اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

غني

غني بابا څوک وو ؟

غنی خان بابا څوک وو ؟ د ھغہ د کډی کوړمې / Family دخلکو نومونہ

لکہ چی تاسو تہ معلومہ دہ زمونږ د سکول پہ کتابونوکی زمونږ د پښتنومشرانو متعلق داسې خاص څہ نشتہ او ھم دغہ وجہ دہ چی زمونږ زیاتو خلکو تہ د خپلو مشرانو د ذاتي ژوند پہ حقلہ څہ معلومات نشتہ او پکار دہ چی مونږ تہ داسي معلومات ویے ځکه چې د قام د اتلانو نه راتلونکے کول /نسل هله څه اذده کولے /شي چې پيژني ئ ـ ..

نوددی دپارہ څہ لږ شان تې دلتہ لیکم .

1) د غنی خان (1914-1996) د پلار نوم عبد الغفار خان (باچاخان بابا) دے چی ھرڅوک ۓ پیژني.

2) د خپلې مور نوم ۓ " مہرقندہ " وو او د میرې مور نوم ۓ " نامباتہ" وو.

3) د پلار د طرفہ نیکہ ۓ بہرام خان وو.

4) د مور د طرفہ نیکہ ۓ " یار محمدخان وو.

5) خپل رور ۓ عبد الولي خان وو او عبد العلي خان ۓ د مئری مور ځوے وو.

6) خپلہ خور ۓ " سردرو " وہ او "مهرتاجہ " ۓ د میرې مور لور وہ.

7) د غنی خان د کورودانی Wife نوم " روشن " وو .

8) د سخر نوم ۓ "نواب رستم جنګ فریدونجی وو. چی تعلق ۓ د حیدراباد دکن سرہ وو.

9) د غني خان یو ځوۓ وو چی نوم ۓ فریدون وو .

10) د غنی بابا دوہ لوڼه وې . " شاندانہ" او " زرین "

11) د غنی خان د ځویږي کور ودانہ (د ھغہ نګور) د پیرمحمدخان لور وہ چې نوم ۓ وو " نګینہ" .

12) د غنی خان دوہ نوسي (د ځوی فریدون ځامن) دي. یو بہرام خان او بل مشال خان . د نوسئ نوم ۓ دے " شہنائ ".

که زما نه څه پاتې ئ یا مالومات ناسم وي د سمولو دپاره به ستاسو منن دوئ یم

خپې او لاس مې څه دي دا خو خاوره ده ډیران دے

دا ستا غني نه دے دا د خلکو غني خان دے

ده مشال خان کور ودانه د اسفنديار خان لور (ګل مکئ) ده

او بهرام خان باندي (ميمونه) واده ده‌ کومه چي زما خيال د اول شير خان‌ دي د کورنۍ ده،

او شاني يو واده ناکامه شوي وه اوس ئي بل واده کړي.

جوهرعلي خان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←