اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

کشر خلیل

کشر خليل / خاکه

چې کله دخليلو دکورنۍ ديونابغه روزګار شخصيت خبره کيږي ايا هغه مشرخليل وي او که کشر خليل،پکار ده چې شورودخليل نامې نه وشي، دې زمکې د سياست او د نوکرشاهۍ نه علاوه د علم او ادب په دنيا کښې هم ډېرې درنې سټې زيږولي دي ـ په ادبي دنيا کښې دوه خليلان نن سبا ډېر زيات دذکر وړ دي يو ګران هميش خليل صيب اودويم ډاکټر حنيف خليل صيب، تحقيق، تنقيد اوپه ترتيب تدوين کښې ددواړو ډېر زيات کاراوزيار دے چې په ادبي اوعلمي حلقو کښې ورته ډېر په درنه سترګه کتلے شي دعمر په لحاظ يومشر دے اوبل کشر دے زه دلته د خپل کشر خليل خبره کوم چې زه يې په اصلي معنو کښې د ستر مشر همېش خليل يو زبردست نعم البدل ګڼم ـ مور پلار ورباندې دحنيف نامه کيښوه ولې په خپل ذهنيت اوقابليت يې په علمي اوادبي دنيا کښې ځان دډاکټر حنيف خليل په نامه په خلقو وپيژندلو زهٴ تاسو ته دغه دورکوټي وجود څښتن خليل يادوم چې په قد مندرے دے په معنا لوړ دے په سرکه په پوره توګه ګجے نه دے ولې چې دا درنه درنه کتابونه لولي او ليکي نوډېر زر به دخپلو ښايسته ويښتو نه خلاص شي ځکه چې دډېرې مطالعې له کبله يې ويښته په لويدو دي چې لامل يې په دې کم عمر کښې د شَكر بيماري هم کيدے شي په ذهن ښه تېز ګړندے دے، چې يوکار ته ځير شي تر هغې يې نه پرې ږدي چې تر څو يې يوه نتيجه ترې نه وي راويستي، په اسلام ښه کلک مئين دے ولې دمليانو ډېره پروا نه کوي ځکه خو يې ږيره په موټي کښې نه راځي لکه زمايې بونډۍ ساتلې ده د روژې مبارکې مياشتې سخته پابندي کوي هر کال پوره روژې نيسي مونځ هم ښه برابر کوي خو که رښتيا مې غږوې نوډېره مزه يې نه وي په سترګو يې هر وخت د نظر چشمې لګيدلې وي دا ئې ظاهري کړهٴ وړهٴ دي ـ باطن يې لکه د درياب د ملغلرو نه ډک دے هر کال د کتابونو په شکل کښې يوه يوه قيمتي ملغلره په مونږ پيرزو کوي کله کله دغه شمار زياتيدے هم شي حقيقت کښې دا کشر خليل نه دے دا خو زه ورته هسې د ډېرې مينې نه وايم ګني دا شخصيت اوس زمونږ د ټولو مشر ګرځيدلےدے زمونږ نه زيات ورباندې هميش خليل مئين دے په کاميابۍ يې وياړي او د خپل تنقيدي او تحقيقي کار اوزيار وارث يې ګڼي ـ

مشر هميش خليل دے او که کشر حنيف خليل دے دواړه نه يواځې د قدر وړ شخصيتونه دي بلکې د پښتو ژبې اود ادب جګې شملې دي نن کشرخليل لکه د خپل مشر خليل د ادبي دنيا يوه نه ستړې کيدونکي نامه ده ـ زه چې کله ددهٴ متعلق سوچ کوم نو حيران شمه چې دا سړے خو هم عجيبه سړے دے ما نه کشر هم دے او مشر هم،تاسو به حيران وئ چې دا څنګه خبره ده چې کشر هم دے او مشر هم خوا دا د حيرانۍ خبره نه ده يو حقيقت دے چې زه ئې اعتراف کوم کشر په دې معنا چې مانه په عمر کښې شپاړس اولس کاله کم دے او مشر په دې خبره چې زما تروسه پورې دوه ويشت د پښتو او اردو کتابونه چاپ دي ـ او ددهٴ د پښتو اردو او انګريزۍ بې شماره کتابونه د چاپ پړاونونه تېر دي ـ زهٴ يې که درته شمارم نو شمارلے يې نه شم رښتيا خبره دا ده چې دا کتابونه او ليکونه دومره ډېر دي چې په خپله يې کشر خليل هم په شمار کښې تيروځي ـ

