اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د امن جرگی پرېکړه ليک

کابل ۱۲ /اګست/۲۰۰۷:په کابل کی د امن څلور ورځنۍ ګډه جرګه د ۲۰۰۷م کال د اګست مياشتې له ۹مې نېټې څخه پیل او د ۲۰۰۷م کال د اګست مياشتې په ۱۲ مه نېټه د (يکشنبی/اتوار) په ورځ په سيمه کې د تلپاتې سولې د تامين، تائيد او لاپياوړتیا په خاطر په يو گډ پرېکړه ليک سره پای ته ورسیده.
دامن جرگه د ډيورنډ د دواړو غاړو د پښتنوتر منځ د تړون ،د پرېکړو، دخبرو او دردونو د شريکولو له اړخه هم د پښتنو لپاره په تاريخ کې بېسارې بلل کېږي.
له دواړو غاړو څخه ډېر گډون کوونکي پښتانۀ قبايلي مشران او سيمه ييز مخور، حکومتي او پارلماني استازي وو.
داجرګه چې د ۷۰۰ تنو غړو په ګډون جوړه شوې وه، په خپل ډول کې يوازينۍ تاريخي جرګه ده چې د خلکو ترمنځ يې د خبرو اترو لاره پرانيستله .
د جرگې له پيله تر پايه د دواړو غاړو استازو ټينگار دا و، چې د دوو گاونډيو هېوادونو برخليک له يو بل سره تړلى او د ترهگرۍ په څېر له مصيبت څخه د يوۀ هېواد ځورېدل هابل هم نارامه کولى شي.
په شپږو مادو کې دغه پرېکړه ليک د ولسمشرانو پروېز مشرف او حامد کرزي له خبرو وروسته، چې په رسمي توگه يې جرگه پاى ته ورسوله خبريالانو ته وسپارل شو. د دغه پرېکړه ليک ځينو برخو ته له مخکې نه دولسمشرانو حامد کرزي او پروېز مشرف په خبرو کې هم اشاره شوې وه.
پرېکړه ليک
۱- دامن ګډې جرګې په يوه خوله او يو غږ تروريزم دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښ وباله او ويې ويل چې د ترويزم پرخلاف جګړه دې د دواړوو هېوادونو د ملي پاليسيو او امنيتي ستراتيژيو يوه نه بېلېدونکې برخه وي .
د امن ګډې جرګې برخه والو اعلان وکړ چې د تروريزم پرخلاف دې پراخه او پرله پسې مبارزه وشي او د پاکستان او افغانستان له حکومتونو او ولسونو څخه يې وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې ترهګرو ته د پټنځايونو او روزنځايونو اجازه ورنه کړي .
۲- د امن ګډې جرګې د يوې داسې جرګه ګۍ د جوړېدو پرېکړه وکړه چې د هرې خوا له ۲۵ مخورو غړو به جوړه وي او دلاندېنيو هدفونو لپاره به هڅې کوي:
الف- له مخالفينو سره د سولې او پخلاينې د روان بهير چټکول .
ب- د امن د ګډې جرګې د پرېکړو او سپارښتنو د څارلو او پلي کولو لپاره د منظمو ناستو او غونډو جوړول .
ج- د امن د راتلونکې ګډې جرګې د جوړولو لپاره د طرحې ترتيب او د اسانتياو برابرول .
۳- د امن ګډه جرګه يو وار بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ د اړيکو پر حياتي ارزښت، د متقابل احترام، نه لاسوهنې او سوله ييز ګډ پايښت لپاره ټينګار او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي- ټولنيزو او کلتوري اړيکو د لاپراختيا سپارښتنه کوي .
۴- د امن ګډې جرګې غړوکلک باور څرګند کړ چې ترهګري او د نشه يي توکو قاچاق يو له بل سره تړل شوي او د نشه يي توکو، اپيمو او نورو نا قانوني توکو کرل، پخول او قاچاق يې وغندل .
جرګې پر دواړو حکومتونو غږ وکړ چې ددې مصيبت پرضد دې هر اړخيزه مبارزه پيل کړي .
جرګې د نړيوالې ټولنې مسئوليتونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې بزګرو ته د بديل معيشت په برابرولو کې دې داټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي .
۵- جرګې غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان اسلامي جمهوريتونه دې د نړيوالې ټولنې په مرسته له ترهګرۍ څخه په متاثره شويو سيمو کې په اقتصادي او ټولنيز ډګر کی زېر بنايي پروژې پلې کړي .
۶- د امن ګډې جرګې د پنځو کاري کميټو بشپړې او مهمې سپارښتنې د يوې ضميمې په توګه د دغه ګډ پرېکړه ليک برخه او ورسره مل دي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←