اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

کابلشاهان

۵۶۵-۸۷۹زيږديز

کابل شاهان له اره د لرغوني افغانستان بومي هندوان وو چې دغه کورنۍ نوم په تاريخو نو کې د برهمن شاهانو، هندوشاهانو، رتبيل شاهانو او هندوشاهانو په بڼو هم راغلې ده۰ دغې کورنۍ د۵۶۵ او ۸۷۹ زېږديزو کلونو تر مينځ په کابل( کابلستان) او کاپيسا باندې واکمني کوله۰

دتاريخي مؤ ثقو او مستندو روايتو نو پر بنسټ دوی دکو شا نيانو او لاده ده چې په پيل کې دبودايي ګروهې(عقيدې) لارويان ول ،خو وروسته يې د هندو ئېزم ګروهه او عقيده خپله کړه۰کابلشاهانو د زابلي رتبيلانو او دغزني او ګرديز د واکمنانولا ويکانو( لويکانو) سره چې هغوی هم هندوان وو نږدې خپلوي درلو دله چې د زابل، غزني، کندهار او سيستان تر حدودو پورې يې واکمني چلوله او دغو زابلي رتبيل شا هانو افغا نستان ته دعربو دلښکر دراتلو سره سم له هغوی سره وجنګيدل ،څو په ۲۵۸ ليږ ديز کال يې د يعقوب ليث صفاري له لا سه ما تې وخوړه۰

د کابلشاهانو په اړوند موږ په ځينو تاريخي کتا بو نو کې ددوی څرک لګولای شو،خو په دغو منابعو او سر چينو کې دوې يې موږ ته ځينې موثق معلو مات په لاس کې راکوي:

۱-لومړنی ماخذ د(راجا تر نګيني) يا دواکمنانو ددرياب په نا مه يو تاريخي اثردی چې چې په دولسمې عيسوي پيړۍ کې د۱۱۴۷ او ۱۱۴۹ زيږديزو کلونو تر مينځ په کشمير کې ديوه برهمن هندو پنډيت مؤرخ او شاعر چې کلهن نوميد په سنسکريت ژبې ليکل شوی دی چې دشمال لويديز هندوستان او دکشمير دواکمنانو يادونه پکې شوې ده۰ همداراز کلهن په راجا ترنګيني کې دکابل شاهانو يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې دغه کابلشاهان د کشميري هندو واکمنانو سره دخپلوۍ اړيکي هم درلودل۰ همداراز پنډيت کلهن په راجاترنګيني کې دکابل شاهانو دکورنۍ بنسټ ايښودونکی لليه بولي چې د کشمير د يوه واکمن (شنکرارمان) همعصری و چې د۸۸۳-۹۰۲ زيږديزو کلونو تر مينځ په کشمير کې واکمن و۰

۲- دويم ماخذ چې موږ ته دکابل شاهانو په اړوند معلومات راکوي هغه زموږ دګران هيواد افغا نستان نامتو مؤرخ، ستور پيژندونکی او جغرافيا پوه او درياضي او هندسې دعلم ماهر علامه ابو ريحان البيروني(۹۷۳-۱۰۴۸ زيږديز) دی چې دهند په سفرونو کې دغزنوي واکمنانو سره ملګری و او ډېر هر اړ خيزه او پر اخه معلو مات يې را غونډ کړي دي:

البيروني کابل شاهان په دو ډلو ويشلي دي چې يوې ډلې ته يې تر کي شاهان او بلې ډلې ته يې برهمن شاهان وايي۰ تر کي شاهان دبرهمن شاهانو تر مخه دکابل واکمنان بولي چې له تبته راغلی و۰ البيروني ليکي: دترکي شاهي لو مړی واکمن براها تګين او وروستی واکمن يې لکه تورمان نو ميد چې لکه تورمان بيا يو هندو بر همن وزير درلود چې کلر نو مېد۰ البيروني زياتوي چې دتر کي شاهي وروستنی واکمن لکه تو رمان ډېر ظالم سړی و او خلک ورنه ډېر خپه او خوا بدي ول۰ له همدې کبله خلک کلر ته چې دده وزير و دپا چا له لا سه شکايت وکړ او کلر هم چې يو شتمن او هو ښيار سړی و او خلکو پرې باور درلود لکه تو رمان يې بندي کړ او په زندان کې يې واچاوه۰

اوس چې موږ د کلهن دراجا ترنګيني اود ابو ريحان البيروني نظر يې دکابل شاهانودکورنۍ دبنسټ ايښودونکي په اړوند سره پر تله کړو نو يو ښکاره او جوت اختلاف به پکې ووينو۰