دپښتو ادب دې سترګه ور سړي سره زما ليده کاته د مرکې په يوه تنقيدي غونډه کښې هغه وخت شوي وو چې دے لا کچه خوله هلک و، ايله يې شونډه شنه شوې وه د مرکې غونډو ته به اکثر د اسلاميه کالج په جامو کښې راتلو ماته دهغه وخت سهي کال يادنه دے خو دومره راته ياددي چې ډاکټر اباسين يوسفزے نوے نوے داسلاميه کالج پښتوڅانګه کښې استاذ ټاکلے شوے ؤ او کشر خليل ته يې داستاذۍ درنوے تر لاسه ؤ دمرکې په تنقيدي غونډو کښې مونږ ټول د قلندرمومند چڼي وو هغه وخت ډاکټر اسرار،محمد اصف صميم، سيد محمود ظفر،مشتاق مجروح يوسفزے،مصطفى سالک، روښان يوسفزے،زبير حسرت، ګل محمد بيتاب،اظهارالله اظهار، ايازغزل، مير زمان مومند، جمشيد مومند، تاج الدين تاجور ،ميافاروق فراق، او،اقبال مومند دمرکې باقاعده ملګري وو کله کله به يارمحمد مغموم ،راج ولي شا،بازمحمد عابد،اونورالحبيب نثار هم ګډون کولو ځلان مومند هغه وخت ماشوم ؤ خو په تنقيدي غونډو کښې يې برخه اخسته ـ

زما څه عجيبه طبعيت ؤ کله کله خو به زهٴ ډېر په باقاعدګۍ دمرکې غونډو له تلم او کله به داسې غيب شوم چې ملګرو به هم زما غير حاضري محسوسه کړه او چې کله به ډېره موده پس راغلم نو ما به د تنقيد نه پس په غير طرحي مشاعره کښې خامخا خپل يو نوے غزل اورولو يوه ورځ قلندر صيب په خپل روايتي انداز کښې زهٴ مخاطب کړم اووئ وئيل ٫٫ماته ستا د غېر حاضرۍ وجه معلومه ده چې ته کله نوے غزل وليکے نو د مرکې غونډې له راځې ګني نو هسې نه راځې ،

کشر خليل به فرض مونځ قضا کولو ولې دمرکې اجلاس پاتې کيدل يې په کتاب کښې نه وو هره اونۍ به په باقاعدګۍ دې غونډو له راتلو په غير طرحي مشاعرو کښې به يې دومره خاص برخه نه اخسته ـ ولې د تنقيد برخه کښې به يې خامخا حصه اخسته اوښې زبردستې نيوکې به يې کولې خوددې دامطلب کله هم نه دے چې ګني دے شاعر نه دے اويا دهٴ شاعري نه کوله شاعري يې ښه دزړهٴ داخلاصه کوله او مونږ سره يې په ادبي دنيا کښې وړومبے پيژندګلو د يوشاعر په حيث شوې وه وروستو يې يوه ښکلې شعري ټولګه٫٫پرخه په پرښه،،يې هم دچاپ په کالو ښايسته کړه ـ مونږ به د قلندر مومند او دډاکټر اسرار په مخکښې ډېرې خبرې نه کولې بلکې دهغوي دکره کتنې انداز ته به مو غوږونه تکي کړي وو خو دهٴ به هغه ظالم تنقيد کولو چې يو مشر يې هم نه بخښلو يوه ورځ په خپله قلندر مومند يوه مقاله تنقيد ته وړاندې کړه چې په کښې يې دخوشال بابا داشعر

مستجاب مومند که چرګه دمغل ده

زهٴ خوشال خټک خو باز يم ځائے مې غر

روايتي مفهوم سره اتفاق نه ؤ کړے او په خپلو درنو دليلونو يې مونږ ټول قائل کړي وو، نوے مفهوم يې دا راويستے وه چې دې نه دمستجاب مومند دتضحيک څه خبره نه راوځي ددې شعر اصل مفهوم يې دا ښودلے ؤ خوشال بابا وايي چې زهٴ لکه دباز دتېرا په غرونو کښې ازاد ګرځم مغل زما هيڅ نه شي کولے ولې مستجاب مومند په پيښور کښې دمغلو په قبضه کښې لکه دچرګې قيد دے هر وخت چې هغوي وغواړي هغه نيولے اوحلاولے شي اوبيا هم دغسې وشول چې مستجاب مومند مغلو ګېر کړو او ويې وژلو چې کله دا مقاله قلندر صيب واوروله، دکره کتنې دور شورو شو نودټولو نه زيات جارحانه انداز کشر حنيف خليل ؤمونږ ټول ددې هلک دې زړورتابه ډېر زيات حيران کړي وو دقلندر مومند غوندې ستر شاعر اوبې باکه نقاد په سترګو کښې سترګې اچول دهر چادوس کار نه ؤـ کله کله به دې غونډو ته ډاکټر اباسين يوسفزي هم پېښه کوله يوه ورځ ما ور ته ووې

