امیرغلام صادق فن او شخصیت
امیر غلام صادق:ژوند،شخصیت اوفن
دپښتو فلمونودموسيقئ اوفلمي شاعرئ بې بدله نامه،داولسي ادب ياد شاعر خداے بخښلے'اميرغلام صادق داولسي ادب مرکز نوښار کښې،د نوښارنه مردان ته تلونکي سړک او دمشهور غر ترکۍ نه نمرخاتهٴ پله پروت کلي کنډر کښې دمشال خان کره په کال نولس سوه شپږ دېرش1936ع کښې وزېږېدو.'حاجي محمداسلم ئې دزېږون کال داپرېل په درويشتمه کال نولس سوه دوه څلوېښتم1942 ع ليکي'،او' ډاکټر حنيف خليل ئې دزېږون کال (1948ع )ليکي' کهٴ دادواړه وروستي اقوال صحيح وګڼو نو په کال 1951ع کښې دصادق صاحب ملازمت شروع کؤل عقلِ سليم نهٴ مني. ځکه وړومبے کال قياس ته زيات نزدے ښکاري. دکلي دنورو خلقو پشان دددوي دوالد صاحب ګذران هم ددغه کلي دغر نه دکاڼو راوېستوپه ذريعه روان وهٴ .ددغو بدو ورځو په وجه درسمي تعليم حاصلؤلو نه محرومه اميرغلام ته هم دهر دور پشان دکلي د جومات دروازې خلاصې وې.هلته نه ئې څهٴ نا څهٴ زده کړه وکړه،خو دژوند بنيادي غوښتنو په مخه اخستي پلار چې کله خپل نازؤلے زوے دڅهٴ کا ر کؤلوجوګه وليدو نو ځان سره ئې دکاڼودرنګونو ته دلاس امداد په غرض په مخه کړو'.
ددانش خپرندويه له لوري دۤډاکټرمحمد زبېر حسرت ترتيب کړي شوي دامير غلام صادق کلام د 'سازونه اوازونه دامير غلام صادق نوښاري فلمي او اولسي شاعري(2010)'په نوم شائع کتاب مقدمه کښې محقق فرهاد محمد غالب ترين دصادق صاحب دژوند په باب تفصيلي ليکنه کښې،چې زمونږ ددې ليک اهم ماخذ دے، ليکي چې':اميرغلام په يوه داسې زمانه کښې ژوند کؤلو چې دغم غلطؤلو دپاره به قريباپه هر کلي او هره حجره کښې دټنګ ټکور صحبتونه،اود قصواومنظومو داستانونومجلسونه اباد وهٴ. دزلمو د جذباتو اظهاربه په ټپو چاربېتواو هر قسمه منظومو اصنافو کښې کېدلو،زلمي امير غلام هم دغه مجلسونو کښې ګډون لرلو '
دوي وړاندې ليکي چې 'په کال نولس سوه اووهٴ څلوېښتم1947ع کښې دصادق صاحب کورنۍ دکنډرو(کلي) نه کډه کؤلو نه پس دنوښار په(محله) خاتو خېلو کښې مېشتهٴ شوه،په دغه زمانه کښې په نوښار کښې د خداے بخښليو مولانا عبدالله استاد،مولانا شاکرا لله،نور محمد استاد،ګل ۤخان ګل،سيد اکبر صابر، انور خان انور،روېل خان روېل،سېفور خان سېفور،اوسيد محمد طيب طيب مرحوم اوځنې نورو دنامې جامې لويوشاعرانو اومشاهيروصحبتونو، ښهٴ تعلق اوبيا دنامتو عالم دين،مشهور شاعر، او استاد مولانا عبدالله استاد سره خصوصي تعلق ،اوترې نه دهر قسم استفادې کؤلوداميرغلام دننه پټ شاعر راڅرګند کړو،د شعر صلاحيت کښې ئې ورله صفائي راوسته او ددوي علمي نيمګړتيائې تر څهٴ حده کمه کړه . په مشاعرو اوادبي مجلسونو کښې دګډون په ذريعه دپښتو خدمت کؤونکے،اميرغلام دمعاش په سلسله کښې په کال نولس سوه يو پنځوسم 1951ع کښې په رسالپور کېنټونمنټ بورډ کښې دمُشكي په حيثيت برتي شو خو دخپل ادبي او شعري ذوق د جاري ساتلودپاره ئې هم هلته ئې يو کېبن کښې څهٴ معمولي غوندې کاروبار هم کؤلو چې د ادبي بحثونواوشعري مجلسونومرکزهم وهٴ .