اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ماشوم ولې ژاړي

ماشوم ولې ژاړي ؟ او څنګه یی کرار کړو؟

۱ – لوږه

که ماشوم ژاړي، اول یی باید لوږې ته فکر وشي. میندې کولائ شي چې د لوږې نورې نښې هم وپیژني.

مثلا ماشوم شونډې چړپوي، یا زبیخي

چې په غمبوري یی ګوته ووهې نو هماغې خوا ته مخ اړوي، خپلې ګوتې، یا لاس په خوله کې وهي.

که یی مخ ښکل کړئ خوله وازه وي، ستاسو خولې خوا ته یی خوځوي. ممکن ماشوم د نورو نښو په واسطه هم خپله لوږه اظهار کړي

۲- لوندوالئ

لوند ټوکر یا پمپر ماشوم ځوروي.

ځیني ماشومان تر ډیره وخته پورې لوند ټوکر زغملئ شي.

خو ځیني نور بیا ورته ژاړي که ماشوم ژاړي او وږئ هم نه دې نو ټوکر یی وګورئ که لوند یا چټل وو بدل یی کړئ.

۳- غواړي چې ویده شي

که ماشوم موړ وي ټوکر یی بدل شوئ وي بیا هم ژاړي، نو خوبولئ به وي.

خصوصا که ارږمئ وباسي، نو په غیږ کې یی ونیسئ، ټپ ټپ یی کړئ او للو للو ورته ووایئ ماشوم به ژر ویده شي.

ځیني ماشومان له تړل کیدو سره عادت وي چې خوب ورشي تر هغو پورې ژاړي چې ویې تړئ.

۴- غواړي چې په غیږ کې یی ونیسئ

ماشوم هیله لري چې ډیرئ وخت د مور او یا د پلار په غیږ کې تیر کړي.

د هغوئ مخونو ته وګوري، اواز یی واوري، او د هغوئ زړه درزا ته غوږ کیږدي.

ماشوم ان د مور او پلار بوئ هم پیژني، او خوند ځیني اخلي.

ممکن تاسې وویریږئ چې که ماشوم ډیر غیږ کې ونیسئ نو هغه به ډیر نازولئ او بداموزه شي.

خو د عمر په لمړیو څو میاشتو کې داسې نه کیږي.

۵- د معدې تکلیف به لري

باد، قولنج، قبضيت او د نس درد ماشوم ژړوي. که تر تي ورکولو وروسته سم له لاسه ماشوم ژاړي؛

نو ممکن په نس کې يې باد يا قولنج وي. د باد د ايستلو لپاره ماشوم ستوني ستغ واچوئ،

پښې يې لکه بايسيکل چې ځغلوي، کرار کرار وروسته وړاندې وخوځوئ.

او نس يې وسولوئ. د قولنج لپاره په درملتونونو کې دوايي )دقولنج ضد څاڅکي( پيدا کېږي؛ خو بايد د ډاکتر له اجازې پرته ورنه کړل شي.

قبضيت، له شيدو سره حساسيت، د لکتوز نه زغمل )لکتوز يو ډول قند دى چې په شيدو کې وي( او د کولمو بندښت هم د نس د دردونو سبب ګرځي چې له ډاکتر سره بايد پرې مشوره وشي.

۶- د ګیډې باد به يې بند وي

که ماشوم له تي خوړلو وروسته ژاړي، ممکن باد به يې بند وي. ماشوم د تي د رودلو پر مهال هوا هم تېروي، دغه هوا که په معده کې پاتې شي؛ نو ماشوم به ځوروي.

د دې لپاره چې باد یی ووزي، په غېږ کې يې نېغ ونيسئ، څټ يې وسولوئ يا يې ټپ ټپ کړئ.

د باد وتلو سره به يې ژړا ارامه شي.

۷- ډېره ګرمي يا زياته يخني به وي

نو زېږي غواړي تاوده واوسي. که د کاليو د بدلولو يا د ټوکر د بدلولو پر وخت يې يخ وشي؛ نو وبه ژاړي.

