اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

یارمحمد مفموم

پروفېسرډاکټر يارمحمد مغموم خټک:ژوند،فن او شخصيت

ليک:سيدالامين احسن خوېشګي

دلوے ولي حضرت شېخ رحمکار کاکا صاحب دمريد سيد علي ګوهر شېخ بابر بابا په اولاد کښې دډاګ اسماعيل خېل دمياګانو په محله کښې دفضل اکبر کره دستمبر په څليرېشتمه کال نولس سوه درې پنځوسم(1953 ع) کښې يوماشوم وزېږېدو، چې يارمحمد نوم پرې کېښودے شو.دوي اولنئ رسمي زده کړې دخپل کلي په پرائمري سکول کښې ،او ترلسمه ئې نورې زده کرې دهُم دغه کلي دلوے سرکاري سکول نه په کال نولس سوه نههٴ شپېتهٴ(1969ع )کښې ترلاسه کړې .وروستوپه ادبي دنړۍ کښې دپروفېسرډاکټر يارمحمد مغموم خټک په نوم شهرت لرونکي،په هم دغه کال دپېښور په ګورنمنټ کالج کښې يولسم جماعت کښې دباقاعده طالب علم په حيثيت داخله واخسته، او په کال نولس سوه يو اويايم( 1971ع) کښې ئې ددولسم یعنی اېف اېس سي سَنَدترلاسه کړو.دوي وائي'ما او(خداے بخښلي ډاکټر)راج ولي شاه خټک دارمان لرلو باوجود باقاعده( رېګولر) بي اېس سي ونهٴ کړې شوه،اودوه کاله پس په کال نولس سوه پينځه اويايم کښې موڅوارلسم( بي اې) وکړه.مونږهغه اولني طالب علمان وهٴ، چې بي اې دوه کاله کورس امتحان ته کښېناستو. کال نولس سوه اووهٴ اويايم ،اتهٴ اويايم(1977-78ع )کښې مې پښتو ادب کښې دشپاړسم (اېم اې) امتحان پاس کړو،بيا کال نولس سوه دوه اتيايم(1982ع) کښې اېم اې اسلاميات،کال نولس سوه پينځهٴ اتيايم(1985ع )کښې اېم فِل پښتو ډيپارټمنټ،پېښور يونيورسټۍ نه 'دازادئ تحريک اوپښتو شاعري '،تر عنوانه، او کال نولس سوه پينځهٴ نوي( 1995ع) کښې دپېښور يونيورسټۍ د 'ايريا سټډي سنټر' نه د 'دي روشنائټس اېنډ پشتو لټرېچر(پښتو ترجمه ،روښانيان اوپښتو ادب)'په عنوان د پي اېچ ډي تحقيقي مقاله وليکله'.

ادب او تصوف ته دتوجه کولو دپوښتنې په ځواب کښې دوي وائي، 'زمونږ په کلي کښې مشهور پير رحمت کريم دے، زمونږ کورنۍ کښې ددوي مريدان شته، دتصوف سلسله دوي روانه ساتله، نور زمونږ خاندان کښې څوک داسې نهٴ وهٴ چې مادپاره دادب او تصوف لارښود ګرځېدلي وهٴ'.دتعليمي هلو ځلو په باب دوي وائي چې ' ماله ګورنمنټ کالج، پېښور، کښې دداخلې اخستو په ځاے اېډورډز کالج ته تلل پکار وهٴ ځکه چې تعليمي ماحول ئې زيات ښهٴ وهٴ ،خو داسې ونهٴ شوه اګر کهٴ ګورنمنټ کالج هم هغه وخت بد نهٴ وهٴ'.

