یې کړي دي له یاده ونه باسي .ارواښاد عبدالله خدمتګار بختانی دننګرهار ولایت دسره رود دولسوالۍ دچارباغ سیمې ته څېرمه دبختان په کلي کې زیږیدلی دی نوځکه یې دخپل کلي دنامه له کبله یې تخلص بختانی و.
ارواښاد استاد عبدالله بختاني خدمتگار خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړې او بيا د نورو استادانونه يې عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، دفقهې اصول، دحدیثو اصول ، عقايد، ميراث، صرف و نحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستلي وې او د مولوي درجې ته رسيدلى و. تر دې وروسته يې بيا فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه د هماغه وخت د ولسي مدرسو په معيار سرته رسولې وې او تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې (د بکلوريا په معيار) په شخصي توگه مطالعه کړې وې او هم یې په فلسفه، ټولنپوهنه، سياست اوسیکا لوجۍ کې يې پراخه مطالعه کړې وه.
ارواښاد بحتا ني د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي په برخه کې يې له نامتو او پېژندل شويودیني عالمانو او استادانو نه زده کړې ترلاسه کړې . انگريزي ژبه يې تر څلورم ريډره پورې، د پغمان له ښاغلي محمد عمر قريشي معلم سره لوستلې وه . په پښتو ژبه کې څوک استاد نهدرلود او پخپله د خپل ځان ښوونکى و. په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود استادان، استاد گل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، استاد صديق الله رښتين او استاد عبدالروف بېنوا ول.
استاد بختاني د روسي ژبې سره پوره آشنا یي درلودله . له ۱۹۶۳ - ۱۹۶۴ ز. کال پورې د مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه تر سره کړه ، او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې ډيپلوم اخيستلی واو د ژباړې (ترجمې) د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته رسولى و.
ارواښاد بختانی دننګرهار ، هیواد ، انیس ، زیری ، پکتیا ،ورځپاڼو او مجلو مشر هم پاتې شوی و او دکابل په پښتو ټولنې او دافغانستان دعلو په اکاډمۍ کې هم علمي غړی و.استاد بختانی ته دافغانستان دعلو اکیډیمۍ د سر څیړاند ( سر محقق ) یاپوهاند علمي رتبه هم ورکړل شوې وه ..
داستاد بختاني ځینې چاپ شوي او ناچاپ آثار دادی :
چاپ شوي آثار:
۱- په اسلام کښې د ښځو حقوق - د مصرد (المنار) د جريدې د مدير، رشيد رضا، د (الوحى المحمدي) له کتاب څڅه ترجمه - د ۱۳۲۷ هـ ش چاپ .
۲-مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) - د مصر د (الازهر) د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغانى د عربي کتاب ژباړه - د ۱۳۳۲ هـ ش چاپ . دوهم ايډيشن له زياتونو سره بيا ترجمه – د ۱۳۴۸ هـ ش چاپ .
۳-اراده - (روحيات) - د پروفيسر غلام حسن مجددى له دري ليکنې نه ژباړل شوی او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ليکنو ژباړه - د ۱۳۳۲ هـ ش چاپ .
۴-شعر او ادب – د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه ټولونه ، سريزه او اهتمام د ۱۳۳۳ هـ ش چاپ .
۵-د زړۀ راز – د شعرونو لومړئ مجموعه _ د ۱۳۳۵ هـ ش چاپ .
۶-پښتانه د علامه اقبال په نظر کښې – ۱۳۳۵ هـ ش .
۷-ميرزا عبدالرحيم رحيمى ( احوال و اشعار ) بزبان درى – ۱۳۳۵ هـ ش . چاپ دوم با افزونى ها _ ۱۳۸۰ هـ ش .
۸-پښتني خويونه _ ادبي ټولنپو هنيزه څيړنه _ ۱۳۳۵ هـ ش .
۹-د ملنگ جان خوږې نغمې – ټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب _ ۱۳۳۵ هـ ش . دوهم چاپ له زياتونو سره _ ۱۳۴۸ هـ ش .
۱۰-خوږې ترخې _ د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه _ د ۱۳۳۶ هـ ش چاپ .
۱۱-سيدو ملنگ _ موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کښې _ په ننگرهار نندارې کښې ښودنه : ۱۳۳۸ هـ ش _ په کابل کښې چاپ ۱۳۴۱ هـ ش .
۱۲-علمي آزمېښتونه په ساده وسايلو - ساينسى درسي مرستيال - د موريس پارکر ليکنه - د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې نه پښتو شوی - ۱۳۴۱ هـ ش .
۱۳-راز _ د شعرونو دوهمه مجموعه _ ۱۳۴۲ هـ ش .
