اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

عرفات

د هرسپوږميزکال د لوى اختر د مياشتي ( ذي الحجې ) نهمه، د عرفې مبارکه ورځ وي. په دغه ورځ حاجي د نړۍ د مسلمانانو د متبرک ښار مکې مکرمې په منا شريفه کي د سهار لمونځ کوي، په دعا وو او ذکر مشغوليږي او چي لمر را وخېژي او د منا د ثبيرد غره پر څوکوښکاره سي، د څه د پاسه دوه نيم ميليونو حاجيانو د څپڅپاند سمندر سره د عرفات د ډګر په لوري د تلبيې او تکبير په ويلو سره، درومي.

د منا او عرفات ترمنځ لار چي د شلوکيلو مترو په شا وخوا کي اوږده ده، حاجيان په پښو يا د موټرو په سپرلۍ وهي. که حاجي تر ماپښين د مخه عرفات ته رسېدلى وي، هلته په تهليل، تلبيه، درودونو، تلاوت او دعا او تذکيرمشغوليږي، بيا د ماپښين او مازديګر لمونځونه د ماپښين په وخت يو ځاى يا هرلمونځ په خپل خپل وخت کوي او ترزوال وروسته د عرفات پر ميدان دريږي او خداى جل جلاله ته دعاوي، زارۍ، استغفار او تضرع کوي، خپل ځان، مور او پلار او دوستانو او ټولو مسلمانانو ته د مغفرت غوښتنه کوي، له تېروګناهونو څخه ندامت او پښېماني څرګندوي او له خپله خدايه سره د زړه له صدقه عهد کوي چي نور ګناه نه کوي، له حرامو څخه پرهېزکوي، او ظلم او ناروا پرېږدي او بيا تر لمر لوېدو وروسته د مزدلفې په لوري درومي.

په دغه ورځ پر عرفات باندي د حاجيانو د درېدو سوابق:

د حضرت ابراهيم او اسماعيل عليهماالسلام له زمانې څخه د عربو د حج عمومي دود دا وو چي د لوى اختر ( ذي الحجې ) د مياشتي په نهمه نېټه به له منا څخه عرفات ته تلل اوله هغه ځايه په راستنېدو به يې شپه په مزدلفه کي تېرول. خو په وروستيو وختوکي کرار کرار قريشو نفوذ وموند. چي له دې امله دوى ته خپل ځانونه تر نورو لوړ او ممتاز وايسېدل. دوى خپلوځانو ته” الحُمس ” ( په دين کي متشدد او سختي کوونکي، پردين ټينګ، د حرم اوسېدونکي، زړه ور او غيرتيان ) ويل، او ويل يې چي موږ بايد د عامو خلکو سره عرفات ته ولاړ نه سو، ځکه به نو په مزدلفه کي پاته کېدل. نو څنګه چي رسول صلی الله عليه وسلم هم قريش وو، هغو داسي ګڼل چي د حجة الوداع د تاريخي حج په ترځ کي به هغه هم زموږ غوندي په مزدلفه کي پاته کيږي. خو د دوى د دې ناوړه او چټي اند ( فکر ) په خلاف لوى څښتن رسول صلی الله عليه وسلم ته امرکړى وو چي:﴿ ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ ﴾ [ البقره:199 ] يعني بياله کومه ځايه څخه چي نور ټول خلک را ګرځي، له هماغه ځايه تاسي هم را وګرځئ. نو هغه وو چي رسول صلی الله عليه وسلم د لوى اختر د مياشتي د نهمي د سهار لمونځ په منا کي وکړ او بيا عرفات ته رهي رسو.

د عرفات معنا :

” عرفه ” په مفرده بڼه يا ” عرفات ” د جمع په صيغه هغه پراخه ډګر ته وايي چي د لوى اختر په نهمه ورځ حاجيان د حج د فريضې د اداکولو په مقصد پکښي دريږي. لغت پوهان وايي چي ” عرفات ” داسي جمع ده چي د مفرد لپاره وضع سوې ده. دغه راز پوهانو د عرفې او عرفات د نوموني ( تسميې ) د سبب په هکله ډول ډول څرګندوني کړي دي. له دوى څخه ځيني وايي: څنګه چي حضرت ابراهيم عليه السلام د حضرت اسماعيل عليه السلام د حلالولو په هکله د خوب په معنا، د خوب په دوهمه شپه پوه سو، چي دا خوب د خداى له لوري دى، نو له دې امله د دغي شپې ورځ د عرفې په ورځ ونومول سوه. ځيني بيا داسي وايي چي د عرفات ډګر هغه ځاى دى چي حضرت آدم عليه السلام او حوا انا تر يوې مودې بېلتون وروسته بيرته سره وليدل او سره و يې پېژندل.

