« پښتانه هنرمندان » (لومړى ټوک) چاپ شو
په دغه کتاب کی د حاجی نصیر ستوری له خوا د یوشمیر پښتنو هنرمندانو ژوند ليکونه او په زړه پورى مالومات راټول شوى دی. داکتاب د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا خپور شوی او د چاپ چار ی ئې دانش خپروندویې ټولنې تخينکي څانګی تر سره کړی. نصیر ستوری د سريزی په یوه برښه کی د ټولو پښتنو هنرمندانو او فنکارانو څخه هيله او غوښتنه کړی، چې خپلې لنډې پېژندګلوۍ، نظرونه او د پښتني کلتور د ودې او پرمختيا لپاره وړانديزونه د خپل انځور سره یوځای په لاندينۍ پته ماته راولېږي، ترڅو د (پښتانه هنرمندان) نور ټوکونه او پښتني کلتور په دغه ارزښتناکه شتمنۍ غني او د تاريخ پاڼې پرې زرينې شي.
اميد دى چې پښتانه هنرمندان به د نوي طرزونو او کمپوزونو په نوښت سره د هنر او فن ځولۍ نوره لا درنه او بډايه کړي. اوس دا تاسې او دا هم ستاسې (پښتانه هنرمندان) لومړى ټوک او د نورو ټوکونو د بشپړتيا په هيله.
Nasir Stori
Kiebitzweg 12
50389 Wesseling
Germany
Fax: 0049- 2236-841930
Tel: 0094-2236-8705073
E-mail: [email protected]
[email protected]
د دغه کتاب سرليکونه یی پدی ډول دي : سريزه ، استاد خيال محمد ، استاد شاه ولي ، استاد ګلزار عالم ، استاد بختيار ، ماس خان وصال ، شاه ځوان منور ، مېرمن ګلشن ، بريالى صمدي ،مېرمن هما (مينه افغان) ، کبير اميري ، کمين ګل حېرت ، استاد يار محمد عليزى ، ماسټر علي حيدر ، سېدا ګل مينا د کتاب د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

