اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دډاکـتر کـبيـر ســـتـوری د خواخوږۍ پيغام

دډاکـتر کـبيـر ســـتـوری د خواخوږۍ پيغام

align=left]په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد پیاوړې افسر جنرال رحمت الله سا پی په انګلستان کی په بی وطنئ او پردیسئ کی لدی فاني دونیا څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.
خدای بښلی ستر جنرال رحمت الله سا پی د هیواد په بیلابیلو مقامونو کی ښه په زړورتیا خپله دنده سرته رسولی ده. دهیواد د ازادئ په جګړه کی ئی غټه ونډه لرله.
خدای بښلی ستر جنرال سا پی په خپل هیواد، پښتو او پښتونولۍ مین ؤ. په پښتو ژبه يی ارزښتناک کتابونه لیکلی او دپښتو ژبی خدمت ته يی ملا تړلی وه. دده په اثارو کی تر ټولو غوره «مسعود وپیژنئ ؟» او «د قدرت نمونې» دی چې ډیر پټ رازونه پکې څرګند شوی دی چی لوستل یی ګټو ر دی.
د خدای بښلی ستر جنرال رحمت الله سا پی مړینه پښتون ولس او هیواد ته غټ تاوان بولم . کورنۍ او خپلوانو ته ئی د زړه صبر غواړم اوپه غم کۍ ورسره خان شریک ګڼم ۰ اروا دی ښاده وی.


ډاکـتر کـبيـر سـتوری
Dr. Kabir Stori
Kiebitzweg 12, 50389 Wesseling, Germany
Tel..0049 2236 83463 Fax: 0049 2236 841930

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←