دعملي ژوند دهلو ځلو په باب خپله قصه داسې اوروي،'جنوري( 1979ع) کښې زما وړومبے پوسټنګ دپښتود لېکچرر په حېث په اېډورډز کالج، پېښور، کښې وشو.له ماوړاندې دلته دچارسدې شفيق الرحمان لالا دپښتواولنےليکچرر وهٴ. اګر کهٴ عبدالمجيد افغاني هم دلته دشرقي ژبيو استاد وهٴ، اوپه رسمي توګه ئې پښتو خو نهٴ ښائېله، خو حمزه بابا ،کامل صاحب او نور مشران به ورته راتلل .'رهبرِ اخلاق' اودپښتو نصاب دڅلورم اوپينځم ټولګي دپاره ليکلي کتابونه ئې ما لوستي دي.'تاريخِ افاغنه' نه علاوه ئې نورډېرکتابونه ليکلي دي. په کال( 2013 ع )کښې دپروفېسر/وائس پرنسپل په توګه رېټائر شوم'. اوداکتوبر کال دوه زره څوارلسم ( 2014ع )کښې دپبلک سروس کمېشن د ممبرپه حېث څلورکاله فريضه ترسره کولونه پس ستمبرکال دوه زره اتلسم( 2018ع )کښې دلته نه هم فارغ شو. دپاکستان پښتو ادبي ټولنې دمجلې 'رڼا'(1976ع) کښې يو کال ايډيټر پاتےکېدو نه علاوه،ورځپاڼه وحدت کښې په کال نولس سوه شپږاتيا( 1986 ع) کښې کال، لس مياشتې ئې دنیوز ايډيټرپه توګه صحافتي ذمه دارئ هم ترسره کړي دي.رېډيو پاکستان،پېښور،څانګه کښې د'ادبي سرګرمئ 'په نوم،په پي ټي وي د'انګازې' په نوم کال نولس سوه اتهٴ اتيا( 1988 ع ) کښې پروګرامونه شروع او درې څلور کال روان وهٴ. بيا له هم دغه ځايه'پښتو ادب تردې دمه 'پينځهٴ شپږ کاله او 'جولۍ ګلونه' ادبی پروګرامونوکښې دوي ددې خاؤرې ادبي تاريخ محفوظ کړو.

داېم فِل دپاره دتحقيقي مقالې دموضوع دتعين په باب پوښتنه داسې ځوابوي، 'موضوع دمخکښې نه هم زما نظر کښې وه، خوخان عبدالغني خان يو ځل زما مخکښې اووئېل چې' په دې عنوان کارپکار دے ځکه چاپرې تحقيق نهٴ دے کړے ،نو ماپرې دتحقيق کولو اراده وکړه. زما دتحقيق دغه زمانه دکال نولس سوه(1900ع )نه ترکال نولس سوه اووهٴ څلوېښتم(1947ع )پورې ده ،اودازادئ نه مراد په دې خاؤره دقابضوانګرېزانو نه ازادي اخستل او دبرصغير نه دهغوي دتللوپورې محدوده دي '.

دوي دخپل اهم کتاب د'خوشحال فرهنګ ' متعلق وائي ' چې شائع شو نوقلندر مومند وئېل چې داکتاب تاله شائع کول نه وهٴ پکار، بلکې دادپي اېچ ډي مقاله ګرځؤل پکاروهٴ، ځکه تا پرې ډېر محنت کړے دے '. د پي ايچ ډي دپاره دروښانيانو دموضوع ټاکلو په باب دوي وائي، ' اول کښې زما رجحان اولسي شاعرئ اوغني خان ته وهٴ،اوايريا سټډي سنټر کښې ماديوې پوښتنې په ځواب کښې وئېلي وهٴ ،(انګرېزئ نه ترجمه)'شايد زهٴ غني خان يا اولسي شاعري دتحقيق دپاره منتخب کړم'،خو په ادبي او علمي خلقو کښې د پير روښان نوم نوے نوے متعارف شوے وهٴ، اګرکهٴ اول اول متتنازعه وهٴ، خو لوے شاعران ئې پېداکړي وهٴ، اوبيادحمزه بابا سره ادبي اوعلمي نشستونونور هم وحدة الوجود ته مائله کړم. او چې راته معلومه شوه چې پير روښان وحدت الوجود باندې مشتمل افکار لرل ،نو رجحان مې پير روښان ته لاړواوهم دغه تسلسل کښې به موهغه وخت دابن عربي کتابونه لوستل'.روښاني تحريک يو خالص مذهبي تحريک ګڼونکے ډاکټر صاحب د پير روښان وېنا نقل کوي چې هغه وائي ،' زما مريدان دوه قسمه دي زما په تعليماتو پوهېدونکي اونهٴ پوهېدونکي،ناپوهه خلق دې زما کتابونه نهٴ لولي '،ددوي په خيال 'خليفه مودودخاص خلقوته دخېرالبيان باقاعده درس ورکؤلو کښې شهرت لرلو. ددوي زور په تصوف وهٴ په سياست نه، دبايزيد دفهم تعبير يو ګنجلک بحث دے '،پيرروښان وائي 'پير کامل هردور کښې وي، زهٴ کامل پير يم، اوزما اتباع په خلقو واجب ده. نو داخو ډېره عجيبه خبره ده.دمغلو سره جنګ کښې دوي دومره متحرک نهٴ ښکاري، اويوځاے کښې وائي چې،' زهٴ دمغلو نه تيراه ته لاړم خو دوي راپسې هلته هم راغلل. ددوي زيات زورپه فلسفيانه موضوعاتواوتصوف وهٴ،په مذهب نه'.