خو لکه چي علامه محمد طاهرکردي رحمة الله عليه په تاريخ القويم کي وايې: ” اسماء معلول په علت سره نه وي “. نو د عرفې او عرفات نوم هم دغسي وبوله.

د عرفات پولي:

عالمانو څرګنده کړې ده چي د عرفات ډګرد حرم د پولو د باندي د ” حل ” په سيمه کي پروت دى. دغه ميدان د هغه د ختيځ، شمال او جنوب په خواووکي د غرونو د لړۍ د واقع کېدو له امله د لېندۍ غوندي بڼه غوره کړې ده. نوکوم غرونه چي په دغه ډګر پوري نښتي دي، هغه له عرفات څخه دي، اما د عرفات په لوېديز لوري کي چي د ” عُرَنَه ” ناوه واقع ده هغه له عرفات څخه نه ده. ملاعلي قاري اونور وايي چي د عرفات د پولو په هکله ډېر اختلاف دى. ځيني وايي چي لومړى حد يې ختيزي لاري ته رسيږي. دوهم حديې د هغه غره اطرافو ته رسيږي چي د عرفات د غره شاته پروت دى. درېيم حد يې د عرفات دکلي بڼونو ته رسيږي. څلورم حديې د عُرنه ناوې ته رسيږي. خو د مکې مکرمې د اوسمهال يو عالم احمد عبد الغفور چي ځان حنفي مذهبه بولي په حجة النبي کتاب کي د عرفات حدود داسي تشريح کوي:” د عرفات شمالي پوله د [ سعد ] غره سر ته رسيږي، او د دغه غره له سره د زرو مترو په واټن لوېديز لوري ته غځيږي. بيا د جنوب پر خوا د دروکيلو مترو په واټن غځيږي. بيا جنوب لوېديز لوري ته د نَمِرې د جومات د نيمى برخي پر برابر د شپږو سوو مترو په واټن غځيږي او د بني عامر د کلي غرونو ته رسيږي “.

احمد عبد الغفور څرګندوي چي:” د عرفات دغه حدود هم په درست ډول نه دي ټاکل سوي، او د سعودي د حج او اوقافو وزارت د هغه د نقشې جوړولوکار لا تر1396س. کال پوري نه وو بشپړکړى “. خو اوس د عرفات پولي د يوډول غټولوحو په ذريعه په نخښه سوي دي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات کي:

رسول صلی الله عليه وسلم له منا څخه عرفات ته له هغي لاري څخه ولاړى چي ” ضب ” ورته وايي.

امام ازرقي رحمة الله عليه په تاريخ مکه کي وايي چي: ” دغه عرفات ته لنډه لار ده “. دغي لاري ته اوس ” طريق القناطر ” وايي. رسول صلی الله عليه وسلم امرکړى وو چي په نَمِره نومي ځاى کي خېمه ورته ودروي. کله چي رسول صلی الله عليه وسلم عرفات ته نژدې ورسېدى په دغه خېمه کي يې واړول. قاضي القضات شمس الدين السروجي حنفي وايي چي: ” په نمره کي د رسول صلی الله عليه وسلم تم کېدل د مخکني قصد له مخي نه وه، بلکي هغه ځاى ته د اسانه رسېدو او له هغه ځاى څخه عرفې ته د اسانه تللو او بيرته د ماپښين او مازديګرد لمونځونو د ادا کولو لپاره د ورتللو د ستونزي د ليري کولو لپاره وه “.

امام ازرقي رحمه الله په اخبار مکه کي فرمايي چي: ” د نمره تر غره لاندي څلورګزه په پنځه ګزه کي يوه سمڅه ( غار ) دى. رسول صلی الله عليه وسلم د عرفې په ورځ په همدغه سمڅه کي و اوسېدى او تر زوال وروسته پر قُصوا اوښه د عُرنې د ناوې منځ ته ورغى ( کومه چي د عرفې ځمکه نه بلل کيږي ) او خلکو ته يې خطبه واورول “. ( د دغي خطبې ژباړه د دې کتاب په [۱۸۸] مخ کي راغلې ده ). علامه محمد طاهر کردي وايي چي: ” د دغي سمڅي او نمره جومات تر منځ زر متره واټن دى “. علامه کردي وړاندي ليکي: ” د رسول صلی الله عليه وسلم په دغه غارکي تم کېدل د مخکنيو انبياوو او ابراهيم عليه السلام په پيروي وه او دلته د رسول صلی الله عليه وسلم تم کېدل

د هوسايي؛ د ماپښين او مازديګر د لمونځونو د يو ځاى ادا کولو او پرعرفات باندي د درېدو د تيارۍ لپاره وه. چي بيا يې پر همدغه ځاى د نمره جومات جوړکړ”.