په هم دغه زمانه کښې په رسالپورکښې دنوښار دميټا خېلو مشهور شاعر ګل خان ګل مرحوم سره ددوي ملاقاتونوددوي راشه درشه دنوښاردلوړرتبه عالمِ دين ،لوے خطيب،اودپښتو، اردو، فارسۍ اوعربۍ شاعر،اود ناول نګار او شاعر سېف الاسلام سېف والدصاحب سيد غلام جان قېس النعماني سره ممکنه کړه. اودهغهٴ علمي قابليت،او شاعرانه عظمت امير غلام صادق دومره متاثره کړو چې ځان ئې دهغوي شاګرد کړو.ددوي اودعبدالله استاد صحبتونو دصادق صاحب شاعرئ کښې کافي وسعت پېدا کړو'.
'(رسالپور کښې)دنوکرئ په ختمېدوخپل ورور محمدعلي استاد مردان کمپني باغ ته مۤخا مخ بنک روډ باندې موجود صادق صاحب خپل ورکشاپ ته راوستوچې زر ئې مستري توب زده کؤلو په وجه لږه موده کښې دښهٴ مستري په توګه شهرت وموندو،دشعر سره مينه ئې روانه وه او خصوصا مرحوم سېف الاسلام سېف به ورته حاضرېدلو اودادب محفل به ګرم وهٴ.په خاکسار منزل کښې دبس دډرائېور په توګه مېشتهٴ باباےٴلطائف فرېحۤان شېدا بابا چې ديوسفزئ ادبي جرګې صدر وهٴ امير غلام سره ئې ژور تعلق وهٴ'.
محترم غالب صاحب ليکي'په مردان کښې دادبي دوستان مردان اوبيا داسلامي ادبي محاذسرګرمئ هم جاري وې په دغه محفلونو کښې به پير طلامحمد باچا،عبدالواحد ټېکېدار،پير ګوهر شاعر امن،فضل قادر دردمند ،علي حېدرجوشي اونورو ګډون کؤلو او داهرڅهٴ دصادق دذوق او شوق مطابق وهٴ غالبا چې په کال نولس سوه نههٴ شپېتهٴ1969 ع کښې دفلمونو جوړؤلو اوازه خوره شوه اوچې ديوسف خان شېربانو،کله خزان کله بهار،علاقه غېر ،دره خېبر او دوه درې نور فلمونه جوړ شوهٴ (نو)ددوي دورکشاپ ښهٴ امدن سره سره ددوي هم فلم جوړېده ته زړهٴ وشو، ورکشاپ ئې خپل ورارهٴ ،دسکندر زوي، بخت جمال ته پرېښودو اودلاهور په سفر روان شواوهم تر ناجوړتياهلته کښې وهٴ.دهغهٴ ليکلي سندرې،برَغيزې، ټپې اوبدلې به دفلم دکاميابئ ضمانت وهٴ يو داسې وخت راغلے وهٴ چې پښتو فلم اودے دواړه ديوبل دپاره لازم اوملزوم وهٴ'
'په لاهور کښې دخپلو بدو ورځو ذکر کؤلو سره سره دخداے بخښليواستادعلي حېدر جوشي او سيد اکبر صابر په وساطت به سټوډياګانو ته د ورتلو ذکر کوي،په وړومبي ځل په 'اوربل'نومې فلم کښې ددوي سندرې ډېر ې خوښې شوې اودې کاميابئ ددوي دنوروکاميابو بنياد کېښودو.مرکزي (پښتو ادبي )جرګه(نوښار) او رئيس پښتو ادبي جرګې (نوښار)سره خپل تړون کښې هم دوي خپلې ادبي مرستې جاري ساتلې دي، عاجز خويه، مېلمه دوسته او په غم ښادئ کښې حاضر صادق صاحب ځان له نورو غوره نهٴ ګڼلو،دےفي البديهه شاعر به يو يو محفل کښې څو څو سندرې،لوبې اوغزلې وليکلې خو څهٴ اهميت به ئې نهٴ ورکؤلو، کهٴ دموسيقئ دتړون خبره به راغله زر به ئې الفاظ اخوا دېخوا کړل او ترتيب به ئې برابر کړو' .