دپير روښان دمذهبي فکر يا تصوف تعبير سره دډېرو مستندو عالمانو داختلاف،اتفاق، اوپرې دبحث سلسله چې تر ننه دمولانا مدرارالله صاحب دکتاب'پيرتاريک-بايزيد انصاري' په شکل کښې روانه ده.دوي هم وائي :'دمذهب ظاهري صورت منونکي ددوي تعليمات منل ګران محسوسوي، بايزيد روښان يو صوفي دے او رحمان بابا وائي چې 'مکتب حال دمذهب وائي - عشق سېوا دے له مذهبه'. کوم خلق چې دقرآن کریم او سنت نبوی تعليمات قرينه ګڼي، هغوي ته ددوي تعليمات منل ګران شي. دکابل قاضي خان سره مباحثه کښې دوي دمخالفينو له لوري لګيدلي هغه الزام ردکوي چې ګوندې دهٴ ته وحي کيږي ،خو وائي الهام ورته کيږي او اقرار ئې کوي'.

'ملا ارزاني'ميرزاخان انصاري ،مخلص،کريمداد،واصل اوخليفه مودود وغېرُهم، دومره هوښيار اواهلِ علم وهٴ ،خو بيا هم دبايزيددوحدت فلسفه وړاندې کوي، تعريفونه اوخراجِ تحسين ورته وړاندې کوي. خو بايزيدهم معمولي نه،يو غېرمعمولي سړے وهٴ . دوی ټول دتصوف په مسئلو کښې ډوب وهٴ. ولې دمُلا ارزاني نه علاوه دغه نور دپښتنو خبره نهٴ کوي، بايزيد دخوشحال بابا غوندې قومي اتل نهٴ ښکاري، صرف دارازني افکاروکښې دقامي وحدت خبره راځي'.