احمد عبد الغفور عطار په حجة النبي کتاب کي وايي: ” دغه سمڅه اوس هم ( په 1397سپوږميزکال ) موجوده ده “. رسول صلی الله عليه وسلم تر خطبې ويلو وروسته د ماپښين او مازديګرلمونځونه دواړه، ماپښين په جمع وکړل. بيا پرقُصوا سپور سو او د لمرترډوبېدو پوري د جبل رحمت په لمن کي ودرېدى او د تلبيې او تذکير سره يې ډېر ځلي لوى څښتن ته د ځان او امت لپاره د مغفرت او رحمت دعاوي کولې او ويل يې: ” زه دلته ودرېدلم او عرفه ټوله د درېدو ځاى دى “. او بيا د مزدلفې په لوري رهي سو. ځيني وايي: د جبل رحمت په لمن کي د ” صخرات ” جومات پر هغه ځاى جوړ سوى چي رسول صلی الله عليه وسلم پر درېدلى وو او له ځينو احاديثو څخه داسي ښکاري چي رسول صلی الله عليه وسلم دلته هم د لومړۍ خطبې په بشپړتيا، خطبه وويل او ځيني د ضرورت وړخبري يې خلکو ته واورولې.

جبل رحمت د هغه د شا وخوا غرونو په نسبت يوکوچنى غردى چي لوړه برخه يې اواره او په ډبرو فرش سوې ده. د دغه غره پرسر يو څلى هم له ډبرو څخه جوړ سوى دى چي درې يا څلور متره به جګ وي، او د عرفې په شپه ډېوې پر ځړېدلي وي. د دغه غره سر ته د شپږمي پېړۍ په نيمايي کي په 559 سپوږميز.کال وزير محمد بن علي المنصور معروف په جواد اصفهاني ( 90 ) نامنظمي زينې جوړي کړي دي. دغه غر( 30 ) متره جګ او ( 300 ) متره اوږد دى. دغه راز د دغه غره د جګوالي په منځنۍ برخه کي يوه تنګاچه هم جوړه سوې ده چي اوږدوالى يې پنځلس متره اوسور يې لس متره دى. دغي تنګاچې ته مسجد ابراهيم وايي.

ځيني حاجيان د عرفات په ورځ د دغه غره سر ته خيژي، چي البته دا به ډېر ثواب ګڼي، خو دا کوم شرعي اصل نه لري، بلکي د سنتو خلاف او بدعت کار بلل سوىدى.

د عرفې د ورځي فضيلت :

له لويه سره د لوى اختر د مياشتي لومړۍ لس ورځي، د عرفات او د لوى اختر درې ورځي ډېري له فضيلته ډکي ورځي دي. ډېر مفسرين وايي چي د قراّن کريم د حج د سورې په اته ويشتم اّيت کي چي د﴿ ايام معلومات ﴾يادونه سوې ده، له هغو څخه مراد د لوى اختر د مياشتي لومړۍ لس ورځي دي. ځيني مفسرين وايي چي مراد ځني د عرفې او ايام تشريق ( د لوى اختر درې ورځي ) دي. په هر صورت په دغو ورځوکي د لوى څښتن د يادولو، د ښو چارو د ترسره کولو او روژو نيولو فضيلت ډېر زيات ښوول سوى دى.

له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« نوري داسي ورځي نسته چي نېکي چاري دي په هغو کي خداى تعالى ته تر ايام العشر( د ذي الحجې ترلومړيو لسوورځو ) ډېري خوښي وي دغه راز رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« په دغو ورځوکي نېک عمل د خداى په لارکي تر جهاد لا خداى ته ډېرغوره دى. خو د هغه چا ثواب تر زيات دى چي ځان اوشته دواړه د خداى په لارکي قربان کړي ». په همدې ډول له رسول صلی الله عليه وسلم څخه د عرفې د ورځي د روژې په هکله وپوښتل سوه، هغه وفرمايل:« د تېر او راتلونکي کال ګناهونه له منځه وړي ». له عايشې بي بي رضي الله عنها څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« له عرفې پرته بله داسي ورځ نسته چي خداى تعالى دي په هغې کي خپل بنده ګان د دوږخ له اوره څخه ډېر آزاد کړي وي. په دغه ورځ خداى تعالى خپلو بنده ګانو ته په خپل فضل او رحمت سره نژدې کيږي. بيا د ملايکو په وړاندي په هغو وياړي او ورته وايي: وګورئ زما بنده ګان څه غواړي؟ ».

