اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

وزیر بابا

رواښاد محمد ګل مومند د محمدخورشيد خان غونډ مشر زوى د مومند خان لمسى د عبدالکريم خان کړوسى په خټه دويزى مومند او په دويزو کي حسن خېل و، 17.01.1885ع کال د کابل په اندرابيو کوڅه کي زېږېدلي و، لومړنۍ زده کړي يې په ځاني ډول وکړې په پنځه کاله کي يې پوځي زده کړه بشپړ کړه وروسته په اردلیا نو غونډ کي کومندان وټاکل شو، دا مهال يې هم شاهي ټولګي ته درس ورکاوه، او هم يې د حربي ښوونځي سرمعلمي پر غاړه وه، د دغه بريالي چوپړ په پايله کي د سپاه سالار صالح محمد خان ياور وټاکل شو، بيا د شاهي ګارډ کومندان شو، څه مهال په ترکيه کي د افغاني سفارت پوځي اتشه و. ده د هيواد د خپلواکۍ په جګړه کي هم پوره ونډه واخيسته، او خپله پښتني مېړانه يې څرګنده کړه، په 1303 لمريز کال کي د پکتيا د عسکري کومندان او اعلى حاکم په توګه وټاکل شو. په 1306 لمريز کال کي د مزار شريف د ملکي پلټني رئيس او بيا د ننګرهار عسکري کومندان وټاکل شو، د سقاوي انقلاب پر مهال يې لومړى له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پکتيا کي له محمدنادر شاه سره کلکه ملا وتړله او په زړه پوري خدمتونه يې وکړل، د هيواد تر ژغورني وروسته د سردار محمدهاشم خان په کابينه کي کورنى وزير وټاکل شو دا مهال د اعليحضرت محمد نادر شاه له خوا لومړي د ننګرهار او بيا د پروان او کاپيسا ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاکل شو، په دغو ولايتونو کي یی پوره ارامي را وسته، وروسته بيا په 1311 لمريز کال کي د قطغن، بدخشان، مزار شريف، ميمنې او کندهار ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاکل شو، په هر ځاى او هرکار کي يې خپله دنده په پوره ايمانداري سرته رسوله، او د خپلو ښو خدمتونو له امله يې د لمر اعلى نښان واخيست. په 1309 لمريز کال کي د دولت وزير وټاکل شو، او تر دې وروسته يې نور ټول ژوند په خپل کاله کي د پښتو ژبي په پوهنيزو او ادبي چوپړ کي تېرکړى دى. په 1343 لمريز کال کي د لويي جرګې د مشر مرستيال و ټاکل شو او خپله پښتني دنده يې په ښه توګه تر سره کړه. تر 1327 لمريزکال پوري د مزار شريف په ايبکو کي اوسېده، بيا په همدغه کال کي د شاه محمود خان د صدارت په وخت کي کابل ته راغی او پاته ژوند يې په خپله خوښه په کابل او ننګرهار کي تېراوه، څو ژمي يې د کونړ په نرنګ او پاته ژمي يې په خپل آر ځاى (ګولايـي) کي تېر کړ، خو په اوړي کي به کابل ته تللو او په دې ډول يې د خپل کوچياني ژوند سلسله هم ټينګه ساتله. مړينه: دغه ننګيالى، توريالى، خبر لوڅ او جرګه مار پښتون په پاى کي د 1343 کال د زمري پر اووه ويشتمه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجې د 80 کلونو په عمر د بريکوټ په يوه کرايي کور کي وفات او په خورا درناوي د کابل د شهداى صالحينو په هديره کي خاورو ته وسپارل شو. د ارواښاد محمدګل مومند د جنازې مراسمو ته د کابل لوى_لوى خلګ، ملکي او عسکري ماموران او نور ډېر مينه وال راغلي وو، کله چی دى په درنښت خاورو ته وسپارل شو نو لومړى يې مولانا رشاد لنډ ژوند ليک بيان کړ، د ده لوړ شخصيت او د هيواد لپاره يې دده سپېڅلي چوپړونه وستايل، ورپسې يې ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين، و عسکري، سياسي، پوهنيز او ادبي ارزښت ته نغوته وکړه، او ويې ويل: چي محمد ګل مومند ددې مهال خوشال خټک و، ځکه چي دى هم د هغه په شان د توري او قلم څښتن و، د سياسي ډګر پهلوان او يو غښتلى عسکر او جنرال و، او د عبدالقادر خټک دا شعر يې ووايه: چي څراغ د هنر ځمکي پوشيده کړ که يې زه په اوښکو ډوبه کړم سزا ده د ارواښاد محمدګل مومند بابا رسمي فاتحه د پوهني وزارت له خوا د زمري پر28 29- د سيد پور په لوى جومات کي واخيستل شوه، دغي فاتحې ته د هغه مهال باچا محمد ظاهر شاه هم راغلى و، او د هغه ورور محمد کريم خان او وراره محمد پتنګ ته يې خپله خواخوږي څرګنده کړه. اخلاق او شخصيت يې: په دې بايد هر څوک پوه شي چي ارواښاد محمدګل خان مومند بابا د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي کرکټر، او کلک هوډ څښتن و، پر مذهبي آرونو ټينګ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مين و، د پښتون له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته و، د ده بانډار او مرکه د پښتو او پښتونولي يو لوى ښوونځي و، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه کوله، بې پښتوګي يې بده ګڼله، د ده په وجود کي عسکريت، سياسي، پوهه او ادب ټول را يو ځاى سوي وو، او په دغو ټولو برخو کي يې عملي ونډه اخيستې وه له همدې امله نو په هيواد کي د يو ستر ملي شخصيت په توګه پيژندل شوي دي. مومند بابا د يوې نه بدلېدونکي ګروهي خاوند و، په سختۍ او نرمۍ په خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت کي پر خپل هوډ، ننګ، پښتو او پښتونواله لکه غر ټينګ ولاړ وو، ده لکه د تېرو مېړنيو پښتنو غوندي د پيسو پر ځاى کيسې ګټلې. او په دولت او پيسو پسې دومره نه ګرځېدى، همدا لامل و چي تل به د کابل په يوه کرايي کور کي اوسېدئ او تر مرګه هم په کابل کي د کوم کورګي خاوند نه شو، تر دې چي سا يي هم په بل کور کي وختله، او همدا خبره د ده لوى وياړ او امتياز ګڼل کېداى شي. مومند بابا پر نورو ښېګڼو سر بېره يو ځواکمن خطيب او ويناوال هم و، په ويناوو کي يې پوره فصاحت، زيات جرئت او ځواکمن منطق شته وو هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه کار اخيست، او هيڅکله يې له رښتيا وينا څخه نه دی اړولی.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←