۱۴-پښتو کلي څلورم ټوک _ درسي _ ۱۳۴۵ هـ ش .
۱۵-شرنگ _ د شعرونو درېيمه مجموعه _ ۱۳۴۶ هـ ش .
۱۶-معاصر اديبان _ تذکره _ ۱۳۴۷ هـ ش .
۱۷-توربريښ _ د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې – ټولونه ، ترتيب او سريزه _ ۱۳۴۷ هـ ش . دوهم چاپ _ ۱۳۸۷ هـ ش .
۱۸- پښتو لنډې کيسې _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ۱۳۴۷ هـ ش .
۱۹-د خوشحال خان خټک ربا عيات _ دا کادميک متن جوړونه _ له ملگرو سره _ ۱۳۴۹ هـ ش .
۲۰- د پښتو ټولنې رئيسان او غړي ( تذکره ) _ ۱۳۴۶ هـ ش .
۲۱- ابربهارى _ د دري شعرونو مجموعه _ ۱۳۵۱ هـ ش .
۲۲-مرغلرې _ د ادبي نثرونو مجموعه _ ۱۳۵۱ هـ ش .
۲۳- دپښتوپت _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ۱۳۵۲ هـ ش .
۲۴-ديونس خيبري ديوان _ نقل ، سمون ، سريزه ، اکادميک متن او اهتمام _ ۱۳۵۶_ هـ ش .
۲۵-دپادري هيوز کليد افغانى _ سريزه ، تعليقات او لغتنامه _ ۱۳۵۶_ هـ ش .
۲۶-پښتانه شعرا ء څلورم ټوک – تذکره _ ۱۳۵۷ هـ ش .
۲۷- افغانستان سفر _ له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه _ ۱۳۵۷ هـ ش .
۲۸-پښتو چاپي آثار _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ۱۳۵۷هـ ش .
۲۹-ذ گلوکر – د شعرونو پنځمه مجموعه _ ۱۳۵۹ هـ ش .
۳۰-څورب او خوار _ له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه _ ۱۳۵۹ هـ ش .
۳۱- د زړه آواز _ د شعرونو انتخابي مجموعه ۱۳۶۳ هـ ش .
۳۲-شفق _ د شعرونو مجموعه _ ۱۳۶۳هـ ش .
۳۳-تذکرة الشعرا ء _ تدوين ، سريزه او حواشي _ ۱۳۶۳ هـ ش .
۳۴- د باچا خان ليکونه لومړى ټوک _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي _ ۱۳۶۳ هـ ش .
۳۵-زمونږ وطن د جرگو وطن _ تاريخي _ ۱۳۶۴هـ ش .
۳۶-د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان _ تذکره _ ۱۳۶۶ هـ ش .
۳۷-د بابا مشالونه _ د باچا خان وجيزې _ انتخاب ، ټولونه او سريزه ۱۳۶۶ هـ ش .
۳۸-د اخلاص هديه _ د خان عبدالغفار خان په باره کښې شعرونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ۱۳۶۶ هـ ش .
۳۹-د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ _ دوکتور سعيد افغانى _ تذکره _ ۱۳۶۶ هـ ش .
۴۰-پښتانه شعرا ء پنځم ټوک _ تذکره _ ۱۳۶۷ هـ ش .
۴۱-سوله او سلام د اسلام په رڼا کښې _ ديني څيړنه _ ۱۳۶۷هـ ش .
۴۲-د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ۱۳۶۸ هـ ش .
۴۳- د پاکستان اسلامي ماهيت . . . _ تاريخي _ ۱۳۶۸هـ ش .
۴۴- د ملي ادب اوژور ناليزم خادم _ د استاد قيام الدين خادم تذکره _ ۱۳۶۸ هـ ش ._ دوهم چاپ _ ۱۳۸۶ هـ ش ._ درېيم چاپ _ ۱۳۸۷ هـ ش .
۴۵-فراقنامه _ منظومه _ ۱۳۷۸هـ ش .
۴۶-زما استاد الفت _ تذکره او ادب څيړنه _ ۱۳۸۰هـ ش .
۴۷-خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک _ تذکره او ادب څيړنه _ ۱۳۸۰ هـ ش .
۴۸-گلنامه _ بولـله _ ۱۳۸۱هـ ش .
۴۹- ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى _ تذکره _ ۱۳۸۱هـ ش .
۵۰-ترنم دل _ مجموعۀ اشعار درى _ ۱۳۸۱هـ ش .
۵۱-ويرنې _ د شعرونو مجموعه _ ۱۳۸۱هـ ش .
۵۲-خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کښې _ خاطرې او څيړنى _ ۱۳۸۲ هـ ش .