فرهاد محمد غالب ترين صاحب دافسانه نګار،اوشاعرخداے بخښلي سېف الاسلام سېف قول ذکر کوي چې،'هغوي ددوي شاعري په څلورو برخو کښې وېشي حمدونه،نعتونه،دکربلا دشهيدانو مرثيې اودتصوف سره تعلق لرونکي اشعار، دوېمه برخه مجازي عشقيه شاعري'،درېمه برخه : پند او نصائح، څلورمه : داستان ګوئي. دې کښې هغه بدلې هم شاملې دي چې دځنو فلمونو کښې دموقعې مناسبت سره دي اوڅهٴ ئې منظوم داستانونه دي. داستانونه ئې ګڼ اندازونه لري مثنوي،قصيدي اوغزليه.دغالب صاحب په خيال دصادق صاحب خصوصي اندازدادےچې ټول کلام ئې موسيقئ سره تړون لري جدا جدا وزنونه او طرزونو کښې دے .هغه دباقاعده اهنګ ،سُر او موسيقئ داسرار او رموز نه خبر وهٴ،موسيقي صرف يو کتابي علم نهٴ دے بلکې عملي دے او صادق صاحب په عملي توګه دموسيقئ سره وابسته پاتے وهٴ دهغهٴ ليکلې سندرې دهيرو او هېروئين دپاره دموقعې په مناسبت سره زيات موزونيت لري'.
'داولسي ژبې نه خبر دددے شاعر سندرو، بدلو اولوبو ځکه له اولس نه دقبوليت سند موندلو چې دوي دددغه سندرواو بدلو په ذريعه دقام دزلمو اوعامو وګړو دتربيت خيال هم ساتلے وهٴ. اوکله کله به ئې دموقعې مناسبت سره يو داسې خيال وړاندې کؤلو چې هغه به حقيقت وهٴ، اوبند ه به ئې وبوږنؤلو.ددوي دغه سندرې دتفريح نه علاوه کله کله مقصديت او دژوند اهمو مسائلو سره هم بنده ته اګاهي ورکوي. دوي همېشه کوشش کړے دے چې په خوږه،پسته اوشيرينه شعري لهجه کښې دکتونکي او اوريدونکي توجه ځنې حقائقو طرف ته وګرځوي'
'بسياره سېګرېټ نوشئ ورته دزړهٴ درنځ ورپيښ کړواو دعلاج باوجود دې بيمارئ ځان سره ذهني اودماغي رنځونه هم ملګري کړهٴ،ددغه رنځونو پوره علاج دلته ممکن نهٴ وهٴ او دبهر علاج ئې وس نهٴ لرلو،ادبي جرګو او تنظيمونو دعلاج دپاره دهغه وخت حکومت ته درخواستونه وکړهٴ ،خو خوند ئې ونهٴ کړو .دوي داپرېل په اتلسمه نېټه دخالي په ورځ په کال1998ع کښې وفات شو او دنوښا رپه اديره کښې دخېشکو دسړک په خوا کښې دفن شو'حاجي اسلم دغه تاريخ داپرېل درويشتم 'ليکي.
