اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پير روښان او اخوند دروېزه

کله چې دپښتنوپه ټولنيز ٬سياسي اوپه تيره په کلتوري تاريخ خبرې کوو ٬ نو له لږې اولنډې سريزي وروسته ارو مرو چې په روښاني غورځنگ تم کيږو ۔ روښاني غورځنگ چې د بايزيد انصاري له خوا چې په روښان مشهور دى ٬پيل شو دپښتنو دهويت اوتشخص له پاره دعطف ټکى دى ۔ په دې مانا چې دغه نهضت داسې څه پښتنو ته ورکړه چې دمخه يې نه درلودل :

دمثال په توگه بايزيد روښان ديو متفکر په توگه يو لوى ذهني اوفکري انقلاب راووست ۔ دى پوره زړور سړى و ۔ چې په پوره زړورتيا يې وکړاى شول دمذهبي اوعرفاني پوهي په رڼا کي يو مشال بل کړي ۔ اودپښتنو دبرم اوعظمت د راژوندې کولو له پاره جنډه پورته کړي ۔

نوموړي دهيڅ راز تبليغاتو اوپروپاگندونو پروا ونه کړه ۔ اوپه پوره متانت يې هغه څه ( هم په مذهبي لحاظ اوهم په سياسي لحاظ ) وويل چې دمخه چا نه وويلي۔

بله داچى پيرو روښان اودهغه پيروانو وکړاى شول په پښتو ژبه کې دلومړي وار له پاره پوره اوبشپړ ديوانونه ايجاد کړي ۔ چې دمخه نه و ۔

همدا رنگه روښان پير دخيرا لبيان په ليکلو سره په پښتو کې داسې يو خط ايجاد کړ چې پښتو يې ددوزخ دژبې پر ځاى دجنت ژبه اودالهياتو ژبه وگرځوله ۔

په خيرالبيان کې دانسان هغه تهور اوجرات وينو چې په نورو نړيوالو اسماني کتابونو کې شته ۔ روښان اودهغه پيروانو په خپلو اثارو کې شرقي فلسفه اوتصوف اودهغه په رڼا کې دانسان يونيورسل ستونزه مطرح کړه ۔

اوبله داچې روښان يو سياسي شخصيت هم و چې ټولې ستونزى ورته له همدې زاويي ورپيښي اوځان يې په خپله لار کې فدا هم کړ ۔ کنه نو دى هم ملا وو ٬ په الهياتو له هر چا ښه پوهيده ٬ اودحالنامې په قول چې قاضې خان ورته وايي : (( ته په دغه جاهل (!) قوم ( مانا يې پښتانه دې ) څه کوي را ځه اوله موږ سره کار وکړه ۔ روښان په ځواب کې وايي : زه خداى پاک دهمدې قوم لارښووني ته پيدا کړى يم ۔ )) جوتيږي چې هغه په خپل سر کې ډيري سودا وى درلودې ۔ چې په دې بحث کې يې ځاى نشته ۔

ددبستان مذاهب مولف ليکي :

وى با حضرت ميرزا محمد حکيم بن حضرت همايون پادشاه معاصر بود ۰ نامه نگار از ميرزا شاه محمد مخاطب به غزني خان شنيده بود که گفت : (( ميا روشان درنهصد وچهل ونه قوي شد ۰مذهب اوروايي يافت ۰ پدرم شاه بيگ خان ارغون مخاطب به خان دوران ميا بايزيد را ديده بود ۰ ميگفت : پس از خروج وى را به مجلس ميرزا محمد حکيم خان اوردند ۰ علما از مناظره او باز ماندند ٬ لاجرم اورا رخصت انصراف ارزاني داشته دراوايل سنه اربع وتسعين وتسعمايه خبر شنقار شدن خضرت ميرزا حکيم از کابل به سمع حضرت عرش اشياني رسيد ۰ )) وقبر ميان بايزيد دربهته پور است ازکوهستان افغانان ۰ ۲۸۴ م: دبستان مذاهب ۰

راځو بلي مسالي ته اوهغه دروښان سره دپرديو زرخريدو ملايانو دوښمني وه ۔ په دې بحث کې په همدې مساله تمرکز کوو .