هلکه ستا دا شاګرد ډېر وران شوے نه دے؟

هغه په روايتي انداز وخندل او ويې فرمائيل دا اوس زمونږد شاګردۍ نه وتے زمونږ پلار دے،، دا هم د هغه وخت خبره ده چې کشرخليل به مشرانو ليکوالانو سره مرکې کولې چې وروستو په کال ١٩٩٩ء کښې هغه مرکې ''مخ په مخ'' نومې کتاب کښې چاپ هم شوې ،دکشر خليل يوبنيادي صفت دادے چې دهٴ چرته دپښتو ژبې معتبرليکونکے سهي کړے دے نودهغه نه يې خامخا څه نه څه ګټه پورته کړې ده که هغه سترانقلابي شاعر اجمل خټک ؤ اوکه سيف رحمان سليم ؤ ، دے يوداسې جوهري دےچې څوک يې په ارام پريښے نه دے دهر چا نه يې څه نه څه ملغلرې راويستي دي دغزل بادشا حمزه بابا نه خو يې سمه لاس نېوه کړې وه وخت په وخت به دهغه محفلونو ته تلو اودومره څه يې ترې زده کړل چې دستر غزلګو شاعر په فن اوشخصيت يې پوره کتاب وليکلو

ګران کشر خليل چې کله په پښتو کښې شپاړسم جمات پاس کړو،نو په دې بې روزګاره وخت کښې يې ډېره بې روزګاري ونه ليده بخت يې زورور ؤ په خپله علاقه کښې يې دپي ټي سي استاذي بيامونده ولې دسکول ډيوټۍ نه پس به يې په مختلفو ورځپاڼو کښې کار هم کولو هغه وخت يوه ورځپاڼه ٫٫کسوټي انټر نشنل،، دپيښور نه وته چې په کښې دپښتو ژبې برخه هم وه دهٴ په دې اخبار کښې دنوروملګرو ګل محمد بيتاب او ميا فاروق فراق سره يوځائے کار کولو خو سړے په قلار نه کښيناستو د٫٫خوب نه خوب تر ،، په لټون کښې ؤ اخر خدائے پاک ورباندې مهربان شود خپلو خداد صلاحيتونو له کبله د خيبرپښتونخوا په سرکاري کالجونو کښې د پښتو ادبياتو استاد وټاکلے شو ، وړومبے تعيناتي ئې ګورنمنټ ډګري کالج ډي اۤئي خان کښې اوشوه او دے هلته په ښه خوشالۍ لاړو خپله ډيوټي يې ښه په شوق شوروکړه ـ دا هم ددهٴ يو ځانګړے صفت ؤ چې د خپلې علاقې نه ډېر لرې کالج کښې يې خپله نوکري شوروکړه او چاته يې هم دسوال ځولۍ ونه غوړوله چې زه د پېښور سړے يم ما ته چرته نزدې په خپله علاقه کښې ځائےراکړئ چې خپل کور سره نزدې اسانۍ سره کوم سرکاري کالج کښې خپلې ذمه وارۍ سرته رسوم ـ لکه څنګه زمونږ دسرکاري نوکرانو يوروايت دے چې لرې پرتو سيمو ته په اله اسانه نه ځي خودے يو داسې دکارسړے دے چې دخپلې ژبې سره په خپلې خاورې اوکلتور هم بې کچه مئين دے لرې نزدې ځائے ددهٴ په لاره کښې خنډ کيدے نه شي چې کله ډي ائي خان ته لاړو دکالج پرنسپل يې دکارکردګۍ نه دومره متاثره شو چې د مخے سره يې د هاسټل وارډن جوړ کړو په ډي اۤئي خان کښې ئې ډېر ښکلے وخت تېر کړو دارواښادپروفيسر رحمت الله درد اودډاکټر سيد چراغ حسين شا غوندې ادبي اوعلمي شحصيتونو محفلونه ورته نصيب شو اودهغوي نه يې پوره پوره ګټه پورته کره د پېنډې نه خويې خبر نه يم چې د سويلي سيمې دا مشهور خوراک د پخولو چل يې زده کړے دے او که نه،البته په محفلونو کښې ددې ډش نه يې ښه خوند اخستے دے او يوه بله ګټه يې داکړې ده چې دپښتنو ملي اتڼ يې ډېر ښه زده کړے دے داسې زبردست اتڼ اچوي چې مسيد،وزير هم ورته حيرانيږي او ددې يوه ننداره ما په کوټه کښې هغه وخت ليدلې وه چې کله ديوادبي غونډې نه پس ځوانانو د ملي اتڼ مظاهره کوله ،ارواښاد ډاکټر سهيل انشا به يې داتڼ ډېر تعريف کولو اووئيل به يې ډاکټر حنيف خليل ډېر د کار سړے دے چې چرته لاړ شي هلته دومره ملګري پيدا کړي چې بيا ترې نه ددهٴ زړهٴ نه کيږي او نه يې ياران دځانه جدا کوي اودادومره وزني خبره ده چې په دې کښې دويمه خبره نه شي کيدے

