اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

نېمګړې خاک

زما چې کله دَ تخت بهائی کالج ته بدلی اوشوه نو دغه وخت دَ کالج خپل بلډنګ تيار نهٔ وۂ. او عرضی طور په يو منډۍ کښې کالج پرانستے شوے وؤ. ګېر چاپېره وړې وړې کچه کمرې وې چې پخوا دَ ګوړې ګودامونه وو. په هغې کښې به کلاسونه اغستے شو. زما دَ چارج اغستو دوېمه يادرېمه ورځ وه چې زۀ لائبرېرۍ ته لاړم دا مې خيال وۂ چې دَ خپل نوم اندراج به هم اوکړم او څهٔ کتاب نيم به هم راواخلم. لائبرېری هم په يوه کوټه کښې وه او دَ سـټيل په المارو کښې کتابونه پراته وۂ. دغه وخت لائبرېرېن صېب څهٔ کار پسې بهر وتے وهٴ. دَ ورۀ ګس اړخ ته دَ سـټيل يو المارۍ پرانستې شوې وه او يو کس ورته داسې ټيټ ولاړ وۂ لکه چې سړے په مانځه کښې رکوع ته ښکته شوے وی. زما دا خيال شو چې دَ کالج څوک سټوډنټ دے چې بغېر دَ يونيفارم نه کالج ته راغلے دے. خو چې کتاب ئې راواخست او نېغ شو نو زما طرف ته ئې اوکتل.

دا دَ ونې نه مندرے هلک عمر سړے وهٴ. دَ رنګه غنم رنګے وۂ، وېښتهٴ ئې لکه دَ Seventies دَ هلکانو په شان اوږده وو، خو دومره اوږده هم نهٔ وو لکه دَ يورپی هيپيانو چې په اوږو ئې پراته وو. بس ايله دَ غوږونو پوسکۍ ئې ترې ښکارېدې، پوزه ئې دَ مخ په مناسبت برابره وه نهٔ ډېره لوړه او نهٔ چيته. تورې خړبخښنې درميانه سترګې ئې وې. چې له دَ هلکوانې چمک پکښې باقی وهٴ. دَ سترګو نه ګېر چاپېره ئې حلقې جوړې شوې وې. خدائے خبر چې دَ څهٔ عمل نتيجه وه. دَ خاکی رنګ جامې ئې اغوستې وې او دَ صوابۍ مشهورې دَ سابر پنجه دارې څپلۍ ئې په پښو وې چې دَ پاڅه پرې الوانې رنګ ځونډی هم لګېدلی وو.

ماسره ئې جوړ تازه اوکړل. يو بل سره مو خپل تعارف اوکړو. دا زما او دَ هغه وړومبے ملاقات وۂ.

غائبانه پېژندګلو خو ئې راسره دَ مخکښې نه شوې ده، بل ما دَ هغه دَ افسانو کتاب “واؤرې او ګلونه” او دَ شاعرۍ کتاب “تکل” هم لوستې وو. او خواهش مې وۂ چې ورسره ملاقات اوکړم ځکه چې هغه يواځې ښهٔ شاعر، اديب او استاد نهٔ وۂ بلکې يو Committed کامريډ هم وۂ. دغه وخت زۀ هم دَ پروګرېسو ګروپ يو ناګڼلے غړے ووم او دَ داسې خلقو په دوستۍ پسې به مې کډه ګرځوله.

ورځې تېرېدې او ورو ورو زۀ هغه ته ورلنډېدم او دومره ورلنډ شوم چې دَ کالج دَ وخت نه علاوه به مو هم زيات وخت يو ځائې تېرېدو. ما به هغه کله کله په شاه صېب او اکثر په سر صېب مخاطب کوو. بعضې ملګرو به راپورې وهم خاندل چې هلکه سرجی خو مو اورېدلے وۂ خو دا سر صېب... عجيبه نهٔ ده...؟ ما به ووئيل چې ډېر کسان ورته سر، څوک صابر او يو څو کسان ورته پير صېب وائی، نو دومره فرق خو په ما او دې نورو کښې پکار دے کنه.

په ګنټو ګنټو به مو په مختلفو موضوعاتو بحثونه کول. کله په شعر او ادب او کله په مارکس، لينن او دَ هغوی په نظريو او زيارونو. هغه دَ “چی ګويره” نه ډېره متاثره وۂ او چې کله به ئې دَ هغه په ژوند او جدوجهد بحث کوو نو دومره جذباتی به شو چې لکه يو مريد دَ پير کرامات بيانوی. آواز به ئې تېز شو او په خبرو کښې به ئې “فل سټاف” او “کامه” هله لګوله چې دَ سېګريټ نه به ئې کش پورته کوو. او اکثر به ئې دَ چايو پيالۍ دومره يخه شوه چې پېروے به ئې اونيو. آخر کښې به ئې بيا په دوه ګوټه کښې څښله.