ماشومان د ګرمۍ په خاطر ژر نه ژاړي؛ خو د يخنۍ په وجه ژر عکس العمل ښکاره کوي.

په ياد ولرئ چې بايد په هر موسم کې د ماشوم کالي د تاسو تر کاليو يو بالا وي .

که تاسې په يوه کميس کې هوسا يئ؛ نو ماشوم ته بايد دوه ورواغوندئ.

۸- د بدن يو ځاى به يې په تکليف وي

کله کله ويښته د ماشوم په ګوته کې داسې سخت تاوېږي چې وينه يې بندوي او د شديد درد سبب ګرځي.

ځيږه ټوکر يا کالي او يا د کاليو لېبل ماشوم په عذابوي او ژړوي يې.

د پتلانه يا نيکر لاسټيک هم که ډېر ټينګ وي د ماشوم نس ورخوږوي. ځينې ميندې ماشوم په سوزني باندې ډېر کلک تړي، دا هم د ماشوم د ناارامۍ او ژړا يو علت کېداى شي.

په افغانستان کې خصوصاً په کليو کې ورږې، کټمل، مياشې او نور حشرات ډېر دي، که ماشوم څه شى چيچلى وي؛ نو له ژړا پرته به بله چاره نه لري.

که ماشوم ژاړي او پورته ياد شوي علتونه مو ونه موندل؛ نو ټول بدن يې وپلټئ، چې کوم ځاى خو به يې خوږ يا تر فشار لاندې نه وي.

۹- د ماشوم غاښونه به راوځي

د ماشوم لومړنى غاښ ممکن د عمر له څلورمې تر اوومې مياشتې پورې راوځي؛ خو تر دې هم وختي راوتلى شي. اکثر ماشومان د غاښ ايستلو پر مهال ناارامه وي او ژاړي.

په صابون باندې پاکه پرېمينځلې ګوته مو د ماشوم پر وريو تېره کړې، ممکن د نوي غاښ کلکه تېره څوکه مو په ګوته ولګېږي.

که ماشوم ډېر ناارام وي؛ نو له ډاکتر سره په مشوره يې علاج وکړئ.

۱۰- بهرني تحريکونه به زيات وي

ماشوم له بهرنيو تحريکونو زده کړه کوي، رڼا، اواز، بوى، رنګ او نور شيان ماشوم ته په زړه پورې وي.

دغه شيان د ماشوم ذهن تحريک کوي او محيط ورپېژني؛ خو که دغه تحريکونه له حده زيات وي؛ نو د ماشوم ماغزه يې نه شي تحليلولاى، همدا وي، چې ماشوم په ژړا شي. که داسې وي؛ نو ماشوم ارام محيط ته يوسئ.

۱۱- بهرني تحريکونه به ډېر کم وي

ځينې ماشومان ډېر فعاله وي. دوى غواړي ډېر څه وګوري، زيات اوازونه واوري، ډېر شيان لمس کړي.

او ډېر څه زده کړي. د داسې ماشومانو ژړا يوازې هله کرارېږي. چې له کوټې يې د باندې انګړ ته يا کوم باغ، ژوبڼ، پارک او نورو تفريح ځايونو ته يوسئ.

۱۲- ماشوم به ناروغ وي

که د ماشوم د ژړا لپاره نور هېڅ دليل ونه موندل شو او ژړا يې هم د لوږې له ژړا توپير درلود؛ نو د بدن حرارت يې وګورئ چې تبه خو به يې نه وي؟ سترګې يې وګورئ چې سرې خوبه نه وي؟

غوږونه يې وګورئ، ممکن ګزک يې کړى وي. پوزه يې بهېږي که نه؟ که دا يا د ناروغۍ نورې نښې په کې وينئ؛ نو ژر تر ژره يې ډاکتر ته ویسئ.

(ډاکتر خیر محمد ساپی)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←