اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ANP اوپښتنوخوا مېپ ديوکېدو خبرې روانې دي

21July 2007 دپښتونخوا ملي عوامي ګوند(محمود خان اڅکزی) او عوامي نېشنل ګوند (اسفندیار ولی خان) په خپل منځ کې دیوځای کیدولپاره له يوبل سره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی . دواړو ډلو يو کمېسيون ټاکلی دی تر څودANPاو PkMAPګوندونو په منځ کې ديوځای کیدو د لراوبرافغان پښتون ملت دروڼ سباوون په خاطر دپام وړ فعاليت تر سره کړای شي.
دعوامي نشنل ګوند ANP د کمېسيون غړي:محمدافضل خان (خان لالا) ،لطيف اپرېدی،ډاکټرعنايت الله، کمانډر خدائيداد او حاجي غلام احمد بلور
دپښتونخوا ملي عوامي ګوند PkMAP دکمېسيون غړي: سناتور نواب ايازخان جوګيزي،مختيارخان يوسفزي،اکرم شاه خان، ډاکټر سيدعالم محسود اوسناتور عبدالرحيم مندوخېل
دنوموړيو کمېسيونونو تر منځ به لومړۍ ناسته د2007 ع کال دجولای پر پنځه ويشتمه نیټه په اسلام اباد کې کيږي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←