دپوښتنې ،روښاني مكتبِ باندې شوي دچاتحقيقي کارونه صحيح تعبير ته زيات نزدے دي؟، په جواب کښې وائي:' په دغه موضوع کارکوونکيو کښې مير ولي خان مسعود خپله لوےعالم فاضل وهٴ. خود بايزيد تعليماتو ته ډېر بد نهٴ وائي، اګرکهٴ ډېروهوښيارو خلقو ورته بد او ښهٴ دواړه وئېلي دي. اوډلې اوپَرې هم زمونږ ادب کښې شته دے.تقويم صاحب ددوي تعليماتو سره اتفاق نهٴ کوي، قلندر دهٴ طرف ته مائله ښکاري،اواول کښې ئې ورته قومي اتل وئېل، ولې وروستو ددوي تعليماتو کتلونه پس ئې ورته لوے صوفي ووئېل'...' پښتوادب کښې دتحقيق متعلق دوي وائي،'دوست محمد خان کامل او قلندر مومند داصولو مطابق تحقيق کړے دے،بخښنه غواړم' بل څوک دي؟، (ښاغليو)همېش خليل اوپروفيسر افضل رضا هم ډېرکار کړے دے.سَرچ اوريسرچ کښې فرق دے. دتحقيق متعلق دا مسَلّمه ده، چې کهٴ چاله انګرېزي، فارسي او عربي نه ورځي نو دتحقيق تقاضې نه شي پوره کولې،او کامل او قلندر له دغو ژبيو او ادب خبر وهٴ. اوس دور کښې ډاکټر سيد چراغ حسين شا ه صاحب ډېر لوے محقق دے .پښتو کښې دڅهٴ خلقو کا رمحض ترتيب دے، او مونږ ورته دمحققينو په ځاے مرتبين وئېلے شو.ښاغليو عبدالحئ حبيبي ،صديق الله ريښتين ،زلمي هېواد مل،او محمد صديق روهي هم ډېر کارکړے دے...نورهم ډېر دي'.

'خېرالبيان کښې دپښتو املا خدمت هم په نظر راځي بايزيددغه خدمت کړے دے خو لکه دخوشحال بابا دپښتنو دوحدت خبره نهٴ کوي. دپوښتنې په ځواب کښې چې، ايا بايزيد انصاري خوشحال بابا ته قامي وحدت دپاره يو بنيادنهٴ وهٴ ورکړے؟،وائي ' نه،تاريخ مرصّع او خوشحال بابا دواړه دپير روښان محض هغه شعر چې په دوه قراتونو کښې مستعمل دے' زهٴ ددروېزه غوندې ايمان ښائېم ودهٴ ته' دوه ځايه ذکرکوي.نورښکاره وضاحت ئې نهٴ کوي،افضل خان خټک هم وائي چې' دايومذهبي تحريک وهٴ'.

تاسو دنوښار ادبي فضا نه بيخي بيل پاتے يئ ،ولې؟ دوي وائي 'زمونږ مخه دنوښار په مقابله کښې پېښورته ډېره وه.نوښار کښې داسې ادبي شخصيات هم نهٴ وه ،چې پرې خلق راغونډ وهٴ. دنوښارادبي خلق لکه رسا،عبدالخالق خليق او کامل هم پېښور کښې مېشتهٴ وهٴ.دخوشحال دفرهنګ په باب وائي د'خوشحال بابا شاعرئ کښې دفارسۍ او عربئ نه علاوه زيات الفاظ دترکۍ ژبې دي اودوي وائي 'خوشحال بابا دپښتنو دټولو لهجو سره بلد وهٴ، اودغه لفظونه مختلفو لهجو کښې موجود وهٴ'.

دپښتوچاربېتې په باب وائي 'اولني کتابونو کښې کال نولس سوه اووهٴ دېرش( 1937ع) کښې دهزارې قدرت علي د'مشکل کشاےٴ طالبان' نومې کتاب مذهبي مسئلې چاربېته کښې نظم کوي.په چاربېته منظم کارنهٴ دے شوے. زما هغه چاربېته خوښه وي چې روماني او سماجي مسئلې لري،کارکول پرې داِداروذمه داري ده، دشخصياتو نهٴ ده. زړو ليکلوچاربېتوکښې يوه صرف دمارغانو اوبله دوښوذکر لري.اخون ميرحسن بابا دمياشتو مطابق دپښتون حال وئيلے،داخاص رنګونه لري. فياض دشيدو،محمد دين تيلي اوعبدالله استاد ښه چاربېته وئېلې،دلاچۍ باچا ګل استادهم دچاربېتې ښهٴ شاعر وه،درجه بندي ئې ګرانه ښکاري'.

'مايوه افسانه 'دغه کور' ليکلې وه، خوښه کړې شوې وه، په افسانه زما مطالعه کمه ده.دپښتوافسانې متعلق رائې لري چې' دقلندر مومند دافسانو زيات تعريف کيږي،پېغام پکښې شته ،دګل افضل خان افسانې مې هم لوستي دي'.

