اواز ډرامه
د ”آواز“ ډرامې ”زۀ يم خان د زمانې نه مې مال شته نه دانې“
دا کردار عمرګل کړے وو نن هم هر چاته ياد دے. د ”آسمان“ ډرامې، ملک شاه پور احمدخان، شهسوار، کائنات، منلګ بابا- د ”روغ لېوني“ ډرامې مينجر صېب چې تکيه کلام ئې وو. ”دلربا زلفې دې کنټرول کړه“ او هم د دغه ډرامې ”دلربا“ نومې کردار چې نجيبه فيض لوبولې وو. دا او داسې نور ډېر کردارونه چې ددې جادوګر قلم تخليقات دي چې په هېرېدو هم نه هېرېږي دا ئې د مضبوطې کردار نګارۍ هغه مضبوطې حوالې دي چې د نوي ډرامه نګارانو دپاره د زدکړې خزانې دي.
هغه وائي، ډرامه زما ژوند دے او دا زما د خوښې صنف دے. او ددې غټه وجه داده، چې په ډرامه کښې د مختلفو کردارونو په ذريعه سره د معاشرې ډېرې ناهموارۍ، ډېرې په آسانه او ښه طريقه سره په ګوته کېږي، چې دا کمال د ادب په بل يو صنف کښې دومره په کمال سره نشته.
په ډرامه کښې د پلاټ يا قيصې جوړېده د کردارونو په ذريعه سره کېږي او د کردارنو جوړېده د هغوي د خبرو يا مکالمو په ذريعه سره کېږي، څنګه چې د ښو کردارنو نه بغير ډرامه نه جوړېږي دغسې د ښو او مضبوطو مکالمو نه بغير ښه کردارونه نۀ جوړېږي.
کردارونه که د ډرامې د ملاتير دے نو مکالمه ئې ساه ده او ډرامه په ښه مکالمو باندې ژوندې وي. په ډرامه کښې عمل وي بيا د هغې رد عمل وي، کرکه، نفرت، مينه، رورولي، کشمکش او تصادم دغه ټول کېفيتونو او جذبو ته ژبه ورکول آسان کار نه دے. دا نازک او ګران کار چې کوم ډرامه نګار په ښه طريقه سره تر سره کړي نو هغه د کتونکو او اورېدونکو په زړونو کښې ځانله ځائے جوړ کړي.
دده د ډرامو يوبل لوئې کمال د هغه لاجوابه او باکماله مکالمې دي. هغه د خپلو پر اثره، مضبوطو او خوږو مکالمو په ذريعه سره د خپلو کردارونو د احساساتو او جذباتو داسې اظهار کوي، چې د هغه د ډارمو کردارونه کله خپلو کښې مکالمه کوي، نو د هغوي دغه مکالمې لکه باران باران راورېږي، لکه درد درد څړيکه کېږي، لکه جذبه جذبه د بدن په رګونو کښې خورېږي، لکه اميد اميد رڼا کېږي او لکه جانان جانان لګېږي. د هغوي د ډرامو مکالمې د جذبو يو داسې سمندر وي چې د لفظونو په تړون کښې کتونکي او اورېدونکي په خپل جادوئي اثر کښې داسې ډوب کړي چې هغوي ددنيا او جهان نه ناخبره په ډرامه کښې ورک شي.
د مکالمې دا کمال، دا جدّت او دا د جذبو مدو جزر د بل ډرامه نګار په مکالمو کښې مونږ ته په نظر نۀ راځي. د هغه په مختصره مکالمو کښې د معنو يو داسې سمندر پروت وي چې خپل کتونکې او اورېدونکې په خپل سحر کښې بندي ساتي. دے د خپلې هرې ډرامې سره دومره خواري کوي چې د سکرپټ ليکلو نه وړاندې په مياشتو مياشتو د ډرامې ډائريکټر سره ددغه ډرامې په حواله سره ډسکشن کوي. د ډرامې په وړو وړو باريکو کردارونو، سيچويشنز، د کردارونو ګټ اپ، او د ډرامې لوکېشن باندې ډسکشن او چې کله سکرپټ اوليکلې شي نو بيا د کردارونو دپاره د موزو او مناسبو ادکارانو انتخاب کښې د ډائريکټر دومره مرسته او ملاتړ کوي چې په پېښور ټي-وي سټېشن کښې دا خبره مشهوره ده چې بشرنويد د خپلو ډرامو کاسټنګ په خپله کوي. په دې حواله هغه دا وائي، چې د ډرامې کردارونه داسې وي چې کله يو ډرامه نګار کردار تخليق کوي نو دا داسې وي لکه چې يوه مور بچې پيدا کوي، اوس دغه دومره په ګرانه پيدا شوې کردار که چرته مناسب او موزو اداکار اونه کړي نو د ليکوال سره سره د ډرامې د ټول ټيم خواري عبث لاهو شي ځکه د هر کردار دپاره مناسب اداکار انتخاب د هرڅه نه زيات ضروري او اهم دے او په دغه خبره هغه چرته هم د مصلحت نه کار نه دے اخيستې.