دَ ملاکنډ خاؤره هسې هم دَ شعر او ادب په حواله ډېره زرخېزه ده. او ډېر نوموړی شاعران، اديبان ئې زيږولی دی. خو دَ دې نه علاوه پکښې ډېر ستر مبارزان هم پېدا شوی دی چې دَ خپل قام دَ سر لوړۍ او انسانی حقوقو دَ حصول دپاره ئې دَ هيڅ قسمه قربانۍ نه ځان نهٔ دې ژغورلے. سر صېب هم دَ دغې قافلې يو نهٔ وېرېدونکے، نهٔ وروستو کېدونکے او کلک غړے پاتې شوے دے.

دا په قد کاټ وړوکے بنده چې لا طالبعلم وۂ نو هم دَ سياست دَ آکاړې غټ پهلوان وۂ. کله چې په مئی ١٩٧٨ء کښې سره دَ ښاغلی رحمت شاه سائل، تجمل حسين قائل او افراسياب خټک په يو بې بنياده مقدمه (ملاکنډ سازش کيس) بنديوان کړې شو. نو دَ هغهٔ دَ ډېرو ملګرو دا خيال وۂ چې وَس به پوزه راکاږی. ولې هغه لکه دَ ايلم دَ غر په خپله نظريه کلک ولاړ وۂ او دَ بندی خانې ډېر تکليفونه او سختې پرې تېرېدې. دَ دې هر څهٔ باوجود هم هغه خپل تعليم ته خاص پام لرلے وۂ او دَ بی.اے امتحان ئې دَ جيل نه ورکړے وۂ. بيا دَ ارواښاد افضل بنګش ايډووکېټ، لطيف لالا، سيد عمر ايډووکېټ، عالمزېب ايډووکېټ او سعيد بېګ المعروف شېخ بمبار په کوششونو دَ جېل نه خلاص شو او په پېښور يونيورسټۍ کښې ئې داخله واخسته. دَ سياست سره سره ئې په مختلف مضمونونو کښې دَ ماسټر ډګرۍ ترلاسه کړې. سر صېب فطری حسن پرست وۂ او دَ هر قسمه ښکلا دلداده وۂ يوه ورځ ئې په خبرو خبرو کښې دَ خپل کتاب دَ چاپ کېدو باره کښې وئيل چې کتاب چاپ کوم خو چې ښائسته وی ځکه چې کتاب مې ښکلے خوښ وی.

دَ سر صېب دَ تعلق دائره ډېره پراخه ده. او دَ لرې لرې پورې دوستانې پالی. ولې دَ دشمنانو شمېر ئې هم لکه دَ آسمان دَ ستورو نهٔ شی کېدے. دَ ادبی دنيا بهر ئې هم دَ هرې طبقې دَ خلقو سره تعلق ساتلے دے. چې پکښې زما غوندې کم حيثيته خلق هم شامل دی په دې حقله ډېر قدردان بنده دے. نهٔ چاته په سپک نظر ګوری او نهٔ په چا ځان دروند دروند کوی. بعضې ملګری ئې په دې ګرموی چې مړه سړے نه سړے نهٔ ګوری خو ناسته پاسته ورسره کوې. خو دَ ده ورته دا وېنا وی. “چې سړی ټول سړی دي خو کهٔ څوک ورته دَ سړيتوب په نظر اوګوری”.

دَ بحث ډېر مرڼے دے او څوک ئې په آسانه پړکولے نهٔ شی دَ دنيا په هره موضوع ورسره معلومات شته او په خپل نقطه نظر دَ قائلولو چل ورځی. ډېر اديبان، شاعران کاڼسان دَ دۀ په مخکښې خُلهٴ نشی پرانستے، او هغه دَ چا خبره چې لکه “دَ قلندر مومند صېب توت ته بکياڼه اووائی نو ثابتوی ئې هم” تنقيدی قلم ئې لکه دَ دوه مخيزې چاړې تېره ساتلے دے او چې دَ چا په څهٔ فن پسې ئې په برجۍ ووهی نو داسې اپرېشن ئې اوکړی لکه پخوا چې به حکيمانو بې نشې دَ بنده دَ وجود نه ناسور پرېکوو. دَ دې هر څه باوجود که دَ هغه دَ تنقيدی ليکونو جاج واخستے شی نو هيڅ دَ بدنيتۍ او تنګ نظرۍ آثار به پکښې په ګوته نشی.

بس دومره قدرې به اووايم چې هغه “صاحب” هم دے “شاه” هم دے خو صابر.

ښاغلے دولت خان د ضلع مردان د تخب بهاٸي تحصيل بازار وسيدونکې اعلي تعليمافته ډير سپين سپيځلے نفيس انسان دے خپله مورنۍ ژبه پښتو ورک مٸين دے ۔ ډير باذوقه دے د خپل دغې ذوق د تسکين دپاره کله کله د مارګلې په کنډاؤ راواوړي ۔ }

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←