دغالب صاحب دليکنې مطابق ددوي شائع شوي کتابونه دادي:
'شهزاده بخت جمال وشهزادګئ ګل رنګينه'. دلوے سائزاَتهٴ ويشت مخونه لرونکے داکتاب داشاعت کال نهٴ لري اوددوي په خيال شايد داددوي وړومبے کتاب دے چې يو داستان اونورمنظومات لري.'مامونئ شېر عالم'،دا کتاب د داستان نه علاوه ځنې غزلونو رباعياتو او منظوماتو باندې شمول لري.'چمنے خان' انګرېز دور دشبقدر دبټګرام دسيمې ديو مفروردداستان نه علاوه ددوي نور کلام هم ددغه کتاب برخه ده.'حجره جمات' منظوم(1985)،'دقلم ګډا' ،منظوم'برېښنا منظوم'،'نغمه زار' ( 1968ع)' 'نوادر': د کتابستان هوتي مردان له لوري او ائينه پرنټنګ پرېس مردان کښې په اګست 1968ع کښې شائع دا کتاب دموته دغزا واقعات اونور منظومات ذکرکوي ،'حکايت العبرت(دزړهٴ ټکور)' منظوم،او'سليم خان شهيد' منظوم۔مرحوم پروفېسر افضل رضا صاحب ئې 'پشتو کتابيات'کښې بالترتیب د نثراونظم نوروکتابونو'ديدن (1974ع)،'سندرې'او 'قصه دشېرعلي'ذکرهم کوي۔
ډاکټرحنيف خليل صاحب خپل کتاب 'پښتانهٴ په فلمي نړۍ کښې(2020ع)'کښې دصادق صاحب متعلق ليکي چې' دمراد شنواري په وېنا' دوي (صادق)تقريبا دوه نيم سوه فلمونو له سندرې ليکلي دي چې دوي ئې په عالمي سطح رېکارډ ګڼي'،ددوي په خيال 'په پښتو فلمونو د امير غلام صادق راج د هغهٴ ترمرګه پورې قائم وهٴ' دوي ئې د'پښتو فلمي موسيقئ بې تاجه بادشاه ګڼي (ددوي په خپلو سندرو کښې )دپښتون کلتور ياپښتنو صفاتو څرګندؤنه هم په ډېر ښهٴ شان شوې ده..د(خپلو)هم دغه بدلوپه ذريعه صادق مرحوم ديوې مسلمانې معاشرې عکاسئ دپاره داسلامي اومذهبي جذبې نمائنده شاعري هم کړې ده..فلمي شاعري ئې تنوع لري'.
خاکه نويس،صحافي،او عالم ګل محمد بيتاب وائي چې'اميرغلام صادق به وئېل چې فلمي سندرو ليکلو کښې دمراد شنواري ادبيت ته عاجزه شم او مراد شنواري به وئېل چې دصادق صاحب داولسي شاعرئ دپختګئ او کمال علاج نهٴ راځي'.
دپښتوفلمونو مکالمه نويس فخرالدين خوېشکوي ئې خپل استاد ګڼي او ماسره خبرو کښۍ ئې اووئېل چې 'فلم انډسټري ته زهٴ دهٴ بوتلے ؤم،زه ورسره يوه کمره کښې اوسېدم.په عام ژوند کښې ډېر زبردست سړے وهٴ مراد شنواري به پېښور کښې وهٴ او دے پوخ لاهور کښې پروت وهٴ ځکه دوي ته زياتې موقعې ترلاسه وې'،دوي وائي چې 'دصادق صاحب کومه سندره به په کوم اداکار يا اداکاره پيکچرائزډ شو هغه به هِټ(قبوله) وه . 'جوارګر' فلم ددوي دسندرو په وجه هِټ(مشهور) شوے وهٴ،دفلم انډسټري دژوند دوران کښې په دوي چرته زوال نهٴ دے راغلے، دوي ترمرګه هلته کښې وهٴ،ډېر ښهٴ ذهن ئې لرلو دموقعې مناسبت او دخلق غوښتنه ئې تل ذهن کښې وه دنوښار دسليم پروانه زوے نجيب پروانه شاعر، سي ډي ډرامه ليکونکے به هم دوي له لاهور ته راتلو، دفلم شاعر وهٴ اواوس دکروناوبا کښې وفات شو'.