دکلهن په کتاب راجا تر نګيني کې دکلر دنوم يادونه نه ده شوې، بلکې نو موړي دکابلشاهانو دکورنۍ بنسټ ايښودونکی لليه بولي چې دکشمير ديوه واکمن( شنکر ارمان) همعصری و چې د۸۸۳او ۹۰۲ زيږ ديزو کلونو تر مينځ په کشمير کې واکمن و، حال داچې ابوريحان يې نوم کلر ښودلی دی۰

ځينې اروپايې ختيز پيژندونکي،څيړونکي او محققين لکه الکزينډر کنينګهم اوسر اورل سټون ،کلر او لليه يو شخص ګڼي اونوم يې کلر لليه ليکي، حال داچي ځينو دوی بيا دوه بيلابيل کسان ګڼلي دي۰

د افغا نستان نا متو او وتلی مؤرخ لوی استادعلامه پو هاند عبد الحی حبيبي په خپل اثر( تاريخ مختصر افغا نستان از زمانه های قديم تا استقلال) کې دکا بلشا هانو په اړوندد اسې ليکلي دي:

" يوه بله ځواکمنه او مشهوره کورنۍ کابل شا هان دي چې په لومړۍ اسلا مي پيړۍ کې دعر بو تر سو بې پورې له کا بله تر پنجابه واکمني کو له او دالبيروني په قول دبرا هاتګين او لاده ده چې دغې کورنۍد وروستي واکمن لکتورمان په وخت کې کلر دهغه وزير شاهي تاج او تخت تر لاسه کړ او سامند، کملو، بهيم،جيپال،انند پال او تروجنپال ددغې بر همنې کورنۍ او لاده ده۰"

دکا بلشا هانو دواکمنانو نو مونه:

د ابو ريحان البيروني او د پنډيت کلهن درا جا تر نګيني دکتابو نو سربېره چې دکلر او لليه نو مونه يې ياد کړي دي ځينو نورو تار يخي منابعو هم د کابل شا هانو دځينو واکمنانو نو مو نه ياد کړي دي او همداراز دهغه وخت ځينې سکې چې تر لاسه شوي دي ديو شمېر کا بلشا هانو نو مو نه پکې حک شوي دي چې دلته يې به يې دنومونو راوړل بې ځايه نه وي.

دتاريخ سيستان مؤلف چې د۳۶ ليږديږ( هجري) کال په شا اوخواکې اوسېده ددوونورو کابلشا هانو يادونه کړې ده اوو ايې چې ستر کابلشاه تر کو چني کابلشاه وروسته چې دعربي پوځي سپه سالار عبدالر حمن ابن سمره سره جنګېده ۲۸ زره لښکري او جنګي هاتيان درلودل۰

همداراز عرب مؤرخ اليعقوبي ديوه کابل شاه نوم دخنچل په نا مه يادوي چې دالمهدي بن منصور عباس ۱۶۴ ليږديز معا صر و۰

که څه هم و يل کيږي چې دکا بلشا هانو دواکمنانو ټول شمېر ۶۰ تنو ته رسيده،خوما ددې مقالې ليکوال هڅه کړې ده چې دبېلا بيلو تاريخي کتا بو نو اوسکوپه حواله چې دهغه وخت نه تر لا سه شوي دي دځينو کابل شا هانو نو مو نه په لا ندې ډول راوړم:

۱-کلريالليه

۲-خودويه که

۳- سپاله پتي ديو

۴-پدما

۵-ونکه ديو

۶- خنچل

۷-سا مانتا ديو(زما په عقيده شايد دغه نوم او سا مند يو شخص وي (ليکوال)

۸-کهينګالا

۹-پتولا ديو

۱۰-سري ديو

۱۱-کاما لوکا يا کملو کا

۱۲-سا مند

۱۳-بهيم ديو

۱۴-انند پال

۱۵-بهيم پال

۱۶-اشتپالا

۱۷-جيپال

۱۸-تري لو چنپال

دهيواد دنا متو مؤرخ ارواښاد استاد احمد علي کهزاد په قول دکابل دهندوانو په يوه مندېر کې ددغو کا بلشاهانو نه ديوه تن نوم په يوه مجسمه کې حک شوی دی۰

دکابلشاهانو پلا زمېينه يا پا يتخت کابل او کا پيسا ول۰ دوی په ديو ناګري او سنسکريت ژبو غږېدل۰ دوی دکشتريا يا جنګياليو په کاسټ پورې تړلې طبقه وه۰ ددوی دحکو مت ډول شاهي و چې منظمه اداره او پو ځ يې درلود۰