د سکرپټ ډسکشن نه واخله د ډرامې تر ريهرسله او بيا ريکارډنګ کښې هم په اهم موقعو د هغه موجودګي ددې خبرې ګواهي ورکوي چې هغه خپل کار سره څومره مينه لري او خپل کار سره څومره کميټيډ (Committed) دے د هغه دا دومره لېونۍ مينه او خواري چې کله هم د ټي-وي په سکرين د ډرامې په شکل کښې ښکاره شوې ده نو د کتونکو او مينه والو په جولو جولو مينه ئې د ژوند اثاثه شوې ده.
دده د ډرامو باره کښې د نوموړي ډرامه نګار اديب، محقق او کالم نګار پروفېسر ډاکټر همايون هما دا وينا هم د يو سند درجه لري. هما صېب وائي ”بشرنويد د پښتو د معياري ډرامې يو داسې نوم دے چې تل به ژوندے وي“
په پېښور ټيلي ويژن کښې د دومره مصروفياتو او مقام موندونه پس هم چې کله د هندکو پښتو خبره راغله نو بشرنويد د خپلې مورنۍ ژبې پښتو دپاره په ميدان اودرېدو او ددې خبرې يې هډو پرواه اونه کړه چې ګني د پي-ټي وي واکداران او انتظاميه به د هغه خلاف شي.
دا د کال ١٩٩٠ء خبره ده چې کله د پېښور ټي-وي سنټر نه د هندکو خبرونه شروع شو او د پښتو ژبې وخت کم کړے شو او دغه وخت هندکو ته ورکړے شو نو په خله خو د پښتو پښتو چغې وهونکي دلته ډېر دي خو په عملي توګه هېڅ يو سياسى پارټۍ او شخصيت ددې خبرې غندنه اونه کړه او نه يو اديب او ليکوال په عملي توګه ددې بې انصافۍ خلاف قدم پورته کړو. دا يو بشرنويد وو چې په دغه وخت يې هم د پي-ټي-وي پېښور سنټر نه يوه ډېره مشهوره ډرامه ”سلګۍ“ آن ائير وه، خو هغه بيا هم د خپلې مورنۍ ژبې په غيرت د پي-ټي-وي انتظامې خلاف احتجاج اوکړو داسې احتجاج چې په ريکارډ موجود دے، چې د پښتو ډېرو لويو لويو شاعرانو اديبانو پکښې شرکت کړے وو. دا احتجاج ١٨ جولائى ١٩٩٠ء کښې د پي-ټي-وي مخې ته شوې وو او بيا تر ګورنر هاؤس پورې احتجاجي واک هم شوې وو. په دې احتجاج کښې د شرکت اعزاز راقم الحروف ته هم حاصل دے. په دې احتجاج کښې رحمت شاه سائل، خېبر افريدي، همېش خليل، عبدالواحد قلندر، ودود هشنغرے او داسې نورو لويو لويو اديبانو او شاعرانو شرکت کړے وو.