حاجي محمداسلم خپل کتاب 'پښتو فلمونه (تاريخ،تحقيق اوتنقيد)(2020ع) ددوي ګڼ هغه فلمونه ذکرکوي چې ددوي دسندرو په وجه کامياب شوي دي،مونږ ترې څو نقل کوو :
'جوارګر(1972) ټولې سندري د صادق صاحب ، اوربل( 1973)سندرې مراد شنواري سره په شریکه،ديدن(1974)،دهقان( 1974)،سندرې سېف الرحمان سليم سره په شريکه ،خانه بدوش( 1974ع)،ارمان(1975)،کوچوان (1975)،احسان(1977)،مېرنے ورور( 1977 )،ژوند يا مرګ ،مراد شنواري سره په شريکه،'الزام( 1978ع)،'ګڼ کپ'فلم کښې شاه نواز خان سره يو ځاے فلمساز،'اقرار (1980)'،'نګار (1980)'،ا'نصاف( 1980ع)'، ..دښځو انتقام، ننګيالے،ډاکه،سرهٴ لاسونه اونورو فلمونو کښې دحاجي اسلم په قول دوي دموسيقار فريضې هم سرته رسؤلي وې'.
دفلمي شاعرئ نه علاوه دصادق صاحب نوره شاعري هم چې په حمد،نعت ،تركِ دنيا،غزلونو اونظمونو مشتمله ده ،يو اولسي رنګ لري. په سياسي او سماجي موضوعاتوکښې د 1973ع دآئین په جوړېدو هم دخوشحالئ اظهار کښې نظم ليکي،دسندرو موسيقيت ئې هم دعبدالله استاد دسندرو پشان چستي،زيروبم او مقاميت لري.ډاکټر محمد زبېر حسرت صاحب ددوي په شاعرئ خپلو خبرو کښې دغه طرف ته اشاره کړې ده.څنګه چې لوے نوښار کښې دعبدالله استاد ټولو همعصره شاعرانو په کلام دهغوي ژور اثر ليدے شي نودغه رنګ دصادق صاحب شاعري هم ددغه اثر نه ازاده نهٴ ښکاري.البته دفلم دکيفيت او موضوع په لحاظ ددوي مثبت شعري اختراعات دوي دخپلو همعصرو شاعرانو نه په فکري او هئيتي توګه ممتاز کوي.اوس چې ډاکتر حنيف خليل او حاجي محمد اسلم په دې موضوع کتابونه وليکل، نو تعليمي او تحقيقي ادارو له هم پکار دي چې په ديو موضوعاتو دتحقيق دپاره پاخهٴ ګامونه پورته کړي چې دادب او فن داشعبه او دې سره وابسته خلق او دهغوي حالات ھم په مستند ه توګه مخې ته راؤړے شي.
دمرحوم صادق صاحب دوه زامن امانت او کرامت اوس هم نوښار خاتو خېلوکښې ژوند کوي ، مشرامانت دکلي غم ښادي ،اوکشر کرامت نوښار صدر کښې ددارو درملو کاروبار کوي،کرامت خان ماسره خبرو کښې اووئېل چې 'زمونږ والد صاحب مونږ سره ډېرمينه کؤونکے وهٴ،خواخترپه اختر چې به راغلونو ورپسې به دلاهور نه دبياراتللو دپاره فونونه شروع شول،او دوي به بيا لاړو.دکال نولس سوه شپږنوي او پينځهٴ نوي 1995-96ترمينځه زيات تر په کلي وهٴ ،مشر شاعرحاجي ګل صوفي اوسېف الاسلام سېف ورله دناروغتیا دوران کښې دعلاج دپاره ډېرې منډې وهلې وې،زمونږ والدصاحب مونږ ته دهغوي دشاعرئ نه علاوه دخپلومينه ناکودوستانو او قدردانو په شکل کښې لويه اثاثه او دولت پرېښے دے'۔په ګورئې نور