ځينې خلک وايي چې دروښان اواخوند درويزه مخالفت صرف مذهبي جنبه درلوده ۔ خو دا خبره اوس په ډاگه ده چې دروښاني غورځنگ سره دسياسي جنبش په توگه دمغلو دامپراتوري دپلويانو له خوا مخالفت کيدلو ۰

درويزه وايي :۰(( درويزه چې څه بيان کا واړه دين دپاک نبي بيانوينه ٬ پښتانه په بله ژبه نه پوهيږي ٬ ځکه دى يې په پښتو وروښيينه ۰ واړه دين دپاک نبي بيانومه ٬ وپوهيږئ مومنانو ددې پاک نبې له دينه په دا خپله ژبه پوه شئ افغانانو بل غرض مې په کې نشته مگر داچې شفقت کړم پر عاميانو ٬ هر چېي دا باور يې نه وي څه تهمت راباندې وايي ٬ هغه کس دې ودريږي له بې دينو له بې ايمانو ۰ ))

سيد علي ترمذي مشهور په پير بابا اودده مريد اوخليفه اخوند درويزه دبايزيد روښان پر ضد دمخالفت جنډه پورته کړه ۰ سيد علي ترمذي دگورگانيانو خوريي اودگورگاني پاچا هانو له مقربينو اومعتمدينو څخه و ۰ که چيرې دا خبره يعنې سياسې مخالفت نه وي نو ولې کله چې جلال الدين روښاني ماتې وخوړه اخوند درويزه هم خپلې ليکنې بس کړې ۰ تردې وخته پورې اخوند درويزه دمخزن الاسلام نه علاوه دارشادالطالبين ٬ تذکره الابرار والاشرار اوارشادالمريدين په نامه کتابونه ليکلي وو ۰

سيد تقويم الحق کاکاخيل مرحوم اوځينې نور پوهان په دې باور دي چې :

.سره له دې چې ځينې کسان په دې باور دي چې اخوند درويزه بالکل په حقه وو اودده ټول تبليغ داسلام دمدافعيت له پاره و ليکن ځينې نور داسې عوامل اوخبرې منځ ته راغلې دي چې دهغو په وجه نن بعضې خلک داخوند درويزه اودهغه دپير طريقت پير بابا دغه ديني خدمتونو ته خالص په ديني نقطه نظر سره نه گوري ٬ بلکې په دې وجه چې بايزيد انصاري پښتون و اوپه مقابل کې اخوند درويزه اوپير بابا دواړه پښتانه نه و اوبل خواته بايزيد دهغې زمانې دمغول حکمرانانو په خلاف سياسي جد وجهد کولو ٬ نو دابعضې خلک دا خيال کوي چې که اخوند درويزه دبايزيد انصاري مخالفت نه واى کړى نو بايزيد به دمغولو په مقابل کې دپښتنو دخودمختاره حکومت په جوړولو کې بريالي شوي واى ٬ اوهم په دې خيال نن ورځ داخوند درويزه په هکله نامناسب الفاظ هم استعمالوي ٬ ۔٬ ۔۰۰

داثارو اوشواهدو له مخې : سيد علي ترمذي شاه صاحب په اصل کې دترکستان و ٬ پلار يې دهمايون پاچا په پوځ کې صاحب منصب و ٬ کوم وخت چې شيرشاه همايون ته ماتې ورکړه اوهمايون در په در گرځيده نو دسيد علي پلار هم ورسره ملگرى و ۔ ده داشرفيو ډکه هميانۍ خپل زوى (سيدعلي شاه ) ته ورکړه اوپخپله له همايون سره ولاړ ۔ دشيرشاه سپاهيانو دغه هميانۍ له سيد علي نه واخيسته ٬بياکوم وخت چې دهمايون زوى اکبر پاچا هۍ ته ورسيده ٬ سيد علي دپير روښان سره مقابله شروع کړه ۔ (محمد اصف خان تاريخ سوات ۔ )

همدا ډول :

داخوند درويزه تذکرت البرار والاشرار دوهمه برخه دافغانانوپه باب ده اوپه هغو کې دپښتنو داکثرو پيرانو ته بد ويل شوي د ي اودپښتنو په باب يې هم هر ډول بې مسووليته الفاظ کارولي دي۰ درويزه په دې خبره سخت تاسف کوي چې دپښتنو غرنۍ سيمې ولي دهغه وخت دپاچا هانو تابع نه دي ۰ اوباالمقابل دملکانو اوپيرانو تر نفوذ لاندې راغلي دي ۰ دا ټول داخوند درويزه دغوښتنو اوهدفونو نماينده گي کوي ۰

دمثال په توگه په تذکرت الابرار والاشرار کې ليکي :