د کشر خليل په حقله په ادبي محفلونو کښې اکثر داسې وئيلے شي چې دے ډېر زيات بيسار نويس دے سطحي ليکل کوي ـ ليکل خو يې بلها ډېر اوکړل او لا کوي لګيا دے ـ د داسې ليکوال دپاره ګرانه شي چې په خپلو ليکونو کښې اعتدال راولي او يو معيار يې وټاکي ـ خو تر کومې پورې دسطحي ليکلو خبره ده ابتدايي ليکونونه يې څه نه شم وئيلے ولې نن سبا يې ليکل ډېر پاخه اوبشپړ دي چې اعتراف يې مخالفين هم په يوه خوله کوي، دے چې په کوم عنوان ليکل کوي ـ هغه ډېر په سوچ په فکر کوي او د مقدار سره سره د خپل معيار خيال هم ساتي ـ الله تعاليٰ ورته ډېر تيز ذهن ورکړے دے ـ او په ځائے يې استعمال کښې راولي يوڅو کالونه وړاندې مونږ دواړه دپښتواکيډيمۍ کوټې يونړيوال ادبي غونډې ته تلي ووپه کانفرنس کښې يوه مذاکره هم د پروګرام برخه وه په دې مذاکره کښې دپښتوژبې نه علاوه دبلوچۍ ژبې ليکوالانو هم شتون لرلو نظامت نامتو ليکوال رازق فهيم کولو داردو ښکلې شاعره ارټسټه اغلې تمثيل حفظه او نامتو ليکوال زرين انځور هم ددې مذاکرې ګډون وال وو خبرې اترې په اردو کښې کيدې په علمي اوادبي بحث کښې چې کشر خليل څنګه په پښتو ادبياتو رڼا واچوله اودخپلې ژبې اوادب يې چې څنګه وکالت اوکړو هغه ډېر زيات دستائينې وړ ؤ چې اوريدونکي يې نن هم دتاثر نه وتے نه شي

دکوټې په ادبي محفلونو کښې دکشر خليل دميلمستيا په حقله يوه لطيفه ادبي ياران ډېره کوي هغوي وايي چي مونږ کله پيښور ته لاړ شوو ډاکټر صيب ته ټيليفون اوکړو نوځواب يې دا وي چې زهٴ داوخت په اسلام اباد کښې يم او چې مونږ ورپسې اسلام اباد ته ورشو اړيکه ورسره ټينګه کړو نووايي زهٴ په پيښور کښې يم، ماچې کله په دې حقله ورنه تپوس اوکړو ٫٫ډاکټر صيب دازهٴ ستاسود ميلمستيا په لړ کښې څه اورم ؟ نوماته يې په خپله مخصوصه خندا کښې ځواب راکړو ٫٫ مړه! ته خو ښه پوئے يې داد پروفيسر محمود اياز،فاروق سرور، عارف تبسم ،اودرازق فهيم غوندې سازشيانو سازش دے خوزيات لاس په کښې دمحموداياز دے او بيا يې يوې زبردستې خندا سره ډېر بې تکلفه ووې ،يره! دامحمود اياز ډېروران پروفيسر دے