دپښتوادب دشخصياتو باره کښې وائي ،'دقلندر هومره لوے سړے ماپښتنوکښې نهٴ دے ليدلے، رښتيائې پښتو سره مينه وه ،دانګرېزئ ادب استاد وهٴ. څومره مينه چې دهٴ کښې وه، بل چا کښې نهٴ ده ليدلې شوې. خپله لويه ئې نه ده وئېلې،دپښتودپاره ډېر تکليفونه ورکړے شوے وهٴ ،خو دوي ئې ذکر نهٴ دې کړے. خواري اومحنت ئې خاصه وه. عقيده ذاتي شے دے. دقران پاک ژوره،مطالعه ئې لرله، هغوي ئې خپله اعتراف کړے وهٴ،ماته ئې وئېل،' چې هرسړے مري نو غواړي چې دهغهٴ دې يوه خاص خبره ياده پاتې شي زهٴ داخواهش لرم چې زما دې خلق دقرانِ پاک مطالعه ياده کړي ،حاضر دور کښې به ډېروکمو خلقو زما هومره دقران کريم مطالعه کړي وي '.

دبل محقق خداے بخښلي دوست محمد خان کامل باره کښې وائي 'کامل صاحب زيات مذهبي وهٴ، نوټونه به ئې له جېبه لرے کؤل چې ګوندې ورسره مونځ نهٴ کيږي کارئې ډېر اومستند دے'.

دخپل کار په حقله وائي،' زهٴ دخپل شوي کار نه ډېر مطمئن، اوشکرګزاريم ،په دې خاؤره دپښتوخدمت کوونکې درې کورنۍ دي روښانيان- زما پرې درې کتابونه دي.دخوشحال بابا کورنۍ -زما پرې څلور کتابونه دي ،دباچا خان کورنۍ -زما پرې څلور کتابونه دي. خپل فرض مو ترڅهٴ حده ترسره کړے دے'.

'خداے بخښلے ډاکټر راج ولي شاه خټک بې شکه چې ذهين وهٴ او ډېر کار ئې کؤلے شو،خو ريسرچ ناسته او مشقت غواړي، هغوي هغسې ونهٴ کړے شو، څنګه چې ترې طمع کېده'.. 'په پښتو اکېډيمۍ کښې زيات علمي کار کال نولس سوه شپږ پنځوس اووهٴ پنځوس( 1956-57ع)کښې دمولاناعبدالقادر صاحب دورکښې اوبيا، اوس دورونو کښې دډاکټر سلمى شاهين او ډاکټر نصرالله وزير په دور کښې دستائينې وړکارونه شوي دي،کتابونه شائع شوي دي'.دوي رائي لري چې' يونيورسټيو کښې دادب په نوم جوړو او روانو اداروکښې هغسې کارنهٴ کيږي څنګه چې پکار دے'.دروان دور دمحققينو په باب وائي .'پروفېسرډاکټر محمدزبېر حسرت دډېرونه ښهٴ دے،ورته هرڅهٴ ياد وي، ښهٴ کار کوي، متحرک سړے دے،په رحمان بابا اوخوشحال بابا ډېره مطالعه لري .ډاکټر عبدالله جان عابد هم کهٴ دلته(پېښور) کښې وهٴ، نور به ئې هم ښهٴ کارکؤلو،ذهن اواپروچ ئې له ډېروښهٴ دے.ډاکټرحنيف خليل هم ښهٴ کارکوي، کوېټه کښې عبدالروف رفيقي ډېرکار کوي، عبدالکريم بريالے ډېر علمي تحقيق کړے دے ،حافظه ئې ښه ده، ذهن ئې تېزدے.اوپه تصوف پوهيږي.محمود اياز هم غوره کارکوي. لياقت تابان اګر کهٴ دپېشې په لحاظ دطب شعبې سره وابسته دے، خو تحقيقي زيارونو له ئې دوام ورکړے دے.ډاکټر نصيب الله سيماب هم دغه ضمن کښې متحرک دے، رفيع الله نيازي هم معياري کارکوي''پټې خزانې' زمونږ مسئله خرابه کړه'.