(( ۰۰۰۰ هم از انست که در دلهاى افغانان تا اين غايت لطافت ورافت نادر ميباشد بل هر که از ايشان ديانت ولطافت ديني ورزد اورا بااستهزا پيش ميايند ۰ اهل وقبايل وعيال اورا گم شده ميگويند بل مرده ميگويند ۰ القصه اين مردم افغانانرا از قديم رسم وايين بران بود که از غايت جهل وصلابت دل درميان همديگر بادشاهې را برخود جايز نداشتند چه ايشانرا تکبر وخود بيني بران داشته که چگونه درحضور يکي از اقربا خويش عجز وفروتني کشيم خودنوکر وان ديگر را بادشاه گويم ۰ بل مساوې يکديگر باشيم هم از انست که افغانان را ملک گويند درعرف وديار ما زيرا که ايشانرا ملکان ميباشند وبادشاهان کمى باشند هر کدام از خوردک وبزرگ ايشان خودرا ملک ميگويند ۰ ۰۰۰۰۰)) ۸۳ مخ قصه خانه چاپ ۰

اخوند درويزه نه يوازې يو ځاى بلکې ځاى ځاى پښتنو ته دجاهلو اوعهد شکنو اوپه خپل قوله دنه ولاړو خلکو اوداسې نور خطابونه کړي دي ۔ نوموړي چې په سيده توگه دمغلو دحکومت مبلغ وو ٬ په ډيره ماهرانه توگه دا خبره تلقينوي چې گويا پښتانه دخپل حاکميت دجوړولو وس اوتوان نه لري ۔ دا ځکه چې ډير خودخواه دي ۔ حال دا چې پښتانه دژوند انه له پاره اصول لري ٬ چې په هغه کودونو اومقرراتو کې هر څه حل دي ۔ خو اخوند درويزه دهغو يادونه نه کوي ۔

له بلې خوا داخوند درويزه اودپير روښان په وخت کې نور و اثارو دپير روښان اوافغانانو په باب دا ډول قضاوت نه دى کړى ۔

په ذخيرت الخوانين نومي کتاب کې چې دجهانگير پاچا ددورې نوابان معرفي شويدي ٬ روښاني نهضت ته داحترام په نظر کتل شوي دي ٬ دکتاب مولف شيخ فريدالدين بکري ددويم باب په سر کې وايي :

(( درتبيين احوال امرايي عاليشان که درزمان بهجت وسرور حضرت جنت مکاني جهانگير بادشاه عليه الرحمه والغفران بسروري وسرداري رسيده اند اوله دې څخه ښکاري چې شيخ فريد بکري جهانگير ته خاصه عقيده درلوده خو په عين زمان کې دى د روښانيانو په باب داسي ليکي :

درزمان سابق شخصې هندوستاني باسم بايزيد درميان طبقه اى افغانان روه درامده ۰ کشف وکرامات خودرا ظاهر ساخت ۰ اکثر افغانان را مريد خو دنموده عالمي با و گرويدند ومشهور به پير روشنايي گشت وکتاب خيرالبيان نام بزبان پشتو تصنيف کرده وانرا دران مردم رواج داد وان کتاب مدل بر اثبات وحدت وجود است ودلايل وحجت ساطع وبرهان قاطع از روى نص واحاديث واقاويل بزرگان سلف اورده ۰ الحق کتابيست نادر ۰ هر کس بنظر انصاف تامل کند فيضى از اوحاصل مى نمايد وان عزيز دلها بهر کسى که نظر کرد اورا مطيع خو ساخت وبمبدا رسانيد ۰ )) شيخ فريد بهکري ذخيرت الخوانين ص ۱۸۴ ادبي څيړنې ۰

همدارنگه اخوند درويزه په دې ښه پوهيده چې روښان دپاچا هئ خيال په سر کې لري ٬ لکه چې وايي : (( دى هاله له ځانه خوښ شو چې مهدي شوم ٬ دمهدي چارې به کړمه ٬ لښکرې به کړم بنيادې هندوستان به ونيسمه ۰

اوازې يې کړلي گډې هر چې اس لري راځي اس په ما پورې باسي داکبر باچا ټانگې واړه زما دي ۰ )) مخزن ۱۲۳ مخ

مشهور خدايي خدمتگار عبدالاکبر خان اکبر ليکي :