۵۳-د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسى _ ۱۳۸۳هـ ش .
۵۴-د بياض ديوان _ نقل سمون حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) _ ۱۳۸۳ هـ ش .
۵۵-زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې _ تذکره او خاطرې _ ۱۳۸۳ هـ ش .
۵۶-د باچا خان ليکونه _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي ۱۳۸۴هـ ش . _ د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ _ ۱۳۸۷ هـ ش .
۵۷-بشربت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى _ اجتماعى سياسى _ ۱۳۸۴ هـ ش .
۵۸-پښتو پالنه او ژب څيړنه _ ۱۳۸۴ هـ ش .
۵۹-حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک _ ايډيټ ، سريزه او اهتمام _ ۱۳۸۴هـ ش .
۶۰-د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف _ ۱۳۸۵ هـ ش .
۶۱-د هيلې د هيلئ سپين وزر _ بديعي ترجمې _ ۱۳۸۶هـ ش .
۶۲-ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي اخوانزاده _ ۱۳۸۶هـ ش . _ ستارۀ دين مولانانجم الدين اخونزاده هده _ ترجمۀ محترم فضل الرحمن فاضل _ ۱۳۸۷ هـ ش .
۶۳-د سپين غره په لمنو کښې _ سياسي ، ټولنيزې ليکنې ۱۳۸۶ _ هـ ش .
۶۴-شجرۀ پير پټان _ مرتب : غلام حبيب نوابى _ تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه و اهتمام_ ۱۳۸۶ هـ ش .
۶۵- گلکڅونو په ارمان _ د څلوريزو مجموعه _ ۱۳۸۷هـ ش .
۶۶-پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه _ ايډيت ، سريزه او چاپڅارنه _ ۱۳۸۷.
۶۷-بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو _ ۱۳۸۷هـ ش .
۶۸-دوه ادبي ليکونه _ ۱۳۸۷ هـ ش .
۶۹-د کوشانى دورې ځينې يادگارونه _ تاريخي ، لرغون پوهنه . ۱۳۸۷ هـ ش .
۷۰-د حج سفر _ کيسې او خاطرې _ ۱۳۸۷ هـ ش .
۷۱-فخر افغان او افغانستان _ ۱۳۸۷ هـ ش .
۷۲-ابن سينا اديب طبيب _ ۱۳۸۸ هـ ش .
۷۳-د نارنج بهار _ تاريخي ، ادبي ، څيړنيز او طبي _ ۱۳۸۸ هـ ش .
چاپ لاندې کتابونه :
۱--تازه گلونه _ د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه _ انتخاب _ ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام _
۲-- افغان ، افغانستان او اقبال .
۳--رسالۀ (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک . استنساخ ، تصحيح ، تنقيح و پيشگفتار
۴--يودوه گوتې کاغذ _ د خدمتگار مکاتبې .
۵- خدمتگار د اشعارو کليات .
ناچاپه آثار:
۱-د مرغلرو لټون _ ادب څيړنه _
۲-دستور وانجمن _ ادبي څيرې او څيړنې .
۳-د کتابو کتنه _ بيبليو گرافي .
۴-پښتانه شعرا، شپږم ټوک _ تذکره
۵-پښتانه شعرا ، اووم ټوک _ تذکره .
۶-تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان .
۷-ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغى _ نقل ، تنقيح ، مقدمه و تعليقات .
۸-در گسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى .
۹-د ملي شاعر ژوند او هنر ( د ملنگ جان په باره کښې )
۱۰-رنگين غوندې عذاب _ د اجمل خټک ژوند اوفن .
۱۱-د خدمتگار طبي ليکنې .
۱۲-د هېواد د بيا رغولو په هيله _ ټولنيزې سياسي ليکنې .
۱۳-د احمد گل شاعري .
۱۴-د ملک نعيم سندري .
۱۵-د بينا د وړو لوبې .
۱۶-د خاطراتو دفتر .
۱۷- افغانستان _ د شعرونو مجموعه .
۱۸-تشد د او نفرت _ څلوريزې .
۱۹-د زړه زخمونه _ بوللـه .
۲۰-د ميراث ضابطه - فقهي
۲۱-ويښ زلميان - (کار لاندې)
۲۲-د شوروي اتحاد سفر
۲۳-يوه هفته په اوزبکستان کښې
۲۴-د چکوسلواکيا او پو لینډ سفر
۲۵-د عراق سفر .
۲۶-د بن سفر .
۲۷-چکچکستان زنده باد - (خاطرې)
۲۸-د خدمتگار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې _ بېبليو گرافي د کار لاندې .