دحمزه باباپه باب وائي 'ډېرمېلمه دوست وهٴ، خوراک کښې به ئې نرۍ غوښه خوښه وه، اوماستهٴ به ئې ورسره خوړل،دپوښتنې په ځواب کښې ئې وئېل،'دهٴ به وئېل 'تفضيلي يم، رافضي نهٴ يم،زماپه مشرورور باور خان باندې هم دغه اثروهٴ. دحضرت علي رضي الله عنه افکار چې څوک هم لولي ،هغه متاثره کوي ،خوشحال بابا سره هم دغه افکار وافردي،ځکه خو وائي چې' سني يم'، خو عقيدت ئې جناب علي رضي الله عنه ته ښکاره دے.'

دغني خان په شاعرئ کښې دتصوف په باب ديوې پوښتنې په ځواب کښې وائي،'غني کښې تصوف نشته،غني،خان وهٴ،افکارو کښې ئې فلسفه ده، صوفي کېدل صرف افکارنه، بلکې عملي کېدل هم وي.شاعرئ کښې ئې نوې موضوع نشته،الله پاک سره مينه ئې دشاعرئ نچوړ دے، الله ته جانان،محبوب اويار وئېل ئې انفراديت دے،ددوي افکارد عمرخيام سره يوشان والے لري،نظم ئې عام دے،څنګه چې په شخصي لحاظ منفرد دے دغسې شعر کښې هم دے'.

دخپلوتصنيفاتو په باب دوي وائي چې' ورله پښتو اکېډيمئ وړومبے کتاب 'ديورپ سائنسدانان'(1982ع)،شائع کړو.' 'دخوشحال فرهنګ'(وړومبے جلد-1985ع)،'دستارنامه مقدمه حاشيه او سمؤنه(2005ع)'،'دخوشحال فرهنګ( دوېم جلد)'،'دازادئ تحريک او پښتو شاعري(2007ع۔داېم فِل تحقيقي مقاله)'،'Roshanites and Pashto Literature(د پي ايچ ډي مقاله)( پښتو ترجمه) روښانيان او پښتو ادب( 2005ع)'،داېس اېس تهاربن دکتاب (Bannu or our Afghan Frontier)له انګرېزي کتاب نه دمتلونود برخې نه ددولس سوه پينځهٴ اويا(1275 )متلونه پښتو ترجمه تدوين،ترتيب او سمؤنه(2014ع)' ،'باچاخان او دمعاشرې اصلاح(2018ع)'،'صوفيانه شاعري او دمعاشرې اصلاح(2009ع)'،'بچوں کے لوک کہانياں(2008ع)'،'دښائېست دلارې مسافردصاحبزاده امتياز دانګريزي کتاب ترجمه اوپرې مقدمه'،'دخوشحال بابا کليات( سمؤنه، تحقيق او مقدمه او فرهنګ(2016ع)'،'چاربېته فن او تاريخ(2020ع)'،'بَل اواز(شاعري) 2019ع)'، ټېکسټ بک بورډدپاره دوه کتابونه'.

پېغام کښې وائي،'په برقي وسيلودخوريدونکي شاعرئ حوصله شکني دې وکړې شي ،ځکه چې مقصديت پکښې عنقا اوپه سطحيت مشتمله ده. زلمي تن اسانه دي او علمي خبره ترې اورېدېلې نشي. زمونږ نام نهاد محققين علمي خيانت کوي ،علمي ديانتداري نهٴ لري، محنت او علم دوخت تقاضا ده.وړاندے شوے ادب دې په نوي شکل کښې سردوباره راؤړاندے کړے شي، جائزه دې ئې واخستې شي. رحمان بابا باندې کار تکراري دے دکار شعرونه ئې څوک نه ګوري متن کتل پکار دے'...په عمر اوعلم اوعمل کښې ئې برکتونه...

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←