دپير روښان اودروښانيانو پر خلاف مذهبي الزامونو اومخالفت کې لوى لاس دگورگاني بادشاهانو و ٬ هغوئ بادشاهي دپښتنو نه اخيستې وه اوپه دې وجهې دهغوئ سياسي دوښمنان پښتانه اولوديان کمزوري اووهل شوي وو ۰ دسرحد اودغرونو پښتانه يو لوى طاقت وو اوازاد وو په يوه مرکز ددوى را جمع کيدل يعنې دکاڼې گرم نه تر سوات ٬باجوړ ه پورې دبايزيد دمريدانو پيدا کيدل اوبيا ليوني مريدان چې په هيڅ اړ نه و داداکبر لپاره لويه خطره وه ۰ ۰۰۰۰

حمزه شينوارى د(ورکې خزانې )په سريزه کې خپل نظر داسې څرگندوي :(( پيرروښان دحنفي مذهب مقلد و اومسايل يې تر زياتره دحنفي فقې سره تعلق لري اخوند درويزه بابا په خپله په تذکرت الابرار والاشرار کې ليکي چې پير تاريک قايم اليل اوصايم الدهر دى ٬ ليکن دننه په زړه کې کافر دى ۰ اوس دا فيصله خو به انصاف پسند لوستونکي کوي چې کوم انسان ټول عمر روژه اوټوله شپه په لمانځه ولاړ وي هغه کافر کيداى څنگه شي اودزړه نه يې څوک خبر و ؟ زموږ کار خو هغه وخت دپښتو ادب دمعيار اندازه کول دي البته يو د وحدات الوجود مساله داسې شته ٬ چې دغو دواړو ترمنځه اختلاف سبب کيداى شي ٬ خو دا مساله بايد چې دچا دتکفير سبب ونه گرځول شي ځکه چې ډير اوچت اوسپيڅلي مسلمانان ددې مسالي معتقد وو ۰۰ په دې سلسله کې زياتره تحريک دمغولي پاچا اکبر ددين الهى داجرا هم مرهون دى ۰ داسې ښکاري چې پير روښان داکبر دکفر اوزندقئ په وجه توره ويستلي وه ۰ )) ۱۸۷ مخ ۔ادبي څيړنې

(ماثرالامرا) چې دصمصام الدوله شاهنواز خان اثر اوپروفيسور محمد ايوب قادري په اردو ترجمه کړى دى ٬ روښاني نهضت دگورگانيانو په مقابل کي بغاوت اوفساد گڼل شوى دى نو له داسې مورخ څخه به څنگه دعيني قضاوت غوښتنه وشي ۰ ؟

دقاضي ميراحمد شاه په تحفت الاوليا کې داخوند درويزه نظر تکرار شوى دى ۰

ديوسف زايي پټان کتاب چې په اردو ليکل شوى دى روښاني نهضت ته دازادئ غوښتنې ٬ تحريک ويل شوى دى دکتاب مولف الله بخش يوسفي دمحمد عبدالشکور په حواله وايي چې بايزيد انصاري يو صحيح مبلغ ٬ رهنما ٬ سياستدان اواديب و ٬ خو حضرت اخوند درويزه دمذهبي تعصب دذاتي عناد اوسياسي اختلافاتو په وجه ده ته ملحد اوزنديق وويل ۰ مولف داخوند درويزه په باب ليکي چې دهغه اصلي نوم هم چاته مالوم نه دى خو دى په خپله شجره کې وايي چې دمور له خوا تاتاري مغول اودپلار له خوا يوناني يم ۰ دى ليکي چې اخوند درويزه پښتو ژبې ته دپير روښان دمخالفت په برکت ډير خدمت کړى دى ۰

پايله :

دپښتو ادب يو عمده اولويه برخه دمغلوالې سره دمبارزې انعکاس دى ۔ دبايزيد اواخوند درويزه مخالفت سياسي مخالفت دمذهب په بڼه کې دى ۔ دواړه مذهبې عالمان دې خو توپير يې په دى کې دى چې اخوند درويزه ددربار په خدمت اودپښتنو دازادۍ دټکولو له پاره موظف دى ۔ نو له دې امله په بايزيد روښان اودهغه په غورځنگ دکفر تور لگوي ۔ پکار ده چي دغه اصل يعنې ازادي غوښتنه او دهغي ضد تحريک څيړنه په فکري اساس اوشې چي نوي کول د تاريخي حقايقو نه خبر شي

ابرار افغان

Pir Rokha/ Pir Roshan and Akhund Darweza

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←