کشرخليل يوه ورځ مونږ سره د پښتو ادبي چمن ټل د سيوري لاندې د خدائے بخښلي محمد الدين مقيد د تلين يوه ادبي غونډې ته تلے ؤ په دې موقعه د چمن ملګرو د ارواښاد الياس ټلوال وړومبۍ شعري مجموعي ''څېرلے زړهٴ'' د مخکتنې تابيا کړې وه ـ ما ډاکټر صيب له کتاب ورکړو او ورته مې ووې تاسو به هم يو څو خبرې اوکړئ چې کله دمخکتنې دستوره شورو شوه دهٴ ته د څه وينا دپاره بلنه ورکړې شوه نو دهٴ تقريبا په ګينټه دوه کښې کتاب لوستے ؤ او يو زبردست مضمون يې ورباندې ليکلے ؤ اوريدونکيو نه يې دلۍ دلۍ داد ترلاسه کړو چې په دومره لنډ تنګ وخت کښې په يوه شعري ټولګه دومره بشپړ تبصره نو دا د ډاکټر صيب يوه خپله ځانګړتيا ده چې تروسه پورې يې په ځائے ساتلې ده چې په کومه موضوع ورته د وئيلو بلنه ورکړے شي ښه انصاف ورسره کوي ـ

د پښتنو دا نفسيات دي چې ديو بل وجود نه شي برداشت کوے مطلب دا چې څوک په کومه خاوره ميشته وي دعوه ګير يې وي بل پښتون که په کډه ورشي نو هسې ئې په نظر ښه نه راځي خو پېښور دپښتونخوا ډېر لوئے ښار دے دخلقو زړونه يې هم لوئے دي د ټولو پښتنو په شريکه ښار دے هر څوک ورسره ړنده مينه کوي چې ګواهي ئې زمونږ کلاسيک او جديد ادب دواړه کوي که ستر خوشحال دا وايي ـ

چې په کښې خواږه ياران دي

پېښور تر هر ديار ښه

نو زلمي شاعر فضل سبحان عابد مشهوره سندره خو به تاسو ټولو اوريدلي وي ـ

خوپېښور خو پېښور دے کنه

ولې خليل قبيله د نورو پښتنو په نسبت د تعليم په کالو ښائسته يوه مهذبه قبيله ده چاته هم په کم کوز او يا په سپک نظر نه ګوري خو د خليلو په خاوره چې کومې سرکاري کالونۍ جوړې دي او څوک پکښې وسيږي نو هغوي ته هسې ځانونه خلليان ښکاري زمونږ يو پروفيسر ملګرے کمال باباچې اوس د بخښنې دے الله دې جنت الفردوس نصيب کړې پېښور پوهنتون سره نزدې پروفيسر کالونۍ کښې وسيدو ډېر زيات دلچسپ سړے ؤ يوه ورځ ورته چا ور وډبولو چې بهر راووتو نو هغه کس ورنه تپوس اوکړو

جي تهٴ خليل يې ؟ پروفيسرخوډېر دټوقې ټقالې مزاج لرلو والا سړے ؤ هغه ساعت يې ځواب ورکړو ٫٫ نهٴ جي ! زهٴ خللي يم ،،هغه کس په يو دوه کښې حيران شو اودخولې نه يې بې اختياره وختل

لاحوله وله قوته خو بيا ډېر زر پروفيسر صيب ورته وضاحت داسې اوکړو

اشنا ګورې خفه نه شې دا د خليلو خاوره ده دلته خليل ډېر کم وسيږي او چې څوک په خټه خليل نه وي نو زه هغه خللي ګڼم ،دا خبره مې تاسوسره په دې شريکه کړه چې زه هم نن سبا د تاتارې په خوا کښې د خليلو په خاوره ريګي ماډل ټاون کښې وسيږم خو شکر دے د کشر خليل زړهٴ ډېر لوئے دے ما خللي نه ګڼي او نه زه داسې محسوسوم

کله چې په ادبي مباحثو کښې کشر خليل يوه نامه پيدا کړه هر محفل کښې ددهٴ ذکر شورو شو نوځيني خلقو په دهٴ ديومذهبي جماعت دجاسوسۍ شک پيدا شو يوه ورځ ماته ارواښاد سليم راز ووې

يره! زما خو داشک پرې نه راځي خو ځيني ملګري په حنيف خليل د جماعتي شک کوي ستا څه خيال دے ، ماځواب ورکړو رازصيب! هر سورږيرے خو شاګل نه وي کنه تهٴ يې جوړ دې بونډۍ ږيرې يرولے يې، دې خبرې سره راز صيب ډېر زيات وخندل اووئې وې تاسو ياخودالنډې ږيرې اوږدې کړئ اويا يې وخروئ مونږ ولې يروئ،يو ځل کشر خليل اوزهٴ د ارواښاد سليم راز په مشرۍ کښې د کوټۍ په ادبي دوره تلي وو ـ خو دتلو نه مخکښې مونږ دواړو خپل دورن مشر راز صيب ته داسپينوے اوکړو ـ

