اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دښادۍ او ویر دمحافلو په اړه د پاملرنی وړ غټ ټکی

د وير او غم په اړه:
1- د هغو هېوادوالو جنازه، چې په هېواد کې دننه او يا ګاونډيو هېوادونو کې خاورو ته سپارل کېږي، دلته دې بيا خيرات نه ورپسې کېږي. که چا غوښتل بيا خيرات وکړي د خيرات پيسې دې هېواد ته واستوي.
2- د کورنۍ له ډېرو نږدې غړو (لکه مور، پلار او ورونه...) پرته، چې نور کوم خپلوان په هېواد يا ګاونډ کې په حق رسېږي، د هغوى فاتحه دې دلته نه اخيستل کېږي، که چېرته څوک نژدې خپلوان ورځي په کور کې دې فاتحه وکړي.
3- هغه هېوادوال، چې دلته (لويديځ) کې په حق رسېږي او همدلته خاورو ته سپارل کېږي، که ممکنه وه جنازه او فاتحه دې په يوه ورځ واخيستل شي.
4- فاتحه دې د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو تر منځ واخيستل شي او له دوه ساعتو څخه دې نه اوږدې.
5- د فاتحې پر وخت دې ټول نارينه او ښځې په کلکه اسلامي اّداب مراعت کړي.
6- د وير څښتن بايد د فاتحې په ورځ د اسلامي شريعت له مخې راغلو دوستانو ته د ډوډۍ له پخولو څخه ډډه وکړي او راغلي دوستان بايد له فاتحې وروسته د ډوډۍ لپاره د مړي په کور کې پاتې نه شي.
7- هغه دوستان، چې ستونزې لري او يا د فاتحې له ځايه څخه ډېر لرې اوسېږي، کولى شي په ټليفوني توګه د غمرازۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي، د فاتحې څښتن ته نه ښايي، چې خوا ترې بده کړي.

د ښادۍ په اړه:
1- د ښادۍ په ټولو دودونو کې دې هڅه وشي، چې اصيل پښتني افغاني کلتوري ارزښتونه په پام کې ونيول شي.
2- د ښادۍ په دودونو کې بايد له افراطي او بېځايه لګښتونو څخه کلکه ډډه وشي.
3- خوړه يا کوژده بايد د نژدې خپلوانو له کړۍ څخه پراخه نه شي، يعنې له کوژدې څخه بايد واده جوړ نه شي.
4- په واده کې له نږدې خپلوانو پرته، حتمي نه ده، چې لرې خپلوان او يا هغه دوستان، چې په لېرې ښارونو کې اوسېږي له ټولې کورنۍ سره خبر شي.
الحاج فضل الرحمان (شېر)، الحاج سراج الدين منګل، ډاکټر کبير ستورى، سر محقق زلمى هېواد مل، ښاغلى زرين انځور، (د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه)، پوهاند محمد قاسم جمدر (په مونشن ګلادباخ کې افغاني کلتوري ټولنه)، ښاغلى محمد شېرين ګرديوال (د پښتنو کلتوري ټولنه)، ښاغلى هدايت الله بنګش (پښتون کور)، ښاغلى انجنير حبيب رسول، ښاغلى علي محمد مجبور او ښاغلى خوشال روهي.

پښتونخوا: شپږویشتمه ګڼه،نولسم کال، ۲۰۰۵ ع کال
Pakhtunkhwa: Jahrg./Vol.: 19, Nu./no.: 26 Year 2005

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←