چيني بو دايي زيارت کونکی هيوان ستونګ(۶۰۲- ۶۶۴زيږديز) په خپل يون ليک( سفر نامه) کې ليکلي دي چې کله په ۶۴۴زيږديز کال کې افغا نستان ته راغلی و نو دباميانو،کاپيسا،کابل،ننګرهار، هډې او لغمان نه يې ليدنه کړې وه او زياتوي چې دکا پيسا شهزاده هندو کشيتراو چې ګونا وير مان نو مېد او دبودايي ګروهي پيروي يې کوله۰

د کا بلشا هانو دواکمنۍ سا حه:

په لر غوني افغا نستان کې دکا بلشا هاتو دواکمنۍ سا حه زياتره دهندوکش جنو بي بر خې وې چې کا بل او کا پيسا يې ستر مر کزونه ګڼل کېدل ۰ همدارا ز دلو ګر ، ګرديز او دګند هارا حوزه له ننني ما هيپره نيولې دکابل دسيند دواړه غاړې چې لغمان، ننګر هار ،کونړ ،چترال، سوات، پيښور، مردان، چارسده او داباسين او ټکسيلا پورې سيمې او بيا له هغه ځايه ټول پنجاب ددوی په ولکه کې ول۰ څرنګه چې زابلي رتبيل شا هان او دغزني لا ويکان( لو يکان) هم بر همني هندوان ول او دوی ور سره نږدې اړيکې او خپلوي درلودله نو ويلای شو چې ددوی ټولو د واکمنۍ ساحه همداراز غزني ،زابل ،کندهار ،هيلمند او تر نيمروزه او زرنجه پورې رسېدله ۰

معبدونه او بو دايي ستوپې:

کا بلشا هانو نه يوازې دکابل په شيو کيو، دمرنجان په غونډۍ، داسمايي غره په لمنو،بګرام او خير خانه کې معبدونه درلودل،بلکې دوی دلو ګر په سکاوند( سجاوند)، خوشي، ګرديز، غزني، دبغلان په سره کوتل،بلخ، کا پيسا،بګرام،لمپاکا( لغمان)، نګارا(ننګرهار)، هډې، پيښوراو دګند هارا دتاريخي حوزې په ټو لو سيمو کې يې معبد ونه ودان کړي ول۰ همداراز له کا بله نيولې ترغزني ،زابل، کند هار او زرنجه پورې سيمو کې يې ډېر معبدونه جوړ کړي ول۰ په بودايي دوره کې دکابل په چکري،کمري، شيوکيو،شهدای صالحين ، دخواجه صفا دغره په لمنه کې، دمرنجان په غونډۍ ، دخزانې په غونډۍ ،تپه سلام ،او د خاک جبار سيمې ته نږدې په يخدره او سنجد دره کې هم بودايي ستو پې مو جودې وې ۰ په چکر يو دچکريو منار او سور منار هم دبو دايي عصر نه را پا تي دي۰ دغزني دشاه بهار معبد، په بګرام کې دسريکه ويهار معبد چې دشالو کيا په نا مه سره هم يا ديږي او په افغا نستان کې يې خلک دشترک معبد بولي چې چيني زيارت کوو نکی هيوان تسنګ په خپل يون ليک ( سفر نا مه)کې هم ترې يادونه کړې ده۰ همداراز دلو ګر دسګاوند(سجاوند) معبد هم يو مشهور معبد و۰

مجسمې:

د کابلشا هانو دواکمنۍ له وخته چې کومې مجسمې لاس ته راغلي دي دادي:

- دکابل دخير خانې مينې له کو تله دسوريا مجسمه چې دلمر رب النوعه ګڼله کيږي۰

- په ګرديز کې ددورګا او ګنيش مجسمې .

- دکابل دشمال په ۳۱ کيلو مترۍ کې د شيوا او پاروتي مجسمې۰

-په ګرديز کې دبودا هغه مجسمه چې دڅملا ستلو په حال کې ليدل کيږي۰

- دننګر هار داوښ دغونډۍ بودايي مجسمې۰

- د بغلان دسره کوتل مجسمې او ډبر ليکونه۰

همداراز دعربو دجنګياليو په مقابل کې دکابل داسمايي او شير دروازې دغرونو دپا سه ددوی هغه تدافعي ديوالونه تر نن ورځې پورې شته چې اوس د نړېدو په حال کې دي۰ که څه هم داستاد احمدعلي کهزاد په قول دغه ديوالونه ددراني احمد شاه او دهغه دزوی تيمور شاه دواکمنيو په وختو نو کې تر ميم شوي وو،خو له بده مر غه تر هغې ورځې وروسته بيا دغو تاريخي ديوالو نو ته هيچا هم پا ملر نه نه ده کړې۰

دکابلشاهانو زوال:

دمخه تر دې چې کابلشا هان دعر بو او يعقوب ليث صفاري له لاسه ماتې وخوري نو زابلي رتبيل شاهان افغانستان ته دعربو دلښکرو او ديعقوب ليث صفاري او دهغه دورور عمرو ليث صفاري په رسيدو سره ډېرې جګړې وکړې څو په پای کې ديعقوب ليث صفاري له خوا په ۲۵۸ ليږديز کال کې دماتې سره مخا مخ شول۰ داستاد کهزاد په قول : کله چې يعقوب ليث صفاري په کابل کې د کابلشا هانو ديوه واکمن سامنت ديوا سره چې سکې يې دافغا نستان په سرحدي سيمو کې موندلې شوي دي جنګيده،نو ورور يې عمرو ليث په غزني،ګرديز او لو ګر کې ددغې کورنۍ ديوه بل واکمن کلمو يا کملو سره جنګېده ۰ ديعقوب ليث صفاري په امر په کابل کې دکابل شا هانو دوخت مهم معبدونه او په لو ګر کې دسګاوند معبد دهغه دورور عمروليث له خوا وران شول ۰

همداراز کابلشاهانو هم دعربو سره ډېرې جګړې وکړې چې بيا دوی له دې ځايه ،ګرديز،پيښور، ويهند، ټکسيلا او پنجاب ته لاړل ۰ همداراز محمود غز نوي دوی د ويهند نه چې اټک ته نږدې دی پر شا وتمبول او په ۲۹۰ ليږديز کال کې دکشمير واکمن ګوپا ورمان هم له دوی نه دسوات او مردان سيمې ونيولې۰

کله چې محمود غزنوي په ۹۹۷ زيږديز کال چې د ۳۸۷ليږديز کال سره سمون خوري واکمن شو نو په هند باندې يې دبريد نيت وکړ۰ ده په۱۰۰۱زيږ ديزکال کې يې دپيښور په حدودو کې دراجا جيپال سره چې دهمدې کابلشا هانو دکورنۍ پورې يې اړه درلو دله وجنګېده او هغه ته يې ماتې ورکړه۰همداراز محمود او دهغه زوی مسعود دراجا جيپال دزوی انند پال، تري لوچنپال او بهيم پال سره هم جګړې کړي دي۰

د کا بلشا هانو او لاده تر ۴۹۰ ليږ ديز کا ل پورې په کشمير کې د شاهي پوتره( شهزاده) په نا مه دپو ځي جنرالا نو په توګه کار کاوه چې په هغو کې درودراپال ،دايداپال، کشيم پال او اننګپال نو مو نه يا دولای شو۰

زما ددې مقالې دليکوال په عقيده کا بلشا هان ،زابلي رتبيلشاهان او دغزني لا ويکان( لو يکان) د افغا نستان بو مي او سيدونکي بر همن هندوان وو او دوی يو له بله سره دخپلوۍ اړيکې درلودلې او ان د ارواښاد استاد عبد الحی حبيبي په قول دغزني او ګرديز لو يکانو ژبه پښتو وه ۰ او لو يکانو واکمنان د سبکتګين له لاسه په ۳۶۵ ليږديز کال کې راوپر زيدله۰

کابلشا هانو دخپلې واکمنۍ په وخت کې خپل هېواد ته دقدر وړ خد متو نه کړي دي۰ دوی پوره يوه نيمه پيړۍ دعر بو پر خلاف مبارزه کړې ده چې دکابل دښار داسمايې او شير دروازې تدافعي ديوالونه ددې خبرې غوره ثبوت ګڼل کيږي۰

ماخذونه او سر چينې:

۱- علامه پو هاندعبد الحی حبيبي، تاريخ مختصر افغا نستان از زمانه های قديم تا استقلال،،۱۳۶۸ کابل۰

۲- استاد احمد علي کهزاد، افغا نستان در پر تو تاريخ،۱۳۴۶، کابل ۰

۳- را جا ترنګيني ، دپنډيت کلهن کشمري تاليف،د جوګيش چندرا دت تر جمه له سنسکريته په انګريزي ژبه۰

۴- علا مه عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تاريخ، لومړی او دويم ټوک،۱۳۸۴، پيښور۰

۵-محمد حيات خان، حيات افغاني، داردو نه په پښتو ژبه تر جمه د لطيف ياد،۲۰۰۷، پيښور۰

۶-ابوريحان البيروني، کتاب الهند۰

۷-http://en.wikipedia.org/wiki/Alberuni

۸-http://en.wikipedia.org/wiki/Kabul_Shahi

۹-http://jambudveep.wordpress.com/…/kabul-shahi-the-hindu-ki…/

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←