د خپلې مورنۍ ژبې سره دا لېونۍ مينه د هغه د ژوند په هر قدم کښې مونږ ته ښکاره ده. ددغه مينې په بدل کښې هغه د ژوندهرې سختې ته غاړه اېښودې ده خو پښتو سره پښتو يې نه ده پرېښودې. ددغه مينې اظهار هغه په يو ځائې کښې داسې کوي:
زمانه اوس هم لا د خپلو خولو بوى خېژي
ستانه د عطرو د پليلويو رومال جوړ شو
خدائے چې ويشلې لوئې برخې په قامونو باندې
پښتو مې مور شوه او زما نه ئې ليکوال جوړ شو
بشر نويد چې د محب الله شوق نه پس کله د اولسي ادبي ټولنې مردان سکتر شو نو په مردان کښې ئې په ړومبي ځلې د کتابونو د مخ کتنو رواج او دستورې جوړې کړې. دوي به د نورو ځايونو شاعران او اديبان مردان ته راغوښتل او مردان کښې به يې ورله د کتابونو مخ کتنې کولې، لکه د رحمت شاه سائل د کتابونو مخ کتنې دوي په مردان کښې اوکړې. دغسې د مجيدالله خليل د کتاب ”ګلورين“ مخ کتنه ئې هم په مردان کښې اوکړه، سردار خان فنا ”زما د خيال په سيوري“ د کتاب مخ کتنې د دستورې صدارت کړے وو او په دغه دستوره کښې سعدالله جان برق مشر مېلمه وو.
په دغه دور کښې د اولسي ادبي ټولنې مردان دا کوششونه د چانه پټ نه دي، چې دوي به د نورو ځايونو لوئې لوئې شاعران او اديبان مردان ته راغوښته او هغوي ته به ئې درناوښت او عزت ورکولو. هم دغسې يوه دستوره ئې د مردان کونسل هال کښې کړې وه چې په کښې ئې صديق پسرلې، حبيب الله رفيع ، آصف صميم، زرين انځور، بريالى باجوړى، ډاکټر مجاور احمد زيار او افضل ټکور رابللي وو او دوي په درناوي کښې ئې په مردان کښې يو دروند پروګرام کړې وو.
د لفظونو دا جادوګر دبوډۍ د ټال غوندې د ژوند ډېر رنګونه لري، ډرامه که د هغه ژوند دے نو صحافت ئې په دغه ژوند کښې د ساه حېثت لري او صحافت کښې کالم ليکل د هغه خوښه او د خلقو خوښه ده ماته ياد شي چې وحدت اخبار به ډېرو خلقو صرف د هغه د کالم دپاره اخيستو او لوستو. د هغه کالم ”ماته غوږه شه“ يو داسې جادوئي اثر لرلو چې ډېر لوستونکي ئې په خپل سحر کښې راګېر کړي وو. ماته ياد شي مونږ به د وحدت اخبار دفتر کښې ناست وو. بشر نويد به راغے د هغه ورځې اخبارونه به ئې يو نظر اوکاته او کالم ليکل به ئې شروع کړه. منځ تر منځه به شاعران او اديبان هم د هغوي ملاقات له راتلل. د چائيو او قهوې دور به هم چليدو، ګپې شپې به هم لګېدې او بشر نويد به کالم هم ليکلو. مجال شته که چرته غلطي به ترې کېده. بغير کټ کوټه به يې داسې کالم اوليکلو چې ښه ښه اديبان او دانشوران به ئې په يکسوئي او تنهائي کښې هم اونه ليکي. دا کمال ما صرف په ده کښې ليدلې دے، چې په دومره ګڼه ګوڼه کښې به ئې هم ډېر زړۀ پورې ليکونه کول. د هغه د تخيل الوت او دليک زور واقعي چې سدابهار دے او د راج ولي شاه خټک دا شعر بلکل د هغوي د فکر ترجماني کوي.
د ولي سدابهار خود سره فکر
سپرلے نه دے چې د شپو ورځو غلام شي
د هغه په کالمونو کښې د افسانې رنګ هم شته او ډرامې خوند هم، د کردارنو تصادم هم او د واقعاتو تسلسل هم- د هغه تخيل چې کله په کالم ليکلو کښې الوت وکړي نو نثر ئې شاعرانه شي. په نثر کښې دغه زور دغه د جذباتو او احساساتو سمندر او دغه د لفظونو جوړښت او تصادم لوستونکي په خپل سحر کښې داسې راګېر کړي چې هغه کالم تر اخيره پورې لولي نو جذبې ئې يا آه شوې وي يا واه شوې وي او يا ترې اوښکه جوړه شوي وي او په
ګرېوان کښې د جذبو خراج ته نذرانه شوې وي،
فرېدالله شاه احساس