راز صيب مونږ دواړه سرکاري نوکران يوو محدودې چوټيانې لرو تاسو خو به هلته ايساريږئ نو مونږ به درنه د ادبي سيمنار ختميدو نه پس واپس کيږو ـ چې تاسو خفه نه شئ

راز صيب يوګرځيدونکے مينه ناک سړے ؤ چې چرته به لاړو نوخپل ملګري به يې خامخا ليدل مونږ سره يې دا خبره ومنله ،،،ټيک ده تاسو بيا راځئ زه خو به د ټولې سوهيلې پښتونخوا دوره کوم اوخپلو زړو ادبي او سياسي ملګرو سره به ليده کاته کوم ـ

مونږ چې کله هلته لاړو نو د محرم مياشت شورو وه د کوټې حالات ورځ په ورځ د نزاکت طرف ته روان وو چې کله ادبي غونډه ختمه شوه نو مونږ دا خبره غوره وګڼله چې زر تر زره دعاشورې د ورځې نه مخکښې پېښور ته واپسي اوکړو مونږ چې کله د ارواښاد راز صيب کمرې ته ورغلو چې رخصت ترې واخلوـ دا وخت د هغه ډېره تيزه تبه وه دهغه زړه نه ؤ چې مونږ ترې رخصت واخلو ولې يوخو زمونږ مجبوري وه اوبله دمحرم مياشت وه مونږ هغه ته ووې ـ راز صيب ستاسو طبيعت ناساز دے ته مونږ سره واپس لاړ شه خو هغه زمونږ دا خبره ونه منله وئې وئيل زه بيابيا دلته نه شم راتلے اوس راغلے يم چې ملګري ووينم...... مونږ که نه غوښتل هم، ولې دمجبورۍ نه هلته نه ر روان شو ـ په ټوله لار مو ارواښاد راز صيب يادولو بيا بيا به مو په موبائيل د هغه د صحت تپوس کولو مانه زيات کشر خليل ډېر زيات پريشان ؤ داددهٴ د خپلې ژبې او خپل ارواښاد مشر سره د مينې او د عقيدت يو ژوندے ثبوت ؤ ـ او دا مينه يې تاسو کتلے شئ چې د ارواښاد سليم راز په ژونداوفن يې يوښه درون کتاب ليکلے دے

کشر خليل دکالج استاذۍ نه پس هم د٫٫خوب نه خوب تر،،لټون پرې نه ښو او په دې هڅه کښې چې کله د پي ايچ ډي مقاله يې وليکله اوډګري يې ترلاسه کړه ـ نو په قائداعظم پوهنتون اسلام اۤباد کښې ورته دپاک سټډيزنشنل انسټيټوټ د ډايريکټرۍ يوه غوره عهده په لاس ورغله چې اوس هم دلته خپله ذمه واري سرته رسوي په دې پوهنتون کښې ددهٴ صلاحيتونه نور هم مخې ته راغلل انګريزي او اردو يې د مخکښې نه ډېره ښه وه ـ ولې دلته يې ښه مهارت ترلاسه کړو چې صفت يې ماته په يوه غونډه کښې دافغانستان دلغمان صوبې پخواني ولي ښاغلي لطف الله مشعل هم کړے ؤ او اوس د الله تعالي په فضل بلها شاګردان لري ـ

خبره به رالنډه کړم دپيښور دخليل نامې ديوخوارمزدور په کور کښې په کال نورلسو درې اويايم کښې پيدا کشر خليل چې دنيايې په ډاکټر حنيف خليل پيژني اوس د مشرۍ په ګدۍ ناست دے او په موجوده وخت کښې دټولو پښتنو يوه جګه شمله ده زمونږ وياړ دے دپښتونخواادبي علمي اوکلتوري محفلونه ورباندې ښکلي دي شکر دے چې په سټه ښه تندرست دے نام خدا،ښه تکړه دے اوخدائے دې دنظره کوي نه، ادبي اوعلمي خدمات يې جاري دي اودغه هلې زلې به يې دپښتوژبې اوادب

په ګټه تماميږي

Kashar Kalil / Khaka

By: Prof. Aseer Mangal

17.05.2023

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←