له عباس بن مرداس څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم د عرفې د وقوف پرمهال خپل امت ته د هغو د ګناهونو د بخښني دعا وکړه. نو د خداى له لوري د اجابت او قبلوني په توګه ورته وويل سوه: ستا امت ته مي د بنده ګانو له حقوقو پر ته نور ټول ګناهونه وبخښل. خو د بنده حقوق نه بخښم او له ظالم څخه د مظلوم د حقوقو اخيستونکى يم. رسول صلی الله عليه وسلم ورته وويل:اى ربه ! که وغواړې چي مظلوم ته له خپله ځانه د جنت ښې او ښادۍ ورکړې ! او ظالم په خپل فضل وبخښې ! خو دغه دعا يې د عرفي پرمهال قبوله نه سوه. کله چي رسول صلی الله عليه وسلم په مزدلفه کي شپه سبا کړه بيا يې دغه دعا وکړه چي دعا يې قبوله سوه. د حديث روايت کوونکى وايي چي: رسول صلی الله عليه وسلم وخندل. يا وايې چي ويې مسل. نو ابو بکر او عمر ورته وويل:اى پيغمبره زموږ مور او پلار دي تر تا قربان سي دغه مهال ستا د خندلو نه وو. نو ستا د خندا سبب څه وو. ( الله دي تا تل خوښ ولري ). حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چي ابليس دغه د خداى جل جلاله دښمن وپوهېدى چي خداى جل جلاله زما دعا قبوله کړه او زما امت يې را وباخښه، خاوري يې پرسر باد کړې، په واويلا سو او ويې ويل چي رسوا او برباد سوم. نو ماته د ده پردغي واويلا خندا راغله.

د پورته حديث په هکله د ثقه او جيدو ديني عالمانو په کتابونوکي څه خبري سته چي په لاندي ډول خلاصه کيإي:

د عرفي د ورځي فضيلت په صححيو احاديثو ثابت دى. نو ضرورت نسته چي په ناصححيو احاديثو يې فضيلت څرګند سي.

حج د ګناهونو د بخښني سبب کيږي خو چي:

تر حج د مخه توبه وايستل سي.

تر حج د مخه د خداى جل جلاله هغه حقوق چي ادا کېدلاي سي، لکه لمونځ، روژه او داسي نور، ادا کړى سي.

تر حج د مخه د بنده ګانو هغه حقوق چي ورکول کېدلاى سي ورکړه سي، يا د هغو لخوا بخښنه وسي.

حج مبرور او مقبول او له معاصيو پاک او خالي وي. ريا، سمعه ( د نامه او شهرت مينه )، رفث ( شهواني عمل )، فسوق ( ناوړه فعل ) او جدال ( جنګ جدل ) نه وي پکښي ترسره سوي.

تر حج وروسته حج وساتل سي او بيا حاجى په معصيت اخته نه سي.

او ترټولو مهمه دا ده چي حج په حرامو پيسو نه وي سوى.

د حج د فضايلو په هکله احاديث او روايات د کبيره ګناهونو پر بخښلو دلالت نه کوي. حقوق العباد او مظالم خولا هلته پرېإده.

بله خبره دا ده چي په دې هکله روايت سوي احاديث صحت او ثبوت ته نه دي رسيدلي.

د حج د فضايلو دغسي احاديث بيا نول د علما وو د شان سره نه ښايي او د فقهاوو د قوانينو سره سرنه خوري، بلکي د ناپوهانو د ستر جرائت سبب کيږي.

په تېره د پورتني حديث په راويانوکي دوه تنه عبد الله او پلار يې کنانه داسي کسان دي چي محدثينو ډول ډول خبري پرکړي دي. مثلاً: بخاري رحمه الله د عبد الله په هکله وايې:” حديث يې نه دى صحيح “. او ابن جوزي دغه حديث په موضوعاتوکي راوړى دى او وايې چي د ضعف دليل يې کنانه نومى دى. کوم چي منکر الحديث بلل سوى. ملاعلي قاري او نورو هم ويلي چي په دغه حديث احتجاج ( تمسک ) باطل دى.

البته د خداى فضل او رحمت او دا چي خداى جل جلاله وغواړي چي څوک وبخښي دا بېله خبره ده..

اخستونځی: زموږ د قبلې تاريخ“له کتاب څخه

ټاکنه: ایډوکېټ سرور یوسفزی - پښتونخوا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←